د افغانستان تاریخي ابدات او د هغو ساتنه
د افغانستان تاریخي ابدات او د هغو ساتنه
[سمول]د افغانستان تاریخي ابدات د دې هېواد د څو زره کلن تاریخ، تمدن او کلتوري هویت ښکارندويي کوي. افغانستان د اسیا په زړه کې د تمدنونو د لاري په توګه د بېلابېلو تاریخي دورو لکه یوناني، بودايي او اسلامي پیرونو نښې په ځان کې لري. دا ابدات نه یوازې د هېواد ملي شتمني ده، بلکې د بشري تاریخ د پوهېدو لپاره نړیوال ارزښت لري.
مهم تاریخي ځایونه او د هغوی ارزښت
[سمول]د افغانستان په هره برخه کې داسې تاریخي ابدات شتون لري چې د هغو د جوړښت هنر او معمارۍ سټایل د نړۍ پام ځانته اړولی دی. د هرات جامع جومات،د پکتیا تاریخي کلا، د تخار د ای خانم تاریخی تمدن، د کندهار ۴۰ زینه اږ د هلمند د بست کلا د غزنویانو د دورې منارونه، د غور ولایت د جام منار او د کابل تاریخي کلاګانې د دې هېواد د معمارۍ د عروج بېلګې دي. دغه ځایونه د پیړیو په اوږدو کې د سیاسي او کلتوري بدلونونو شاهدان پاتې شوي او د هرې دورې ځانګړی هنر یې په خپل ځان کې خوندي کړی دی.
د ابداتو د ویجاړېدو لاملونه
[سمول]په تېرو څو لسیزو کې د افغانستان تاریخي ابدات له ګڼو ننګونو سره مخ شوي دي. د جګړو ویجاړۍ، د لرغونو اثارو غیر قانوني کیندنې او د اقلیمي بدلونونو اغېزې هغه لاملونه دي چې ډېری تاریخي ځایونه یې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ کړي دي. د مسلکي بیا رغونې نشتوالی او د خلکو په منځ کې د دغو اثارو د ارزښت په اړه د پوهاوي کمښت هم د دغه کلتوري میراث د زیانمنېدو سبب شوی دی.
د کلتوري میراثونو د ساتنې لارې چارې
[سمول]د تاریخي ابداتو ساتنه یو ملي او نړیوال مسؤلیت دی. د دې لپاره چې دا اثار راتلونکو نسلونو ته په سالم ډول ولېږدول شي، اړینه ده چې د لرغونو سیمو د ساتنې لپاره ځانګړي قانوني چوکاټونه پلي شي. د مسلکي انجینرانو او تاریخپوهانو تر څارنې لاندې د ابداتو بیا رغول او د ګرځندوی (Tourism) صنعت وده کولای شي د دغو ځایونو په ساتنه او د هېواد په اقتصاد کې مثبت رول ولوبوي.
اړوندې لیکنې
[سمول]د جام منار د افغانستان موزیمونه د هرات کلا