د افغانستان او کاناډا اړیکي
افغانستان او کاناډا په ۱۹۶۸ کال کي خپلمنځي ډیپلوماټیکي اړیکي ټینګي کړې. په ۲۰۰۳ کال کي کاناډا په کابل کي خپل سفارت پرانیست او خپل لومړی استوګن سفیر یې د افغانستان لپاره وټاکه. تر دې یو کال مخکي افغانستان هم په کاناډا کي خپل لومړنی استازی ټاکلی وو. [۱]
د ۲۰۲۱ کال په اګست کي کاناډا د طالبانو د واک ته رسیدو سره سم په کابل کي خپله استازولي بیرته وتړله. [۲]
تاریخ
[سمول]پیل
[سمول]په افغانستان کې د کاناډایانو ښکیلتیا د ۱۹۶۰ لسیزي راهیسي پیل سوه، چي له مخي یې د افغانستان لپاره د کاناډا لومړنی پراختیایي مرسته کوونکی پروګرام پیل سو. څرنګه چي په کاناډا کي د پراختیایي ادارو لخوا د هڅو د همغږۍ اړتیا زیاته سوه، د کاناډا حکومت پریکړه وکړه ترڅو په ۱۹۶۸ کال کي له افغانستان سره بشپړي ډیپلوماتیکي اړیکي ټینګي کړي [۳]
په ۱۹۷۱ کال کې، د کاناډا مرستي وروسته له هغه چي په مرکزي آسیا کي د وچکالۍ له امله د هیواد د غلو دانو تولید کم سو، کاناډا خپلي مرستي نوري هم پراخي کړې. [۴]
د شوروي-افغان جګړه
[سمول]په ۱۹۷۹ کال کي د شوروي-افغان جګړې او په افغانستان کي د یو استبدادي رژیم نصبولو کاناډا دې ته اړ ایستل ترڅو ډیپلوماټیکي اړیکي پرې کړي. په ۱۹۸۹ کال کې له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته دواړو هېوادونو بیا هم بشپړې ډیپلوماټیکي اړیکي ټینګي نه کړې، او په ۱۹۹۰ لسیزه کي د کاناډا لخوا د بشري مرستو هڅو سره سره اړیکه خورا لږه وه.
د طالبانو دوره
[سمول]طالبانو په ۱۹۹۶ کال کي د افغانستان واک ترلاسه کړ. کاناډا هیواد په دې وخت کي د افغانستان د اتباعو په وړاندي د طالبانو د بشري حقونو د سرغړونو په اړه په ښکاره توګه منتقد سو. سره له دې چي طالبانو په مرستندویه ادارو محدودیتونه لګولي وه، خو کاناډا بیا هم هیواد ته بشري مرستي جاري ساتلي وې.
په افغانستان کې جګړه
[سمول]د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې ترهګریزو بریدونو کاناډا دې ته وهڅوله چي د افغانستان په اړه خپلي پالیسۍ بیا وارزوي، او په دې توګه یې له افغانستان سره رسمي اړیکي ټینګي کړې.
سرچیني
[سمول]- ↑ Invalid
<ref>tag; no text was provided for refs namedRelations - ↑ . 2021-08-15.
{{cite web}}: Missing or empty|title=(help); Missing or empty|url=(help) - ↑ . 4 February 2008.
{{cite web}}: Missing or empty|title=(help); Missing or empty|url=(help) - ↑ . 31 August 1971.
{{cite news}}: Missing or empty|title=(help)