د افغانستان او هندوستان اړيکې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د افغانستان او هندوستان اړیکې د هندوستان او افغانستان اسلامي امارت تر منځ اړيکو ته اشاره کوي، کوم چې له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ز کال پورې د افغانستان په ډېره برخه حکومت کړی. دوی تاریخي ګاونډيان دي او د باليوډ او کرکټ په مټ ګډې کلتوري اړيکې لري.[۱]

د هند جمهوريت د سويلي اسيا يواځينی هغه هېواد و چې په ۱۹۸۰ز کال کې يې د شورويانو له ملاتړ څخه برخمن د افغانستان ديموکراتيک جمهوريت په رسميت پېژندلی و، خو د ۱۹۹۰ز کلونو پر مهال د افغانستان د کورنۍ جګړې او طالبانو د حکومت په اوږدو کې دا اړیکې له منځه ولاړې. هندوستان د طالبانو په نسکورولو کې مرسته وکړه او د افغانستان پخواني اسلامي جمهوريت ته د بشري او بيا رغونې مرستو چمتو کوونکی تر ټولو ستر سيمه ييز هېواد شو. په افغانستان کې هندوستان د بيا رغولو د هڅو د برخې په توګه هندوستانيان د ابادولو په ګڼو پروژو کې کار کاوه. پاکستان تور پورې کوي چې د هندوستان د بهرنيو استخباراتو اداره « R&AW» په پټه فعاليت کوي، تر څو پاکستان بدنام کړي، باغيانو ته روزنه ورکوي او ملاتړ يې کوي، دا هغه ادعا ده چې هندوستان په کلکه رد کړې ده.[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

د هندوستان لپاره د افغانستان سفير شيدا محمد ابدالي، د ۲۰۱۷ز کال د اپريل په مياشت کې وويل چې: «هندوستان، افغانستان ته تر ټولو ستر سيمه ييز بسپنه ورکوونکی دی او په نړيواله کچه پنځم ستر بسپنه ورکوونکی دی چې له درې مليارده ډالرو څخه زياته مرسته يې کړې ده. هندوستان له دوه سوو زيات دولتي او خصوصي ښوونځي جوړ کړي، له زرو زيات تعلیمي بورسونه يې ورکړي او له شپاړس زرو څخه زياتو افغان زده کوونکو کوربه دی».  په ۲۰۱۱ز کال کې د ستراتيژيک شراکت تړون په لاسليک کولو سره د افغانستان او هندوستان تر منځ اړيکو ډېره ستاينه وشوه، دا په ۱۹۷۹ز کال کې د شوروي له يرغل وروسته د افغانستان لومړی تړون و. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د افغان طالبانو په اړه د هندوستان د دريځ ستر بدلون د لوړ رتبه قطري چارواکي په مټ د ۲۰۲۱ز کال په جون کې رامنځ ته شو، هغه دا رسوا کړه چې د هندوستان يو پلاوي په پټه دوحې ته سفر کړی تر څو د طالبانو له مشرانو سره وګوري.  دا يو ستر بدلون و چې د ۲۰۲۱ز کال په لومړۍ نيمايي کې يې څو اونۍ ونيولې او شونې ده چې د هندوستان او طالبانو تر منځ د قطر منځګړيتوب پکې شامل و.[۱۳][۱۴]

تاریخ[سمول]

د افغانستان او هندوستان د خلکو اړيکې د «سیند درې» تمدن پورې رسېږي. د ستر سکندر له لنډ نېواک وروسته، د هغه ځای ناستې سلوکي سترواکۍ هغه سيمه چې اوس د افغانستان په نوم پېژندل کېږې ونيوله. له زېږد مخکې په ۳۰۵ کال کې، دوی د يووالي د يو تړون د برخې په توګه د دې سيمې ډېره برخه د هندوستان موريا سترواکۍ ته پرېښوده. [۱۵]

سکندر دا سيمې له اريايانو ونيولې او د خپل ځان لپاره يې استوګنځايونه جوړ کړل، خو «سلوکوس نيکاتور» د يو خپلمنځي واده او پنځه سوه پيلانو په بدل کې دا سيمې ساندروکوتوس (چندرګوپتا) ته ورکړې. -       سترابو، له زېږد مخکې ۶۴ – له زېږد وروسته ۲۴

موريايانو د هندوکش په سويلي سيمو واکمني وکړه او په همدې پړاو کې هندویيزم او بودايي دين خپور شو. د دوی زوال د اشوکا د واکمنۍ له پای ته رسېدو شپېته کاله وروسته پيل شو او يو ځل بيا د يوناني-باختريانو په مټ د هلنستي له خوا دا سيمې ونيول شوې. د دې سيمې ډېره برخه ډېره ژر له يوناني-باختريانو څخه جلا شوه او د اندو-يوناني پاچايۍ برخه وګرځېده. اندو-يونانيانو ته له زېږد مخکې په دويمه پېړۍ کې اندو-ساکيانو ماتې ورکړه او وشړل شول. په اومه پېړۍ کې د اسلام تر رارسېدو پورې د افغانستان په ډېره برخه هندویيزم، بودايي او زردشتي دينونو اغېز درلود. خو سره له دې چې ډېری افغانانو اسلام ومانه، مسلمانانو او هندوانو بیا هم څنګ په څنګ ژوند کاوه. له زېږد مخکې د اتمې پېړۍ او له زېږد وروسته د لسمې پېړۍ تر منځ موده کې ډېرې هغه پاچايۍ چې په اوسني افغانستان يې حکومت کړی، لکه يوناني-باختري پاچايي، اندو-يوناني پاچايي، د موريانو پاچايي، اندو-ساکانو پاچايي، هانيان او تر ټولو وروستی يې کابل شاهي، دوی يا د يوناني بوت پرستۍ پلويان وو، يا د زردشتي دين (په ځانګړي ډول په شمال لويديځ کې) يا د بودايي هندوايزم دين (په ځانګړي ډول په سويل ختيځ کې).

«کابل يوه کلا لري چې د خپلې پیاوړتيا له امله مشهوره ده، يوازې د يو سرک په مټ ورته لاسرسی کېدای شي. په هغې کې مسلمانان دي او يو ښار لري، په کوم کې چې هندو کافران هم شته». استخري په ۹۲۱ز کال کې وايي

له لسمې پېړۍ څخه د اتلسمې پېړۍ تر نيمايي پورې، پر شمالي هندوستان يو شمېر بريدګرو يرغلونه کړي چې مرکزيت يې په اوسني افغانستان کې و. غزنويان، غوريان، خلجيان، سوريان، مغول او درانيان له همدې ډلې دي. په دې پيرونو کې، په ځانګړي ډول د مغولو په پړاو کې (۱۵۲۶-۱۸۵۸)، په خپلو سيمو کې د سياسي ناکرارۍ له امله ډېرو افغانانو هندوستان ته کوچ کړی دی.[۱۶]

خان عبدالغفار خان او خان صاحب د هندوستان د خپلواکۍ نوميالي مشران او د هندوستان د ملي کانګريس فعال ملاتړي وو. که څه هم په ۱۹۴۷ز کال کې NWFP د پاکستان برخه وګرځېده، د هندوستان د خپلواکۍ له هڅو څخه د پښتنو فعال ملاتړ د پښتنو د ازادۍ او خپلواکۍ د هيلو لپاره په هندوستان کې د زياتې خواخوږۍ لامل وګرځېد. په NWFP کې د پښتنو د پراخه خپلواکۍ لپاره د هڅو په لړ کې د هندوستان حکومت د پښتون مشر خان عبدالغفار خان ملاتړ ته دوام ورکړ. د افغانستان د بيا ابادولو په مبارزه کې د هڅو په ډول، هنديان د بيا ابادونې په ګڼو پروژو کې کار کوي، که څه هم د هندوستان استخباراتي اداره RAW د پاکستان په څېر هېواودنو له خوا تورنه شوې چې د پاکستان د بدنامولو لپاره کار کوي، باغيان روزي او ملاتړ يې کوي. اټکلاً دا کارکوونکي د درې زرو او څلور زرو تر منځ دي. په افغانستان کې مېشت هندي اتباع په دې هېواد کې په پرله پسې ډول له امنيتي ګواښونو سره مخ شوي دي، تښتول شوي او په څرګند ډول ډېر بريدونه پرې شوي (لکه د ۲۰۲۰ز کال د کابل بريد).[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د ۱۹۵۰ز کال په جنورۍ مياشت کې د دواړو هېوادونو تر منځ په نوي ډيلي کې د پنځو کلونو لپاره د ملګرتيا يو تړون لاسليک شو. دې تړون «د دواړو هېوادونو تر منځ د تلپاتې ملګرتيا او سولې» پر تاييد سربېره د يو بل په هېواد کې د ديپلوماتيکو او کونسلي دندو د رامنځ ته کولو توافق هم کړی و. [۲۱][۲۲]

هندوستان د ۱۹۷۳ز کال د جولای په مياشت کې د افغانستان نوی جمهوريت په رسميت وپېژندلو. د همدې کال په اکتوبر مياشت کې د هندوستان د بهرنيو چارو وزير «ساوران سنګ» د افغانستان له ولسمشر محمد داود خان سره وکتل، او داود خان د ۱۹۷۵ز کال د مارچ په مياشت کې له هندوستان څخه لیدنه وکړه. د ۱۹۷۴ز کال د جولای مياشتې په اومه نېټه دواړو هېوادونو د سوداګرۍ پروتوکول لاسليک کړ.[۲۳]

د شوروي له نېواک څخه د طالبانو تر حکومت پورې[سمول]

د هندوستان جمهوريت د سويلي اسيا يوازينی هېواد و چې د شوروي له ملاتړ څخه د برخمن افغانستان ديموکراتيک جمهوريت او د افغانستان په خاوره د شوروي اتحاد پوځي شتون يې په رسميت وپېژندو، په افغانستان کې د ولسمشر نجيب الله حکومت ته يې بشري مرستې چمتو کړې. په ۱۹۸۹ز کال کې له افغانستان نه د شوروي پوځي ځواکونو تر وتلو وروسته، هندوستان د نجيب الله د حکومت ملاتړ ته د بشري مرستو له لارې دوام ورکړ. د دې حکومت له نسکورېدو وروسته، هندوستان له نړيوالې ټولنې سره يو ځای له هغه ايتلافي حکومت څخه ملاتړ ته دوام ورکړ چې واک يې په لاس کې واخيست، خو د يوې بلې کورنۍ جګړې په پيليدو سره اړيکې او تماسونه پای ته ورسېدل، د کومې جګړې په پايله کې چې طالبان واک ته ورسېدل، کومه چې يوه اسلامي مليشه وه او پاکستان يې ملاتړ کاوه. د طالبانو حکومت يواځې پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په رسميت وپېژانده. د طالبانو له خوا د بودا د بوتانو ماتېدلو د هندوستان غوصه او له غوصې ډک اعتراض راپورته کړ. په همدې ډول په ۲۰۰۱ز کال کې د طالبانو له خوا له افغان هندوانو څخه دا غوښتنه چې يو پېژندونکی لباس واغوندي، کومو چې د نازيانو د تګلارو یادښت راژوندی کړ، هندوستان په دې هم سخته نيوکه وکړه. په ۱۹۹۹ز کال کې، د هندوستان هوايي کرښو ۸۱۴ الوتکه وتښتول شوه او د افغانستان په کندهار کې ښکته شوه او په طالبانو شک کېدو چې د تښتوونکو ملاتړ يې کړی.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

هندوستان د طالبانو ضد شمالي تلوالی مهم ملاتړی شو.[۲۹]

سرچینې[سمول]

  1. "Bollywood, cricket two real stars of Afghanistan's relationship with India: Envoy". The Times of India (په انګلیسي ژبه کي). 22 November 2019. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په 7 March 1989 باندې). India to Provide Aid to Government in Afghanistan. The New York Times.
  3. "Kabul's India ties worry Pakistan". Radio Free Europe, Radio Liberty. مؤرشف من الأصل في ۱۱ جون ۲۰۰۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جون ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "India's Northern Exposure". Council on Foreign Relations. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ مې ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جون ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Baabar, Mariana (24 April 2006). "RAW Is Training 600 Balochis in Afghanistan". Outlook India. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مارچ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Azam, Omer (25 September 2010). "RAW Creating Trouble for NATO in Afghanistan". Pakistan Times. Pak-times.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ اپرېل ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مارچ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "RAW helping militants in Afghanistan: Musharraf". Rediff.com. 31 December 2004. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مارچ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "No evidence that India aiding Pak Baloch rebels". The Indian Express. 27 May 2009. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مارچ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Talukdar, Sreemoy (2017-08-23). "Donald Trump's Afghanistan policy presents India a chance to increase sphere of influence in South Asia". Firstpost. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 2011-10-04 باندې). Afghanistan and India sign 'strategic partnership'. BBC News.
  11. Shrivastava, Sanskar (30 March 2013). "India, Russia and China in Race to Expand Influence Over Afghanistan; Preventing Re-Talibanization After 2014". The World Reporter. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ نومبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په 2015-08-29 باندې). India rebuffs Afghanistan on strategic meet. The Hindu.
  13. (په 22 June 2021 باندې). Indian officials had a 'quiet' rendezvous with Taliban, says Qatari special envoy. India Today.
  14. (په 22 June 2021 باندې). Qatar Govt Official Says Indian Delegation Visited Qatar to Meet Taliban. The Wire India.
  15. Nancy Dupree (1973): An Historical Guide To Afghanistan, Chapter 3 Sites in Perspective.
  16. Adamec, Ludwig W. (2012). Historical Dictionary of Afghanistan (په انګلیسي ژبه کي). Scarecrow Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8108-7815-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Baabar, Mariana (24 April 2006). "RAW Is Training 600 Balochis in Afghanistan". Outlook India. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مارچ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Azam, Omer (25 September 2010). "RAW Creating Trouble for NATO in Afghanistan". Pakistan Times. Pak-times.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ اپرېل ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مارچ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "RAW helping militants in Afghanistan: Musharraf". Rediff.com. 31 December 2004. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مارچ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Kabul's India ties worry Pakistan". Radio Free Europe, Radio Liberty. مؤرشف من الأصل في ۱۱ جون ۲۰۰۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جون ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Treaty of Friendship". Ministry of External Affairs, India. mea.gov.in. مؤرشف من الأصل في ۰۹ فبروري ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په 5 January 1950 باندې). Indi-Afghan Friendship Treaty Signed. The Indian Express.
  23. Adamec, Ludwig W. (2012). Historical Dictionary of Afghanistan (په انګلیسي ژبه کي). Scarecrow Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8108-7815-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Shrivastava, Sanskar (30 March 2013). "India, Russia and China in Race to Expand Influence Over Afghanistan; Preventing Re-Talibanization After 2014". The World Reporter. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ نومبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په 10 March 2001 باندې). Taliban vandalism stirs India's oldest hatreds. The Independent.[مړه لينکونه]کينډۍ:Cbignore
  26. "Afghanistan's Troubled Border". Newsweek. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جون ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Taliban Slams Hindu Denouncements". www.washingtonpost.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ جون ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. (په 7 March 1989 باندې). India to Provide Aid to Government in Afghanistan. The New York Times.
  29. "India joins anti-Taliban coalition". Jane's Security News. مؤرشف من الأصل في ۲۶ فبروري ۲۰۰۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جون ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)