منځپانگې ته ورتلل

د افغانستان او جنوبي کوریا اړیکي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د سویلي کوریا او د افغانستان اسلامي جمهوریت ترمنځ دوه اړخیزي اړیکي په 1973 کې پیل سوې او په اغېزمنه توګه د 2021 په اګست کي د طالبانو له لوري د کابل او د افغانستان د نورو برخو د کنټرول له ترلاسه کولو راهیسي زیانمني غوندي دي.

د افغانستان او جنوبي کوریا اړیکي
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
هېواد

د ۱۹۷۸ کال د سپټمبر په ۱۷ د افغانستان د شوروي پلوه خلق حکومت اعلان وکړ چي له جنوبي کوریا سره به اړیکي پرې او پر ځای به یې یوازي د کوریا د دیموکراتیک ولسي جمهوریت (شمالي کوریا) په رسمیت وپېژني. د شمالي کوریا یوه پلاوي هم د یاد کال په اکتوبر میاشت کي افغانستان ته سفر ترسره کړ.

جنوبي کوریا په ۲۰۰۰ او ۲۰۱۰ کلونو کي له افغانستان سره د کورنۍ جګړې د زیانونو د له منځه وړلو په په برخه کي پراخه مرسته وکړه. دا هیواد اوس وخت په کابل کي یو سفارت لري او افغانستان په ۲۰۰۴ کال کي په سیول کي خپل سفارت پرانیست.