منځپانگې ته ورتلل

د افغانستان او ایټالیا اړیکي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د افغانستان-ایټالیا اړیکي د افغانستان او ایټالیا ترمنځ معاصري ډیپلوماټیکې اړیکې دي چي په ۱۹۱۹ زیږدیز کال کي جوړي سوې. د ۱۹۲۱ کال د جون په ۳ مه دواړو هیوادونو د دایمي ډیپلوماټیک ماموریت د تبادلې تړون لاسلیک کړ او په ۲۰۲۱ زیږدیز کي د دوی د رییسانو تر منځ د لیکونو د تبادلې پر مهال د اړیکو سلمه کلیزه ولمانځل سوه.

د افغانستان او ایټالیا اړیکي
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
هېواد

ایټالیا او افغانستان دواړه د ملګرو ملتونو غړي دي، خو د افغانستان نوي طالب واکمنان تر اوسه د ایټالیا او یا په حقیقت کي د کوم دولت له خوا په رسمیت نه دي پیژندل سوي.

مخینه

[سمول]

ايټاليا په ۱۹۱۹ کال کي د شوروي اتحاد له خوا د افغانستان په رسمیت پېژندلو وروسته له هغو لومړيو هېوادونو څخه وو چي د افغانستان حاکميت يې د جرمني، ترکيې، فرانسې او ايران تر څنګ په رسميت وپېژاند.. [۱]

په ټولیزه توګه د ايټاليا او افغانستان اړيکي مثبتي ګڼل کیږي. په ۱۹۲۹ زیږدیز کال کي د افغانستان پاچا امان الله خان له واک څخه تر غورځېدلو وروسته له خپلي کورنۍ او ملکې ثریا طرزي سره په جلاوطنۍ کې د ایټالیا د ملکې الینا په بلنه په روم کي میشت سول. د دوی ځیني ماشومان او اولادونه د افغانستان د شهزادګۍ هند په شمول وروسته په ایټالیا کي لوی سول او دغه هیواد کور بولي. [۲] [۳]

ایټالیا په 1935 کي اه افغانستان سره د جرمني د نږدې اړیکو ترڅنګ خپلي اړیکي هم ټینګي کړلې، او د افغانستان یو مهم متحد پاته سو. په ایتوپیا کې د ایټالیا د جګړې پر مهال یادي امله اړیکي په افغانستان کي د شوروي او برتانیا د نفوذ له امله زیاتي خرابي سوې.

په افغانستان کي د پاچاهۍ لپاره د امان الله اوږده هیله د افغانستان او برتانیې تر منځ د زیات کړکېچ لامل سوه. امان الله خان په ایټالیا کي د استوګني پر مهال د پاچا ویکتور ایمانویل III لخوا زیاتي اسانتیاوي ترلاسه کړې.

په افغانستان کي یوازینۍ ایټالوۍ کلیسا په کابل کيد ایټالیا د سفارت لخوا جوړه سوې وه، دا امتیاز یې ځکه درلود چي په معاصر تاریخ کي یو له لومړنیو دولتونو څخه وو چي د افغانستان حاکمیت یي په رسمیت پېژندلی وو. له 2021 راوروسته د ایټالیا دغه سفارت په کابل کي د طالبانو د بیا راتګ له امله بیرته وتړل سو.

د افغانستان پاچا محمد ظاهر شاه چې په ۱۹۷۳ کال کي له واک څخه تر لیري کېدو وروسته د امان الله خان په څېر ایټالیا ته ولاړی او ۲۹ کاله وروسته افغانستان ته تر بیا راستنېدو پوري په روم کي اوسېده. نوموړی د ۲۰۰۲ کال د اپرېل په ۱۸ نېټه په یوه ایټالوي پوځي الوتکه کي کابل ته راغلی.

د ايټاليا د هوايي ځواک يو غړى چې د ايساف د ماموريت پر مهال د افغان هوايي ځواک له کارکوونکو سره مرسته کوي. 2011
د ۲۰۱۹ کال د غوڅ ملاتړ ماموریت په ترڅ کي د افغانستان په فراه اډه کي د ایټالوي پوځ چورلکه

پر افغانستان تر امریکایي یرغل وروسته ایټالیا د ناټو د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو (ایساف) یوه مهمه برخه وه چي د 2001 کال د ډسمبر څخه وروسته یې په افغانستان کي فعالیت کاوه. د ایټالوي ځواکونو د مسؤلیت ساحه د هرات په شمول د افغانستان په لویدیځ کي پرتي سیمي ګڼل کېدلې.

د 2012 کال د نومبر په 29 د ایټالیا پارلمان له افغانستان سرت د ملګرتیا او اوږدمهاله همکارۍ یو تړون چي تر دې مخکي د 2012 کال د جنوري په 26 په روم کي لاسلیک سوی وو، لاسلیک کړ. په دې تړون کي د سیاسي همکاریو، اداري، امنیتي، پولیسو، اقتصادي او فرهنګي همکاریو په اړه شرایط ځای پر ځای سوي وه.

د ایټالیا او افغانستان اړیکي د دوحې تړون (2020) او د 2021 په جون کې له دې هیواد څخه د متحده ایالاتو او متحدینو ځواکونو تر وتلو وروسته زیاتي اغیزمني سوې. کله چې طالبانو بیا پر افغانستان ولکه ترلاسه کړه، ایټالیا خپل پوځي ځواکونه د نورو متحدینو سره یو ځای وویستل او خپل سفارت یې له دغه هیواده قطر ته ولیږداوه. له 2001 څخه تر 2021 پوري په افغانستان کي 50.000 ایټالوي سرتیري په دندو ګمارل سوي وه چي په دوی کي ۵۳ په خدمت کي مړه او ۷۲۳ نور ټپیان سول.

  1. . 28 November 2006. {{cite book}}: Missing or empty |title= (help)
  2. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named "auto1".
  3. . April 29, 1979. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)