د افغانستان او ازبکستان اړیکي
افغانستان او ازبکستان ګډه پوله او له تاریخي پلوه ځیني کلتوري اړیکي لري. د افغانستان شمالي برخه د اټکل له مخې تر میلیون زیات ازبک توکمه افغانان لري، چي په نړۍ کي تر ازبکستان وروسته د ازبک وګړو دوهم تر ټولو لوی نفوس ګڼل کیږي. افغانستان د ازبکي ژبې یوه اصلي لهجه هم لري. دا لهجه که څه هم د ازبکستان څخه بېله الفبا کاروي، خو په ازبکستان کي ویل کېدونکي ازبکي ژبې سره په بشپړه توګه د پوهېدو وړ ده. ازبکي ژبه په افغانستان کي یوازي په ازبک ولایتونو کي ویل کیږي او ددې ترڅنګ په یادو ولایتونو کي قانوني ژبه هم ده.
په ۲۰۲۱ کال کي د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د ازبکستان حکومت له افغانستان سره خپله پوله د لنډ وخت لپاره وتړله او اعلان یې وکړ چي هیڅ افغان ته به د کډوالۍ اجازه ورنکړي، [۱] خو د ازبکستان د کورنیو چارو وزارت وویل چي هغه افغان اتباع چي په ازبکستان کي په ویزه پاتي دي، د ویزې له پای ته رسیدو وروسته به له دې هیواده نه ایستل کیږي.
مخینه
[سمول]له تاریخي اړخه د افغانستان او د هغه د شمالي ګاونډیانو ترمنځ هیڅ پوله نه وه. د جنوبي اسیا پولي په نوي عصر کي د لویې لوبې په لړ کي د برتانوي او روسي امپراتوریو لخوا رسم سوې. په اتلسمه زیږدیزه پېړۍ د احمدشاه بابا له لوري د معاصر افغانستان تر جوړېد وروسته د افغانستان نفوذ تر بخارا او سمرقند پوري غځېدلی وو. کله چې د روسیې امپراتوري په شوروي اتحاد بدله سوه، د لومړي ځل لپاره په سیمه کي سختي پولي جوړي سوې، او د افغانستان تاجکان، ازبکان او ترکمنان یي د خپلو شمالي اړوند توکمونو څخه جلا کړل.
په افغانستان کې د کمونیستي حکومت له راڅرګندېدو وروسته شوروي اتحاد (چي پکښي ازبک شوروي اتحاد هم شامل و) د کمونیستي حکومت د ملاتړ لپاره یرغل وکړ. په دې یرغل کي په ټولیزه توګه ۶۴ زره ازبکان په افغانستان کي وجنګېدل، او لږ تر لږه ۱۵۲۲ کسان مړه او له ۲۵۰۰ څخه ډیر زخمیان سول. د ازبکستان پخواني ولسمشر اسلام کریموف په افغانستان کي د شوروي یاده مداخله "یوه لویه تېروتنه" وبلله. [۲]
وروسته له هغه چي شوکت میرضیایف د ازبکستان ولسمشر سو، د ازبکستان او د هغه د ګاونډیانو ترمنځ اړیکي د پام وړ ښه سوې. ازبکستان د سوداګرۍ، کلتوري اړیکو او د افغان شخړي په حل کي د منځګړي په توګه یو لوی سیمه ایز رول ولوباوه. [۳] [۴] په ۲۰۱۷ کال کي دواړو هېوادونو (افغانستان او ازبکستان) له ۴۰ څخه زیات صادراتي تړونونه لاسلیک کړل. د ازبکستان سوداګري له خپلو ګاونډیانو سره په ۲۰۱۶ کال کي له ۲.۷ ملیارد ډالرو څخه په ۲۰۲۱ کال کي ۵.۲ ملیارد ډالرو ته لوړه سوه چي د دې سوداګرۍ نږدې ۱/۵ برخه له افغانستان سره وه. [۵] په ۲۰۰۹ کال کې، د افغانستان حکومتي چارواکو د مرکزي او جنوبي اسیا له حکومتونو سره کار پیل کړ ترڅو د افغانستان له لاري د انرژۍ یو دهلیز جوړ کړي، او د جنوبي اسیا هېوادونو ته اجازه ورکړي چي د منځنۍ اسیا له هېوادونو څخه برېښنا واخلي.
په ۲۰۱۵ کال کي د افغانستان ۷۳٪ برېښنا د ګاونډیو هېوادونو له خوا برابرېده، چي ۵۳٪ یې د ازبکستان په غاړه وه. په ګاونډیو هېوادونو باندي د دې تکیې یوه پایله دا ده چي افغانستان د انرژۍ یو متحده شبکه نلري، بلکي پرځای یې څو جلا انرژۍ شبکې لري. د ۲۰۲۱ کال په ډسمبر کي د افغانستان د برېښنا ادارې اړوند، د افغانستان برېښنا شرکت (DABS) اعلان وکړ چي ازبکستان د ۲۰۲۲ کال لپاره افغانستان ته د برېښنا صادرولو تړون غځولی دی. [۶]
د ۲۰۲۴ کال په اګست کي د افغانستان او ازبکستان ترمنځ یوځل بیا د پانګوني او سوداګرۍ ۳۵ تړونونه لاسلیک سول. دا تړونونو په ټولیز ډول د ۲.۵ ملیارد ډالرو ارزښت درلود، او د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر په وینا د دوی موخه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم ۳ ملیارد ډالرو ته لوړول دي. [۷] د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر میاشت کي ازبکستان اویبیک عثمانوف په افغانستان کي د سفیر په توګه وټاکه.
- ↑ . 23 December 2021.
{{cite web}}: Missing or empty|title=(help); Missing or empty|url=(help) - ↑ . 17 February 2016.
{{cite web}}: Missing or empty|title=(help); Missing or empty|url=(help) - ↑ . 5 December 2017.
{{cite web}}: Missing or empty|title=(help); Missing or empty|url=(help) - ↑ . 13 July 2021.
{{cite web}}: Missing or empty|title=(help); Missing or empty|url=(help) - ↑ . 11 December 2021.
{{cite web}}: Missing or empty|title=(help); Missing or empty|url=(help) - ↑ . 2021-12-31.
{{cite news}}: Missing or empty|title=(help) - ↑ . August 17, 2024.
{{cite web}}: Missing or empty|title=(help); Missing or empty|url=(help)