منځپانگې ته ورتلل

د افغانستان انقلابي شورا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د افغانستان انقلابي شورا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
هېواد

د افغانستان انقلابي شورا یا د افغانستان د خلکو انقلابي شورا د افغانستان د خلکو د ډیموکراتیک ګوند د مشرتابه په توګه د ۱۹۷۸ کال څخه تر ۱۹۹۲ کال پوري د افغانستان د ډیموکراتیک جمهوریت واکمني په لاس کي درلوده. یاده شورا د کمونیستي رژیم تر ټولو لوړ دولتي ځواک ګڼل کېدی، چي د شوروي اتحاد د سترې شوروي کاپي وه. د شورا موخه دا وه چي په شپږو میاشتو کي یو ځل غونډه وکړي ترڅو د صدارتي ډلې پریکړي په تصویب ورسوي.

رامنځ ته کېدل

[سمول]

په افغانستان کي د ثور له انقلاب وروسته تر ټولو لویه ستونزه چي ګوند ورسره مخ وو، د کمونسټانو د دوو لویو ډلو (خلقیانو او پرچمیانو) ترمنځ خپلمنځي اختلافات وه. د واک له ترلاسه کولو وروسته نور محمد تره کي د خلق ډیموکراتیک ګوند د سازمان او د هغه د جوړښت په اړه د معلوماتو له څرګندولو څخه ډډه وکړه، او تره کي د خپلي واکمنۍ پر مهال هیڅکله د انقلابي شورا د غړو هویت څرګند نه کړ.

کله چي د خلق ډیموکراتیک ګوند د افغان پوځ په مرسته واک ترلاسه کړ، نو د پوځ هغه سرتیري چي د محمد داود خان په وړاندي یې بریا ترلاسه کړې وه، له خپل اړخه یې لومړی فرمان د وسله والو ځواکونو د انقلابي شورا پر بنسټ د افغان هوايي ځواک د ډګروال عبدالقادر تر څار لاندي خپور کړ. د وسله والو ځواکونو یادي انقلابي شورا بالاخره ځان د افغانستان د ډیموکراتیک جمهوریت د انقلابي شورا سره ونښلاوه، او وروسته یې د انقلابي شورا له غړو سره د کتلو په پایله کي نور محمد تره کي د شورا د رییس او د افغانستان د لومړي وزیر په توګه وټاکه. تره کي بالاخره څرګنده کړه چي په شورا کي ټولټال ۳۵ غړي سته، چي پنځه تنه یې پوځي افسران او د خلق ډیموکراتیک ګوند غړي ګڼل کیږي. تره کي ددې ترڅنګ هیڅکله د انقلابي شورا د غړو لیست خپور نه کړ او له همدې امله د ډیرو کسانو نومونه نامعلوم پاته سول.

د ۱۹۷۸ کال د مي په لومړۍ نیټه د انقلابي شورا په دویمه غونډه کي د افغانستان نوي وزیران وټاکل سول. یادي غونډي وښودله چي د واک وېش د خلقیانو په لاس کي وو، ځکه چي د غړو له جملې ۱۱ تنه خلقیان او ۷ تنه پرچمیان وه، او ببرک کارمل چي پرچمی وو، د شورا د مرستیال په توګه وټاکل سو، چي دوهم لوړ مقام بلل کېدی. کارمل همدارنګه د لومړي وزیر مرستیال هم وو، چي پکښي دده ترڅنګ حفیظ الله امین او محمد اسلم وطنجار هم ګډون درلود. په داسي حال کي چي پرچم ډله لږکۍ ګڼل کېده، بیا یې هم وکولای سول ترڅو د نور احمد نور په مشري ځیني مهم وزارتونه لکه د کورنیو چارو وزارت ترلاسه کړي. خلقیانو د افغان امنیتي ځواکونو بشپړ کنټرول درلود، چي له مخي یې جګړن داود تارون د پولیسو مشر او اسدالله سروري د افغانستان د پټو پولیسو AGSA د نوي مشر په توګه وټاکل سول.

د ۱۹۷۸ کال د می په ۲۴مه پولیټ بیورو د انقلابي شورا د پراخېدو اعلان وکړ. دا نوي شورا د لومړي ځل لپاره د ۱۹۷۸ کال د جون په ۱۲مه غونډه وکړه او پکښي دوه جنجالي بدلونونه رامنځ ته سول. لومړی دا چې بیرغ بدل سي او په بشپړه توګه سور رنګ ولري، او دویم دا چي مخکنۍ شاهي کورنۍ د غدارانو په توګه اعلان او د هغوی افغاني پېژندپاڼي لغوه سي. تر دې پیښي پنځه ورځي وروسته انقلابي شورا په حکومت کي د پرچم په اړه یوه نوې غونډه وکړه، او د ګوند ډیری پرچمي سیاستوال یې د سفیرانو په توګه بهر ته ولېږدول.

د ترکي تر واکمنۍ وروسته د کارمل د واکمنۍ پر مهال پرچمیانو تر ټولو مهم حکومتي مقامونه ونیول، او ددې ترڅنګ ځیني خپلواک سیاستوال هم واک ته ورسېدل. د خلقي ډلې شمېر دا مهال لا هم د پرچمیانو په پرتله ډېر وو، او په ځانګړې توګه په افغان پوځ او نورو امنیتي برخو کي یې د پام وړ واک درلود. د خلق-پرچم ددې ډول مبارزې له امله په ګوند کي نظم کرار کرار مات سو، او کارمل هڅه وکړه ترڅو اووه خلقي پوځي افسران په پرچمیانو بدل او د ګوند ښه واک ترلاسه کړي. د کارمل حکومت په دې توګه د امین دیارلس تنه ملاتړي دار ته پورته کړل، او په غیر مستقیم ډول یې د جون، جولای او اکتوبر په میاشتو کي د خلقي ناکامو پوځي کودتاګانو لامل ځان ته ولټاوه، چي یادي ګودتاګاني ټولي په ۱۹۸۰ کي رامنځته سوې. د پرچم اړخ دغه ډول زورواکيو بالاخره د خلقیانو نفوذ پای ته ورساوه، او هیواد یې په لوی لاس د شوروي سلاکارانو رحم ته پرېښود. که څه هم کارمل د ګوند دننه د ډلو ټپلو په له منځه وړلو ک ناکام برېښېدی، خو د خلقي حکومت د تصفیې له امله یې خپل واک ډېر خوندي کړ. د ۱۹۸۱ کال په جون کي د مرکزي کمېټې سره انقلابي شورا بیا پراخه سوه، او پنځلسو نورو غړو پکښي ګډون ترلاسه کړ. په دې غونډه کې نور احمد نور د شورا رئیس او سلطان علي کشتمند د افغانستان نوی لمړی وزیر سو.

نوی اساسي قانون

[سمول]

د ۱۹۸۶ په نومبر کي ببرک کارمل د شورا د رئیس په توګه له خپلي دندي استعفا ورکړه او د واک څوکۍ یې د خاد پخواني مشر محمد نجیب الله ته پریښوده. د یادوني وړ ده چي د نجیب الله د واک ته رسیدو دمخه سلطان علي کشتمند د افغانستان سرپرست ولسمشر وو. نجیب الله د خپل حکومت پر مهال د مجاهدینو او حکومتي ځواکونو ترمنځ (مخکني غوښتل سوي) اوربند ته د ملي پخلایني نوم ورکړ، او لویې جرګې د نجیب الله او مقاومت ډلو لخوا نوی جوړ سوی اساسي قانون تصویب کړ، چي پر بنسټ یې په هیواد کي یو ګوندیز نظام لغوه او ملي شورا ( لویي جرګه )، سنا او ولسی جرګه ( د استازو جرګه ) رامنځ ته سولې ترڅو د انقلابي شورا ځای ونیسي. کمونسټ ګوند ددې ترڅنګ دا هم ومنله چي د افغانستان له رسمي نوم څخه "ډیموکراتیک" لیري کړي، او له ۱۹۸۷ راهیسي یې رسمي نوم د افغانستان جمهوریت سو.

پای

[سمول]

د نجیب الله د حکومت تر پرځېدو وروسته په ۱۹۹۲ کال کي د افغانستان جمهوریت او انقلابي شورا دواړه له منځه ولاړل.