د اشوکا د کندهار یوناني ډبرلیکونه
د اشوکا د کندهار یوناني فرمانونه یا ډبرلیکونه د هندي امپراتور اشوکا (چي ۲۶۹-۲۳۳ مخکي تر زیږد یې واکمني کوله) یو له مهمو ډبرینو فرمانونو څخه ګڼل کیږي، چي په یوناني او پراکرت ژبو باندي لیکل سوي دي. دا فرمانونه په ۱۹۶۳ کال کي د کندهار په زاړه سیمه (چي په سیمه ییزه لهجه کي ورته زوړ ښار وایي) کي وموندل سول. [۱] داسې انګیرل کیږي چې زوړ کندهار یا زوړ ښار د زیږد څخه څلور پېړۍ مخکي د لوی سکندر لخوا رامنځ ته سو، او ځان ته یې د لرغوني یوناني ژبي نوم Ἀλεξάνδρεια Ἀραχωσίας ( د اراکوزیا اسکندریه ) غوره کړ.
د اشوکا یاد فرمانونه د چونې ډبري پر یوه تخته باندي لیکل سوي دي، چي ښایي د هغه زمانې د یوې ودانۍ اړوند ډبره وي، او اندازه یې ۴۵ په ۶۹٫۵ سانتيمتر (۱٫۴۸ فوټه × ۲٫۲۸ فوټه) ده. همدارنګه ۱۲ سانتيمتر (۰٫۳۹ فوټه) ضخامت لري. په فرمانونو کي د لیک د مفهوم پیل او پای نسته، ترڅو دا ښیي چې لیکنه د پام وړ اوږده وه، او ممکن د اشوکا ټول ۱۴ فرمانونه پکښي شامل وي. [۲] هغه تخته چي لیکنه ورباندي لیکل سوې وه یو وخت د کندهار په بازار کي د جرمني ډاکټر سیرینګ لخوا وپېرل سوه، چي بیا فرانسوي لرغونپوهانو دا وموندله چي دا د زاړه کندهار سره اړه لري. دا تخته وروسته د کابل موزیم ته ولېږدول سوه، خو د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۴ کلونو ترمنځ د احمد شاه مسعود، حکمتیار، رباني او نورو جنګسالارانو د جګړې له امله د موزیم د لوټ کېدو وروسته یې پته ورکه سوه، او اصلي ځای یې نه دی معلوم.
شاليد
[سمول]یوناني واکمنیو د موریان امپراتورۍ په شمال لویدیځ کي چي اوس مهال د پاکستان پلازمیني اسلام آباد ته نږدې موقعيت لري، د لرغوني ګندهارا او د ګیدروسیا په سیمه یعني اوسني سویلي افغانستان کي له زیږد څخه شاوخوا 323 کاله ترمخه د سکندر اعظم د جګړو او استعماري هڅو وروسته دلته شتون وموند. ددوی شتون د اشوکا د واکمنۍ پرمهال د لرغوني افغانستان په سیمه کي د پام وړ تاریخي مخینه لري. [۳]
منځپانګه
[سمول]

د اشوکا په ډبرلیک کي د ۱۲م فرمان د پای (چي اخلاقي احکام بیانوي) او د ۱۳م فرمان د پیل (چي د کالینګا له جګړې وروسته د پاچا پښیماني بیانوي) یوناني نسخې سته، چي هغه بیا د نورو لویو ډبرو د فرمان یوه برخه جوړوي.
په لیکنه کي کارول سوې یوناني ژبه د ډېري لوړي کچي معلومیږي او د هغه وخت فلسفيانه بڼي او افکار په ښه توګه روښانه کوي. دا لیکنه د دریمي مخکي تر زیږد پیړۍ اړوند د یوناني نړۍ د سیاسي ژبي ژوره پوهه هم په ډاګه کوي. لیکنه د لرغوني افغانستان په کندهار کي د یو پاخه یوناني کلتور شتون څرګندوي.
