د اسپانيې کلتور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اسپانيې کلتور په ډول ډول تاریخي اغېزو بناء دی، په لومړي سر کې د لرغوني روم پر کلتور ولاړ دی، اسپانيا د پېړيو لپاره د يوناني-رومي نړۍ مهمه برخه وه، د اسپانيې همدا نوم له هغه نوم اخيستل شوی چې روميانو دې هېواد ته ورکړی يعنې «Hispania». د یونانيانو، ټارټيشينيان، سيلټسيانو، ايبيريانو، سيلټيبرينيانو، فونيشيانو او کارتيجينيانو په څېر نورو لرغونو خلکو هم د اسپانيې په کلتور اغېز درلود. د ژبې او دين په برخه کې، روميانو په اسپانوي کلتور کې تلپاتې مېراث پرېښود، ځکه چې روم اسپانيه د سياسي، حقوقي او اداري واحد په توګه جوړه کړه. د اسپانوي تاریخ وروستي جريان د دې هېواد په کلتور او دودونو نور عناصر هم ورزيات کړل.[۱]

ويزيکوتيک پاچايۍ يوه متحده مسيحي Hispania تر شا پرېښوده چې ټاکل شوې وه له «Reconquista» سره يو ځای شي. ويزيکوتيک د رومي سترواکۍ د زوال او منځنيو پېړيو د لومړيو تر منځ په اسپانيه کې رومي ميراث پر ځای وساته. د مسلمانانو اغېزې د منځنيو پېړيو په دوران کې د امويانو له خوا په نيول شويو سيمو کې پاتې شو، په هر حال دا ميراث په اسپانوي کلتور کې په بشپړ ډول نه و شامل شوی. د مسلمانانو له رسېدو مخکې او وروسته اسپانوي کلتور تر ډېره بريده په رومي ميراث ولاړ و او بنسټيز عملي کېدونکی دين کاتولیک و.[۲]

د دې پرتله له شمالي افريقايي ملتونو سره کېدای شي، څوک چې له اسلامي واکمنۍ مخکې د رومي سترواکۍ لاندې اوسېدلي وو. په هر حال، په شمالي افريقا کې د روميانو د موجوديت ډېره کمه یادونه شوې، ځکه چې اوسمهال غالب کلتور عربي دی.[۳]

د نوي اسپانوي ژبې شا اوخوا ۷۵٪ برخه له لاتيني ژبې اخيستل شوې ده. لرغونې یوناني ژبې هم د اسپانوي ژبې په ويي پانګه کې د پام وړ ونډه درلودلې، په ځانګړي ډول د لاتيني له لارې، چېرته چې لاتيني ژبې ستر اغېز درلود. له لومړيو تاريخونو څخه اسپانوي ويي پانګه له عربي سره په اړيکه کې وه، کومه چې د الاندلس د پړاو پر مهال په ايبيري ټاپووزمه کې چمتو شوې وه او د دې ژبې نږدې ۸٪ ويې پانګه اصلاً عربي ده او کم اغېز لري، خو د باسک، سيلټک او ګوتک په ګډون له نورو ژبو څخه يې اغېز کم نه دی.[۴]

د ۷۱۸ او ۱۴۹۲ز کلونو تر منځ د مسيحي (Reconquest) « Reconquista» په پړاو کې د مسلمانانو له ماتې وروسته، اسپانيه په بشبړ ډول رومي کاتولیک هېواد وګرځېد. سربېره پر دې، د دې هېواد تاريخ او مديترانې او اتلانتيک چاپېريال د اسپانيې کتلور ته د بڼې ورکولو په برخه کې د پام وړ ونډه درلوده، تر څنګ يې د نورو کلتورونو په جوړولو کې هم مهمه ونډه درلوده، لکه د امريکاګانو د مستعمره کولو له لارې د لاتيني امريکا کلتور.

له ايټاليې او چين وروسته په نړۍ کې د يونسيکو د نړيوال کلتوري ميراث درېيم تر ټولو زياتې سیمې په اسپانيه کې دي چې ټول شمېر يې اوه څلوېښت ته رسېږي.[۵]

ادب[سمول]

د «اسپانوي ادب» له اصطلاح څخه موخه په اسپانوي ژبه ليکل شوي ادبيات دي، د اسپانويانو او لاتياني امريکا د لیکوالانو له خوا د ليکل شويو ادبياتو په ګډون. په دې کې به اسپانوي شاعري، نثر او ناولونه شامل وي.

اسپانوي ادبيات هغه نوم دی، کوم چې په اسپانيه کې د وخت په تېرېدو سره لیکل شويو ادبي اثارو او هغو اثارو ته ورکړل شوی دی، کوم چې په ټوله نړۍ کې د اسپانوي ليکوالانو له خوا ليکل شوي دي. د تاريخي، جغرافيايي او نسلي تنوع له امله، اسپانوي ادب ډېر زيات اثرات پېژندلي او ډېر متنوع دی. په دې ادب کې ځينې ستر خوځښتونه د پېژندنې وړ دي.

په مهمو نښو کې يې « Cantar de Mio Cid» او تر ټولو لرغوني ساتل شوي اسپانوي « cantar de gesta» شامل دي. دا په منځنۍ اسپانوي ژبه کې لېکل شوي دي، کومه چې د اوسنۍ اسپانوي ژبې اصل دی.

«لاسيلسټينا» یو کتاب دی چې په ۱۴۹۹ز کال کې د «Fernando de Rojas» له خوا په بې نومه ډول خپور شوی دی. دا کتاب په اسپانوي ادبياتو کې يو له سترو کتابونو بلل کېږي او په دوديز ډول د منځنيو پېړيو د ادب د پای او په اسپانيه کې د ادبي رنسانس (بيا راژوندي کېدو) ښودنه کوي.

د زرينو پېړيو اسپانوي ادب کې د دې پر اهميت سربېره، «Lazarillo de Tormes» ته د يو ادبي صنف (ژانر) د بنسټ اېښودلو امتياز ورکول کېږي، د «پکارسيک» ناول، کوم ته چې په اسپانوي کې « pícaro» ويل کېږي چې معنا يې «درغلګر» يا «رزيل» دی. په دې ناولونو کې، د پيکارو پېښې له بې عدالتۍ پرده پورته کوي، په داسې حال کې چې په ورته وخت کې لوستونکی له ځانه سره مصروف ساتي.

د يوې لسيزې په واټن سره په دوه جلدونو کې د « Miguel de Cervantes» له خوا خپور شوی، « Don Quixote» د اسپانوي زرين پړاو او شونې ده چې د ټولو اسپانوي اصولو څخه راپورته کېدونکي ادب تر ټولو زيات اغېزناک اثر وي. د نوي لوېديځ ادب د بنسټګر اثر په توګه، دا اثر په منظم ډول د خپرېدونکو افسانو د تر ټولو سترو اثارو د نوملړونو په سر کې يا يې په شا اوخوا کې راڅرګندېږي.

انځورګري او مجسمه جوړول[سمول]

د اسپانوي زرين عصر په پړاو کې د اسپانيې سترو انځورګرانو کې «El Greco, Bartolomé Esteban Murillo, Diego Velázquez» او «Francisco Goya» شامل دي، څوک چې د اولسمې او نولسمې پېړۍ تر منځ موده کې او همدا راز د شلمې پېړۍ په لومړيو وختونو کې د نړۍ په کچه تر ټولو زيات پېژندل شوي هنرمندان وګرځېدل. په هر حال، له شلمې پېړۍ څخه د اسپانيې تر ټولو ښه پېژندل شوی هنرمند «پابلو پيکاسو» دی، څوک چې د هغه د نظري مجسمو، رسمونو، کښنيز او خټينو لوښو او تر څنګ يې د هغه د انځورونو له امله مشهور دی. په نورو مخکښو هنرمندانو کې «Salvador Dalí, Juan Gris, Joan Miró» او «Antoni Tàpies» شامل دي.

د ودانۍ هنر[سمول]

له تاريخ مخکې پړاو کې، ايبيري ډبرينې ودانۍ او سلتيک وده وکړه. د رومي پړاو په اوږدو کې، هم ښاري پرمختګ (لکه ايمريټا اګسټا) او هم ودانيزو پروژو (سيګويايي کانال) وده وکړه. له رومي دور څخه له مخکې دورې وروسته پړاو، د الاندلس په معمارۍ کې، د قرطبې خلافت (د قرطبې ستر مسجد)، طايفس (الجعفرية، په سرقسطة کې)، المرابطون او الموحدون (لاګيرلادا، اشبيليه) او د غرناطې ناصري پاچايۍ (الحمراء او العريف) مهمه ونډه درلوده.

وروسته ګڼ جريانات راڅرګند شول: المدجن (د اشبيليې ماڼۍ)، رومي پړاو (د Santiago de Compostela کليسا)، د ګوتيک پړاو (د برګوس، ليون او تولدو کليساوې)، رنسانس (په غرناطه کې د پنځم چارلز ماڼۍ)، د باروک پړاو (د غرناطې کليسا)، اسپانوي استعماري معماري او نوی کلاسيک سبک (لکه Museo del Prado)، يې په دوی کې تر ټولو مهم دي. په نولسمه پېړۍ کې تنوع او سيمه يیز والی، نوی مدجار سبک او د هندارې فن تعمير پرمختګ وکړ. په شلمه پېړۍ کې، د کاتالان جديديت (La Sagrada Família by Gaudí)، نوی پال فن تعمير او عصري فن تعمېر وپنځېد.

سينما[سمول]

په وروستيو کلونو کې، اسپانوي سينما، په اسپانيا کې او له اسپانيې څخه د باندې فلم جوړونکو د خپلو تخليقي او تخنيکي مهارتونو په پايله کې د پېژندګلو لوړې درجې تر لاسه کړې. د اسپانوي سينما په اوږد تاريخ کې، ستر فلم جوړونکي « Luis Buñuel» لومړی هغه څوک و چې په نړيواله کچه يې پېژندګلو تر لاسه کړه، له هغه وروسته په ۱۹۸۰ز لسيزه کې « Pedro Almodóvar» دې مقام ته ورسېد. اسپناوي سينما د « Segundo de Chomón, Florián Rey, Luis García Berlanga, Carlos Saura, Julio Medem. Woody Allen» او «Alejandro Amenábar » په څېر د فلم لارښودونکو د فلمونو په مرسته د کلونو په اوږدو کې نړيوال برياليتوبونه تر لاسه کړل.  « Woody Allen» په ۲۰۰۲ز کال کې په «Oviedo» کې د شهزاده اسټورياس جايزې په تر لاسه کولو په اړوند تبصرې پر مهال وويل: «کله چې له نيويارک څخه ووتم، نو هغه وخت په ښار کې تر ټولو په زړه پورې فلم اسپانوي او د Pedro Almodóvar و. زه هيله لرم چې اروپايان به د فلم جوړولو په لاره کې مخکښان وي، ځکه چې اوسمهال له متحده ايالاتو څخه ډېر څه نه راوځي».

سرچينې[سمول]

  1. Esparza, José Javier (2007). La gesta española : historia de España en 48 estampas, para quienes han olvidado cuál era su nación (الطبعة 1st). Barcelona: Áltera. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788496840140. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Cantera, Santiago (2014). Hispania-Spania, el nacimiento de España : conciencia hispana en el Reino Visigodo de Toledo (الطبعة 1st). Madrid: Actas. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788497391399. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Moa, Pío (2010). Nueva historia de España : de la II Guerra Púnica al siglo XXI (الطبعة 1st). Madrid: Esfera de los Libros. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788497349529. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Robles, Heriberto Camacho Becerra, Juan José Comparán Rizo, Felipe Castillo (1998). Manual de etimologías grecolatinas (الطبعة 3rd). México: Limusa. د کتاب نړيواله کره شمېره 9681855426. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "World Heritage List". UNESCO. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)