د اروپا ژبي
عمومي مالومات | |
---|---|
ځانګړې وېشنيزه |
برخه د |
---|

په اروپا کې له 250 څخه زیاتې ژبې شتون لري، چي ډیري یې د هند-اروپایي ژبې کورنۍ اړوند دي. په 2018 کي تر 744 ملیونه کسانو یعني د ټولي اروپا د نفوس څخه څه د پاسه 94٪ د هندو اروپایي ژبي اصلي ویونکي اټکل سوي دي. په اروپا کې د هند-اروپايي ژبي کورنۍ دري لویي هغه فایلا رومانس، جرمني او سلاویکي ګڼل سوي دي. دوی هر یو له 200 ملیون څخه ډیر ویونکي لري، او په ګډه د اروپا نږدې 90٪ نفوس په ځان کي رانغاړي.
هندو-آرین که څه هم د هندو-اروپایي ژبو یوه لویه فرعي کورنۍ ده، خو د اروپا په کچه دوی لږ شمیر ژبي لږ شمیر ویونکي لري.
د شاوخوا 45 ملیون اروپایانو څخه چي په غیر هند-اروپایي ژبو خبري کوي، ډیری یې د یورالیک یا ترکي ژبو د کورنیو اړوند خبري کوونکي دي. اروپا ته پرله پسې کډواليو د افریقایي او آسیایي ژبو ویونکو شمېر هم د پام وړ زیات کړی دی چي د نفوسو شاوخوا 4٪ برخه جوړوي، او عربي ژبه په پراخه کچه پکښي ویل کیږي.
په اروپا کي دا وخت پنځه ژبې له 50 ملیون څخه ډیر اصلي ویونکي لري لکه: روسی ، الماني ، فرانسوي ، ایټالوی ، او انګلیسي ژبي. روسي په اروپا کي تر ټولو زیاتې مورنۍ ژبه ده، [۲] او انګلیسي بیا په دودیزه توګه د ویونکو لوی شمیر له ځان سره لري، چي شاوخوا 200 میلیونه کسان یې د دویمي ژبي په توګه کاروي.
- هغه پاڼي چې د ويکيډېټا مالومات کاروي
- هغه پاڼي چې د P279 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P361 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي انځور نلري
- هغه پاڼي چي د جېسن کنفیګرېشن غزونکې اله کاروي
- CS1 errors: missing title
- CS1 errors: requires URL