د ارغستان سیند
ارغستان سیند د افغانستان په جنوبي کندهار ولایت کي د ارغستان ولسوالۍ اړوند یو سیند دی. دا سیند د ارغستان ولسوالۍ او د زابل او کندهار ولایتونو څخه تیریږي او د ډورۍ سیند یوه برخه ده، چي هغه بیا د هلمند سیند یوه فرعي برخه ګڼل کیږي.
ارغستان سیند ۲۸۰ کيلومتر (۹۲۰٬۰۰۰ فوټه) اوږدوالۍ او ۲۰٬۲۱۹ کيلومتر مربع (۲٫۱۷۶۴×۱۰۱۱ قدم2) حوزوي مساحت لري .
ځمکنی جوړښت
[سمول]د ارغستان سیند د افغانستان په سویل ختیځ کي د زابل په ولایت کي له ډیورنډ کرښي سره څېرمه تیریږي، او د پیل له نقطې څخه لږ وروسته د سویل لویدیځ په لور مخه نیسي. دا سیند په ښې اړخ کي د شاوخوا ۳۰ ميل (۴۸ kم) په واټن باندي د کندهار له ډورۍ سیند سره ګډیږي. د سیند په ښکته لوري کي بهېدونکي اوبه په پراخه کچه د کندهار د ځمکو خړوبولو لپاره کارول کیږي، چي هلته یې جریان خورا کم وي. د سیند اوسط کلنی جریان پر ثانیه باندي دوه متره مکعبه اټکل سوی دی.
د لوړې سیند (د ډورۍ سیند سره نژدې په پورتنۍ برخه کي یو سیند دی) د شمال ختیځ څخه د ارغستان سیند مرستیال ګڼل کیږي، چي د ابی ایستاده جهيل ته نږدې یې سرچینه موقعيت لري. مرستیال سیند د ارغستان د ښې خوا په ښکته برخه کي له ارغستان سیند سره یوځای کیږي.