د اخشیددولت، اخشیدي دولت یا داخشیدیانو واکمني چي په لنډ ډول د اخشیدیانو په نوم پیژندل کیږي، یوه اسلامي واکمني وه چي په مصر کي د محمد بن تغج اخشیدي لخوا رامنځ ته سوه. یاده واکمني وروسته د شام او حجاز په لور هم وغځېده، او د طولوني امارت له ړنګیدو وروسته یې د 37 کلونو لپاره د عباسي خلافت څخه د یوې خپلواکي واکمنۍ په توګه چاري سرته رسولې.
د دې دولت بنسټ ایښودونکی محمد بن تغج چي یو ترکي غلام وو، د عباسي خلیفه ابو العباس محمد الراضي بالله له لوري د مصر والي وټاکل سو. نوموړي هلته د عباسي خلافت تر سرپرستۍ لاندي امنیت او خوندیتوب ته زیاته پاملرنه وکړه، او د خلافت ضد یاغیان یې ټول له منځه یوړل. محمد بن تغج ددې هڅو له امله د خلیفه څخه د درناوي په پار د "الاخشید" افتخاري لقب ترلاسه کړ، خو په مصر کي د نوموړي پرله پسې زیاتېدونکي ځواک دی د عباسی خلافت څخه خپلواکۍ ته وهڅاوه، او د شام ډیري سیمي یې لکه فلسطین ، دمشق، حمص او اردن، پرته له حلب څخه چي هغه د حمدانیانو په لاس کي درلود، ونیولې. اخشید تر دې وروسته حجاز هم له خپل دولت سره یوځای کړ، او هلته یې د ابن طولون د واکمنۍ هڅه شنډ کړه. اخشید یو هوښیار او په جګړه کي تجربه لرونکی شخص وو، او پخپلو سرتیرو، ساتونکو او نوکرانو یې ډېره تکیه کوله. [۱]
د اخشید تر مړیني وروسته ابو المسک کافور د هغه د دوو زامنو، انضور او علي په استازیتوب د حکومت چاري په غاړه واخیستې. کافور یو حبشي غلام وو چي اخشید د اتلس دینارو په بدل کي پېرلی وو. د اخشید تر مړیني څه عمر وروسته کله چي علي هم مړ سو، کافور په یوازي ځان حکومت وکړ او د خپل امارت د پراخولو او حمداني دولت د کمزورتیا څخه یې ښه ګټه واخیسته. یاد شخص د اخشید دولت د ټول ۳۴ کلن دوران څخه دوه ویشت کاله یوازي خپله په واک کي تېر کړل، چي هم یې د مرستیال او هم یې د لومړي وزیر په توګه دنده سرته ورسول. کافور یو له نادرو تاریخي شخصیتونو څخه ګڼل کیږي، ځکه نوموړی د غلام په توګه د واک لوړ مقام ته ورسېد، او دا په اسلامي تاریخ کي د خپل ډول لومړۍ پیښه ګڼل کیده.
کافور پخپل وخت کي د یو بریالي سیاستوال په توګه په بغداد کي د ناتوانه عباسي دولت او په شمالي افریقا کي د مخ پر ودي فاطمي دولت ترمنځ په روانه شخړه کي ډېر ښه توازن وساته. د هغه تر مړیني وروسته ابو الفواریس احمد، چي د اخشید لمسی او یوولس کاله عمر یې درلود، د مصر واکمن وټاکل سو. څرنګه چي نوموړی د کافور په څېر ځیرک او جنګیالی نه وو، نو ځکه یې د فاطمیانو څخه ماته وخوړه او اخشید دولت وپرځېدی.
↑Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named المقدمة