منځپانگې ته ورتلل

د احمد شاه بابا دیوان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د احمد شاه بابا ديوان ( لیکنیزه بڼه)

[سمول]

د احمد شاه بابا ديوان د پښتو ادب د کلاسيکې دورې يو له ارزښتمنو اثارو څخه دی چې دا ځانګړې خطي نسخه په ۱۱۶۳ هجري قمري کال کې لیکل شوې ده. دغه اثر د احمد شاه بابا د وفات څخه ۲۳ کاله وړاندې ليکل شوی، له همدې امله ګومان کېږي چې دا به په نړۍ کې د دې ديوان يوازينۍ او بې‌سارې نسخه وي. د دې نسخې شتون د پښتو شعر او د ابدالي دورې د ليکني بڼې په پېژندلو کې بنسټيز رول لري.

ظاهري بڼه او د ليک ډول

[سمول]

د دغه کتاب ليک بڼه په نسخ پښتو خط ده چې د هندي کاغذ پر مخ ليکل شوې ده. د کتاب پاڼې جدول شوې دي او د متن د ښکلا او وضاحت لپاره سرليکونه په شنګرف یا سور رنګ ورکړل شوي دي. د کرښو تر منځ عمودي کرښې راکښل شوې دي چې د بيتونو نظم ساتي. یو ځانګړی خصوصیت یې دا دی چې د مقطع په بيتونو کې د احمد شاه نوم په مستطيل ډوله چوکاټونو کې راګير شوی دی.

تخنيکي مشخصات او پوښ

[سمول]

دغه نسخه ۱۷۶ برګې يا پاڼې لري چې اندازه یې ۱۶ په ۲۲ سانتي متره کې ده. د کتاب پوښ له سور رنګې څرمنې څخه جوړ شوی چې په ټکداره مجدول بڼه ډیزاین شوی دی. پر پوښ باندې د ترنج او نيم ترنج نقشونه په ډېر مهارت کيندل شوي چې د اثر تاريخي او هنري ارزښت يې څو چنده کړی دی. د کتاب په وروستيو پاڼو کې د افغانستان د ملي ارشیف شين رنګی مهر په دايروي بڼه لګېدلی چې د دې نسخې د رسمي ثبت او خونديتوب نښه ده.

د احمد شاه بابا دیوان لیکنیزه بڼه
د احمد شابابا دیوان
د احمد شاه بابا دیوان

دا مهم خطي اثر اوسمهال د افغانستان په ملي ارشيف کې د خطي نسخو په ځانګړي زېرمتون کې ساتل کېږي. د دغه اثر د موندلو او لاسرسي لپاره د ۱۴۸ بر ۳ محفظې او د ۷۹۱ مسلسل شمېرې تخنيکي کوډونه کارول شوي دي ترڅو څېړونکي وکولی شي په اسانۍ سره ورته لاسرسی ولري.

سرچینې

[سمول]

د افغانستان ملي ارشیف، د خطي نسخو د ثبت دفتر.

Penzl, Herbert (1955). A Grammar of Pashto. Washington, D.C.: American Council of Learned Societies.