دیوان نرنجنداس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دیوان نرنجنداس چې په لالا نرنجنداس هم مشهور ؤ د افغاني هندوانو نه و چې په۱۸۵۳ میلادي کال کې په کابل کې زیږیدلی و. نوموړي ته یې ځکه دیوان وایه چې په دفتري او حسابي چارو کې ډیر تکړه او ماهر و او له پخوانیو وختونو راهیسې په افغانستان کې د دفتري چارو کارکوونکو او منشيانو ته د دیوان خطاب کیده .

زدکړې او دندې:[سمول]

کله چې د امیر عبد الرحمان خان تر مړینې وروسته امیر حبیب الله خان د افغانستان واکمن شو نو لالا نرنجندانس په پوځي ښوونځي کې شامل شو او تر فارغیدو وروسته دبیرګډ( غنډ مشر) رتبې ته ورسید.نوموړی دهمدې باچا په وخت کې د دار الشورا غړی هم و. کله چې د افغانستان د خپلواکۍ اتل غازي امان الله خان دافغانستان واکمن شو نو لالا نرنجنداس یې پخپلې کابینې کې د افغانستان د مالیي دیوان یا د مالیی وزیر وټاکه چې ده دغه دنده په پوره اخلاص او صداقت سره ترسره کړه. همدا راز لالا نرنجنداس داعلیحضرت اما ن الله خان په وخت کې په هغه غونډه کې د افغاني هیئت غړی و چې په ۱۹۲۰زیږدیز کال د اپریل د میاشتې په ۱۲ د هند په میسوري کې جوړه شوې وه او دی پکې د افغانستان د رسمی هیأت غړی و . د دې هیأت مشر د امان الله خان دبهرنیو چارو وزیر محمود طرزي، مرستیال یې د خارجه وزارت د سرحداتو مسؤول عبدالهادي داوي، د سوداګرۍ وزیر غالم محمد خان، پیر محمد خان تره خیلی او په هند کی افغاني مستشار غلام صدیق خان څرخي وو.خو ځینې تا ریخپوهان داسې نظر لري چی ګواکې امان الله خان د انګریزانو سره د خبرو اترو په دغو ناستو کی د نرنجن داس د ټاکلو نه سیاسی ګټه اخیستله. یعنی دا چی امان الله خان غوښتل په دې ډول د هندوستان ولسونه او په تیره بیا هندوان د آزادۍ غوښتلو له پاره ولمسوي. د برتانوي هند حکومت د نرنجنداس د ګډون څخه ډیر ناآرامه شو، داځکه چی د هندوستان د خلکو پاملرنه یې افغانستان ته واړوله . خو حقیقت دا دی چی امان الله خان د نرنجنداس د اداري او حسابي استعداد نه په بشپړه توګه خبر و ، نو ځکه یې د مالیې د وزارت مقام ور وسپاره .

د نرنجنداس هند ته لېږېدنه(هجرت):[سمول]

کله چې غازي امان الله خان د سقاوي غلو په دسیسه کې د افغانستان پریښودلو ته اړشو نو لالا نرنجنداس هم ددې لپاره چې نوموړی د امان الله خان د کابینې وزیر و د هېواد پریښودلو ته اړشو او هند ته لاړ.

سرچینې:[سمول]