دیني شکمنوالی
دیني شکمنوالی، دین/مذهب ته اړوند د شکمنوالي یوه بڼه ده. مذهبي شکمنوال وګړي د دین اقتدار تر پوښتنې لاندې راولي او تل تر تله د دین پر ضد نهدي، خو ځینو یا ټولو دیني باورونو/کړنو ته د شک په سترګه ګوري. سقراط لومړنی او نامتو دیني شکمنوال ؤ چې ځیني اسناد ورڅخه پاتې دي؛ هغه د یوناني خدایانو د شتون په اړه د خپلې ټولنې د باورونو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوړ. دیني شکمنوالي، آتیسم یا اګنوسټېزم ته ورته نهده او ځیني دیني شکمنوال، ډیِّستان (یا خدایپاله) دي (چې هغه تنظیم شوي دینونه چې ورسره ډېره مخ کېږي، یا ټول تنظیم شوي دینونه ردوي).
ټولیزه کتنه
[سمول]د «skeptic» وییکی (چې ځینې وخت sceptic لیکل کېږي) د منځني پېر فرانسوي «sceptique» یا لاتین ګړنې «scepticus» څخه اخېستل شوې ده چې لفظي معنی یې «د شکمنوالو فرقه» کېږي. په یوناني ژبه کې یې ریښه «skpetikos» (څېړنه) ته رسېږي چې د پیرهووالۍ (پیرهونیزم) د هلنېستي فلسفي مکتب هغو غړو ته ویل کېدل چې د پوهې په شونتیا کې شکمن وو. پهدې توګه، دیني شکمنوالی، په ټولیز ډول، د دین په هکله پر یوې سکالو باندې شکمن کېدل یا هغه تر پوښتنې لاندې رواړلو ته ویل کېږي. د دې ترڅنګ، د شلنبرګ د څرګندونې به مخې، دا ګړنه کله ناکله، د دین په هکله مخالف الواک لرونکي وګړي ته کارول کېږي.
ډېري شکمنوال اګنوسټیک یا آتیستان دي، خو یوشمېر دیني او مذهبي وګړي هم شته چې دین ته د شک په سترګه ګوري. دینپاله وګړي په ټولیزه توګه، د نورو دینونو د ادعاوو په هکله شکمن دي، کم تر کمه هغه مهال چې دغه دوه فرقې د ځینو څرګند شویو باورونو په هکله سره مخالفت ولري. ځیني فیلسوفان، دیني مطلقه تنوع د خدایپالو او غیرخدایپالو د شکمنوالۍ د توجېه په توګه وړاندې کوي. خدایپالي هم په په ټولیز ډول، د غیرخدایپالو لهخوا وړاندې شویو ادعاوو ته د شک په سترګه ګوري.
مایکل شرمر لیکي چې، دیني شکمنوالی، د ټولیزو نهمنلو په ځای، د حقیقت د راسپړلو بهیر دی. له همدې امله، کېدای شي یو دیني شکمنوال پر دې باور وي چې عیسی شتون درلود، په داسې حال کې چې شکمنې ادعاوې هم لري، چې هغه مسیحا ؤ او معجزې یې درلودې. یوه څرګنده بېلګه یې د ټوماس جېفرسن کتاب «د ناصري عیسی ژوندون او ښوونې» دی، چې له لفظي پلوه کټمټ نوي عهد (انجیل) ته ورته دی او هره ماورای طبیعي ښکارنده ردوي.
تاریخ
[سمول]لرغونی تاریخ
[سمول]لرغونی یونان یو څوخدایپاله ټولنه وه چې په هغې کې خدایان مطلق قادر نهوو او قربانیو او دودیزو مناسکو ته یې اړتیا درلوده.
د دیني شکمنوالۍ لومړني شواهد کېدای شي زینوفانیز ته راجع کړل شي. هغه د خپل په وخت کې متداول دین، په ځانګړې توګه د الهي حکمونو ناوړه جاجونه (د انساني لېوالتیا هغه ناوړه او اړخیز محصول چې خدایان له انسانانو سره سموي یا پرتله کوي) تر نیوکې لاندې ونیول. هغه د خپل پېر سپېڅلی کتاب داسې وکاروه چې خدایان په باطله توګه رسم کړي او د دین په اړه یو لا عقلاني الواک رامنځته کړي. هغه خپل مذهبي خلک، چې خپل اعتقادي نظام پرته له کوم معقول دلیل څخه غوره ګڼي، ته د نیوکې ګوته نیوله.
د الهي حُکمونو په اړه د سقراط جاج دا ؤ چې خدایان تل نېکاندي، صادق، مقتدر او سولمن دي. الوهیت باید د عقلانیت د معیارونو لهمخې عمل کړی ؤ. څرنګه چې په «اپولوجي» کې مستند شوي دي، د ټاکل شوي دین په هکله دغه نیوکه، په پای کې، د بېدیني او فساد په تور د هغه د محاکمې لامل ګرځي. مورخ «ویلیام جېمز دورانت» لیکي چې، «افلاطون په همهغه کچه چې نورو جزمي عقیدو ته شکمن ؤ، آتیزم ته یې هم د شک په سترګه کتل».
دېموکریتوس په لوېدیځ کې د مادیتپالنې پلار ګڼل کېده او د هغه په اثرونو کې داسې څه نښه نهلیدل کېږي چې ګنې وروسته له مړینې ژوند باندې باور ولري. په ځانګړې توګه، په خپل کتاب «هغوی چې په هادېس عقیده لري» کې، د روح رامنځته کوونکو برخې د داسې اټمونو په توګه انګېرې چې وروسته له مړینې وېلې کېږي. دغه جاج فیلسوف اېپیکوروس او د هغه فلسفې ته الهام وبخښه؛ هغه یو مادیتپاله الواک درلود او وروسته له مړینې هر ډول ژوندون یې باطل ګڼه، همدا راز ادعا یې کوله چې خدایان هم انساني چارو ته هېڅ کومه لېوالتیا نهلري. لوکریشوس د «De rerum natura» (د مادو د طبیعت په اړه) شعر لهلارې اېپیکوري فلسفه په ډاګه کړه، او څرګنده یې کړه چې نړۍ د فزیکي اصولو سره سم عمل کوي او د رومي خدایانو پر مټ نه، بلکې د تصادف یا چانس لهمخې تنظیمېږي.
په «De rerum natura» کې، سیسرو، اکاډمیک شکمنوال فیلسوف، د رواقیونو پر وړاندې داسې استدلالونه وړاندې کړل چې د ځمکنیو او انساني چارو په اړه د خدایانو د ونډېاخېستنې یا ونډېنهاخېستنې صفت او د هغو شتون یې تر پوښتنې لاندې راوړ.
په لرغوني هند کې د «چارواکا» په نامه یو مادیتپاله فلسفي مکتب شتون درلود، چې د ویدي دین مذهبي ادعاوو، دودونو او کتابونو ته یې د شک په سترګه کتل. د چارواکا مکتب مخکښ فیلسوف «اجیت کېشکنبلي» پر تناسخ عقیده نهدرلوده.
لومړنی نومهال تاریخ
[سمول]ټوماس هابز داسې دریځونه غوره کړي وي چې د اُرتودوکس مسیحي ښوونو سره یې په کلکه مخالفت څرګندوه. هغه په وار، وار سره استدلال کاوه چې هېڅ کوم غیرجسمي (یا روحي) جوهر شتون نهلري او هرڅه، ان خدای، جنت او دوږخ، مادي شتون او حرکت لري. هغه استدلال کاوه چې، «که څه هم سپېڅلی کتاب، اروا تصدیقوي، خو هېڅ ځای کې نهوایي چې هغه غیرجسماني ده، یعنې نهوایي چې ابعاد او کمیت نهلري».
وولټېیر، که څه هم خدایپاله دی، خو پر دین باندې یې په کلکه نیوکه کوله او د همدا راز د ټولو دینونو له منلو او د کلیسا او دولت له جلاوالي څخه یې ملاتړ څرګندوه.
په جاپان کې، یاماغاتا بانتو (مړینه: ۱۸۲۱ ز) په ډاګه کړه چې «پهدې نړۍ کې هېڅ کوم خدای، بودا، اروا او یا هم عجیب او غریبې یا خارقالعاده ښکارندې نشته».[۱]
نومهال دیني شکمنوالی
[سمول]دغه ګړنه داسې یوه اصطلاح ګرځېدلې ده چې په ټولیزه توګه د شواهدو پر علمي او تاریخي مېتودونو باندې ټینګار لري. ځیني شکمنوال پیدا کېږي او دغه پوښتنه وړاندې کوي: «دا چې دین د منلو یا اعتقاد لپاره هېڅ کوم اثبات ته اړتیا نهلري، ایا هغه د نقد مناسبه سکالو نهده؟». لهدې سره، سره، ځیني نور ټینګار کوي چې دا هرې بلې پوهې ته ورته مسأله ده، په ځانګړې توګه، کله چې له ساینس سره په تضاد کې ادعاوې مطرح کوي.
د شلمې پېړۍ ورستیو راهیسې د شلنبرګ او موسر په څېر فیلسوفانو ډېر کارونه ترسره کړي دي او دواړو یې د دغې سکالو په هکله ګڼشمېر کتابونه لیکلي دي. د هغو هڅې تر ډېره د دین پر تعریف، په ځانګړې توګه پر هغو برخو باندې تمرکز درلود چې خلکو ورته د شک په سترګه کتل. نور بیا د دې لپاره چې دینې شکمنوالي د رامنځته کېدو وړ وګڼي، لوړو مرتبو شواهدو ته توسل لري (زموږ د شواهدو په هکله «شواهد» او د ارزونې لپاره زموږ وړتیاوې)، چې ځیني ورته مېتا-شواهد وایي.
لا تر اوسه هم د لومړني یوناني شکمنوالي نښې شتون لري، داسې چې ځیني اوسني متفکران پر الهي حُکمونو باندې د فکري اعتقاد بقا تر پوښتنې لاندې راولي.
په نومهال پېر کې، ډېري وګړو لپاره دیني شکمنوال، په ځانګړې توګه، آتیستان د منلو او باور وړ نهدي. دا له هغو اندېښنو سره په ملتیا کې څرګندېږي چې ډېري شکمنوال وګړي یې د هېوادونو د دولتونو په هکله لري، لکه د امریکا متحده ایالات، چېرې چې د کلیسا او دولت جلاوالی یو اساسي اصل دی.
سرچینې
[سمول]- ↑ Cook, Michael (2000). The Koran : A Very Short Introduction. Oxford University Press. p. 42. ISBN 0192853449.
- Coskun, Deniz (2005–2006). "Religious Skepticism, Cambridge Platonism, and Disestablishment". University of Detroit Mercy Law Review. 83: 579. ترلاسهکېدو نېټه 11 May 2018.
- Wykstra, S. J. (2011). "Facing MECCA Ultimism, Religious Skepticism, and Schellenberg's "Meta-Evidential Condition Constraining Assent"". Philo. 14 (1): 85–100. doi:10.5840/Philo20111418. ترلاسهکېدو نېټه 11 May 2018.
- King, N. L. (March 2016). Religious Skepticism and Higher-Order Evidence from Oxford Studies in Philosophy of Religion: Volume 7. Oxford Scholarship Online. ISBN 9780198757702. ترلاسهکېدو نېټه 11 May 2018.
- Novella, Steven (2010-04-05). "Apr 05 2010 Skepticism and Religion – Again". theness. ترلاسهکېدو نېټه 11 May 2018.
- Schellenberg, J. L. "Religious Diversity and Religious Skepticism from The Blackwell Companion to Religious Diversity". philarchive. Oxford: Wiley Blackwell. ترلاسهکېدو نېټه 11 May 2018.[مړه لينکونه]
- Kurtz, Paul (August 1999). "Should Skeptical Inquiry Be Applied to Religion?". Skeptical Inquirer. 23 (4). ترلاسهکېدو نېټه 11 May 2018.
- Sturgess, Kylie (June 2009). "The Deist Skeptic— Not a Contradiction". Skeptical Inquirer. 19 (2). ترلاسهکېدو نېټه 11 May 2018.
- Mann, Daniel (2009-12-13). "Skeptical of Atheism". Apologetics for Today. ترلاسهکېدو نېټه 2 December 2013.
- Penner, Myron A. (2014). "Religious Skepticism". Toronto Journal of Theology. 30 (1): 111–129. doi:10.3138/tjt.2525. ترلاسهکېدو نېټه 11 May 2018.
- Schellenberg, J. L. "Religious Skepticism from Skepticism: From Antiquity to the Present" (PDF). Bloomsbury. ترلاسهکېدو نېټه 11 May 2018.
- Moser, P. "Religious Skepticism from The Oxford Handbook of Skepticism" (PDF). Oxford Univ. Press. ترلاسهکېدو نېټه 11 May 2018.
- "Books by Paul K. Moser". goodreads.com. ترلاسهکېدو نېټه 11 May 2018.
- J. L. Schellenberg. Cornell University Press. 2007-05-17. ISBN 9780801478512. ترلاسهکېدو نېټه 11 May 2018.
{{cite book}}:|website=ignored (help) - "skeptic (n.)". etymonline.com. ترلاسهکېدو نېټه 11 May 2018.
- Edgell, P.; Gerteis, J; Hartmann, D. (1 April 2006). "Atheists As "Other": Moral Boundaries and Cultural Membership in American Society" (PDF). American Sociological Review. 71 (2): 211–234. doi:10.1177/000312240607100203. S2CID 143818177. خوندي شوی له the original (PDF) on 13 February 2020.
- Zuckerman, P. (26 November 2009). "Atheism, Secularity, and Well‐Being: How the Findings of Social Science Counter Negative Stereotypes and Assumptions". Sociology Compass. 3 (6): 949–971. doi:10.1111/j.1751-9020.2009.00247.x.
- Hughes, J.; Grossman, I.; Cohen, A. B. (8 September 2015). "Tolerating the "doubting Thomas": how centrality of religious beliefs vs. practices influences prejudice against atheists". Frontiers in Psychology. 6: 1352. doi:10.3389/fpsyg.2015.01352. PMC 4561750. PMID 26441728.
- Pomeau, R. H. "Voltaire". britannica.com. Encyclopedia Britannica. ترلاسهکېدو نېټه 10 May 2018.
- Lawler, J. M. (2006). Matter and Spirit: The Battle of Metaphysics in Modern Western Philosophy Before Kant. University Rochester Press. p. 19. ISBN 9781580462211. ترلاسهکېدو نېټه 10 May 2018.
- In particular, De rerum natura 5.107 (fortuna gubernans, "guiding chance" or "fortune at the helm"): see Monica R. Gale, Myth and Poetry in Lucretius (Cambridge University Press, 1994, 1996 reprint), pp. 213, 223–224 online and Lucretius (Oxford University Press, 2007), p. 238 online.
- Verhine, Eric C. (2008). "1" (PDF). THE VICTORIOUS WISDOM OF SIMONIDES: CICERO'S JUSTIFICATION OF ACADEMIC SKEPTICISM IN DE NATURA DEORUM AND DE DIVINATIONE (Master of Arts). p. 2. ترلاسهکېدو نېټه 10 May 2018.[مړه لينکونه]
- Ferwerda, R. (1972). "Democritus and Plato". Mnemosyne. 25 (4): 337–378. doi:10.1163/156852572X00739. JSTOR 4430143.
- Vogt, Katja. "Ancient Skepticism". stanford.edu. The Stanford Encyclopedia of Philosophy. ترلاسهکېدو نېټه 10 May 2018.
- "Socrates". www.iep.utm.edu. Internet Encyclopedia of Philosophy. ترلاسهکېدو نېټه 10 May 2018.
- "Xenophanes". www.iep.utm.edu. Internet Encyclopedia of Philosophy. ترلاسهکېدو نېټه 10 May 2018.
- Durant, Will (1944). Caesar and Christ: The Story of Civilization. Simon & Schuster. p. 164.