دونو نړۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پورته کوونکی فیض الرحمن احمدي لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی چاپیریال ساتنې او ځنګلونوڅانګه

لړليک[سمول]

دونونړي[سمول]

A riparian buffer bordering a river in Iowa
Leaf shape is a common method used to identify trees.

ونه:څوکلن لرګين يوتنه لرونکي نبات دی چې دريښو،ساقو،اوتاج لرونکي دی اوداتاج يې ديوشمير خپروشو ښاخونواو پاڼو لرونکي دی اوحد اقل (6 متره)څخه زيات ارتفاع لري ياهم:ګيا ډوله لرګی ته ويل کيږي چې يو مشخصه تنه ولری اوپه مناسبوشرايطو کې ارتفاع يې تر (7متره)پوری رسيږی لکه .بلوط.راش .اوداسی نور ياهم :دځمکي هغه نبات دی چې دڅوکالولپاره په يولرګين تنه باندی وده او انکشاف کوی اکثره وخت ديو ولاړي تنی لرونکې وی چې هر ځای کې دحالاتو مطابق اوهم دمحيطی شرايطو مطابق اود جينټکې جوړښت سره سم ونه کولای شی په ښه شکل وده وکړي. ياهم: غټ څوکلن لرګين نبات دی چې دٍيوې ښی پيژندل شوی تني اوڅرګند تاج لرونکې وی.دوني لوړوالی عمومآ له ۶مترو څخه زيات وی او د نوعی سره سم تر ۱۲۷ مترو پوری رسيږی د بيلګي په لویی ونی رټش کولمبيا کې.۱. ۱۲۷ متره اندازه شوی او د ‍‍‍Pseudosoga taxifolia ډول

ونی لوړوالی چې په کلفورنيا کې موندل شوی ۱.۱۱۲متره دی . Sequoia  sempervirens
په هند کې تر اوسه پوری دونواعظمی لوړوالی له ۷۵ مترو څخه زيات نه دي سبت شوی . دونو ارتفاع دارقاموکره  کتنه داڅرګندوی چې د (لمنځې)اعظمی ارتفاع تراوسه پوری ۲ ۷۳متره ثبت شوی ده دکمربند له پلوه هم د کلفورنيا سکـــوايا او د استراليا يوکــــاليپټس تر ټولو غټ د ی چې د کمربند سايز يې په ترتيب سره ۳۵۷۴ سانتی متره او ۲۴۳۸ سانتی متره دی .په هند کې دلمنځې ونی  عمر چې مقطع يې د ځنکل په څيړنيز انستيتيوت کې ساتل شوی ۷۰۴ کلونه موندل شوی ده.

(U.S.A.nevada)په کې دډيرعمرلرونکې ونه پخوا تاسيس شوی چې Bristleconeپه

نوميږي. Pinus longaevaپه شمال شرق کې دبحردسطحی څخه (3275متره)کې موقعيت لری او

ترټولو څخه غټه ونه[سمول]

غټه سکوايا ده چې دا ونه په افغانستان کې يوه معرفي شوی ونه ده او يوڅونموني يې دکابل دقرغه په بند کې موجود دي.

ددی ونی فاميلي (10جينس)لري چې ددی له جملي څخه يو جينس په ژوندي شکل موجود دی او دا جينس يې (14 نوعې) لري Class pinatae Subclass piniadae Family taxodaceae Subfamily sequoidae Order taxodales Genuse sequoia Species dendroon giganteum پښتونوم يې (غټه سکوايا)ده او انکليسي نوم يي (ګاينټ) او سورلرګي هم ورته وايې

 دی.Sequoia  dendroon giganteum   اوعلمی نوم يې

عــمومــي عــلايم : داونه يوتل شنه ونه ده چي ارتفاع يې د ۵۰څخه تر ۸۵ مترو پوري لوړوالي لري او په ځينو کتابونو کي ۸۹،۹ متره لوړوالي لري او د ۶ــ۸ــ۹ متره پوري عرض لري داونه د کلفورنيا په غرنيو سيموکې خپره شوي چې په اروپا کې د زينت په ډول په پارکونو کي کرل (Sierra nivada) کيږې . او دا ونه په افغانستان کې دمعرفي شوي وني له جملی څخه شميرل کيږې چې اوس مهال دکابل د قرغه بند کې يوه ونه موجوده ده دا ونه په خپل اصلی وطن کې (3000)کـاله عمرلري خو ځيني نوعي يې د کلفورنيا په ايالات کې (2800)کاله عمرلري.

پوستکې[سمول]

Parkland in Burkina Faso: maize grown under Faidherbia albida and Borassus akeassii near Banfora
يې سفنج ماننده زخيم ده چې تقريبآ(100ـــ90)سانتی متره پوري ّضخامت لری اود سور

څخه ترخړنصواری پوري رنګونه لری اوږده اوغټ ژور درزونه لري. په شکل پوستکي له تنی څخه بيليږې . (Large.Round.Ridge) دونی

تنه[سمول]

يې نيغه مستقيمه ده او ښاخونه يې په افقی ډول ترتب شوي چې د  :Stem.Crown.Form

تاج پورتني ښاخونه يې دپورته په طرف مايل اولاندې ښاخونه دلاندې په طرف مايل توب لري. دی شکل په ښاخونو ترتيب شوی او(10-5) ملی متره اوږدوالي لری او عموماً په (Spirlپه( پاڼه :Leaf

په (Prosstrent)   يا ولاړ اوهم د  (Erect) ښاخونوباندی په

او نارينه غوزي يې (هګی ډوله ) شکل لری (Monceous) ددي ونی

ګلان او میوه یی[سمول]

Flower and Fruite

او هر وخت لپاره په انفرادی شکل د ښاخونو په څوکې کې قرار لري ښځينه غوزي يې (هګی ډوله )شکل لری او د ښاخونو په لاندني برخه کې قرار لري ددی غوزی (فلسي)چې 6 سانتی متر طول او ضخامت يې 4 سانتی متر دی په لمړي وختونو کې سپین او د پخوالي په وخت کې تور نصواری رنګ لری او د تشکيل څخه وروسته (20-18) مياشتو کې پخيږې په هره غوزه کې يې د تخمونو شمير 230 دانو ته رسيږې چې تور نصواري رنګ لری اوعموماً (4-5) ملی مترو پوری اوږده او 1ملي متره عرض لری او پخپله سطه باندي وزري لري او 1ملي متر اوږدوالی لری. داوسيــــــــد و ځـــــای يې:داونه په مرطوبو او زيا تو غذا لرونکي خاوره کې د بحر د سطحی څخه (2500-1500) مترو په لوړوالی کې پيدا کيږې. داستـــــــــما ل موارد يې : ددی ونی لرګی چې قوی او سخت لرګی دي او سور وزمه رنګ لري په پخوا وختونو کې په زياته مقدار نجاري او موبل سازي په مواردو کې استعما ليده خو اوس مها ل د دی وني قطع کيدل منع شوی دي چې په با غونو او همدارنګه په پا رکونو کې د زينت لپا ره کرل کيږې.

ساحه[سمول]

Alley cropping corn fields between rows of walnut trees
(Methusela( د(جلغوزي) ونه ده چې د کې  (Bristlecone)  ترټولو پخواني ونه په

کې يې عمر (5500) کاله د ژوند عمر يې تعين شوی دی او په کلفورنيا کې يې عمر (3050) کاله ښودل شوی دی. دي په (1947) کال کې Albizia falcata تر ټولو ژر وده کونکي سبت چې پيژندل شوي کينول شوي چې 13 ميا شتو کې ۱۶،۷۹ متره ارتفاع پوري وده کړيده. (Sabah malysia) په

د (Cycad) تر ټولو ضعيف وده کونکي ونه چې علمي نوم(Dioon edule) ده په (1981) کال کې په مکسيکو کې وپيژ ندل شوه او حقيقي وده يې په (120) کالو کې (0.76) سانتی متره ده . دا ونه ميوه او تخم په مني کې توليدويي چې د ژمی تر نيماي پوري يې ګل او ميوه پا تي وي چې د وني په اهميت او پيژندګلوي کې مهم رول لري بيا هم سيوري کونکي نوعي يې چې شا مل د ميوه کوونکي ونو څخه دی په اوړي کې ميوه پخيږې ډير عمده او وروسته ميوه کوکونکي وني تر پسرلي پوري نه زرغونيږې چې ددی وني تخمونه د ډير وخته پوري په خاوره کې د استراحت په حالت کې وي.دونو انتشار يې دچاپيريال سره توافق او اقليمي ساحو پوري اړه لري

وني يعنی اقليم او لوړې ارتفاع ته ضرورت لري (پاڼيز او لرګين ) وني په سير تود (Coniferous) اقليم ته او باراني موسم ته ضرورت لري چې ډير اندازه يې په (افريقا،اسيااو جنوبی امريکا ) کې موجود دي د ځنکلاتو موجوديت اونه موجوديت د پخوا زمانو را په دی خوا د بشر يا انسانانو مهاجرتونو او د نفوسو پوري اړه لري. ):Bonsaiبونساي ( بونساي په چين او جاپان کې ډير مشهور دي چې د دوه جاپاني کليمو نه اخيستل شوي دی چه په معنی دی چه(نبات په ګلدان)کې کينول کيږې په چين کې (Sai)و په معنی ده (ګلدان )ا (bon) هم همداسی ده چې ددی حقيقی معنی د کڅوړي دی يا هغه وني چې په کڅوړي کې وده کوی . او همدارنګه بونساي دهنري ‌ذوق څخه هم رانقل شوی دی چې د لاس په واسطه جوړشوی دی چې ديو طبيعي وني په شکل دی او يواځی په يو ګلدان کې دغه کار ديو هنرمند هغه خيال وو چې په واقعي شکل يې جوړ کړي وو په جاپان کې د بونساي عمر(700-- 500) کاله دی چې نه يواځی عمريې ډير دی بلکې د خايست او توجع وړ سيل بينان يې ځانته جزب کړی ده .چې ارتفاع يې د څو سانتي مترو څخه نيولي تر 1 متره پوري انکشاف کوی. او طبيعي فکتورونو د اثراتو سره په تخنيکي ډول ښاخه بري او روزل شوي وی .ډيرتصوف د بونساي په تمرين او اعتماد باندي څرخيږې چې ډير دردناکه دی ددی لنډول په ونه باندي يو ظلم دی. د کښت په لمړي وخت کې هغه کسان چه بلديت نلري ددی په کرنه کې هر وخت په همدی تشويش که وي چه څنګه وکولاي شی دا ونه په خه او صحتمنده توګه وروزي او وي ساتی.دټولو دمخکې اول کوشش د فشار چې په نبات باندي وی ددی فشار منظور فزيکې فشار نه بلکې استفاده د نبات اوګلدان څخه وي چه دغه په .هوا.اوبو.خاوره.لمر.او داسی نور مواد چه په خاوره کې موجود وی. (100-500) کاله دميٍلاد څخه مخکې په چيين کې پيدا شوی ده .اما دغه يو زيات وخت ته ضرورت لری چه په يو صحي ونه باندی تبديل شی اوديو کلن نموي اندازه يې د يو کوچنی نازکه لرګی په اندازه ده ددی ساتنه زيات وخت ته ضرورت لري چه ترڅو زمونږ رضايت ور باندي وشی دبونساي کليمه(2000)کلن تاريخ لری چې دوسطی قرن څخه ده او همدارنګه دنباتاتو له فاميل يوی برخي څخه دي او ددوی روزنه زيات وخت او زمان ته ضرورت لري چه ترڅو د يو صحی وني په توګه وپيژندل شی. دبونساي تاريخ:دزيات وخت او زمان څخه را په دی خوا دغه نبات جاپانيانو ته ربط ورکول شوي ده اما په حقيقت کې دغه نبات د چين ځينی برخی او همدارنګه د کوريا دشرقي يخو ساحو په طرف کې ده دغه نبات د(بودايانو) په واسطه نورو مملکتو ته تقسيم شوی ځکه چې بودايانو به دغه نبات څخه پخپل زيارتونو کي حفاظت کول دپخوا زماني د ليکوالانو او نقاشانو د ويناو څخه معلوميږې چه دغه نبات (600)کاله مخکې د ميلاد څخه چنايانو کښت کوو. اما بعضی پوهانان په دی عقيده دی چه دغه نبات او ګلان له چين څخه معـرفي شوی دي .ځکه د چين خلک ګلان او نباتاتو سره زياته مينه لري په همدی اساس د طبيعت نه ډير غنی دي او ډير زيات دلچسپی د باغداری سره لري.ددی مملکت اکثره باغـونو کې يي د پخوانی قرن د نباتاتو او ګلانو څخه استفاده کړي ده او په دی عقيده دي چې ددی کار په واسطه کولاي شی چې خپل تاريخ او فرهنګ ژوندی وساتی او همدارنګه عمومآ بونسای د چين او جاپان د نقطو څخه پيدا کيږې چه د چين هيواد (نوعه) يې په نارسيدلی شکل ښکاري .اما د جاپان هيواد (نوعه) یی په طبيعی ډول خه او په زړه پوري ښکاري او همدارنګه دا ونه د ځان لپاره خاص علاقمندان لري دوهم جنګ جهاني څخه وروسته په اکثره اروپای هيوادونو کې جاپانی بونساي پيدا کييږې. دبونساي تکثير:بونساي شايد دتخمونو څخه زرغون شی او همدارنګه د بزغلي د کټ کولو څخه چې وروسته بيا کښينول کيږې خو په حقيقت کې دا قسم نمو ډير وخت ته ضرورت لري.بعضی وخت هغه وني چې د زيات عمر لرونکي وي هغه بايد د طبيعی محيط څخه د مينځه لاړي نشی هغه بايد ښاخه بوري شی تر څو په راتلونکي کال کې د نوي زرغون شويو څانګو څخه په زياته اندازه قلمی لاس ته راوړو چي دغه قلمي نازکه او ښه تيغ وهنه کوي مونږ کولای شو چې دغه په موجوده فصل کې د تير کال د فصل نه دسخت لرګی نه قلمه واخلو او ددی قلمی پيوند دمني نه تر پسرلي نيماي پوری اجراکړو او دا قلمي عمومآ دلاندې برخي څخه اخيستل کيږې کوم چې د ډاډ وړ وده ولری.

دلرګي ډولونه[سمول]

لرګي عمومآ د مختلفـــو خصوصياتوله مخي طبقه بندي کيږې کوم چې د حجري.شکل.او موسمي پرمختګ پوري مربوط دی. 1 :دحجري دشکل په بنياد: دحجري دمختلفو شکلونوپوری مربوط دی اوعمومآ په دوه برخو ويشل کيږې.

کوم چې نری اوږدي حجري لری اوعمومآ اخری خواته نری کيږې. Proseenehima: a

.کوم چې لنډي ،مسطيل،شکله او يا ګردی حجري دی.Parenchym : b 2 :دموسم پرمختګ په بنياد دلرګی ډولونه :اګر چې عمومآ دلرګي ټولي حجري په لمړی ځل کې ډيري فعاله وی خو ددی په پرمختګ سره يوڅه فرق رامينځ ته کيږې اودا خصوصيات په لاندې ډول طبقه بندی کيږې کوم چه موسمي پرمختګ پوری مربوط دي

لمړنی يا پسرلنی لرګي.داقسم لرګي په بارانی موسم اوپسرلی کې Early wood or spring w: A

وده کوي کوم چې اوږده اونری پوښل شوي حجري لری نو ځکه ورته د لمړنی لرګي رجوع کيږې دغه قسم لرګي په منی کې وده کوی . :وروستی يا دمنی لرګيLate wood or outumn w :B کوم چې وړی ډبلی پوښل شوي حجري لری نو ځکه ورته وروستی يا دمنی لرګي وايې کوم چې وړی ډبلی پوښل شوي حجري لری نو ځکه ورته وروستی يا دمنی لرګي وای. 3 دوظيفي په بنياد :دلرګي حجري دوظيفي په بنياد هم په دري ډوله ويشل شوي دي: اداره کونکي حجري. condueting cell : a حمايوي حجري. Suporting cell :b ذخيروي حجري Storage cell :c لمړني دوه ډوله دحجري مړي حجره دی کوم چې سوري لری او دغه د اوبو او هوا څخه ډک دی .او همدارنګه اداره کونکې ټيوبونه په سختو لرګیو کې داد ټيوب اود حجري دحمايوی تارونو څخه جوړشوی دی . او دريم قسم زخيروی حجري غذای مواد انتقالوی اوهم يې زخيره کوی او دا د انرژی پوښل شوي حجري دی چې خپله وظيفه جاري ساتی.


دټيوب دلرلواونلرلوپه اساس دلرګي ډولونه[سمول]

Silvopasture over the years (Australia)
A riparian buffer bordering a river in Iowa
داقسم لرګی واړه واړه سوري او ټيوبونه لری کوم چې د (پوروس) په نامه Porous a

پيژندل کيږې دغه پوروس دوه ډولونه لری.

دغه واړه واړه سوری د لرګی په دی قسم ترتيب شوی دی چه د ګډ Ring porous1:

مرکز لرونکې دايروپه شکل وی لکه څيړی، زيتون.

په دی کې دغه سوری ډير واړه وی اود لرګی په ټوله برخه کې خپاره شوی Diffuse porous 2
 لکه .چارمغز.ی

څخه مينځ ته را ځی (Olea lourifolia) :درانده لرګی داقسم لرګی د Heaviest wood b او په عام ډول تور او سپين رنګ لرو نکې لرګيو په حيث پیژندل کيږې نو ځکه ورته درانده لرګی وايې. د کورنۍ (Aeschynomene hispida) سپک لرګی ـداقسم لرګی د: Light wood c څخه دي کوم چې په کيوبا کې پيدا شوي دي. )Intresting facts of same trees دځينو ونو په زړه پوري واقعيتونه ( په ډيره لږه کچه د هند په مذهبی مراسمو کې به داسی وی چې دونو او يا دونو د برخو پرته به لمانځل کيړې.وني د نڅا کوونک انجونو سره يو ځای کړی شوی دی د (اسوکا) ونه هميشه د ځوانو او ښکلو ښځو لپاره په نښه کړی .دهنديانو مشهور باور په اساس د اسوکا ونه په فرضي توګه په ګلانو پوښل شوی دی یواځی چه کله ریښی تولیدوي.او دځوانوانجونو دقدمو پواسطه پوښل شوی دی .

او ځينی ونی لکه (چمپا کا)او (سواچمپا )په مختلفو عبادت خانو کې د مجسمه جوړونی لپاه مجسمه شوی دي .ځنګلونه په ټوله پيمانه د خداي، پيريانو، جادوګرانو، بلاګانو،بدنامو جوهرونو، په حکم تحريمی سره يوځای کړی شوی دی ځکه دخی داسي باور دی چې ميلمه پرستی شی او عقيده لری چې د خطر ناکو حيواناتو څخه د ډير بدو دښمنانو په څير پټ کړی شويدي يعنی انار چه دپخوا (Punica granatum) په ا نجيل کې وختی ما خز ونی ته دعلم جوړېږې او دزمانی را هيسی دمقدس له مخی د يهوديانو او فارسيانو لخوا پری باور وه چه د انجيل شريف په اساس ددی ميوه د مغفرت ميوه ده په ســــپيڅلي قران مجيد کې د زيتون څخه د جـــــــنتي ميوي يادونه شوې ده. د خوشبوياعطري مادی د امتياز په حيث دونو اهميت: دمزهبی مناکشوپر مهال دپخوانی رواج په اساس په ټوله نړی کې دخوشبو ينو مواد د لرلو له امله شهرت لری .ددغی موادو تحريکول ددی لپاره استعمال شوی وه چه عبادت کوونکې په ګوته کړی چه دځان د تصفی لپاره او صدقی ورکولو لپاره به يې حيوانات قربانی کول .او همدا رنګه د ميو جاتو هديه ګا نی به يې پخپل عوض کې ورکولی دغه مذهبی مراسم به مجموع کې به مخلوط ډول د بوټو څخه جوړ شوی او يا هم دبوټو له پيدا وار څخه کوم چې خوشبو داره توکې توليدوی دلته به ور څخه استفاده کوله سره پيژندل کيږې. ونی له ځان (Frankincense) يعنی دغه مواد د جاولينی ريزين موادو څخه راوزی کوم چې په

 په ونه کې ،دپوستکې ، لرګی ،او نيلی په شا او خوا کې دبيلابيلو(Boswellia  spp) شيندی يا خوروی لکه بيلو ونو سره خوشبو داره ،واښه ،ګلان ،تخمونه ،او ميوي کوم چه عجيب او غريب خشبو شيندی 

دکرسميس وني[سمول]

دکرسميس ونه يو عام دود دی د عيسويانو په کورونو کې په ټوله نړی کې خپل کورونه يې خايسته او رنګه کړی دی . دکرسميس دمراسمو په وخت کې دکرسميس وني دنورو مذهبی مراسمو په پرتله دغه دود او دستور ډير زيات دی او دوی داسی عقيده لري چه دابوجوهر په حيث د اختر د ورځی په ميله کې سمبول يا نښه ده .دکرسميس وني دجرمنی څخه انکلستان ته دملکې وکتوريا دواړه څخه وروسته راوړل شوه

 لخوا په (1841) کاله کې جوړه شوی وه .او همد ارنګه په نوی نړي کې  دکرسميس (Prince )

د وني دود او دستور د امريکايانو دانقلاب پر مهال د جرمنی څخه راوړل شوي دی او د مهاجرينو په واسطه يې د امريکا په متحده ايالات کې خواره واره شوی ده .

د نړي تر ټولو اوږده کرسميس ونه (36،67) متره او يا (221) فټه کيږې چه هغه ونه عبارت دی له ) پښتو نوم يې دوګلاس ناجو دی. Pseudosuga menziesii(

(Holly , Ivy and Bay trees)  سـپـيـڅلـــــــي ايوی او با يئ وني  2

دکرسميس دونو تر څنګ زيات وړ خايسته او زينتی وني نن اسـتعمال لری .چه روميان يا د ايټاليا خلک دنوموړی ونی څخه ګلان او پاڼی اخلي او په خپلو مراسمو کې يې استمالوي او دغه ونه دزيا تو تو اغزو لرونکو پاڼو سره ده ( ilex spp ) دساکون خلک سپيڅلي او تل شنه بوټی سره رنګه ګلانوبو ټي او سره سره رنګه ګيلاس د دوی په مزهبی مراسمو کې نظا ري په وخت کې استما ليږې او دوی داسی ګڼی چې د دوي د عقيدی پر بنسيټ دوی ته ښه نصيب او کورنی ته روغتيا راوړي . دوی همدارنګه د(ايوي) او (بايئ)وني په خپلو مذهبی مراسمو کې استعمالوی. او په دی وروستيو کې په کلتوری برخه کې هم زيات اعتماد ارزښت ترلاسه کړی دی په مارپيچې ډول د دوی پاڼي ترتيب شوی دی او په غالبه توګه د شاعرانو په ګلدان کې زيات شهرت موندلي دی.

(Mistletoe trees)۳ داروش وني

وني يو مذهبی ونه ده چه ډيربا ارزښته تخمونه مينځ ته راوړی (Viscum album) د اروش 

چه دغه تخمونه په مهمو مذهبی مراسمو کې په (درويد) مذهب کې استعماليږې په نړی کې د رويدپه روايتی ډول ځوړنديږې په کورونو کې.دلويديځې اروپا دخلکو مجهتدين او کشيشان د ،برتانويانو قطع کوی ورڅخه د نشانی او هيلی په منظور او صلح په ارزښت فرضوي او ددی په خوشبختۍ سره باور شوي دی او ځينی جادوګران د شيطا نانو او منکرانو په خلاف په ټولو دمو کې ددی دتخم په واسطه يې ترسره کوي. په عصری توګه د اروش ونه هميشه عطرينه او خوشبو داره ده د ښکلولو داجازې د اخيستلو لپاره د ځوانو انجونو په ولاړ حالات کې يو دود او رواج دی .داروش لاندې ځانونه ځوړوندوي د کرسميس ونی د زينت او ښکلا په حيث په کورونو کې هم ځوړند وي. ۴ دخون يا زيتون ونه (Olive trees ) داونه په کلتوری توګه ديوالی او اتحاد دسمبول په حقيقت د پخوانو خلکو راهيسی پيژندل شوي ده. کله چې د (نوح عليه السلام) بيړۍ د ارات په صورت کيناسته .نو يوی کوتری يا پاختی د زيتونو دونی يوه څانګه په خپله مښوکه کې دغی بيړی ته راوړه .چې له همدی کبله دغه کوتره يا دسولۍ دسمبول په حيث رامينځ ته او و پيژندل شوه اوهمدارنګه ديونانيانو د ا فسانه پيژندنی دعلم مطابق د زيتونو ونه يوه ډالۍ يا تحفه وه ديونانيانو ملک يا دولتی پولی د زيتونو د ونو په ذريعه په نښه کړای شوی دی اود المپيک د لوبو ګټونکو ته د زيتونو پاڼی څخه په تاج باندی مجازات يا جايزه کړی شوه . د زيتونو تيل د زيتونو د تخمونو څخه استخراجيږې او د زيتونو د تيلو د ويستلو پروسه دقديمي يا پخوانيو څخه راروانه ده .رومانيانو او يونانيانو مالداره خلکو به دصابون د کشف څخه پخوا ځا نونه د زيتونو په تيلو ملوث کوه او بيا به يې پريمنځل .ددی ميوه به يې په غټه تيږه کيښوده او ما تول به يې او تيل به يې ورڅخه ويستل مګر اوس په عصری ميکانيزه شوی شکل تيل ورڅخه په اسانه راباسي او په ډير اسانې او تيزې سره مايع زيتون استخراجوي.

(Mango trees) ۵ دام وني

 يې علمی نوم دی .Mangifera indica

دام ونه په هندی مذهب کې په ډيرو سترو اومهم مراسمو کې په بعضومذهب او کلتوري دودونو کې تری کار اخيستل کيږې سری پوټکې اوپاڼي يې د (Hawan ) هغه اور چې د مذهبی عبادت پرمهال بل شوی وی او يا هم داتش پرستحا لپاره استمالوی. دکال په جريان اوهمدارنګه دونو په مراسمو کې هم په مکرر ډول تری استفاده کيږې پاڼه يې په رنګه فرو سره تړل شوی وی چې هغی ته (kalua) کلوا وای او د کورنو په داخل يا ليکو کې ځوړند وی .اود دوي د عقيدی پر بنسټ دغه کار د دوی دکورونو ته نيکبختی راولی او په نيک کار سره يې ګڼلی ده .

 ۶دپيل او انځر ونه يا Bo-tree اوBanyan يا Ficus spp

په هندي دين کې د بنيان يا بارګډونه يا (Ficus-bangdialensis) سپيــــڅلي ونی په توګه ارزښت لری دکرواحوت په ورځ (karawa chawt) يو رسم يا رواج دی کوم چې پکې ښځی دميړه يا خاوند لپاره داوږد ژوند دعا کوی.واده شوی ښځی عرق کوم چې دپاکو کوهيانو اوبه وی ددغی ونی لاندې اچوی کله چه ددی سپوږمئ د ختلو په وخت په لمړني ربعه کې سپوږمی په کال کې يو دفع ګوری او په purana)) مذهب کې د انځر مذهبی ونه ددی ګڼی چې دبورا (Vishnu) مجسم يا صورت دی. د Bo-tree وني يا پيل Ficus religioa)) په هندي دين کې يو د ډيرو سپــــيڅلو ونو په حيث باور کيږې او په بيلابيلومذهبی او کلتوری با ارزښته مراسمو کې ورڅخه استفاده کيږې نو له همدی کبله ورته د (مزهب ) نوم ورکړ شوی ده ددی قطع او سوزول عام دی ځکه پدوی کې دوی غيابی ايمان لری. (Bhufpret)ددی لاندې وه .دغه شخص وای چې يو جادوګر سړی ددوی دعقيدي پر اساس هندوان ددی ونی لاندې دعا کوی او ددی دڅانګوڅخه پړی ټړی او ګرد چاپيره تری اوبه پشنګ کوی زرګونه شنډي ښځي د پيل او بارکډ ونه ته عبادت کوی او ددوی دايمان او عقيدی په اساس په دی زيارت کوی او دوی په دی باور دی چه دوی ته ماشومان ورکوی دپيل دونو پوری ځانونه مښی د بارګــډ،او ګوکر (Ficus racemasa) ددغو ســپيڅلو ونولاندې په داشونوکې اور بلوۍ او د خدای څخه دخپل أميدونه او ارمانونو د پوره کولو دعا کوی .په انځوريزه شاعرۍ کې ددغو ونو او خرما دونو په هندی درو کې دموجوديت او د پيل د ونو ياداوری شوی ده .


۷داسوکا وني Asoka trees)) داسوکا ونه دوه نوعي لری ۱ (Poly ao thialangifolia) 2 Asoka araca)) دا ونه هم ديو ســـــــپيڅلی ونی په حيث پيژندل کړي ،قبرستان،کورنو،او باغونو،په شا او خوا کې کرل شوی دوی دغه ونه د (Sita ) د (Lord rama) د ښځی په حيث ګڼی کوم چې نو هنری خدای دی دوی داسی ګڼی چې دغه ښــځه ددغی ونی دښاخونو لاندې اوسيدلي البته دخبل سلطنت په مهال په سريلانکا کې وه دسندهار په شاهۍ فن کې اسوکا ونه کوم نمايشی ارزښت نه لری ځکه چې دغه ونه د ثــدر دونی په شان يخ اقليم ته ضرورت لری چې ژوندی پاتی شی او وده وکړی .داحقيقت چې ددی ونی په اړه پورته ذکر شوی نيمګړی بولی

۸دکيلي وني (Banana trees ) دکيلی ونه چه علمي نوم يې (Musa paradisiacal) دی په هندي دين يا مBهب کې يو ســــپيڅلی مقام لری.پاڼه او ميوه يې دواړه په مذهبی مراسمو کې استعماليږې پاڼه دکيلی پليټونو په ځای دشيرينی او نور دميوه جاتو د ايښودلو لپاره د مذهبی عبادت او دعا څخه وروسته پکې ږدی د ســــپـيڅلو روقوع کې ټولی کيلی ونی دکورونو په درشلونو باندی پرانيزی . او په دی باوری دی چې دوی خپلی کورني ته نيک بختی منځ ته راوړی .خو بوتانيکې نظره دکيلی د ونی په حيث پری باور نه کيږي.

۹د باوباب ونه (Boabad trees) دباوباب د ونی علمی نوم د (Adansonia digitata) څخه عبارت دی چه په افريقا اوټوله افريقا او لويديځی افريقا کې په مجموعی ډول د اتحاد او يوالی حالت لری او ګڼل کېږې.د خلکو د لوری دافسانه پيژندنی علم کې هم ذکر شوی ده په احتمالی توکه ځکه د منلو اظهار او اصلی ارزښت لري د خرافاتو سره يوځای ددوی د موجوديت په اړه دجواهرو او جادو د مهارت لپاره ځانګړی شوی ده .په احتمالی توګه دميوي پخيدنی او غوټی کولوپه وخت کې په زړه پوری اوازونه د ګل نيونی په مرحله کي رامينځ ته کوی . د باوباب ونه (۱۸)متره اوږدی او (۱۵)متره په قاعده کې پراخوالی لري.دبدلون په مرحله کې دهندی افسانه پيژندی علم په دغی ونی ســــپيڅلی باور لری .داسی باور کيږې چې (Sita)د(Lored kima) ښځی ددغی ونی لاندې د خپلی واکمنی پر مهال ژوند کاوه په سريلانکا کې د ثـاثـنګريت ژبو يو ژباړونکې دغی ونی ته (Simsupa uriksha ) ويلي چې پدی معنی يي ده دا ونه دارمانونو دپوره کولو توانايې لری که چيرته له دي وني څخه په دعا وغوښتل شی . په جنوبی نيجرياکې دغه ونه ستر ارزښت لری .ځکه زيات مواردو کې استعمال لری او زيات توليدات لری بيا هم په تو پيريزه توګه دا نا ممکنه وه چه يو دهقان دغه ونه پخپله کرونده کې وکري ځکه ددی په اړه داسی عقيده موجوده ده چه دغه الهی تحفه ده. اوهغه دهقان چې دغه ونی کری نو حسن خط به لری ترڅو پدی سره وشی کولای چه ددی په اړه معلومات تر لاسه کړی.

دونیِ ودونه[سمول]

  (Trees mariges)

دوني واده يوسمبوليکه نکاح او واده مراسم دی او يا ديو شخص تړون او اتحاد دی دوني سره او دغه عمل په پراخه توګه په هند کې خپور شوی دي . دوی ځکه دغه کار کوی چې ددوی دعقيدي پربنسټ دوی ته فوق العاده ژوند وربخښي او ددوی څخه دغيبي توان په اساس ساتنه کوي او ددوی اجدای او بيلتون څخه مخنيوی م کوی .دغه عمل دمذهبی سيــستم يوه برخه ده چې دغه مراسم د مقدسی يا ســپيڅلــي وني تر څنګ يا لاندې صورت نيسی اودا مراسم هغه وخت اجرا کيږي کله چه دشوم يا غيری مبارک واده خيال موجود وی دمثال په ډول :کله چه يو څوک ديوی ښځي سره دبلی ښځی د مرګ وروسته واده کړی او دا هم مړه شی مخکې له دی چې دريمه ښځه وکړی نو پدغه نکاح کې بيا دوی دوني واده ترسره کوی . په دغی وني داسی عقيده موجوده ده چه دوی د اميدونو او ارمانونو پوره تا ثيرات لری . او له دی کبله بيا دغه ونه قطع کوی په دغه حالات کې يو مجرد يا دکونډه سړی کله چې ديوی کونډی ښځی سره دواده ارزو ولری هغه هم لومړی بايد دوني سره واده وکړی اوبيا يې پری کوی . ددی وجی نه دوی ته بيا د ناويتوب حالات ور په برخه کيږې .


دونی سره واده مراسم هميشه ديو سړی لپاره په هندی مزهب کې مطابقت لری خو ولی ښځی بيا دميړه دمرګ څخه وروسته دونی سره د واده اجازه نشته دی هغه بوټی او وني چې په مراسموکې راګيري وی لکه (Pipal) __ Ficus religiosa ،Banyan tree) __ Ficus benghalensis ( Neen tree)__ Azadirachta indica Suger cane)__ Saccharum offieinarum ( (Banana)__ Musa paradisiaca، Talsi) __ Ocimum sanctum ، همدارنګه ســـپيڅلی او بنيا دی ودونه په اطرافي سيمو کې په تکراری توګه پکې اجرا کيږې چې دامراسم د لمر د لوړی په تغير او د حاصلاتو په ميلو کې سره يو ځا ی کيږې چه(Makhara sankart) مخارا سانکرات ورته په هند کې وايې . کوم چې هميشه د ( ۱۷—۱۴) دجنوري دمياشت کې هر کال واقع کيږې.






په قران کريم کي د ذکر شويوونو جدول انګليسی نوم عام نوم قراني نوم Species Acacia

کيکر طلح Acacia spp Cedar صبر ثدر Cedrus libani loud Euphorbia زقوم زقوم Euphorbia spp Fig انځر التين spp ficus Olive زيتون الزايم Olea europea Date خرما التخل Phoenix dactylifera Pomegranate انار رومان Panica granatum Musterd tree مسواک خمت Salvadora persica





(وني، دچارتراش ،سون مواد ، کاغزجوړني،اود ،حيواني تغذی،په حيث)

۱: چارتراش: دچارتراشو د لرګيو حجم دونو ښکاره نمونه ده عمر او اندازه د هغه لرګيو چې بايد قطع شی او نن چه په کوم سره دچارتراشوقيمت لوړيږې .د نيالګيو د تنی په پروګرام کې د پلان مطابق تعينيږې .منجمنت شوی نمونه پخپلو مناسبو نقطو کې ددغی پورته فکتورونو لمخی اندازه کيږې چې کيدای شی (data ) يا ارقام چې ورته اړتيا ليدل کيږې د چارتراشو لپاره په نرخ نامه او کاري پلان تشکيلوی . پدغه پلانونو کې د ځنګل د احداث او د نيالګيو کينولو د بيلابيلو عمليو په اړه هم معلومات شامل وی . لکه :دنيالګيو نيټه، د بوټو ترمينځ د نيالګيو د کينولو فاصله ، د هرزه ګياو او بوټو دمنځه وړل ،رنګړی کوونه ، دڅانګو قطع کوونه ، اود دونو قطع د مخکې څخه پکې شامل وی . (Afforestation): دنيالګيو کينولو هغه برخه ده چې په نوی او تازه ځمکي کې چې تر دی دمه پکې د چارتراشو په منظور نيالګی نه وی کينول شوی.دنيالګيو د کرلو څخه عبارت دی ؛ Reforestation)): هغه برخه ده چه وني پکې کرل کيږې سره له دی چه پخوا څخه پکې بعضی ونی ولاړی اوسي.

دچارتراشو څخه مراقبت او ساتنه[سمول]

(Seasoing and perseveration of timber)

په عادی شرايطو کې په تنه کې (۱۰۰٪) تقريبآ داوبو مقدار موجود وی کوم چه قراره توګه پخيږې او لرګی کلکيږې چه په دی سره لرګی وزن سپکيږې او محکم او سخت ګرځی حجمی افت او وچيدنه د دواړه اړخونو د بهر څخه داخل په لور صورت نيسی او بلاخره د تنی ټول محيط ګرد چاپيره ته رسيږې ددهقانی نمونی په اساس لرګی دداخل له لوری دشعاعو څخه معلوميږې کوم چه د اړخونو له لوری دلرګی د معلومولو يوه برخه ده .ګرد لرګی زيات د اطرافو له لوری د حجمی افت تاثير لاندې راځی او بيا د شعاعو دهدايت له لوری معلو ميږې. ددی لپاره چې لرګي ښه کار تر سره کړی مخکې نه معالجه بايد وشی تر څو درزونه ،نيمای کيدنه ،او مارپيچې شکل څخه و ساتل شي لمړی خو د تيره وسايلو په زريعه پری کيږې او بيا سره ګنډل کيږې.او ديو چتر لاندې راوستل کيږې. په حقيقت کې هوا د لرګيو ټولو برخو ته رسيږی د ښی ودي لپاره دغه عمل پوره بيا رغونه ده د لرګيو لپاره .ر طوبت د لاسه ورکوی او لرګی وچيږی او په دايمی حالت سره پا تی کيږې.کيدای شی يو کال په بر کې ونيسی . د لرګيو ښو و چيدو ته د لرګيو د سامان الاتو او نورو ارايشی سامان الاتو ته اړتيا پيښيږې.پدی وخت کې بايد رطوبت اندازه د (۲۰٪) څخه زياته نه وی ډير وچ لرګی د امراضو او حشراتو په مقابل کې حساس وی . تجارتی لرګی په بټيو کې وچيږي او په کمه اندازه په طبيعی ډول د هوا په ذريعه وچيږې ځکه نوموړی طريقه ډيره چالاکه ده . ددی لپاره چې لرګی د امراضو او حشراتو څخه وساتل شی نو دساتنی او مراقبت زيات پراختيا موندلی ده .او دوی ددوه عمومی کټه ګوریو لاندې راځی ۱: دتارپه تيلو پواسطه لرګی کې ملوث کيږې کوم چې دسکرو څخه لاسته راځی ۲: زهريه عناصر يا منرالونه د مالګو لکه مس، کرويم ،او ارسنيکت، پری اچول کيږې.دغه خدمتو نه د ښه چارتراش لپاره وی چې چارتراش د حشراتو فنجيانو او نورو افتو نو څخه وساتی . ۲د سوخت د لرګی په منظور (Ful wood ) ۸۰٪ څخه زيات سون مواد په پرمختللوهيوادونو کې د لرګيو څخه لاسته راځی او په متناوب ډول نور دسون موادو د سرچينو څخه لاسته راځی چې زيات قيمته دی . په صنعتی نړۍ کې بيا هم د لرګيو نسبت د سون موادو انرژي په حيث د ۱۰٪ څخه زيات دی .مجموعی مصرف د لرګينو موادو بيا هم (۶،۰)متر مکعب څخه د جنوبی اسيا خصوصآ په افغانستان کې کم دی . او همدارنګه د هند ، پاکستان ، برما، سریلانکا ، او په زياتو پرمختللو هيوادونو کې تری زيات ارزانه وی او زيا تره و ختونه وړ يا هم وی . کوم چې دونواوبو ټو د قطعی څخه نژدی او سيد نځايونه څخه لاس ته راځی . سوخت لرګی زيات په کورونو کې دپخلی او د ژمی په موسم کې د کورونو د ګرمولو لپاره کليوال خلک يې استمالوی او لرګی په سوخت کې بطی وی او زيات وخت په برکې نيسی .دنورو په مقايسه د نورو زراعتی بقاياوی او حيوانی بقايو په بنسټ ډيره اقتصادی او ښه طريقه ده چې دسوخت لپاره يې کولای شو چه ډير وخت لپاره ذخيره کړو. دلرګيو دسوخت غوښتنه او دشکرو تقاضا همدارنګه په زياتيدو ده او داخلی سون مواد دمهمی سرچينی په حيثت ارزښت لری. دکوچنيو صنعتی فابريکو د انکشاف لپاره ډيره ښه سرچينه ده دا له دی کبله زيات اهميت لری چې ددغو ونو پرځای نور بوټی کرل کيږې او ترتيب وال جوړښت دونو د کرلو پروګرام پکې شامل دی کوم چه د چارتراشو او کاغذ توليد لپاره پکې هم ترسره کيږې. په افغا نستان کې د سوخت لرګی عمومآ د طبيعی ځنګلونو د ،کنړ ،لغمان ، نورستان، ننګرهار، پکتيا ،او نورو برخو څخه د سوخت د لرګی رامينځ ته کيږی او په پاکستان کې د سند،پنجاب،په سيمو کې د سوخت د لرګيو ښکاره ځنګلونه تاسيس کړای شوی دی .په دغه کرونده کې عمومآ د چټکو وده لرونکو ونی پکې کرل کيږی .خوښی احصايې د نوعو دعمر دمعلوماتو په اړه پدغه کرونده کې شته دی . په لوړه پيمانه قوی کرنی د څو مهمو ونو نوعی موجود دی چې په زياته کچه د سوخت لرګی بازار ته عرضه کړی .د سوخت د لرګيو قلت کيدای شی چه له حد څخه زيات شی پدی توګه چې د خنګلاتو څخه نا معقو له استفادی وشی .خو مونږه کولای شو چې د لرګيو پر ځای د نباتی بقاياو او حيوانی بقايا و څخه استفاده وکړو کوم چې دغه توکې کيداشی د خاوری جوړونی حاصل خيزی زياته او د خاوری تجزيه ښه صورت ونيسی .او همدارنګه دسوخت د لرګيو خلک ممکن کيدای شی دسوخت د لرګيو قيمتونه لوړکړی او په عاقبت شکل کيدای شی د غزای موادو په نرخونوکې هم زياتوالی راولی . په پاکستان کې د سوخت لرګی د لاندې ونو څخه لاس ته راځی

Acacia  spp  : Acacia  nilotica  : Acacia modesta : Acacia  senegal  :Acacia farnesiana

Prosopis spp : Prosopis glandulosa  : Prosopis cineracia Capparis dicidua :Albizia lebbek ; Albizia procora : Gmelina arborea  ; Casuarina equisetifolia ; Azadirachta indica : Parkinzania aculeata  : Mangifera indica  : Salvadora persica او داسی نور ۳دلرګيو سکاره (Chorcool) دلرگيو سکاره ترکيبول دمحلیِ او کليوالي اور لګيدني څخه منځ ته راځي دڅو ورځو لپاره دغه سکرو طبقه د کاربن او منرالونومخلوط دی چه په يو راپور کې وويل شوي ده چه دا د لرګيو د سکاره بټي ده . دپخوانيو توليد لمخی چه د عادی لرګيو سکاره وزن چه د لرګي څخه لاس ته راتلل نظريه موجوده وه چه تقريبآ( ۳۳٪) وزن يې خالص لرګی جوړول چه په هغی وخت کې هم د مايعاتو اقسام او ګاز هم موجود وه چه دغه سکاره په بټی کې جوړيدل دغه بټي تقريباً(۳۰ ٪) د اوسپني بد ليدونکې جوړښت لري چه فقد (٪ ۱۰ــ۱۵ )په بټی که شته . د لرګيو سکاره سپک دی نسبت لرګي ته چه يو لږ اندازه يې د اور لګيدو سره لوګی هم نه کوی او په اساني سره انتقاليږې . د لرګيو سکاره نن سبا تقريبآ ډير زيات استما ل لری چه په مختلف موارده کې ور څخه استفاده کيږي خاصتآ داوسپنی د ويلو کولو کې او همدارنګه د تيل په ځای هم په پراخه پيمانه استمال ليږې او د شکری په فابريکو کې دغازاتو په جزب کې استماليږی او په زياته پيمانه په کورنو کې دپخلی او د کور د ګرمولو لپاره او دريل ګاډی په چلولو کې ور څخه استفاده کيږې.

۴علوفي په توګه (fodder ) څوکلن لرګين نبات د ( Fodder) ارزانه منابع جوړوي چه په خای يې دقيمتی غزا لکه د (Cereal) غزا او کلنی غزا يې نباتات په وچ موسم کله چه ډير واښه لمنځه ځی فقد بعضی وني او درخچي پاتي وی چې د غزا استفاده ورڅخه کيږې. غزايې ارزښت د (Fodder) ددی په خوند کيمياوی ترکيب پوري او هم ددی هضم په قابليت کې چي ډول ډول کيمياوی ترکيبات په نباتاتو کي موجود وي اړه لري ددي خصوصيات شايد ديو نوعي څخه بل نوعي ته او د يو وخت څخه بل وخت ته بد ليدونکي وی. ددي نوعي دهري ساحي او منطقي سره فرق کوي دمختلفو اشخاصوپه واسطه دکيمياوي ترکيب پواسطه د (Folige) او ميوو هضمی قابليت د مختلفو نباتاتو څخه پري کيږې چه وروسته د ساتلو څخه ډير غټ کومک کوي . Pulpwood ) 5) پخواني مصريانو د (Papyrus) نباتات چي تقريباًس (۲۰۰۰ ) کاله مخکي دميلاد څخه دا يې استعمال کړی وه. راپور ورکړشوي دی چه د papyrus ) د تني د مغزي برخي يوه ټوټه څخه چي ورقي جوړښت لري څنګ په څنګ ايږدي چي دکاغذ جوړولو لپاره استعماليږي . دکاغذ دکشف څخه مخکې په هندوستان او مصر کې د خرما په پاڼو کې کتابونه ليکل کيدل . يو جرمني کارکونکي په (۱۸۴۰) کال کې کاغز توليد کړ دلمړی ځل لپاره د لرګيو شيره او پاتي شوني څخه يي استفاده وکړه چي دغه عالم (Friedrich keller) نوميده . وروسته چي د (printing) کولو تخنيک کشف شو نو ډول ډول مقاصدو لپاره استفاده کيده چې د کاغز غوښتنه فوق العاده زيات شو چې بيا په ۱۹ پيړي کې يو په دوه شوه . د (Pulpwood ) د انکشاف سره د خلکو ضرورت د کمښت سره مخ شوه ځکه چې په ځنګلونو کې ددی ونو د تداوی او ډول ډول کرنه سرته ورسيد ==ډيرمهم منابع د pulpwood== واښه دي چې زياته اندازه په پاکستان کې موجود دي او يوڅه برخه د (pine) او نورو نوعو لکه لرګيني درخچي دي چي لاندي نومونه ذکر شوي دې. Sesbania grandiflora :Aricennia officinalis : Rhizophora cornicolata دغه نوي په زياته اندازه په سواحلي سيمو کې پيداکيږې اودpulpwood پخاطراستعماليږې. (وني د کارک او لاټيکس د منبع په حيث ) Cork):( ديونانيانو له نظره د(Phullem) په نوم دي چي د ټولو ونو د پوټکې د برخی څخه لاسته راځي دا د مړو حجرو څخ عبارت دی ټول مړه انساج د (Cork combium) څخه د باندی متمرکز شوي نوددي پخاطر پوستکي په Epidermis،Lentical ، او Cork، او بعضي وخت په Hypodormis، او د پروتين د Cortex، پوري اړه لري. Cork ):( خصوصيات د Insolation ، Floatability چې د حرارت مقاومت لري ددی خواصو په لرلو سره چه زيات رواج لری استمعاليږې دماهيانو په نيولو کې د بوټو نه د سرپوخ لپاره چه د غوړ او مايعاتو په مقابل کې زيات مقاومت لري په فابریکو کې د مايعاتو په مقابل کې د Gasket په شکل استمعاليږې . Latex: د شيدو جوس دی چه په بعضو حجراتو کې پيداکيږې اودلاتکس په نوم پيژندل شوي د زوړvessele چي ښکاره حوړښت لري په انتقالی سيستم کې چې ددی رنګونه سپين ،زيـړچکه ، سورچکه ونارنجي،دی يا بی رنګه دي. اينځر ، کوکنار ،ربړ، ونو کې کوم چې شيره تري لاس ته راځي لاټيکس ددغی ونو دکنډو ، پروتينو،او غوړيو څخه تر لاس کيږې چي د Emulsion مخلوط دی جوړه شوي ده .

وني د تختو د توليد په منظور[سمول]

ډول ډول تختي په طبعی ډول دونو څخه لاسته راځي د تختی د توليداتو څخه چې لاس ته راځی په لاندې ډول دي ۱: ply wood including black bord: اکثره د 3mm نه تر25mm پوري ډبلوالي لری چې دير مشهور تختی دی ددي يا زياتو ورقونو د يو ځاي کيدو څخه لاسته راځي چې منخني تخته يې دتوروسره په يو مينځ زاويه کې دی چې مقاومي اوټينګوالي پوري اړه لري . با کيفيته Plywood چې په مصنوعي دول وي ښه سريښناکه وي چې د اوبو په ضد او يو ځای والي د تختو په فابريکو کې استمعاليږې ددي منځني لرګی نرموالی تر 25mmپوري پنډوالی او سريښناکه وی چې د نورو تختو سره چې کلک دی نښلوي . ۲: Particle board  : دا د Chip board په نوم هم مشهور دی او هم د Flake board په نوم ياديږې چه 2mm څخه تر 30mm پوري پنډوالی لري د لمړی ځل لپاره په جرمني کې په (۱۹۴۱) کال کې توليد شو مګر ددی تجارتي انکشاف د تيرو جنګو نو څخه وروسته و. د څو ټوټي د يو ځای کيدو سره توليديږې دغه لرګی د ګرولو ، ميده کولو، سريشولو، بيا وروسته بنډل کولو د تودوخي لاندي اوهم فشار لاندي توليديږي چې تری ډيرو قوی او شخ لرګی لا س ته راځي او همدا رنګه لنده بل دومره اثر کوونکې نه دی چې لرګي کې تغير راوړي . دغه تختي په ټولو خواوکې يو شان بعدونه لري دغه تختي کيدلای شی چې د ماشين پواسطه د هري خوانه اره شي ځکه چې پدی لرګي کې د طبيعی لرګيو په شان غوټه نشته . ۳: Hard board يا Fibre board: هغه کلکي تختی چه ښه يو دبل سره نښتي وی او د لیف تارونو څخه جوړه شوي وي د کلکي تختي څخه عبارت دی.

(Trees combat desertification) Desertification  : د ځمکي حاصل ظرفيت دلاسه ورکول اوپه يوه دښته بدليدل دی . او يا په بل عبارت دحاصل خيزی خاوري بدليدل په صحرا باندي عبارت دی له Desertification  : دغه حالت د رطوبت د تاثير لمخي دی چې په وچو او نيمه وچو سيمو کې وي . دغه د نړي ګړندی حرکت د قحطي په لور دي دملتونو نړيوال کانفرانس د صحرا لپاره يو نړيوال نقشه جوړه کړه چې د عمده دښتو او سرحدونو عکس پکي وو او همد ارنګه د (F A O ) سازمان او نور کومک کوونکي سازمان د تخنيکي پروګرامونو په اساس دغه د ښتي ته د يو نښي لاندي راوړي . دښتي وچي او وچي ځمکي دی چه ډير اوبه ددی سطحي څخه بخار کيږې نسبت بارانی سيمو ته.







نتيجه ګيري[سمول]

ونه:څوکلن لرګين يوتنه لرونکي نبات دی چې دريښو.ساقو.اوتاج لرونکي دی اوداتاج يې ديوشمير خپروشو ښاخونواو پاڼو لرونکي دی اوحد اقل (6 متره)څخه زيات ارتفاع لري.او دهمدي ونو ټولګي څخه ځنګل جوړيږې چي د انسانانو په شمول د ټولو ژونديو موجوداتو ژوند تظمين کوي او ټول ژونديو موجودات يو دبل سره د ځنځير کړيو په شکل ژوند تيروي او يو مهم ايکوسيستم جوړوي او ددي ځنځير مهم کړي ځنګل او وني دي او همدغه ځنګل او وني دی چي داوبو اوهوا په پاکوالي دناروغيوکموالي سيلابونو د تخريب مخنيوي او همدارنګه دالتراوليت وړانګي مخه نيسۍ چه دغه وړانګي بيساري ناروغي مينځ ته راوړي . او د ونو نړي تر عنوان لاندي دمهمو ونو معرفت او پيژندنه ترڅو خلک دونو په مزهبي ،کلتوري ،تاريخي،او زينتي ارزښت باندي پوه شي او هم دونو څخه تر لاسه شوي محصولاتو په استفادي باندي پوه شو او مختلف محصولات توليد کړو ورڅخه لکه دلرګيو څخه د چارتراشو په جوړولو ،دکاغزپه جوړولو،دعلوفي په جوړولو او داسي نورو موادو په جوړولوکي ورڅخه استفاده وشي .


سپارښتني[سمول]

۱: دولت بايد دافغانستان د تاريخي ونو ساتنه وکړي . ۲: دتاريخي او مزهبي ونو دساتني لپاره بايد موزيمونه دپوهنتونونو په سطه ايجاد شي . ۳: دونو دارزښت په اړه بايد دکليو او ښارونو په عام پوهاوي پروګرامونه جوړشي . ۴: دځنګلونو دساتني اودنويو ونو دکرلو لپاره ستراتيژيک پلان بايد جوړشي. ۵: په هيواد کي د ځنګلونو او ونو دکرلو لپاره ساحي په نښه شي.

سرچینې[سمول]

محمدیوسف رئیس خیل سيد جمالدین افغاني پوهنتون کرنې پوهنځی ځنګلونوڅانګه