دوتنه:Fakuno.jpg

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اصلي دوتنه(۷۵۹ × ۷۵۹ پېکسل, د دوتنې کچه: ۴۹ کيلوبايټ, MIME بڼه: image/jpeg)

امریکا د تاریخي فاکتونو په رڼا کې

لیکوال نورالحق ن. څلی

یادونه : فېسبوک نن زما دغه پخوانۍ لیکنه رایاده کړه ، ښایي په لوستلو وارزي . درنښت

د امریکا متحده ایالات عجیب تاریخ لری ، دغه هیواد د خپل سیاسي شتون په ۲۴۰ کلونو کې تل د نورو ملتونو د لاندې کولو په موخه په استعماري جګړو کې ښکیل پاتې شوی دی. « له ۱۷۹۸ کال څخه تر ۲۰۱۲ کاله پورې ، واشنګتن ۲۴۰ ځلې له خپلو پولو څخه دباندې نظامي ځواک کارولی دی . مانا دا چې د خپل شتون په هر کال کې یې له یوې جګړې څخه ډېرې جګړې کړي دي » . ( ۱ ) د دغه شان له تیریو ډک او استعماري سیاست پایله داده چې « د نړۍ پنځه سلنه وګړي چې د امریکا د متحده ایالاتو د تابعیت لرلو طالع لری دبیلابیلو اټکلونو له مخې د نړۍ د طبعیي زېرمو له ۲۵ څخه تر ۳۰ سلنو پورې په کار اچوي » . ( ۲ )

که د اتلسمې ، نولسمې ، شلمې پیړۍ اوهم دروانې پیړۍ د همدې پیل لسیزو په اوږدو کې ددغه هیواد هره استعماري جګړه تر څیړنې لاندې ونیول شي نو دې پایلې ته رسیږو چې امریکا د خپلې سوکالۍ او ګټی لپاره تل یو بل ملت په خپلو وینو کې لمبولی دی . امریکا په نړۍ کې یواځنې هیواد دی چې تل یې خپله سوکالي د نورو په بد مرغۍ کې لټولې ده . د امریکا « د اقتصادي رفاه فورمول او د دموکراسۍ مودل ډېر ساده دی او هغه دا چې تجاوز او لوټ وکړه » . ( ۳ ) په همدې اړه راځئ چې د یوې بلې څېړنیزې لیکنې یوه لنډه برخه را واخلو . په دغې لیکنې کې له ۱۷۷۶ کال څخه تر ۲۰۱۵ – م کاله پورې ټولې هغه جګړې یادې شوې دي چې امریکا په کې ښکېل وه . لیکوال د لیکنې په پای کې زیاتوي چې دا د حیرانتیا وړ نه ده چې نړۍ ولې امریکا د سولې لپاره ستر ګواښ ګڼي . لیکوال لیکي : « امریکا له ۱۷۷۶ کال راهیسې د خپل عمر ۹۳ سلنه وخت په جګړو کې تېر کړی دی – یعنی له ۲۳۹ کلونو څخه یې ۲۲۲ کاله جګړې کړي دي . . . الف – له ۱۷۷۶ راهیسې هر کال راواخله ، هلته څه نا څه ۹۱ سلنه دا شونتیا شته چې په همدغه کال کې دې امریکا په یوې جګړې کې ښکېل اوسېدلې وي . ب – د امریکا هیڅ اولسمشر ته د سولې د وخت اولسمشر ویل کېدای نشي ، له تخنیکي اړخه ټول امریکایي اولسمشران د « جګړې اولسمشران » ګڼل کېږي . ج – یواځینی وخت چې امریکا پنځه کاله ( ۱۹۳۵ – ۱۹۴۰ ) پر لپسې بې جګړې تېر کړي دي ، هغه د ستر اقتصادي رکود کلونه وو » . ( ۴ ) امریکایی تاریخ پوه ، ليکوال او د امریکا د بهرني سیاست څېړونکی ویلیم بلوم داسې لیکي : « که چېرې ته د امریکا د بهرني سیاست د تېرې پېړۍ ډبره ورغړوې ، نو تېري . . . بمبارۍ . . . د حکومتونو راپرزونې . . . اشغالونه . . . د ټولنیز بدلون اړوند خوځښتونو ځپنې . . . د سیاسي مشرانو سیاسي وژنې . . . د انتخاباتو تحریفونې . . . د خپلو سیاسي موخو لپاره د کارګري اتحادیو سمبالونې . . . د ګمراه کوونکو خبرونو جوړونې . . . د وژنو دلګۍ . . . شکنجې . . . بیولوژیکي جګړې . . . کمزوره شوي یورانیم . . . د نشه یي توکو قاچاق . . . اجیر جګړه ماران . . . به یو یو په خاپوړو ورڅخه راوڅکېږي » . ( ۵ ) امریکای لیکوال او طنز لیکونکی مارک تواین ، له جګړې سره د امریکا خاصې لېوالتیا ته په کتو سره لیکي : « خدای جګړه د دې لپاره خلق کړه ، تر څو امریکایان جغرافیه زده کړي » . د امریکا د هغه وخت اولس مشر جیمز مونرو د ۱۸۲۳ کال د دسامبر په میاشت کې کانګرس ته یوه وینا وکړه او د اروپایي استعماري قدرتونو په تړاو یې د خپل حکومت رسمي سیاست په ډاګه کړ . ددغې وینا پایله دا شوه چې د امریکا د بهرني سیاست نوی دوکتورین وټاکل شول . دغه دوکتورین وروسته د مونرو دوکتورین ونومول شو چې موخې یې تر امریکایي ولکې لاندې د ټولې لاتینې امریکا راوستل وو . د وخت په تېرېدو سره دغه دوکتورین د واشنګتن لپاره داسې وثیقه شوه چې په اساس یې امریکا دا خپل مشروع حق ګاڼه تر څو د لاتیني امریکا د هر هېواد په کورنیو چارو کې د خپل زړه په خوښه لاس وهنې وکړی . که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په ۲۰۱۳ کال کې اعلان وکړ چې د مونرو د دوکتورینو عصر پای ته رسېدلی دی ، خو همدا اوس ټول بشریت یې ویني چې امریکا د وینزیولا او د سیمې نورو اولسي حکومتونو پر ضد « ډېر تومنې جګړې » مخ ته بیایي . د دوهمې نړیوالې جګړې په پای کې « د ۱۹۴۷ – م کال د ملي امنیت لایحه » هغه مهم لاسوند دی چې د امریکایي امپراتورۍ موجودیت یې اعلان کړ. د دغې لایحې پر بنیاد دغه لاندیني ارګانونه وپنځول شول : د ملي امنیت شورا ؛ سي آی اې او د دفاع وزارت . د ملي امنیت شورا – د هېواد بهرني سیاست او د ملي امنیت چاري سمبالوي . اولسمشر ، د اولسمشر مرستیال ، د بهرنیو چارو وزیر ، د دفاع وزیر او د سي آی اې مشر د ملي امنیت د شورا غړي دي . لیکوال او څېړونکی داکتر پي. ویلکنسن په خپلې هغې لیکنې کې چې سرلیک یې « د سي آی اې تاریخ » دی ، د ۱۹۴۷ کال د ملي امنیت لایحې په اړه داسې لیکي : « . . . په داسې حال کې چې په ۱۹۴۵ کې امریکا له دوهمې نړیوالې جګړې نه سلامته راوتلې وه او خپل وسله وال ځواکونه یې له جګړیز وضعیت نه عادي حالت ته ګرځولي وو ، حکومت په کلکه غوښتل چې دا مالوم کړي چې څرنګه کولی شي ، د دې مخه ونیسي چې هېواد یو ځل بیا له جګړې نه دمخه اقتصادي بحران ته ور و نه ګرځي . د امریکا پر حکومت باندې حاکمو روڼفکرو لا دمخه خبرداری ورکړی وه چې که چېرې حکومت د وسلو د لګښت کچه لږ تر لږه د دوهمې نړیوالې جګړې د کلونو تر بریده و نه ساتي ، نو د امریکا کورنی ثبات او نړیواله لاسبري به په خطر کې واچول شي . د دغه وړاندې شوی حل د عملي کېدو خنډ دا و چې د دوامداره جګړیز وضعیت ، د ساتلو لپاره هیڅ دلیل نه و . په بله وینا هیڅ داسې څه نه وو چې دغه کار د اولس په وړاندې توجیه کړي ، ځکه بومي امریکایان نور پاتې نه وو چې نابود یې کړي ؛ سره له دې چې مرییتوب ړنګ شوی و خو تور پوستي لا هم تر بشپړ کنترول لاندې وو . یواځينی هېواد چې نظامي ځواک یې په راتلونکې کې کولی شول له امریکا سره سیالي وکړي ، هغه شوروي اتحاد و . خو دغه هېواد جګړې داسې وران کړی او ځپلی و چې په احتمالي ګواښ بدلېدو ته یې لږ تر لږه لسیزې په کار وې . په بله وینا ، له دې چې امریکایي غوره شوو د اتومې وسلو او ( ۳۰ ) ملیونو شوروي اتباعو د ژوند په بیه نړۍ اېل کړې وه ، نو د خپل پیلېدونکي سیاست د توجیه لپاره یې هیڅ ریښتینی استدلال نه درلود . دې واقعیت ته په پام سره چې په نورنبرګ کې نړیواله جنایي محکمه جوړه شوې وه او دا جار ووهل شو چې د یرغلګرۍ جګړې پیل جنګي جنایت ګڼل کېږې ، نو روښانه ده چې د ۱۹۴۷ کال د کانګرس له خوا تصویب شوې لایحه ، له دې سره هم وزنه ده چې د امریکا په متحده ایالاتو کې د جنګي جنایتونو د سر ته رسولو لپاره سازمان ورکوونکی دایمي جوړښت وپنځول شو . د درېوو اجرائیوي وسیلو ( ارګانونو ) په جوړولو سره کانګرس دغو ارګانونو ته اختیار ورکړ ، تر څو د خپل منشور ( د امریکا اساسي قانون ) سره سم جګړې اعلان کړي . . . د ۱۹۴۷ کال لایحې د ملي امنیت د شورا د یوې وسیلې په توګه ، د سي آی اې سازمان واجد صلاحیت وګرځاوه . د دغې پټې خولې انګېرنې پر اساس چې د امریکا حکومت د دایمي جګړې په حال کې دی . . . د ملي امنیت شورا د دایمي جګړې کابینې ته ورته یو شی دی . دغه د جګړې کابینه د ډله ییزې ورانۍ وسلې ( وسله وال ځواکونه ) لري ، خو له دې چې دغه « کابینه » له هغو بیوروکراتانو ، اکادمیکو څېرو ، حرفوي سیاستوالو ، سوداګرو او رنګارنګ ټګمارو څخه جوړه شوې ده چې د برحاله اولسمشر په بدرګه کې دي ، نو ځکه یوې څارګرې ادارې ته اړتیا وه چې دغو وزیرانو ته ووایي چې کله ، چېرې او څرنګه تر ټولو ګټوره جګړه پیل کړي » . ( ۶ ) د ملي امنیت د شورا مشر چې په امنیتي چارو کې د اولسمشر سلاکار بلل کېږي ، په خپله د اولسمشر له خوا ټاکل کېږي او د سنا جرګې تایید ته اړتیا نه لري . ټول هغه مالومات چې باید اولسمشر ته ورکړل شي او یا دا چې چا او کوم چارواکي ته له اولسمشر سره د مخامخ لیدو اجازه ورکړل شي ، دا هر څه د ملي امنیت د شورا د مشر په صلاحیت کې دي . پر حکومت باندې د پټو ټولنو او سازمانونو د اغېز کولو یوه وسیله همدا د ملي امنیت شورا ده . د دغې شورا مشر اکثرأ د پټ ځواک استازی وي لکه ډګروال هاوس ، هنري کسینجر ، برژینسکي او داسې نور . هره جګړه چې امریکا یې د پیلولو تکل ولري ، پرېکړه یې په همدغې شورا کې کېږي . د جګړې د پیل لپاره د پلمو تراشل او د خلکو د عامه ذهنیت جوړول د همدغې شورا دنده ده . په کال ۱۹۵۲ کې ، په ایران کې د داکتر مصدق په ضد کودتا د همدغې شورا لمړني بریالي عملیات وو چې د انګلیسي څارګرو ادارو سره په ګډه تر سره شول . د افغانانو د وینې بهېدنې پلان هم په ۱۹۷۹ کې همدلته جوړ شو . زمونږ د ګران هېواد د اشغال ، د دوه اړخیز تړون د تپلو او د جګړې د غځولو ټولې پرېکړې په همدغې شورا کې وشوې او کېږي .

په هر حال ، د دې لپاره چې انګلوساکسوني تومنه ښه وپېږنو د چرچل له یوې مشهورې وینا څخه چې په ۱۹۳۷ کې یې د فلسطین سلطنتي کمیسون ته کړې ده دغې را اخیستنې ته مو پام را اړوم . چرچل وایي : « د بېلګې په توګه زه دا نه منم چې د امریکا او استرلیا له بومي اوسېدونکو سره ستر ظلم شوی دی . دې واقعیت ته په کتو سره چي یو لا قوي توکم ، د لوړې درجې درلودونکی توکم ، که یې په بل ډول ووایو په دنیایي چارو کې لا ډېر هوښیار او تجربه لرونکی توکم راغلی او د هغوی ځای یې نیولی دی ، نو ځکه زه دا نه منم چې له دغو خلکو سره ظلم شوی دی » . ( ۷ ) د دغه بحث ، اصلي موخې دا وې : چې یو ځل بیا دا را په زړه کړو چې مونږ له څومره ټګمارو او په بشري ضد کړنو روږد انګلوساکسوني استعمارګرو سره لاس او ګریوان یاستو ؛ دوی تل د خپلو ګټو لپاره د هر بل اولس نابودي یوه مشروع کړنه بللې او پر هیچا هم رحم نه دی کړی ؛ له دوی سره ملګرتیا ، په تېره بیا ستراتیژیکه ملګرتیا لکه له خوک سره په یوه کټ کې څملاستل دي . بله دا چې د بشریت په تاریخ کې هیڅ داسې بېلګه نه ده ثبت شوې چې استعمار یا اشغال دې یو هېواد ودان کړی وي . که څوک له اشغاله دغسې تمه لري او یا یې تبلیغوي ، لامل به یې خا مخا د پوهې کموالی ، نشتوالی او یا به دا وي چې د اشغال په زهرو ککړه ګوړې باندې به روږد شوی وي . زمونږ د هېواد دغه روان اشغال چې د دموکرسۍ نغارې یې غوږونه کڼوي ، داسې لوېدلي کسان د واک ګدۍ ته وخېږول چې هیڅ انساني او آسماني اوصولو ته ژمن نه دي ، د وطنپالنې روحیې یې مړې دي . کاذب مشر ، کاذب کشر او د واک د سر کسان یې ټول د ځان غټ ګڼلو په رنځ اخته دي . ټول قومي او مذهبي تند لاري یې په سیاسي فعالینو بدل کړل . زمونږ د اولس هغه ملي ارزښتونه لکه استقلال ، خپلواکي او ملي هویت چې تر ژوند نه هم ډېر ارزښت لري ، بابېزه او تاریخ تېر شوې ګڼل کېږي او د ملت د آزادۍ د لارې د منل شوو اتلانو سپکاوی د ورځې مود ګرځېدلی دی . اخیست ځایونه : ځایونه : 1,2 , 3 – www.pravda.ru/wold/northamerica/usacanada/22 – 10 – 2013/1178930 – america – 01

4- www.globalresearch. ca /america – has – been – at – war – 93 – of the – time 222 – out – of – 239 – years – since – 1776/5565946

5 – www.williamblum.org. 6 – www.globalresearch .ca/ the – history – of – the – cia /5566699

7 – www.globalresearch .ca / winston – churchill – britains – greatest – Briton – left – a – legacy – of – global – conflict – and – crimes – against – humanity /5503018

لنډيز[سمول]

امريکا د تاريخي فاکتونو په رڼا کې

د دوتنې پېښليک

په يوې نېټې/يوه وخت وټوکۍ چې د هماغه وخت او نېټې دوتنه چې څنگه ښکارېده هماغسې درښکاره شي.

نېټه/وختبټنوکډډېکارنتبصره
اوسنی۲۲:۲۶, ۱۵ ډيسمبر ۲۰۱۸د ۲۲:۲۶, ۱۵ ډيسمبر ۲۰۱۸ پورې د بټنوک بڼه۷۵۹ × ۷۵۹ (۴۹ کيلوبايټ)O.sediqi93 (خبرې اترې | ونډې)امريکا د تاريخي فاکتونو په رڼا کې

داسې هېڅ کوم مخ نه شته چې د دغې دوتنې سره تړنې ولري.

مېټاډاټا