دوتنه:لاندی.jpg

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اصلي دوتنه(۱٬۰۸۰ × ۱٬۰۶۶ پېکسل, د دوتنې کچه: ۷۰۶ کيلوبايټ, MIME بڼه: image/jpeg)

د لاندي غوښي

#یو د ښار فیشنې او بازاری ملګری مي وایي؛

√ عجب د لاندي د غوښو موسم دی.

√ هغه بله ورځ مو د لاندي غوښې وخوړلې، یاره بیخې خوند یي کوی.

√ نن ماښام یو چا د لاندي میلېمستیا ته خبر کړي یم.

√ آښه په دا ارغنداب کي مو یو ملګری دی، چي یو شپه یا غرمه مو باندي تاوان کړي وای او یو ښه مسته د لاندي ښوروا مو ور سره خوړلې وای.😜

لاندی، لاندی، لاندی...

آ وروره! دا لاندی اوس څه شي دی چي په دا ژمي کي یي خلګ په خبرو او صفت نه مړېږي؟

#باره مي ورته وویل؛ یاره زه هم داسي پوره معلومات یي په باب وناکه لرم، ته راځه 💃د دا سیداحمد بارک څخه به یي په باب معلومات وغواړو، هغه د دغه شیانو په باب د خلګو څخه هر وخت پوشتني کوي، هغه حتمې په پوهیږي.

#آ نو ورغلو، دا دی اوس راته شروع دی😉

#وایي: غوږ سی!

¶ زموږ د صحرا خلګو د ژوند کولو لپاره کال پر دؤ موسمو وېلشی دی لکه:

√ د زیار، زحمت، کار، کولنګ، بیلچې او ټککې موسم🌴🌅 او بل.

√ د خېټې(نس)، خوب، د خان ماد د دوکان د بانډار، پِتاوی او د دوی د توان او قدرت د اندازې مطابق د مېلي او منظرې موسم.☔☁

#نوکله چي د کال وروستۍ(د حوت) میاشت شروع یا یي هم څو ورځي تېري سي نو دوی بېلچه پر اوږه واخلي، د کار کالي واغوندي او مخ پر کښتو او کروندو روان سي بیا نو تقرېباً د عقرب د میاشتي تر آخېره پورې دوی نه د کار کالي له ځان لېري کوي او نه هم خپله بیلچه او کولنګ.

او کله چي د قوس میاشت شروع کیدونکي سي، آباره نو دوی د کار کالي، بیلچه، کولنګ او د کار اسباب بغل ته کي او په دا دونه وخت کي یي د کټلو پیسو څخه اول د یوه پسه پیسې جلا کي او په نورو باندي د کور د کال خوراکه برابره کي.

چي د قوس میاشت تقرېباً داسي شلو ته ورسېږي نو یو دانه ښه چاغ پسه رانېسي او حلال یي کي، غوښې یي په لښتو وپیې او یا یي هم په کوړو کي واچوي او وه یي ځړوې او دا ټوله ژمی یي یوه کټو کټو پخوي، آباره نو یار لالا ته یوازې خوب، خوراک، پِتاوی او د خان ماد د دوکان بانډار ور پاته وي.

#نو د د غه وخت دغه حلال سوي پسه ته زموږ د صحرا په اصطلاح لاندی واي.

ليکنه: سيد احمد بارک


د دوتنې پېښليک

په يوې نېټې/يوه وخت وټوکۍ چې د هماغه وخت او نېټې دوتنه چې څنگه ښکارېده هماغسې درښکاره شي.

نېټه/وختبټنوکډډېکارنتبصره
اوسنی۰۱:۱۵, ۳۱ جنوري ۲۰۱۹د ۰۱:۱۵, ۳۱ جنوري ۲۰۱۹ پورې د بټنوک بڼه۱٬۰۸۰ × ۱٬۰۶۶ (۷۰۶ کيلوبايټ)Nooraial Kaliwal (خبرې اترې | ونډې)د لاندي غوښي

داسې هېڅ کوم مخ نه شته چې د دغې دوتنې سره تړنې ولري.