دسیالاتوبدلون اوترموډینامیک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سيالات دترموډيناميک فزيک له ډېرومهموبرخوڅخه شمېرل کېږي. همدارنګه په ترموډيناميکي سيستمونوکې له مايعاتواوګازونوڅخه په پراخه کچه استفاده کوي. دګازونود مطالعې پرمهال هم کله له ايډيالي اوحقيقي ګازونوڅخه بحث کېږي،په حقيقت کې دنوموړي موادودترموډيناميکي ځانګړتياوڅخه يادونه کېږي. ايډيالي ګازونه هغه ډول ګازونه دي چې دبايل – ماريوت،ګيلوساک اوچارلزدمعادلاتوڅخه متابعت کوي. سره له دې چې په طبيعت کې د خيالي ګازونودځانګړتياومطابق کومه بېلګه نشته،مګرد مطالعې پرمهال دايډيالي ګازتصور زيات اغېزمن ثابتېږي. مګرحقيقي ګازونه چې په طبيعت کې په زياته اندازه پيداکېږي په ترموډيناميک کې هم له ايډيالي ګازونولږاهميت نه لري. دحقيقي ګازونوترموډيناميکي مطالعه دسيستمونودمطالعې لپاره زيات مهم دی. بناپردې ،دترموډيناميکي قوانينوپه رڼاکې دسيالاتو دبدلون دمسايلوڅېړنه خپل ځانګړی ځای لري.

دواندروالس معادله :[سمول]

دتودوخي په ډېرولوړودرجوکې،که چېرې فشارډېرزيات نه وي دحقيقي ګازونو کړنلاره يادکار طرز اوځانګړتياوې کولاى شودلاندې معادلې پواسطه وښيو : P.v_m=R.T (1) (P+A^'/V^2 )(V-b^' ) Atm.liter P.V Atm.liter P Atm 1,000 1.00 1 1,000 0,994 100 1,009 1,048 200 1,014 1,390 500 0,893 2,069 1000 مګردفشارپه زياتېدواودتودوخي ددرجې په کمېدوسره دپورتنۍ معادلې څخه ځينې انحرافات په څرګند ډول ليدل کــــيږي . په نورمال شرايطوکې دنايتروجن دکتلې لپاره دP.V دضرب حاصل ،چې ديوليترسره مساوي حجم احتواکوي اوپه لاندې جدول کې ښودل شويدى . ذکرشوي قيمتونه دحرارت په عين درجه کې (0c^0) دمختلفو فشارونو لپاره ورکړشويدي . دلومړۍ رابطې په مطابق دتودوخې په ثابته درجه کې بايددP.V دضرب حاصل ثابت پاتې شي. په حقيقت کې لکه څرنګه چې دجدول څخه معلوميږي د200 Atm فشارپه صورت کې انحرافات په ښکاره ډول معلوميږي چې په متمادي ډول دفشارپه زياتوالي سره تزايدکوي . که چيرې فشار 1000 Atm ته ورسيږ ي انحرافات د100% څخه زياتيږ ي . خودادحيرانتيا خبره نه ده ځکه چې د کثافت دتزايد په وخت کې زيات رول دماليکول حجم اودهغو ترمنځ ذات البيني عمل لوبوي . دکثافتونوپه پراخه انتروال کې دګازونودکړنلارې دتشريح کولو لپاره دمختلفو معادلووړانديز شوی و، مګرپه ټولوکې ډېره ساده اوګټوره معادله چې فوق العاده ښې پايلې، په روښانه ډول سره اريه کوي دوان دروالس (١٨٣٧-١٩٢٣ هالينډي ) معادله ده. نوموړې معادله دلومړي رابطې داصلا ح شوي شکل څخه عبارت ده : (P+a/〖V_m〗^2 )(V_m-b)=R .T (2) په (2) رابطه کې P له هغه فشارڅخه عبارت دى چې له بهر څخه په ګازوارديږ ي، a اوb دواندروالس ثوابت دي چې دمختلفوګازونولپاره مختلف قيمتونه لري، اودتجربې پوسيله ټاکل کيږي . که چيرې فشار په پاسکال P_a حجم په مترمکعب پرمول ارايه شي ، په دي صورت کې دa ثابت په P_(a.m^6 )/mol^2 اودb ثابت په m^3/mol اندازه کېږي ،په دې صورت کې دa ثابت په (Atm.l^2)/mol^2 اودbثابت په l/mol ارايه کيږي . د(2) رابطي دa/〖V_m〗^2 حددماليکولونودذات البيني عملونوپه نظرکې نيولوله سببه اودb حدد ماليکول د حجم په نظر کې نيولوله کبله منځته راځي . دماليکولونوترمنځ يوپربل فشاردماليکولي عمل دشعاع په فاصله کې ليدل کيږ ي چې د ماليکولونو دشمېرسره متناسب دى، په نوموړي حجمونوکې،چې دنوموړوڅخه هريودګازدحجم سره معکوس تناسب لري . څرنګه چې ماليکولونه محدودحجم لري ، هغه فضاچې د ماليکولونو د حرکت لپاره پيداکيږي حقيقتا نسبت دلوښي دV_m په حجم ،کوچنى دى . دواندروالس معادله ديومول ګازلپاره ليکل شوې ده .که چيرې دګازدm کيفي کتلې لپاره نوموړې معادله په نظر کې ونيسولازمه ده چې داسې فرض کړوچې ѵ موله ګازپه کټ مټ شرايطوکې دѵ ځلې په اندازه زيات حجم احتوا کوي .V=ѵ.v_m که چيرې دغه قيمت په (2) رابطه کې وضع کړولروچې : (P+(ѵ^2.a)/V^2 )(V/ѵ-b)=R.T (3) (3) معادله دѵ سره ضربوو: a^'=ѵ^2.a b^'=ѵ.b ⇒(P+a^'/V^2 ) (V-b^' )= ѵ.R.T (4) حقيقي ګازونه په تقريبي ډول دوان دروالس دمعادلې (4)] معادله [څخه متابعت کوي . هغه ايډيال ګازچې په دقيق ډول د(4) معادلې څخه متابعت کوي دوان دروالس دګازپه نوم ياديږ ي . دوان دروالس دګازداخلي انرژي بايدپه خپل ځان کې دماليکول حرکي انرژي سربېره د ماليکولونو دذات البيني عمل انرژي هم احتواکړي . ديومول ايډيال ګازداخلي انرژۍ لپاره لروچې: U_m= C_v.T چې C_(v ) په ثابت حجم کې دګاز حرارتي ظرفيت دى . دوالس دګازداخلي انرژي د تودوخي ددرجې اوحجم تابع دي . له دې ځايه ليکلاى شوچې : U_m= f(T)-a/V_m

  په حدي صورت که چېرې حجم بې نهايت ته تقرب  وکړ ي f(T)=C_v.T      کيږ ي . 

پدي ترتيب ديومول ګاز داخلي انرژي دلاندې فورمول پواسطه ټاکل کيږ ي : U_(m )= C_v.T-a/V_m (5) همدارنګه دѵ مولونوانرژي به ѵ ځلې له دي څخه زيات وي : U=ѵ.C_v .T-a/(ѵ.V_m )=ѵ.C_v.T-a'/V (6)

بارومتريکي فورمول :[سمول]

دh په لوړوالي کې داتموسفيري فشارلامل دګازي طبقاتود وزن څخه عبارت دى، چې په پورتنيو قشرونوکې وجودلري . که چېرې دh په ارتفاع کې فشار په p وښيو، په دې صورت کې د h+dh په ارتفاع کې فشار د p+dp څخه عبارت دى،همدارنګه که چېرې dh دصفرڅخه لوى وي په دې صورت کې به 0>dp وي . ليدل کيږي چې داتموسفيردطبقاتووزن اوفشارنظرلوړوالي ته تناقص کوي . دp اوp+dp دفشارتوپيردهغه ګاز دوزن سره مساوي دى کوم چې دdh په ارتفاع د استوانې په حجم کې چې دقاعدې مساحت ېې دواحدسره مساوي دى ، قرارلري،يعنې : P-(P+DP)=ρ.g.dh دلته ρدh په ارتفاع کې دګاز دکثافت څخه عبارت دى ،په نتيجه کې لروچي : dp=-ρ.g.dh (7) دګازدm کتلي نسبت د V پرهغه حجم چې دهغې پواسطه اشغاليږ ي دګازکثافت ارايه کوي يعنې : ρ=m/V

  ايډيال ګازلپاره لروچې : ρ=MP/(R.T)   په دې معادله کې M دمولري کتلې څخه عبارت دى .

ليدل کيږي چې دايډيالي ګاز کثافت دفشارسره مستقيم اودحرارت ددرجې سر ه معکوس تناسب لري .بناً (7) رابطه کولاى شوداسې وليکو: dp=-(M.p.g)/(R.T) .dh (8) په (8) رابطه کې دM کميت دهوادماليکولي وسطي کتلې دعددي قيمت سره مساوي دى چې د نايتروجن ،اکسيجن اوپه هواکې دنوروموجودوګازونودسلنې په نظرکې نيولوسره ټاکل کېږي . د(8) رابطې څخه لروچې :

dp/p=-(M.g)/(R.T) dh                                                                                                  (9)             

دT دحرارت درجه دh دتابع څخه عبارت دى ،که چېرې ددې تابع شکل څرګندوي کولاى شود(9) رابطې څخه انتيګرال ونيسواوp دhدتابع په څېرترلاسه کړو. دحرارت درجې دثابتوالي په حالت کې يعنې دايزوترميک اتموسفير لپاره د(9) انتيګرال ښيي چې : lnp=-(M.g.h)/(R.T)+ lnC ,C=const له دې ځايه : p=C exp⁡〖(-(M.g.h)/(R.T) ) 〗 که چېرېh=0 وضع کړو،C=p_0 لاسته راځې ،په دې ځاى کې p_0 د (h=0) په ارتفاع کې فشار ښيي .که چيرې دحرارت درجه ثابت فرض کړو دارتفاع څخه دفشارتابيعت دلاندې افادې پواسطه ارايه کيږ ي : p=p_0 exp⁡〖(-(M.g.h)/(R.T)〗 ) (10) (10) رابطه دبارومتريکي فورمول په نامه يادېږي. ددې فورمول څخه نتيجه کيږي چې دګازد دروندوالي (دM دلويوالي)،اودحرارت ددرجې دټيټ قيمت په صورت کې فشارنظرارتفاع ته په ډېرچټک ډول راټيټېږي .

دحقيقي کَازونوايزوترم :[سمول]

دايديال ګازونوايزوترمونه يوطرفه شکلونه لري (لاندې شکل) مګردواندروالس د ګازونو ايزوترم خصوصاً دحرارت ټيټودرجولپاره پيچلي شکلونه لري . T3T2T1



دوان دروالس معادله نظرحجم ته يوه دريمه درجه معادله ده : (p+a/v^2 )(v-b)=R.T v^3-(b+(R.T)/p ) v^2+a/p v-ab/p=0 پورتنۍ معادله يوحقيقي جذر اودوه موهومي جذرونه لري ، څرنګه چې دفزيکي مفهوم له مخې موهومي جذرونه څه ارزښت نه لري،بنا‌پردې دفشاراوتودوخي درجې دهرراکړشوي قيمت په مقابل کې دمادې دحقيقي حجم يوازې يوقيمت مطابقت کوي . دواندروالس رابطه دټاکلې حرارت درجې لپاره دفشاراوحجم ترمنځ معادله راکوي . دغه رابطه په ګرافيکي ډول په (لاندې شکل ) کې ښودل شوې ده .ليدل کېږي چې دګازونولپاره v_max اودمايعاتولپاره v_min حاصلېږي . دحرارت د لوړودرجولپاره ذکر شوې منحني ګانې دهايپربولاشکلونه لري (p.v=const ) چې دمادې ګازته ورته حالت مشخصوي، په دې حالت کې دواندروالس معادله يوازې يوحقيقي جذرلري اود ايډيال ګازونودايزوترمونوتوپيردوالس دګازونوڅخه ډېرکم دى . خودحرارت دټيټودرجولپاره معادله درې جذرونه لري اودفشارد هر قيمت لپاره دحجم درې قيمتونه مطابقت کوي، دحرارت ددې تناقص په ترڅ کې دايزوترم شکل تغيرکوي، دحرارت دT_k دقيمت لپاره د انعطاف نقطه ليدل کيږي چې په شکل کې دk په تور ي ښودل شوې ده . همدارنګه دحجم دذکرشويوقيمتونوڅخه اصغري قيمت دمايع د حالت سره اواعظمي قيمت دګازدحالت سره مطابقت کوي .

  	دواندروالس دمعادلې اوجذرونودروښانولولپاره بايدتجربي اوتيوريکي ايزوترمونه ترڅيړنې لاندې ونيسو . تجربي ايزوترم په (لاندې شکل) کې ښودل شوی دی،چې تړلی مسيرلري، تيوريکي ايزوترم چې اعظمي اواصغري لري په نوموړي شکل کې په خط خط ډول رسم شوی دى .


څرنګه چې په شکل کې ليدل کيږي له تجربي اوتيوريکي منحني ګانودab اوeh قيمتونه سره مطابقت لري مګرهغه کيفي حالت چې دfdc د نقطوسره مطابقت لري،منځته نه شي راتلاى ځکه چې دفشاردزياتوالي په صورت کې حجم تنزل کوي . په طبيعت کې داسې ماده وجودنه لري چې دfdc دنقطوسره مطابقت ولري،ځکه چې دغه برخه ناپيدار حالت سره کاملا مطابق دى. د bc اوef برخې سربېره پردې چې دناپايدارحالت سره مطابقت کوي، په ځينې شرايطوکې موجوديداى نه شي. دbc برخه دډېرمشبوع بخاراودef برخه دکش شوي مايع دناپايدارحالت سره تقابل کوي چې دتاوده مايع دحالت په نامه هم ياديږي . دشکل منحني ګانې په ثابت حرارت سره د ايزوترم يادوان دروالس منحني په نامه يادېږي . دانتقال دپېښوقوانين : تعادل حالت ته دګازونودتېرېدودپروسې په ميکانيزم اوداسې نوروپروسوکې اصلي رول بين الموليکولي ټکرونه لوبوي . دنوموړوټکرونوعلت دماليکولونوزياته چټکتياده، مګردغه چټکتيا يعنې دچټکتيامربعي اوسط دچټکتيا دحسابي اوسط سره توپيرلر ي : 〖v_k〗^2=v^2=1/n(〖v_1〗^2+〖v_2〗^2……..〖v_n〗^2 〖v_a〗^2=[1/n (v_1+ v_2+ ………+v_n ) ]^2

  خوټول ماليکولونه عين چټکتياونه لري. 

دماکسويل قانون :[سمول]

بريتانوي فزيک پوه J.C .Maxweel په متجانسه حرارت درجه کې دماليکولونودچټکتياولپاره يوه معادله ترلاسه کړه چې ټول ګازډوله جسمونه له هغه څخه متابيعت کوي . تجربې ښيئ چې دهغوماليکولونوشمېرچې لږ ې چټکتياوې لري نسبت دماليکولونومجموعې ته،همدارنګه د هغو ماليکولونوشمېرچې ډېرې زياتې چټکتياوې لري نسبت دماليکولونومجموعې ته نهايت لږدي، دچټکتياهغه قيمت چې زيات ليدل کيږي دزيات احتمال دچټکتيا (v_b) په نامه ياديږي ، خودماليکولونوزياته سلنه د〖(v〗_b) څخه دچټکتياډېرلږ توپيرلري ،بناپردې کولاى شوفرض کړو چې ټول ماليکولونه عين چټکتياوې لري . دماکسويل رابطه په لاندې ډول ده :

dn=n.4/√π(〖v/v_b )〗^2.e^((-v/v_b )^2 ).d(v/v_b ) (11)

  N دماليکولونومجموعي کتله ،e دطبعي لوګارتم قاعده ، v_b دزيات احتمال چټکتيا اوdn هغه ماليکولونه ښيي چې چټکتياوې يې د(v) او(v+dv) دحدودوترمنځ واقع دي . 
  دمربعي چټکتياداوسط فورمول دوسطي حرکي انرژۍ دفورمول په استفادې سره لاندې شکل غوره کوي : 

v_k=√(v^2 )=√((3.k.T)/m)=√((3.R.T)/μ) (12)

     دحسابي وسطي چټکتيا اودزيات احتمال چټکتيا لپاره لروچې :

v_b=√((2k.T)/m)=√((2R.T)/μ) (13)

  خودحرکت په زياتوالي سره دکم چټکتيادماليکولونوشمېرنورهم کمېږي . 

دفيک قانون : څېړنووښوده چې دنفوذپه پېښه کې دمادي کتلې هر انتقال دfick دقانون څخه متابعت کوي . که چېرې د∆Mکتله دوخت په واحددواحدمساحت څخه تېرشي وسعت يي د □( →┬n )دناظم په امتداد دکثافت ρ دتحول دچټکتيا سره متناسب دى . يعنې: ∆M=-D dρ/(dx ) (14) X دطول واحد،دD کميت دنفوذ ضريب اوdρ/dx دکثافت دګرادينت په نامه ياديږي .يعنې دنفوذ ضريب دهغه کتلې سره عدداً مساوي دى چې په واحدوخت کې تېريږي،په دي شرط سره چې د کثافت ګرادينت دواحدسره مساوي وي . دSI په بين المللي سيستم کې دD واحد m^2/sec اودCGS په سيستم کې cm^2/sec دى . په (14) رابطه کې منفي علامه ښيي چې دکتلې انتقال دکثافت دنزول په طرف صورت نيسي . دنيوتن قانون : تجربې ښيي چې داصطکاک پېښه دNewton قانون تحقيق کوي . يعنې : ∆F=-η dυ/dx (15)

  (15) رابطه کېΔF داصطکاک قوه ده چې دګازدطبقې په واحده سطحه عمل کوي ،dν/dx دx دطول په واحدکې دقشرونودچټکتيا تحول ښيئ چې دطبقې دسطحې دداخلي ناظم په امتدادصورت نيسي . په (15) رابطه کې منفي علامه ښيئ چې د□(→┬ΔF )  قوه دګازدچټکتيا □(→┬V )دوکتوردمشتق په مخالف جهت نظرx ته موجه شوى،η داصطکاک دضريب يادډيناميکي لزوجيت څخه عبارت دى .  دη واحددSI په سيستم کې Kg/(m.sec) اودCGS په سيستم کې g/(cm.sec) دى .که چيرې دچټکتيا ګرادينت دواحدسره مساوي وي دداخلي اصطکاک ضريب η عدداً دداخلي اصطکاک دقوې سره چې دطبقې دسطحې په واحدعمل کو ي، مساوي کېږي ، کله کله دډيناميک لزوجيت η سربېره سيستماتيکي لزوجيت  γ=η/ρ هم استعماليږي چې دSI  په سيستم کې يي واحد m^2/sec دى .

دفوریې قانون :[سمول]

	دحرارتې هاديت پېښه هغه وخت منځته راځي چې دګازمختلفې طبقې دحرارت مختلفې درجې ولري . که چېرې دداخلي انرژۍ دغه مختلف قيمتونه دحرارت په شکل انتقال شي اودطبقوترمنځ يوه سطحه د n په ناظم اوواحدمساحت سره په نظرکې ونيسو، دQ دتودوخې هغه مقدارچې دوخت په واحددنوموړې سطحې څخه تيريږي دX دطول په واحددحرارت درجې دتحول سره دناظم په لوري ،مستقيماً متناسب دی .يعنې : 

ΔQ=-k dT/dx (16) (16) رابطه چې دFourier پواسطه ليکل شوی اودفوريې دهدايت په نامه ياديږي. په دې رابطه کې منفي علامه ښيي چې څومره مقدار حرارت په واحده سطحه کې دوخت په واحدانتقاليږي، په دې شرط سره چې دحرارت ګرادينت دواحدسره مساوي وي . دهاديت دحرارتي ضريب واحددSI په سيستم کې (joul )/(m.sec.T) اودCGS په سيستم کې erg/(cm.sec.T) دى،T دحرارت ددرجې (degree of tempratur) څخه عبارت دى. که چيرې (14)،(15)،او(16) رابطې په غورسره وڅېړل شي ليدل کيږي چې نوموړي قوانين تفاضلي دي،يعنې دکوچنی وخت اوکوچنيومساحتونولپاره استعمالېداى شي،له دې سببه دfick ،Newtonاوfourier قوانين داسې ليکي : dM=-D(dρ/dx)ds.dt (14) dF=-η(dv/dx)ds (15) dQ=-k(dT/dx)ds.dT (16) که چېرې ΔM= dM/(ds.dt) ، ΔF= dF/dS اوΔQ= dQ/(ds.dT) فرض کړوپورته ذکرشوي معادلې دنوموړي قوانينوسره کاملاً مطابقت کوي . دانتقال دپېښوټول قوانين سره ورته والی لري .(14)،(15) ،او(16) رابطې ماکروسکوپي رابطې دي اودګازونودحرکي نظريې مفاهيم دk،ηاو D ضريبونه نه بيانوي . دګازونودحرکې نظريې اونوموړي ضريبونوترمنځ ارتباط اودماليکولونودحرارتي حرکت ميکروسکوپيک ځانګړتياوې لکه دآزادمسيراوږدوالى،دماليکولونومنځنی چټکتيا،انرژي اوداسې نور،دحرکي تيورۍ په واسطه تشريح کيږي . دحرکي تيورۍ څخه نتيجه کيږي چې : D= 1/3 γ ̅.λ ̅ (17) K= 1/3 γ ̅.λ ̅.C_v.ρ (18) η=1/3 γ ̅.λ ̅.ρ (19)

  په دې ځاى کې C_v دهغه ګادحرارتي ضرفيت څخه عبارت دى چې دعمليې په اجراکې يې حجم ثابت دى . په متجانس ګاز کې دانتقال دپېښودتجربي ليدلوڅخه کولاى شودماليکول موثر قطر معلوم کړو. د(16) رابطې څخه لرو: 

d=√(1/(√2 .πλn_0 ) ) (20) څرنګه چې دګازپه واحدحجم کې دموليکولونوشمېر n_0 دکثافت اوکتلې له نسبت څخه عبارت دى ، بنا‌پردې ليکلاى شوچې : n_0=ρ/m= (ρ.NA)/μ ⟹d=√(μ/(√2.π.NA.λ.ρ) ) (21) د(18)او(19) څخه حاصليږي چې : λ.ρ=3k/(V ̅.C_v ) , λ.ρ=3η/( V ̅ )

  پورتني قيمتونه په (21) رابطه کې وضع کوو لروچې : 

d=√((μ.V.C_V)/(√2 π.NA.3k))=√((V.μ.C_V)/(3√2 π.NA.k)) (22)

  دماکسويل دقانون څخه لروچې : 

V ̅=√((8.k.T)/(π.m))=√((8.R.T)/(μ.π)) (23)

  د(23) رابطې اوC_v=iR/2 په نظرکې نيولوسره دموليکول دموثرقطرلپاره حاصليږي چې :

d=√((i.√(R^3.) √T)/(3.NA.√(μπ^3 ).k)) (24) d=√((2√(R.μ).√T)/(3NA.√(π^3 ).η) ) (25)

  دګازدداخلي اصطکاک اودحرارتي هاديت ضريبونه دحرارت دمختلفودرجولپاره ، په تجربي ډول پيداکوو، د(24) او(25) رابطوڅخه دهغه ماليکول موثرقطرحاصلوو،مثلاً په t=0c^0 د اکسيجن دماليکول لپاره لروچې :                                                                                               η=〖10〗^(-6)  erg/(cm.sec)                                                                                                                

k=〖10〗^(-5) (cal )/(cm.deg) d=2,13〖10〗^(-8) cm بناءً

بُحراني حالت : دانتقال دپېښوپه څېړنه کې بريتانوي فزيک پوه اندريوس دکاربن داى اکسايدپورې مربوطه تجربه کې دفشارڅخه دمولري حجم تابيعت څرګندکړ. تجربووښوده چې ديوې ټاکلې حرارت درجې T_k(دco_2 لپاره T_k=340k^0 ) څخه وروسته دهرايزوترم پرمخ داسې چې دهغه په امتدادنه يوازې دتودوخي درجه ثابته ده، بلکې فشارهم ثابت دى ،دAB په افقي برخه کې وجودلري اودV_A څخه ترV_b پورې دحجم کيفي قيمتونه منلاى شي . دV_B-V_A ديفرنسيل (تفاضل)دحرارت ددرجې دلوړېدوسره کمېږي اودټاکلي حرارت ددرجې (بُحراني ايزوترم )دB له نقطې څخه دA نقطې سره يوځاى کيږي (دKنقطه) چې دغه نقطه دبُحراني نقطې په نامه ياديږي . دفشاراوحجم کوم قيمتونه (P_k اوV_(k ) ) چې دنوموړي نقطې سره مطابقت کوي دبُحراني پارامترونوپه نامه يادېږي. له تجربوڅخه معلومه شوې ده چې دکاربن داى اکسايد دTB په برخه کې دګاز په حالت اودAC په برخه کې دمايع په حالت کې قرارلري .کله چې مايع لږانقباض زغمي دAC منحني زيات ميل (شيب) لري .

دAB برخه دمايع اوګازډوله فازونوسره مطابقت کوي دB نقطه CO_2 دانقباض دپيل سره د ايزوترمي انقباض په پروسه کې،مطابقت کو ي،چې دA نقطه يي دپاى نقطه ده . دمايع CO_2 په ايزوترمې انبساط کې دA ټکى دانقباض دپيل ټکى اودB نقطه دانقباض دپاى نقطه ده . بناپردې دA نقطه دخوټېدونکي مايع په حالت اودB نقطه دوچ مشبوع بخارسره مطابقت کوي . دM په کيفي نقطه کې دCO_2 دAB برخه دخوټېدونکي مايع اووچ مشبوع بخاردمخلوط څخه عبارت دي چې نوموړى مخلوط دمرطوب بخار(wet vapor ) په نامه يادېږي . دمرطوب بخارپه څېردغيرمتجانسوسيستمونودحالت دتحليل لپاره په ترموډيناميک کې دفاز مفهوم استعماليږې . دفازترمفهوم لاندې دسيستم دټولوبرخومجموعه په نظرکې نيول کېږي کوم چې يوشان کيمياو ي ترکيب لر ي اوپه عين حالت کې قرارلري . په دې ترتيب مرطوب بخارله دوه فازه سيستم څخه عبارت دى چې يوفازيې خوټېدونکی (دجوش په حالت کې) مايع اوبل فازيې وچ مشبوع بخاردى . که چېرې د PــV په دياګرام کې دA اوB ټکي په هرايزوترم کې سره وصل کړو په هغه صورت کې دAK اوBK دوه سرحدي منحني ګانې حاصلوو،داسې چې دAK دخوټېدونکې منحني دمايع دحالت يوفازه پنډغالی (ناحيه) دمرطوب بخارددوه فازه II پنډغالي څخه بېلوي . دBK منحني دوه فازه ناحيه دګازډوله يوفازه ناحيې III څخه بيلوي . بُحراني نقطې ته دنېږدې کېدوپه صورت کې دجسمونودمايع اوګازډوله حالتونوترمنځ توپيرله منځه ځي . بُحراني نقطه کولاى شوپه تجربي ډول لاسته راوړو. دمثال په ډول يولوښى په نظرکې نيسوچې په هغه کې مايع قرارلري، په دې صورت کې دمايع اوګازترمنځ سرحدليدل کېږي . لوښي ته حرارت ورکووپه نتيجه کې دسطحي کشش دقوې دکمېدوپه اثردمايع دسطحې انحناله منځه ځي، اودبُحراني حالت په وخت کې دمايع اوبخارسرحدهم له منځه ځي . که چېرې دلوښي حرارت نورهم زيات کړواوبېرته يې حرارت کم کړوپه هغه لمحه کې چې دبُحراني حرارت ددرجې څخه تېرېږودمايع اوبخارترمنځ سرحدبياله سره ليدل کېږي . دبُحراني حرارت درجې مفهوم دلمړي ځل لپاره په ١٨٦١ کال کې دروسي پوه ديميتري مندليف په واسطه کارول شوی دى،مندليف دتودوخي نوموړې درجه دمايع دمطلق جوش دحرارت ددرجې په نامه يادکړ،مندليف داسې نظردرلودچې په نوموړې حرارت درجه کې دمايع دماليکولونوترمنځ دټيڼګښت قوه له منځه ځي اومايع په داسې بخاربدلېږي چې بيادفشاراومخصوصه حجم څخه متابعيت نه کوي . دژول – تامسون پېښه : دحقيقي ګازونوداخلي انرژي دماليکولونودپوتانسيلي انرژۍ E_p اودحرکي(دوراني اوانتقالي ) انرژۍ E_k له مجموعې څخه عبارت دى .دتصوري ګازونوداخلې انرژي يوازې دحرکي انرژي په واسطه ټاکل کيږي ، کوم چې دتودوخې ددرجې تابع ده مګردحجم تابيعت نه کوي : U_Ideal=E_k=∫_0^T▒〖d.U_Ideal=∫_0^T▒〖C_v.dT 〗〗 دحقيقي ګازونودداخلي انرژۍ دفورمول دترلاسه کولولپاره کولاى شودواندروالس دفورمول څخه استفاده وکړو. نوموړې انرژۍ بايدله دووبرخوڅخه تشکيل شوې وي يعنې دماليکولونو براوني اوانتقالي حرکت انرژي اوبله برخه يې دمتقابل پوتنسيل انرژي : U_Real=E_k+E_(p ) که چيرې يوازې دکشش قوي په نظرکې ونيسوپه هغه صورت کې بايددپوتانسيل انرژي د ماليکولونوپه لېرې والي سره زياته شي ،په دې ترتيب پوتانسيلي انرژي دحجم په تزايدسره زياتېږي اوبرعکس حرکي انرژي کمېږي .

	که چېرې دګاز حجم دV_1 څخه ترV_2 پورې تزايدوکړي داخلي فشار(دماليکولونوفشار) يوکار ترسره کوي چې عبارت دى له : 

A=∫_(V_1)^(V_2)▒〖a/V_2 dV=-a/V_2 -(-a/V_1 )=a/V_1 -a/V_2 〗 څرنګه چې دداخلي قوووفازدسيستم دپوتنسيلي انرژۍ له تحول سره مساوي دى ، بناپردې ويلاى شوچې دa/V افاده ديومول ګازدپوتنسيلي انرژ ۍ لپاره دمطلوبې رابطې څخه عبارت ده . څرنګه چې دداخلي فشار منځته راوړونکې قوې دجذب قوې دي بنا‌پردې منفي ايشارې لري .له دې ځايه ديومول ګازدداخلي انرژۍ لپاره لروچې : U=C_V.T-a/V (26) دلته دګازحجم دګازدماليکولونوترمنځ بين الموليکولي منځنی واټن ټاکي ، بناپردې داخلي انرژي اودذات البيني عمل قوې دنوموړې فاصلې تابع دي . څرنګه چې حرکي انرژي دحرارت د درجې تابع ده،دهغه ګاز انبساط کوم چې دجذب کوونکي ماليکولونوڅخه تشکيل شوی بايد دحرارت درجې دنزول سره مطابقت وکړي . که چېرې په پيل کې مودامنلي واى چې يوازې ددافعې قوه عامله ده په هغه صورت کې به موترلاسه کړي واى چې انبساط دګازدتودولوسره مطابقت لري . دحرارت بدلونونه چې دحقيقي ګازونودانبساط ملتياکوي دژول- تامسون دپېښې په نامه يادېږي . په انبساط کې دګازونوسړېدل دمثبتې پېښې اوتودېدل يې دمنفي پېښې په نامه يادېږي . دژول تامسون منفي پېښه  : T(dV/dT)_p-V<0 and dT>0 دژول – تامسون مثبته پېښه  : T(dV/dT)_p-V>0 and dT<0 T(dV/dT)_p-V=0 and dT=0 يعنې که چېرې دحرارت ددرجې تحول محسوس نه وي پېښه نه موجوديږي . دژول – تامسن پروسه دزيات فشار لرونکي پنډغالي څخه کم فشار لرونکي ساحې ته دکوچني منفذ(سوري) دلارې،دګاز دجريان څخه عبارت دى . دژول – تامسون په تجربه کې ادياباتيک انبساط دخارجي قوودمثبت کارسره ملتيا کوي،له دې امله ګازدکوچني منفذڅخه تېرېږي، وروسته ګازانبساط کوي او پيستون بې ځايه کوي اوپه نتيجه کې خارجې کار ترسره کيږي .


دP_1 اوP_2 فشارونه دمانع په دواړوخواوکې ثابت ساتل کېږي . دتجربې لوښی له چاپيريال څخه عايق فرض شوې اوپه ټوله عمليه کې انبساط په ادياباتيک ډول صورت نيسي . دعمليې په پيل کې دمانع په کيڼ لوري کې فشارP_1 ،حجمV_1 اوحرارت T_1 دى ، مګردمانع ښي خواته ګازوجودنه لري . يعنې دويم پيستون په بشپړډول دمانع سره تماس لري . کله چې پرګازباندې فشارواردېږي او ټول ګازدمانع څخه ښي خواته تېرشي دګازفشارP_2 ،حجم يې V_2 ،اودحرارت درجه يې T_2 په نظرکې نيسو. دترموډيناميک دلومړي قانون څخه لروچې : Q=(U_2-U_1 )+A=0 خارجي کار چې دپستون دبې ځايه کېدوپه وخت کې اجراکېږي مثبته اشاره لري، که نوموړى کار په A_2 وښيولروچې : A_2=P_2.S_2.L_2=P_2.V_2 په وروستۍ رابطه کې S_2 دپستون مساحت اوL_2 ددويم پستون پواسطه وهل شوې فاصله ده . دلومړي پستون منفي کارپه A_1 ښيولروچې : A_1=P_1.S_1.L_1=P_1.V_1 بناپردې : U_2-U_1+(A_1-A_2 )=0 ⇒U_1+P_1.V_1=U_2+P_2.V_(2 )⇒U+P.V=constant

  پورتنى فورمول دکيفي کتلې لپاره صدق کوي ،بنا‌ءً دژول- تامسون په پېښه کې ثابت دى ، که چېرې نوموړى ثابت په H وښيولروچې : H=U+P.V                                  

دH کميت دحرارتي تابع heat content يادانتالپيEnthalpy تابع په نامه ياديږي . دژول – تامسن په پېښه کې دايډيال ګازونودحرارت درجه تغيرنه کوي . دحقيقي ګازونوپه هکله دګازدتودوخې ددرجې تحول دمانع څخه دتېريدوپرمهال دژول- تامسون داثرپه نامه يادېږي. ددې اثرڅخه ديخچال دطرزالعمل او تخنيک کې ګټه اخلي . دژول تامسون په پروسه کې که چېرې حقيقي ګازپه نظرکې نيول شوى وي دماليکولونوترمنځ دمتقابل عمل دقووڅخه تابعيت، کولاى شي توديدل ياسړيدل منځته راوړي . عين ګازدتودوخي په مختلفودرجوکولاى شي په مختلفوشکلونوڅرګندشي . دحراردت په لوړودرجوکې دژول- تامسون په پروسه کې ګازونه ګرمېږي، يعنې دژول – تامسون منفي Negative پېښه صورت نيسي ، چې په دې صورت کې دموليکولونوترمنځ ددافعې قوه وجودلري ، اودb دحدپه وسيله دوان دروالس په معادله کې افاده کيږي . دحرارت په ټيټودرجوکې دګازپه انبساط کې دماليکولونوترمنځ دکشش قوه وجودلري اودژول – تامسون مثبته positive اغېزه صورت نيسي . دتودوخې هغه درجه کوم چې په هغه کې دژول – تامسون پروسه خپله علامه بدلوي داينورژن دحرارت درجه [Inversion Temperature (Tinv)] بلل کيږي : T_inv=V〖(dT/dV)〗_p دT_inv دحرارت درجه داکسيجن لپاره 790C^0 ، دکاربن داى اکسايدلپاره 1800C^0 اود هايدروجن لپاره -37C^0 ده . دژول – تامسون داثرداتمام څخه څرګنديږ ي چې په کوچنی منفذکې دمحدودڅاڅکي فشاردلاندې معادلې په وسيله ښودلاى شو: ∆T=-(∆E_p)/C_V -(∆(P.V))/C_V په پورتنۍ معادله کې ∆E_p دګازدماليکولونوترمنځ دمتقابل عمل دپوتنسيلي انرژۍ دتغيرڅخه عبارت دى . په تخنيک کې دګازونوداحتراق لپاره داينورژن دتودوخي ددرجې اودحرارت په ټيټودرجوکې دژول- تامسون داثرڅخه استفاده کېږي .

اوبلن يامايعات :

	په طبيعت کې دمادې هغه حالت ته چې ثابته کتله ، ټاکلې حجم اومتحول شکل ولري اوبلن،مايع ياLiquids وايي . مايعات دهغې لوښي شکل غوره کوي چې په هغې کې قرارلري . دمايعاتود ماليکولونوترمنځ دذات البيني قووانرژي نسبت ګازونوته زياته ده اوکولاى شي ماليکولونه سره مرتبط وساتي . مايعات آزاده سطحه لري اوحجم يي دفشارپه واسطه تغيرنه کوي . ددې لپاره چې دمادې،ګازي حالت په مايع حالت بدل کړودوه طريقې موجودې دي . لومړى داچې پرګازباندې فشار واردکړويعنې دګازدماليکولونوترمنځ منځنی واټن کم کړو . دويمه طريقه داسې ده چې دګاز څخه بايدحرارت واخيستل شي ترڅودماليکول دحرکي انرژۍ قيمت دهغودذات البيني عمل د پوتنسيلي انرژۍ دقيمت څخه کوچنى شي .


مګردمايعاتودماليکولونودحرکت خپلواکي نسبت جامداتوته زياته ده،دمايع ماليکولونه يوبل څخه ډېرزيات نه لېرې کېږي،مګرکولاى شي دګاونډيوماليکولونودقوودعمل ساحې څخه دنورو ماليکولونوساحې ته انتقال شي . دګازدسړولواوياپه هغه دفشاردواردولوپه وسيله لمړى ګازدمشبوع بخارحالت اووروسته دمايع حالت غوره کوي،که چېرې خارجي فشاردبُحراني فشار څخه کوچنى وي،دهغوماليکولونوشمېرچې دمايع په حالت کې سره اړيکې لري،دګازپه حالت کې دخپلواکوماليکولونو(Free molecules) دموجوديت له سببه تزايدکوي . ګازدسړولوپه واسطه مستقيماً په مايع حالت بدلېږي . دمايعاتوځانګړتياوې : دمايعاتودمهموخواصوڅخه لزوجيت (سرېښناکي)اواوبلنوالى(سياليت )دي چې دمايع د ماليکولي جوړښت په وسيله ټاکل کېږي . دمايع سرېښناکي په ګازونوکې دداخلي اصطکاک سره ورته خواص لري اوپه مايع کې دانتقال دپېښې حيثيت لري . دمايعاتوسرېښناکي اواوبلنوالى د مايع په حجم کې دماليکولونودآزادحرکت له سببه دى . دمايعاتوماليکولونه نسبت جامداتوته په خپلومنځوکې سره ټينګې رابطې نه لري . هرماليکول غيرمنظم حرارتي حرکت لري اونسبت ګاونډيوماليکولونوته خپل موقعيت بدلوي اودوخت په تېرېدوسره دلوښي حجم طى کولاى شي .له دې ځايه ويل کېږي چې دمايع ماليکولونه دتعادل حالت په شاوخواکې اهتزازي حرکتونه لري، مثلاًدτ په يوکوچني وخت کې دتوازن ديوحالت ترڅنګ اهتزازليدل کېږي وروسته ماليکول دويم موقعيت غوره کوي اودنوي توازن موقعيت په شاوخوااهتزازکوي اودτ ديوې مودې وروسته بل نوى موقعيت اختياروي . په يوموقعيت کې د ماليکول دپايښت يااستوګنې وخت ته دماليکول داوسېدوخت وايي اودτ په توري ښودل کېږي دτ په وخت کې ماليکول دهغوارتجاعي قووتراغېزې لاندې واقع کېږي چې دراکړل شوي نقطې ترڅنګ ماليکول ساتي .که چېرې مايع دهغوقووتراغيزې لاندې واقع شي کوم چې دوام يې دτ دوخت څخه کمه ده،ددې لپاره چې دمايع په شکل کې تغيرراشي يعنې دمايع ماليکولونه تغير دموقعيت وکړي،بايددارتجاعي قوې ترتاثيرلاندې ونيول شي اوياله منځه لاړشي . نوموړې ارتجاعي قوې ماليکولونه سره مرتبطوي . له دې سببه مايع دهغوقووپه مقابل کې چې دوام يې دτ څخه کوچنې ده، دکلکواجساموپه څېرارتجاعې عمل کوي .اوکه چېرې دخارجي قوودتاثيرزمان دτ څخه په کافي اندازه زيات وي په هغه صورت کې ماليکولونه کولاى شي دځغاستې په وسيله خپل دتوازن موقعيت بدل کړي . په دې ځاى کې پرته له دې چې ارتجاعي قو ې له منځه يوړل شي دمايع دبڼې تغيردهغه دماليکولونودحرارتي حرکت له سببه منځته راځي . په لنډه توګه ويلاى شوچې که هرڅومره په يوموقعيت کې دτ قيمت لوى وي په هماغه اندازه دمايع سرېښناکي زيات اواوبلن والى يې کمه ده . په حدي حالت کې کله چې دτ قيمت بې نهايت ته نېږدې کېږي، يعنې کله چې دمايع ماليکولونه دحجم په ټاکلي ځايونوپورې تړل شوي وي،په دې ځايونوکې يوازې اهتزازي حرکت سرته رسولاى شي،په دې صورت کې وايې چې ماده په جامد حالت کې قرارلري . دمايعاتوهراړخيزه څېړنه دمايعاتودبنسټيزتيورۍ دنه شتون له کبله ډېره پيچلې ده . تراوسه پورې په بشپړ ډول دمايعاتولپاره کومه ځانګړې تيورۍ وجودنه لري . روسي فزيک پوه يه ،اي ،فرانکل دمايعاتوپه هکله وايي : دمايعاتوماليکولونه دلوښي دحجم په ټولونقطوکې ګرځي راګرځي اوسرګردانه ژوندتېروي،په نوي نوي موقعيتونوکې دماليکول د توقف دوام مختلف،مګردهتزازونومنځنی تداوم دتعادل دموقعيت په يوډول واټن کې دهرې مايع لپاره ټاکلى قيمت لري،چې دتودوخې ددرجې په لوړېدوسره په چټکۍ سره تناقص کوي . په دې حالت کې دماليکولونوبې قراري ياتحرک شديداً تزايداودمايع لزوجيت (Elasticity ) تنزل کوي . سره له دې چې مايعات دګازونواوجامداتوترمنځ منځنى حالت لري،مګرپه طبيعت کې داسې جسمونه هم وجودلري چې دخواصودمشابهتونوله پلوه کلکوجسمونوته ورته دي،داسې ډول جسمونوته غيرکرستالي وايي .غيرکرستالي جسمونه دنه تجانس ځانګوتياوې له ځانه نه ښيي ، اودذرواستقراريې دمايعاتوپه څېريوازې نېږدې ترتيب لري . دغيرکرستالي حالت څخه دمادي جسم تغيرپه مايع حالت باندې دحرارت په وسيله په متمادي شکل صورت نيسي په داسې حال کې چې دجامدڅخه مايع حالت ته بدلېدنه په ځغلند(جهشي)ډول سرته رسېږي . دغيرکرستالي جسمونوذرې دسرېښناکۍ دفوق العاده ودې په اثردمحدودتحرک درلودونکي دي . شمع، قير،اوداسې نورمواددغيرکرستالي جسمونوپه ډله کې شمېرل کېږي. درنتګني وړانګې (x-rays) په مرسته له څېړنوڅخه نتيجه کېږي چې دماليکولونوترمنځ فاصلې په مايعاتوکې احتمالاً مساوي نه دي .دماليکولونوترمنځ دفاصلې په زياتېدوسره دراکړل شوي ماليکول اونوروګاونډيوماليکولونودموقعيت اوتابعيت ارتباط کمزورې اوپه پای کې صفرسره مساوي کېږي .نوموړى کمزورى ارتباط دنېږدې نظم په نامه يادېږ ي . نېږدې نظم ديومشخص نظم څخه عبارت دى،دمايعاتودماليکولونودنسبي موقعيت دترتيب په وخت کې،کوم چې دنوروماليکولونوپه ليرې والي سره دراکړل شوي ماليکول په نسبت،له منځه ځي،مګردبُحراني ايزوترم موجوديت ښيي چې ترکومې اندازې پورې دګازونواومايعاتو خصوصيتونه سره نېږدې اوتطابق کوي . په بُحراني نقطه کې دګازونواومايعاتوترمنځ توپيرله منځه ځي،برعکس دبُحراني نقطې څخه په لېرې فاصله کې دمايعاتواوبخارترمنځ توپيرډېرزيات دى . دمايعاتوبنسټيزه مشخصه دحجم دساتلوله وړتياڅخه عبارت دى. دمايعاتوآزاده سطحه : په مايعاتوکې بين الموليکولي قوې اساسي رول لري، په مايعاتوکې په بنسټيز ډول يوازې ګاونډي ماليکولونه په متقابل عمل کې واقع کېږي . دمايعاتوپه پورتنۍ ياآزاده سطحه کې موجودوذروباندې دجاذبې هغه قوه چې دنوروبرخوله خواواردېږ ي، عمل کوي . ددې قووجهتونه داخل خواته دي . همدارنګه دمايعاتوپه آزاده سطحه کې ذات البيني قوې چې خنثى شوي نه دي ليدل کېږي . په دې ترتيب دمايع دسطحې په نېږدېوالي کې دداسې قووعمل به وليدل شي چې په يوه نرۍ سطحه کې قرارولري اودقووسطحي ساحه تشکيلوي . دنوموړي سطحي طبقې ذرې د حرارتي حرکي انرژۍ درلودونکي دي . دذرومنځنی حرکي انرژي دتودوخې ددرجې په وسيله ټاکل کېږي . دتعادل په صورت کې دمايع دحجم په ټولوبرخوکې دحرارت درجه ثابته ده . په دې اساس په منځنی ډو ل دسطحي ماليکولونوحرکي انرژي اودهغوماليکولونوچې په حجم کې قرارلري ، سره مساوي دي . مګردپوتنسيلي انرژۍ په هکله موضوع داسې نه ده تغيرکوي .


که چېرې وغواړوچې يوماليکول دمايع له داخلي برخوڅخه دمايع سطحې ته انتقال کړوبايد دمايع دنوروماليکولونودجذب دقوې په مقابل کې چې داخل خواته لوري لري،يوکارترسره کړو.اودغه کاردهغوماليکولونوپوتنسيلي انرژي زياتوي کوم چې دمايع سطحې ته انتقالېږي .د سيستم دمجموعي انرژۍ هغه برخه چې په ايزوترمي پروسه کې په کارباندې بدلېږي دخپلواکه انرژۍ په نامه يادېږي. په دې پروسه کې هم T=const دى .دF=-S.dT-P.dV دحالت تابع دخپلواکه انرژۍ په نامه ياديږي . دنوموړې انرژۍ اصغري (min) دپايدارتعادل دحالت په وسيله ټاکل کېږي . دغه مسئله دتجربې په وسيله په ثبوت رسېدلې ده . دمايع څاڅکي دبُعدونودکموالي په نتيجه کې کُري ته نېږدي شکل غوره کوي . دهندسې له علم څخه پوهيږوچې کُروي شکل حجم سره ترټولوکوچنى ترينه سطحه لري،دمايعاتوپه لويوکتلوکې دکشش دقووموجوديت، ددې عمل ممانعت کوي . دهمدې قوې ترتاثير لاندې مايع دهغه لوښي شکل غوره کوي کوم چې په هغه کې قرارلري اوآزاده سطح يې په افقي حالت کې پاتې کېږي .

دمايع سطحي کشش : که چېرې يوماليکول دپورتنۍ سطحې څخه ښکتنۍ سطحې ته انتقال شي،موليکول په پورتنۍ سطحه کې ترلاسه کړې پوتنسيلي انرژي په حرکي انرژي بدلوي،په دې ترتيب دپورتنۍ سطحې ماليکولونه دپوتانسيل اضافه انرژي لري . په مجموعي ډو ل پورتنۍ طبقه اضافه انرژي لري کوم چې دمايع دداخلي انرژۍ په داخلي په ترکيب کې شامل دي. څرنګه چې متوازن حالت دپوتانسيل انرژۍ داصغري سره مطابقت کوي،هغه مايع چې په خپل حال پاتې شوى دی،داسې شکل غوره کوي چې داصغري سطحې لرونکی وي،يعنې دکُرې شکل اختياروي .خوموږ داسې مايع مشاهده کووچې دځمکې دجاذبې ترتاثيرلاندې واقع دی،په دې حالت کې مايع داسې شکل اختياروي چې دجاذبې په ساحه کې انرژي، اودسطحي انرژۍ قيمتونه يې سره مطابقت کوي . حجم دجسم دابعادودتزايدپه صورت کې مثلاً دمکعب بُعدونه،په خطي اوسطحي ډول (دمربع په څېر)تزايدکوي . بناپردې دانرژۍ هغه مقدارچې دجسم دحجم سره متناسبه ده دجاذبې په ساحه کې دسطحي انرژۍ په نسبت دجسم له بُعدونوسره يوځاى ډېر ژر تغيرکوي . دمايع په کوچنيوڅاڅکوکې سطحي قوه ارزښتناکه رول لري چې په نتيجه کې نوموړي څاڅکې تقريباً کُروي شکل غوره کوي . دمايع لويې څاڅکي دجاذبې دقوې تراغيزې لاندې پلنېږي ،سربېره پردې چې سطحي انرژي په دې حالت کې تزايدکوي مايع دهغه لوښي شکل اختياروي کوم چې په هغه کې وجودلري اوآزاده سطحه يې افقي ده. دسطحي انرژۍ دموجوديت له کبله مايع دخپلې سطحې دانقباض تمايل ښيي . اوس دمايع يوه برخه غوره کووچې ديوې تړلې دورې په وسيله احاطه شوی، انقباض ته ددې برخې تمايل داسې نتيجه لري چې نوموړې دتوزيع شوي قووپه واسطه په ټوله دوره کې دهم سرحدوبرخوسره بايدعمل وکړي . دغه قوې دسطحي کشش دقوې په نامه يادېږي . دسطحي کشش قوه دمايع دسطحې سره دمماس په جهت موجه اوددورې په هغه برخه عموده ده کوم چې پرهغه عمل کوي .په في واحدطول کې ددورې دسطحي کشش قوه دسطحي کشش دضريب په نامه يادېږي .دسطحي کشش ظريب دα په توري ښودل کېږي اودSI په سيستم کې په Newton/meter اندازه کېږي . دلاندې شکل په مطابق يومستطيلي چوکاټ سره ديوې متحرکې عرضي ميلې ياسرپوښ چې په مايع کې داخل شوى په نظرکې نيسو. سرپوښ دمايع په نرۍ قشرکې چې دمايع دحجم داوارې نازکې (نرۍ) پاڼې څخه عبارت دى قرارلري ، نرۍ قشرله دواړوخواوڅخه دسطحي قشرونو په واسطه محدودشوی دى. انقباض ته دسطحي طبقې دتقرب له سببه دنرۍ قشرله اړخه چې د2∝l سره مساوي دى،په عرضي ميله باندې يوه قوه واردېږي . ددې لپاره چې عرضي ميله دتوازن حالت ولري بايدپرهغه دF خرجې قوه عمل وکړي چې د2∝l سره مساوي دى.


فرضووچې عرضي ميله دF دقوې داغېزې په جهت دdX په اندازه تغيرمکان کوي . دغه عمليه پرعرضي ميلې باندې دمايع دکارپه اجراکولوسره خپرېږي ،يعنې : dA^'=-2∝l.dX=-∝.dS په دې ځاى کې dS دسطحي طبقې دمساحت دتزايدڅخه عبارت دى . دداسې تزايدپه صورت کې يوشمېرماليکولونه دمايع دښکتنۍ برخې څخه سطحي قشرته انتقال کوي اوخپله چټکتيا له لاسه ورکوي .اوس که چېرې عمليه په ادياباتيک ډول جريان ولري مايع په آسانۍ سره سړېږي . موږ فرضووچې عمليه په رجعي ډول صورت نيسي،له دې سببه دنرۍ قشردتودوخې درجه له بهرڅخه د تودوخي دجريان په حساب،ثابت پاتې کېږي،په دې ترتيب عمليه په ايزوترميکي صورت واقع کېږ ي . څرنګه چې دايزوترميکي رجعي عمليي په صورت کې ترسره شوى کاردخپلواکه انرژۍ دکموالي سره مساوي دى،بناپردې ليکلاى شوچې : dA^'=-∝.dS=-d.F وروستی نتيجه بيانوي چې دايزوترميکي تزايد په صورت کې دسطحي قشرمساحت دdS په اندازه اودمايع آزاده انرژي د dF=∝.dS په اندازه تزايدکوي . له دې ځاىه نتيجه کېږي چې د∝ دسطحې کشش ضريب له اضافي خپلواکې انرژۍ څخه عبارت دى چې دسطحي قشر دمساحت په في واحدکې وجودلري . بناءً ∝ کولاى شوjoul/m^2 يا (erg )/cm^2 اندازه کړو. دسطحي کشش دقوې په هکله لومړنۍ څېړنې دتوماس يانګ په وسيله ترسره شوي دي . کولاى شودمايع دسطحې کشش قوې ته تغيرورکړو. دمثال په ډول که چېرې په اوبوکې صابون حل شي دهغې سطحي کشش تريونيم ځلې پورې ښکته کوي،برعکس په اوبوکې دمالګيNaCl حل دسطحي کشش ضريب يعنې ∝ زياتوي،دحرارت ددرجې په لوړېدوسره دمايع اودهغه د مشبوع بخاردکثافتونوتوپيرکموالى پيداکوي، له دې ځايه ∝ تنزل کوي،دبُحراني حرارت درجې په صورت کې ∝=0 کېږي . داوبولپاره چې دحرارت درجه يې 〖0C〗^0 وي د∝=F/l قيمت 0,075 N/m دسيمابولپاره ∞=0,47N/mاودمايع مس لپاره ∝=1,12N/m دى . په دې ځاى کې دمادې دهغوماليکولونوله اغېزوڅخه چې له بهرڅخه دمايع سره په تماس کې دي ، صرف نظرشوى،ځکه چې دP_n فشاراود∝ ضريب دهغه چاپيريال تابع دي چې دمايع سره په تماس کې دى . دبېلګې په ډول که چېرې يوسپک ګازدمايع سره په تماس کې وي دP_(n ) فشار(P_n دټولوماليکولونودمجموعي فشارڅخه عبارت دى چې دمايع دS په مساحت واردېږي، يعنې P_n=(∑_i▒R_i )/s کوم چې R_i=∑▒F_i دى ) اود∝ ضريب يوازې دمايع دخواصوپه واسطه تعينېږي . او که چېرې مايع دکوم جامدجسم سره په تماس کې وي په هغه صورت کې P_n او∝ دجامدجسم اود هغه دماليکولونودذات البيني اعمالواودراکړشوي مايع دخواصوتابع دي .دبېلګې په ډول دمايع په واسطه جامدجسم لمدېږي،جامدجسم کلکېږي اوياهم ممکن دواړه جسمونه سره منحل يا مخلوط شي .

دمايع دآزادې سطحې انحنا: دسطحي کشش تيوري دلاپلاس (Laplace 1749-1827)لخوامنځته راغى اوپه نوموړي تيورۍ کې داسې قوانين وضع شوي چې دهغوپه مرسته کولاى شوپه پروسه کې عاملې قوې محاسبه کړو. دبېلګې په ډول پوهېږوچې دواليبال (Valley Ball) دتوپ دپمپولو(پړسولو) لپاره لازم دی چې هواداتموسفيري فشارڅخه په زيات فشارسره په هغه کې داخل کړوځکه چې دتوپ بليډر (Bladder) چې کله پړسيږي پرداخلي هواباندې فشارواردوي. اوس دمايع هغه سطحه څېړوچې په يوه مستوي دايره تکيه لري . که چېرې دمايع سطحه مستوي نه وي په دې صورت کې دانقباض ميلان داضافي فشاردايجادسبب کېږي چې دهغه فشارسربېره دى،کوم چې مايع يې دمستوي سطحې ددرلودلوپه صورت کې زغمې . که چېرې سطحه محدبه وي اضافي فشارمثبت اوکه مقعره وي اضافي فشارمنفي دى . دمقعرې سطحې په صورت کې سطحي طبقه دانقباض ميل لري اوپه نتيجه کې مايع کش کېږي . اضافي فشاربايدد∝ اودسطحې دانحناپه زياتوالي سره تزايدوکړي . اوس دمايع دکُروي سطحې لپاره نوموړى اضافي فشار محاسبه کوو.فرضووچې دلاندې شکل مطابق دمايع يوه کُروي څاڅکى دهغه مستوي په ذريعه چې دهغه له قطرڅخه تېرېږي،په دوو نيمه کُروقطع شوې ده،دسطحي کشش له امله دواړه کُرې يوبل دلاندې قوې په وسيله جذبوي : F=l.∝=2π.R.α دF دغه قوه دواړه نيم کري يوبل سره نظردS=π.R^2 په سطح ، کښيکاږي اوپدې ترتيب لاندې اضافي فشار منځته راوړي : ∆P= F/S=(2π.R.α)/(π.R^2 )=2α/R (27)


دکُروي سطحې انحناپه ټولوځايونوکې يوشان دی اودهغې کُرې په واسطه چې شعاع يې R ده ، ټاکل کېږي .واضح ده،هرڅومره چې R کوچنى وي په هماغه اندازه دکُروي سطحې انحنازيات وي . ديوې کيفي سطحې انحنادمنځني انحناپه وسيله ارزيابي اومحاسبه کېږي اوکولاى شي چې ديوې سطحې دمختلفونقطولپاره مختلف وي . وسطي انحنادقايم مقاطعودانحناله جنسه، ټاکل کېږي . دسطحې قايم مقطع په يوه نقطه کې ددې سطحې دتقاطع دخط څخه عبارت دى،دمستوي سره چې دناظم څخه نسبت سطحې ته دنظر لاندې له نقـطې څخه تېرېږي . دکُرى لپاره هرقايم مقطع دهغه دايرې څخه عبارت دى چې د R شعا ع لرى . H= 1/R کميت دکُرې انحنا ارايه کوي .له هندسې څخه پوهېږوچې دانحنادشعاعودمعکوس دجمعې نيمايي دقايم مقاطعودهرې جوړې لپاره کوم چې سره عموددي ،عين قيمت لري .دغه کميت په راکړشوې نقطه کې دسطحې له وسطي انحناڅخه عبارت دى .R_1 اوR_2 شعاع ګانې په لاندې فورمول کې دالجبري کمياتوڅخه عبارت دي : H= 1/2 (1/R_1 +1/R_2 ) (28) که چېرې دقايم مقطع دانحنامرکزدراکړل شوي دايرې لاندې موقعيت ولري په دې صورت کې دانحنا مربوطه شعاع مثبت دى . که چېرې دانحنامرکزدراکړل شوې سطحې له پاسه واقع شوی وي دانحناشعاع منفي ده.


په دې ترتيب سره غيرمستوي سطحه کولاى شي وسطي انحناولري،چې له صفرسره مساوي ده، ددې لپاره لازم دى چې دR_1 اوR_2 دانحناشعاعګانې دکميت له نظره مساوي اودجهت له مخې سره مقابل وي .دوروستي رابطې په مطابق دهغې کرې لپاره چې R_1=R_2=R وي H= 1/Rدى . که چېرې دغه قيمت په مخکينی رابطه کې وضع کړودکُروي سطحې لاندې داضافي فشارلپاره لاس ته راځي چې : ∆P=2.H.∝ (29) پييرسيمون لاپلاس وښوده چې وروستی رابطه دکيفي شکل لرونکي سطحې لپاره هم دتطبيق وړدى . که چېرې په راکړشوې نقطه کې H دسطحې دوسطي انحناپه حيث وپېژنوچې ترهغې لاندې اضافي فشارټاکل کېږ ي، په وروستی رابطه کې دمنځنۍ انحنالپاره داسې تعويض ترسره کوو :

په نتيجه کې دکيفي سطحې لاندې ، داضافي فشارلپاره حاصلوؤ چې : 

∆P=∝(1/R_1 +1/R_2 ) (30) وروستی رابطه دلاپلاس دفورمول په نامه يادېږي . ددې رابطې په مطابق اضافي فشارپه نريو نلونوکې دمايلې سطحې دتغيراتوباعث ګرځي،له دې سببه کله دلاپلاس فشاراوکله هم دشعريوي فشار په نامه يادېږي . انقباض :

  دمايعاتوانقباض،دdv دحجم دنسبي تغيراتوپه څېرد P دفشارپه تحول سره دواحدپه اندازه،ټاکل کېږي :x=-1/V   dV/dP                                  
  دانقباض ضريب دفشاردواحدمعکوس واحدلري،اودانقباض دضريب معکوس کميت ته د حجمي انقباض مودول وايي . δ=1/x                     

دوان دروالس دايزوترم څخه څرګندېږي چې مايعات نسبت ګازونوته ډېرلږانقباض کوي ، همدارنګه ليدل کېږي چې دحجم دډېرلږتغيرلپاره دفشارډيرزيات بدلون لازم دی . دمختلفو مايعاتوانقباض سره توپيرلري اود〖10〗^(-4) څخه تر 〖10〗^(-6) اتموسفيره پورېحدودلري . جوش : که چېرې لوښى چې له اوبوڅخه ډکه ده دمنقل پرمخ کښېږدو،دمنقل دحرارت په واسطه اوبه تودېږي اودترمامترپه شعريه نل کې پاره (Hg) پورته حرکت کوي(…97….90….85….80)اوپه پای کې دسانتي ګرېد100 درجوته رسېږي . په دې وخت کې اوبه په جوشېدوپيل کوي . اوبه څودقيقي خوټېږي مګردحرارت درجه له سلوڅخه پورته نه ځي،اوترهاغه چې دلوښي په داخل کې اوبه په مجموعي ډول نه وي جوشېدلې ثابت پاتې کېږ ي . دلته پوښتنه پيداکېږي چې دمنقل حرارت دڅه شي لپاره په مصرف رسېږي ؟ ځواب آسانه ده،ځکه چې په بخارباندې داوبودتبديل جريان دانرژۍ دمصرف په وسيله ترسره کيږ ي .

دموضوع دوضاحت لپاره د1gr بخارداوبوسره پرتله کوؤ .داوبودبخارماليکولونه داوبود ماليکولونوسره دمقايسې په حال کې،يوبل سره په زياتې فاصلې قرارلري . بناءً داوبودپوتنسيل انرژۍ دبخاردپوتانسيل له انرژۍ سره توپيرلري . دمتجاذبوذروپوتانسيلي انرژي دنېږدېوالي په اثر(کله چې ماليکولونه سره نېږدې کېږي)کموالى پيداکوي، له دې سببه دبخارانرژي داوبو له انرژۍ څخه زياته ده اوپه بخارباندې داوبوتبديل زياته انرژي غواړي . دغه انرژي دمنقل په واسطه لوښي ته اوپه پای کې اوبوته ورکول کېږ ي . هغه لازمي دانرژۍ مقدارچې په بړاس باندې داوبودتبديل په وخت کې په مصرف رسېږ ي دتبخير دانرژۍ په نامه يادېږي . په بخارباندې ديوګرام اوبودبدلولولپاره که چېرې دتودوخې درجه 〖100c〗^0 وي 539 کالوري دحرارت مقدارلازم دى،بناپردې ديومول اوبولپاره 18.539=9700 Col دى .دغه مقدارکالوري بايددماليکولونودخپل منځي اړيکودشلولو لپاره مصرف شي . خودغه رقم کولاى شودهغه مقدارکارسره پرتله کړوکوم چې دماليکولونودداخلي ارتباطاتودقطع کولو لپاره لازم دى .ددې لپاره چې داوبودبړاس يومول دهغه په مربوطه اتومونوتجزيه شي 220000 Col انرژۍ ته اړتياده. ځېنې کسان داسې فکرکوي چې دسانتيګرادپه سلودرجوکې داوبوجوشېدنه داوبوتفکيک نه منونکوخواصوڅخه دى . مګرتجربې ښيي چې داوبوجوشېدنه فشارپورې مربوط دى . په لوړوارتفاعاتوکې اوبه دحرارت په ټيټودرجوکې جوشېږي،مثلاً دالبرزدغره په څوکه کې (چې تر500m پورې لوړوالى لري اوپه ايران کې موقعيت لري)اوبه دحرارت په 〖82c〗^(0 ) جوشېږ ي . هغه فزيکي عامل چې دجوشېدنې پرپديدې باندې اغېزه لري دمايع پرسطحه باندې له موثرفشار څخه عبارت دى . تجربې ښيي چې دجوشېدنې دحرارت درجه دفشارپه زياتوالي سره پورته ځي اود فشار په کموالي سره ټيټېږي .

څرنګه چې له ګراف څخه معلومېږ ي 〖82c〗^0 دفشارتقريباً 430Atm سره مطابقت کوي،څېړنو وښوده چې دالبرزلوړه څوکه تقريباً 0,5Atm فشارلاندې قرارلري . اوبه يوازې د 760mmHg فشار لاندې دسانتيګرېدپه سلودرجوکې جوشېږي، که چېرې پراوبوباندې دهوافشار 4,6mmHg وي،دسانتيګرېدپه صفر درجه کې جوشېږي . خوکه چېرې داتموسفيرفشاردستندرله فشار 760mmHg څخه زيات وي دجوشېدنې پرپروسه باندې څه اغېزه به ولري؟ که چېرې فشار 15Atm وي اوبه دحرارت په 〖200c〗^0 کې جوشېږ ي،80Atm فشاراوبه په 〖800c〗^0 کې جوشېږ ي . په دې ترتيب دخارجي ټاکلي فشارلاندې دجوشېدنې دحرارت درجه کاملاً معين قيمت لر ي .ياپه بل عبارت داوبودجوشېدنې دحرارت دهرې درجې لپاره ټاکلى فشارلازم دى،همدارنګه دمايع د تراکم لپاره ترهغه وخته پورې چې ټول بخارپه مايع بدل شوى نه وي دحرارت درجه ثابته پاتې کېږي . که چېرې په دغه وخت کې دحرارت درجه تغيرونکړي دتړلي سيستم دننه دبخاراومايع مقدارونه بې تغيره پاتې کېږ ي،په دې حالت کې ويل کېږي چې بخاراومايع دتعادل په حال کې قرارلر ي . په فزيک کې هغه بخارته چې دخپل مايع سره دتعادل په حالت کې قرارولري اشباع شوې وايي . جوشېدنه له يوچټک جريان څخه عبارت دى،مګرددې لپاره چې مايع په بخاربدل شي اود پروسې چټکتيا لږ وي، وايي چې مايع تبخيرشوی دى . تبخيردحرارت په هر ه درجه کې دفشارسره له ارتباط پرته،صورت نيولاى شي . مثلاً که چېرې دالکولودبوتل سرخلاص وي له يوڅه مودې وروسته الکول تبخيرکېږي،خوټول مايعات په عين چټکتيا سره نه تبخيرکېږي .دتبخيردپروسې دچټک کولولپاره هوااولندبل باارزښته رول لري . دتبخيرچټکتيادايترلپاره 437 دالکولولپاره 44,5 اوداوبولپاره دپاري 17,5 ميلي متره ده،په دې معنى چې دحرارت په معمولي درجه کې تر ټولومايعاتوايترپه چټکۍ سره تبخيرکېږي،وروسته الکول،اواوبه په ډېره لږه چټکتياسره تبخيرکېږي . مخکې مووويل چې داوبودجوشېدنې دحرارت هره درجه ټاکلي فشارته ضرورت لري ،دغه فشاردبخاردارتجاعي فشارپه نامه يادېږي . هرڅومره چې دبخارارتجاعي فشارزيات وي د هوااومايع مجاورقشرکې دهوامقداراودمايع دتبخيرچټکتيا زيات وي . پوهيږوچې دبخارد ارتجاعيت فشاردتودوخي په زياتوالي سره تزايدکوي ، له دې ځايه معلومېږي چې ولې دتبخير چټکتيادمايع په تودولوسره زياتېږي . دتبخيردچټکتيا دبدلون لپاره بله طريقه هم موجوده ده، مثلاً دتبخيردچټکتيازياتولولپاره کولاى شودهواداختلاط څخه ګټه واخلو. سره له دې چې داوبودبخاردارتجاعي فشاراندازه لږه ده بياهم په تجربي ډول معلوميږي چې دهوااختلاط ياباددتبخيرپروسه چټکه کوي . مثلاً که چېرې په يوه شيشه يي ګېلاس کې اوبه واچوؤ اودبادپه مقابل کې يې کښېږدو،اوبه په زياته چټکتياسره تبخيرکېږي، له دې ځايه څرګندېږي چې دبادپه مقابل کې لامبوزن ولې ديخنۍ احساس کوي،باددهوااوبخاراختلاط چټکه کوي بناءً په چټکۍ سره پيل کېږي اودتبخيرلپاره داړتيا وړحرارت دلامبوزن دبدن حرارت دى،چې دهغه په کمېدوسره لامبوزن ديخنۍ حس کوي . دحرارت بُحراني درجه : په نونلسمه پېړۍ کې دفزيک پوهانواودتخنيک وماهرينولپاره دفشار زياتوالى،دتودوخي د درجې دکمولوپه نسبت،ساده کاروو. د19 پيړۍ په پيل کې مايکل فرادې (Michael Faraday ) وکولاى شول ترڅوځينې ګازونه دهغودبخاراتودارتجاعي فشارترسرحده پورې متراکم کړي . اوله دې لارې ډېرګازونه لکه : کلورين،کاربن داى اکسايداونورپه مايع بدل شو. مګر يوشمېرګازونه لکه اکسيجن،هايدروجن،نايتروجن اونوردفشار په وسيله مايع حالت اختيارنه کړل ،فرادې ومنل چې دغه ګازونه دايمي ګازونه دي اواصولاً خپل حالت نه بدلوي . دموضوع دتشريح لپاره مايع اوبخاردتعادل په حالت کې فرضوؤاوفکرکوؤ چې دحرارت ددرجې په زياتوالي سره چې دفشاردمتناسب تزايدسره يوځای دى،څه پېښېږي؟ پوهېږوچې دحرارت په زياتوالي سره مايع انبساط کوي اوکثافت يې کمېږي . دبخارپه هکله ويلاى شوچې دحرارت د درجې په زياتوالي سره منبسط کېږي ، مګرڅرنګه چې داشباع شوي بخارفشاردجوشېدنې دحرارت له درجې څخه ډېرزيات چټک تزايدکوي، بناپردې دبخارکثافت زياتوالى پيداکوي، او څرنګه چې دمايع کثافت کمېږ ي دبخارکثافت زياتېږي،بناپردې په تجربه کې داسې نقطې ته رسېږو چې په پای کې په هغه نقطه کې دمايع اوبخارکثافتونه سره مساوي کېږي . په نوموړې نقطه کې چې دبُحرانې نقطې په نامه يادېږي،دجوشېدنې منحني قطع کېږي . څرنګه چې دمايع اوګاز ترمنځ ټول توپيرونه دهغوپه کثافتونوپورې اړه لري،په بُحراني نقطه کې دمايع او ګازخاصيتونه سره يوشان کېږي . په طبيعت کې هره ماده ځانته بُحراني فشاراو بُحراني دحرارت درجه لري . مثلاً داوبولپاره بُحراني نقطه دحرارت د374c0درجې اود218,5 Atm فشارسره سمون لري . په لاندې شکل کې دC نقطه دهغه حدڅخه عبارت دى چې هغه ته دايزوترم دافقي برخې دبُحراني حرارت درجې Tcr قيمت ته دحرارت ددرجې دتقرب په صورت کې نېږدې کېږي . هغه حالت چې دC دنقطې په واسطه ښودل کېږي دمادې دبُحراني حالت په نامه يادېږي.


دVcr حجم، دPcrفشاراودTcr دتودوخي درجه چې دبُحرانې حالت ښوودونکي دي دبُحراني کميتونوپه نامه يادېږي . دبُحراني ايزوترم لپاره دC نقطه دانعطاف دنقطې حيثيت لري . دشکل څخه څرګندېږ ي چې دمشبوع بخار فشار نظردتودوخي درجې ته تزايدکوي اودبُحراني حرارت ددرجې په صورت کې دPcr قيمت ته رسېږي اودحرارت په فوق بُحراني درجوکې دمشبوع بخارمفهوم خپل ماهيت له لاسه ورکوي ، بنا‌ءً ويلاى شوچې دحرارت له درجې څخه دمشبوع بخاردفشاردتابعيت منحني په بُحراني نقطه باندې ختمېږي . دبُحراني نقطې موجوديت ښيي چې دمايع اوبخارډوله حالت ترمنځ دمادې کوم اصولي توپيروجودنه لري . کېداى شي په پيل کې داسې په نظرراشي چې داصولي توپيرونونه موجوديت يوازې دبُحراني حرارت په مافوقودرجوکې ليدل کېږ ي، مګرپه واقعيت کې داسې نه ده، دبُحراني نقطې موجوديت داامکان برابروي چې حقيقي مايع پرته له جوشېدنې څخه په بړاس بدل کړو. دتبديل داسې طريقه په لاندې شکل کې ښودل شوې ده . دصليب نښه ترڅېړنې لاندې مايع ښيي . که چېرې فشارلږ ټيټ کړومايع په جوشطدوپيل کوي،اوکه چېرې دحرارت درجه لږ زيات کړوبياهم مايع په جوشېدوپيل کوي .موږ په پيل کې مايع دبُحراني فشارڅخه زيات متراکم کوؤ (دaنقطه ) . وروسته مايع ته حرارت ورکوؤ (دbنقطه ). فشارترلومړنۍ اندازې پورې ټيټوؤ (د d نقطه) اوس که چېرې دحرارت درجه راټيټه کړوحقيقي بخارلاسته راځي (دe نقطه ). په دې ترتيب،دبُحراني نقطې په چاپېرکې دحرارت اوفشارپه تغيرسره کولاى شومايع ته دبخاريابخارته دمايع،دمتمادي تبديل په واسطه بخاريامايع لاسته راوړو. دحرارت بُحراني درجه دلومړي ځل لپاره دروسي پوه ديميتري مندليف په واسطه په کال 1860 ميلادي کې وڅېړل شو. نوموړې دحرارت درجه د نايتروجن لپاره -147c0 ،داکسيجن لپاره119c0 - ، دهايدروجن لپاره -240c0 اودهيليوم لپاره-271,3c0 يا4,3k0 دى .


دلمدېدودتماس زاويه : له تجربوڅخه څرګندېږي چې دمايعاتوآزاده سطحه دلوښي ددېوال ترڅنګ دجامدجسم اودمايع دماليکولونودمتقابل عمل دقووله اغېزې منحني شکل غوره کوي . منحني شوې سطحه دمينسک(Meniscus) په نامه يادېږي،که چېرې مايع دجامدجسم ددېوال سره دتماس په حال کې په تعادل کې وي،اودمايع په واسطه دېوال لمدېږي،په دې صورت کې دمايع سطحه مقعره ده . په لاندې شکل کې دلوښي دېوال دA،مايع دBاوګازدG په توروښودل شي،ددرې واړو محيطونو د تماس په نقطه کې دسطحي کشش قوه عمل کوي.


که چېرې نوموړې قوې داوږدوالي په واحدکې محاسبه کړو،په هغه صورت کې دسطحي کشش ضريبونه ديوعددپه توګه لاسته راځي . دمايع دسطحې اودجامدجسم ددېوال ترمنځ زاويه دتماس دزاويې په نامه يادېږ ي .دلوښي ددېوال ترڅنګ دمايع دتعادل شرط عبارت دى له : ∝_(1_3 )=∝_(1_2 )+∝_(2_3 ).cosθ

  له دې ځايه : 

cosθ=(∝_(1_3 )-∝_(1_2 ))/∝_(2_3 ) (31) وروستی رابطه بيانوي چې دلمدېدودتماس زاويه يوازې دهغودرېومحيطونوتابع ده،کوم چې سره په تماس کې دي،اودلوښي دشکل اودسطحي کشش دقووڅخه متابعيت نه کوي .که چېرې ∝_(1_3 )>∝_(1_2 ) وي په دې صورت کې دمايع سطحه يامينسک مقعره اودتماس وروستۍ زاويه حاده ده،اوپه دې حالت کې ويل کېږ ي چې مايع،دلوښي دېوال لمدوي . اوکه ∝_(1_3 )<∝_(1_2 ) وي وروستۍ زاويه منفرجه ده،مايع دلوښي دېوال نه لمدوي . ديوکلک جسم مثلاً دشيشې پرمخ (چې مستوي سطحه ولري)دلمدونکي اونه لمدونکي مايعاتوڅاڅکي اچوؤ،ليدل کېږي چې هرڅاڅکى ځانته مشخص شکل غوره کوي . په لاندې شکل کې دسيمابو Hg اودالکول اواوبودمحلول څاڅکي ليدل کېږ ي . هغه مايعات چې کلک جسم په کامل ډول لمدوي دتماس صفردرجه زاويه لري،مګر د هغومايعاتودلمدېدودتماس زاويه کوم چې کاملاً کلک جسم نه لمدوي د180 درجوسره مساوي ده . شعريت (دلاپلاس قانون) : که چېرې دمايع سطحه مستوي نه وي دسطحي کشش دقوې اضافي فشارياسره جمع کېږي اويا تفريقېږي . فرضوؤ چې دمايع سطحه کُروي ده اودR شعاع لري. دلاندې شکل په مطابق دنوموړې کُرې څخه دS0 مساحت چې دS په مساحت اودr=R.cosθ په شعاع ديوې دايرې پواسطه احاطه شوی بيلوؤ. دسطحي کشش قوې چې دنوموړي مساحت په محيط باندې عمل کوي دF0 محصله لروچې مقداريې عبارت دى له : F_0=∝.2π.r.cosθ دF’ دمرکبومحصله صفرده اودF0 لورى پرS0 باندې عموددى . که چېرې نوموړې قوه پرπ.r^2 باندې ووېشوپرمايع باندې دسطحې کشش داضافي قووفشارلاسته راځي . ددې اضافي فشارلامل دسطحې انحناده : ∆P= (∝.2π.r.cosθ)/(πr^2 )= (2∝.cosθ)/r= 2π/R دمايع دکيفي سطحې لپاره دلاپلاس له فورمول څخه استفاده کوو. په ټولوشعاع ګانوکې اصغري R1اواعظمې R2 زيات ارزښت لري . که چېرې سطحه محدبه وي د∆P اضافي فشاردP_n=P_0 دفشارسره جمع کېږي . P_0 دمايع دمستوي شکل لپاره دى . که چېرې دمايع سطحه مقعره وي،په دې صورت کې ∆P مخالف لورى لري اودP_(n ) له فشارڅخه تفريقېږي . بناءً دماليکولي قوو مجموعي فشارکوم چې دمايع پرسطحي طبقې باندې عمل کوي،په عمومي ډول لاسته راځي چې : P=P_n+∆P=P_n±∝(1/R_1 +1/R_2 )


په هغولوښوکې چې لويې قاعدې لري،دمايعاتوآزاده سطحه دلوښي ددېوال څخه په لېرې فاصلو کې افقي شکل لري،مګردلوښي ددېوال سره نېږدې اوګاونډی واټن کې دلمدېدواونه لمدېدود پېښوپه نتيجه کې دمايع سطحه منحني شکل غوره کوي . که چېرې مايع دلوښي دېوال لوندکړي سطحه يې مقعره اوکه دېوال لوندکړي سطح يې محدب شکل لري . که چېرې دشعريه نل يوانجام په داسې مايع کې داخل کړوچې دلوى لوښي دننه قرارلري،په دې صورت کې په شعريه کې فشارتر کوږ شوي سطحې لاندې دهغه فشارپه نسبت کوم چې دمستوي سطحې لاندې وجودلري ، د∆P دکميت داندازې څخه چې دلاپلاس دفورمول پواسطه ټاکل کېږي ، توپيربه ولري . په نتيجه کې دلوښي ددېوال دلمديدوپه صورت کې په شعريه کې دننه دمايع سطح لوړيږي شکل . اودنه لمديدوپه صورت کې ټيټيږي .


په نريونلونوياتش ځايونوکې دمايع دسطحې دلوړوالي تغيردشعريوي پېښوپه نامه يادېږي . دشعريه نل په داخل کې دمايع اودلوښي دمايع دسطحوترمنځ دh لوړوالى برقراريږي،داسې چې دρ.g.h هايدروستاتيکي فشارد∆P شعريوي فشارپه توازن کې ساتي : ρ.g.h=(2∝)/R (32) په رابطه کې∝دمايع اوګازپه سرحدکې دسطحي کشش څخه عبارت دى،R دمنيسک دانحناد شعاع څخه عبارت دى .دR دانحناشعاع کولاى شودθ دحدي زاويې اودشعريه نل دشعاع r له جنسه افاده کړو،په عين زمان کې په شکل کې ليدل کېږي چې R= r/(cos.θ) دى .که چېرې دغه قيمت په وروستی رابطه کې وضع کړواومعادله نظرh ته حل کړولاسته راځي چې : h= (2π.cosθ)/(ρ.g.r) (33)

  داچې لمدونکي مايع دشعريه نل په داخل کې نه پورته کېږي اونه ښکته کېږي،رابطه په داسې حال کې چې θ<π/2 يعنې cosθ>0 وي مثبت h اود θ>π/2يعنې cosθ<0 په صورت کې منفي h ارايه کوي .دشعريه نل دننه دمايع پورته تګ (+h) اوښکته تګ (-h) دنل دشعاعr  سره معکوس نسبت لري اوهغه وخت اعظمي قيمت لري چې θ=0 ياθ=〖180〗^0   وي .مګردحرارت ددرجې په لوړېدوسره ښکته کېږي،ځکه چې ∝ دتودوخي ددرجې په لوړېدوسره په چټکۍ ρ ته نزول ورکوي .وروستی رابطه کولاى شودانرژۍ موضوع ته په کتنې سره هم ترلاسه کړو. دمنيسک دتوازن حالت دشعريه مايع دسيستم دپوتنسيالي انرژۍ داصغري سره مطابقت کوي.


دغه انرژۍ په سرحدونوکې [مايع ــ دېوال،مايع ــ ګاز،ګازـ دېوال) اودځمکې په جاذبوي ساحه کې دمايع دپوتانيسلي انرژۍ له مجموعې څخه يعنې : په سرحدکې دسطحي انرژۍ اودپوتانسيلي انرژۍ له مجموعې څخه عبارت دى . که چېرې دشعريه نل په داخل کې دمايع ارتفاع دdh په اندازه وي،دمايع دتماس سطحه دشعريه نل له دېوال سره د 2πr.dhپه اندازه تزايدوکړي .په نتيجه کې دdE زياتې شوي انرژۍ لپاره 2π.r.∝_(s,L).dh لاسته راځي .په همدې وخت کې دګازاودېوال ترمنځ دتماس سطحې تناقص پيداکوي،چې دانرژۍ دغه تزايد-2π.r.∝_(s,G).dh رامنځته کوي. دځمکې دجاذبې په ساحه کې پوتانسيلي انرژي تزايدکوي چې دh اوپه لاندې شکل کې دخط خط شوي حجم دضرب دحاصل سره مساوي ده يعنې :g.ρ.π.r^2.h.dh که چېرې په لوښي کې دمايع دسطحې دتغيرڅخه صرفنظروکړو، لروچې : dE=2π.r(∝_(S,L)-∝_(s,G) )dh+g.ρ.π.r^2.h.dh لدې ځايه : dE/dh=2π.r(∝_(S,L)-∝_(s,G) )+g.ρ.π.r^2.h پورتنى مشتق له صفرسره مساوي فرضوؤ، له دې ځايه دتعادل شرط لاسته راځي : h= (2(∝_(S,G)-∝_(S,L )))/(ρ.g.r) مګردپورته يادوشويورابطو په مطابق ددېوال ــــ ګاز(S,G) اومايع ـــ ګاز(L,G) د∝ زاويوتفريق عبارت دى له : ∝_(S,G)-∝_(L,S)=∝_(L,G).cosθ

که چېرې دغه قيمت په وروستی رابطه کې وضع اودمايع ـــ ګازترمنځ زاويه يعنې ∝_(L,G) د∝ په توري وښيود h= (2π.cosθ)/(ρ.g.r) رابطه لاسته راځي .

دکلک جسم اودمايع په سرحدکې پېښې : کلک جسمونه هم لکه دمايعاتوپه څېردسطحي کشش درلودونکي دي. دکلک جسم اومايع په سرحد کې دپېښودڅېړنې پروخت بايدپه نظرکې ونيسوچې دجامدجسم يامايع سطحي انرژۍ نه يوازې دراکړشوي جامديامايع جسم دخواصوتابع ده، بلکې دهغه مادې دخواصوتابع هم ده چې په سرحدکې قرارلري . دلاندې شکل په مطابق دوه جسمونه په نظرکې نيسوچې سره مشترک سرحدلري .که چېرې لومړنى جسم ګازوي اودنوړوجسمونوسره تعامل ونه کړي ،په دې صورت کې کولای شويوازې ددويم جسم دسطحي انرژۍ په هکله خبرې وکړو،اوکه درې جسمونه :جامد،مايع اوګازسره هم سرحده وي په دې حالت کې ټول سيستم هغه شکل غوره کو ي کوم چې دپوتانيسلي انرژۍ له اصغري سره مطابقت کوي .

اوس يوخصوصي حالت په نظرکې نيسو.فرضووچې هغه دوره چې دهغې پواسطه درې ډوله جسمونه شريک سرحدپيداکوي دکلک جسم له سطحې سره داسې قرارنيسي چې د دورې په هرعنصرباندې عامل دسطحي کشش دټولوقوودمرتسماتومجموعه،په هغه لوري چې ددورې عنصرتغيرمکان پيداکوي (يعنې دکلک جسم پرسطحې باندې مماس )له صفرسره مساوي کېږي .دلاندې شکل له مخې د∆l په اوږدوالي سره ددورې دعنصردتوازن شرط داسې ليکل کېږي : ∆l.∝_(S,G)=∆l.∝_(S,L)+∆l.∝_(L,G).cosθ (34)


په پورتنۍ رابطه کې ∝_(S,G)  ،∝_(S,L) او∝_(L,G) په ترتيب سره په سرحدونوکې دسطحي کشش ضريبونه دي ، کلک جسم اوګاز،جامداومايع،مايع اوګاز.دθ زاويه دکلک جسم اومايع دسطحې ترمنځ چې دمايع په داخل کې جلاکېږي،دحدي زاويې په نامه ياديږي . د(34) رابطې له مخې ليکلاى شوچې:

cosθ=(∝_(S,G)-∝_(S,L))/∝_(L,G) (35)

  د(35) رابطې له مخې θ هغه وخت محاسبه کېږي چې لاندې شرط صدق وکړي :

|∝_(S,G)-∝_(S,L) |/∝_(L,G) ≤1 (36) که چېرې د(36)رابطې دکسرصورت دمخرج څخه لوى وي ، په دې صورت کې دθ هيڅ قيمت هم نشې کولاى چې تعادل برقراره کړي ،ځکه چې : ∝_(S,G)>∝_(S,L)+∝_(L,G) هرڅومره که چېرې دθ زاويه کوچنۍ وي د∝_(S,G) قوه نسبت دوونوروته برتري لري .لاندې شکل الف برخه ،په لاندې حال کې مايع په نامحدوده ډول دجامدجسم پرسطحه جاري کېږي اوکامل لوندوالى صورت نيسي .دجامدجسم ـــ ګازدسطحې تعويض دجامدـــ مايع اومايع ـــ ګازددووسطحوپه واسطه دانرژۍ له نظره ګټوردى . دکامل لوندوالي په صورت کې حدي زاويه له صفرسره مساوي کېږي. ∝_(S,L)>∝_(S,L)+∝_(L,G) هرڅومره چې دθ زاويه π ته نېږدې وي ،د∝_(S,L) قوه نسبت ددوونورو قوو ته برتري لري ،دلاندې شکل ب برخه، په دې حالت کې هغه سطحه چې له هغې سره، مايع دکلک جسم سره شريک سرحدپيداکوي، په يوه نقطه کې تمرکزپيداکوي،مايع دجامدله سطحې څخه بېلېږي،په دې حالت کې کامل نه لمدېدنه صورت نيسي. دمايع ـــ جامدجسم تعويض دجامدـــ ګاز او مايع ـــ ګازددووسطحو پواسطه دانرژي له نظره ډيرمناسب دى . دکامل نه لمدېدنې په صورت کې حدي زاويه دπ سره مساوي ده . د(36) رابطې په نظرکې نيولو سره حدي زاويه کولاى شي حاده يامنفرجه وي . که ∝_(S,G)>∝_(S,L) وي دθ زاويه حاده ده اوبرعکس θ منفرجه لاسته راځي (-ب-شکل) په دې حالت کې قسمي لمدېدنه صورت نيسي.که چېرې جسم دمايع په وسيله لوندنه شي دپه زړه پورې پېښودرامنځته کېدوسبب کېږي . مثلاً که چېرې ستن په غوړيوباندې غوړه کړواوپه افقي شکل يې داوبوپرسطح کښېږدو(دستن پنډوالى بايدد2mm څخه زيات نه وي .)ستن داوبوپرسطحه لامبووهي، حتى کولاى شونوموړی ستنه ديومقناطيس په وسيله داوبوپرسطحه په حرکت راولو . ددې پېښې لامل دادى چې ستنه داوبوپه وسيله نه لمدېږي . دلاندې شکل څخه څرګندېږي چې داوبوپه سطحه کې،دستن په شاوخواکې داوبوژوروالى پيدا کېږي .داوبوهغه برخه چې ترستن لاندې قرارلري غواړي چې دآزادې سطحې لوړوالى حاصل کړې. اوپه دې ترتيب له لاندې څخه پرستنې باندې فشارواردوي،نوموړى فشاردارشميدس دقانون له مخې دبې ځايه شوې اوبوسره مساوي دى،همدارنګه مايعات په مخ پورته لوري باندې هم فشار واردوي چې په نتيجه کې داوبوپرسطحې باندې دستن دتعادل سبب ګرځي . که چېرې دفولادو سطحه غوړه کړوداوبوپه وسيله نه لمدېږي . دفولادـــ اوبودتماس دسطحې انرژي دفولادـــ هوا اويا هواـــ اوبه ، دسطحودانرژۍ په نسبت ،زياته ده . په اوبوکې دستنې کاملاً ډوبېدنه داوبودسطحي انرژۍ دزياتوالي سبب کېږي ، د〖S.∝〗_(S,G) (فولادـــ هوا)څخه تر〖S.∝〗_(S,L) (فولادـــ اوبه )پورې . په دې ځاى کېS دستن له سطحې څخه عبارت دى . دډوبېدوپه وخت کې دسطحي انرژۍ تغير دEsur دمنحني پواسطه چې په لاندې شکل کې ښودل شوې تشريح کېږ ي .h دلوښي دتل څخه دستن ارتفاع ښئ ، h_0 دمايع دلوښي دتل څخه دسطحې ارتفاع ښيي. دستن دپوتانسيلي انرژۍ تابعيت دځمکې دجاذبې په ساحه کې E_gr ، دh څخه مستقيم شکل لري اودوضعيه کمياتوله مبداڅخه تېرېږي .

	مجموعي انرژي د E_rot    ،E_sur اوE_gr انرژيګانوله مجموعې څخه عبارت دى اوپه هغه صورت کې چې h=h_0  وي اصغري قيمت لري  اوستنې ته داامکان ورکوي چې داوبوپرسطح لامبووهي ،که چېرې پرستن باندې داسې فشارواردکړوچې کُلي انرژي داعظمي څخه ترتېرېدووروسته په تناقص پيل وکړي،په دې صورت کې ستن په خپله داوبوتل ته ځي.


دپورته موضوع په څېرکولاى شودسيمي جالۍ ياغلبيل (sieve) په وسيله اوبه منتقل کړو. که چېرې دجالۍ مخه دمايع پارافين په وسيله غوړه شي دجالۍ سيمان داوبوپه واسطه نه لمدېږ ي اودجالۍ له سوريوپه موقعيت کې اوبه دمحدبوڅاڅکوپه شکل معلق پاتې کېږي . که چېرې داوبوقشرزيات پېړنه وي، په دې صورت کې مخ ښکته خواته دمايع دسطحې تغيرمکان دسطحي انرژۍ تزايدزياتوي،چې دکميت له نظره دجاذبې په ساحه کې دانرژۍ دتناقص څخه توپيرکوي . په دې اساس کولاى شواوبه دغلبيل په داخل کې وساتو.

دسيال غلظت :[سمول]

غلظت دمايعاتويودبنسټيزوفزيکي خصوصياتوله ډلې څخه دى چې اوبلنوالی مشخصوي، غلظت دمايعاتويوازينى پارامتردى چې قيمت يې دحرارت درجې اوفشارپه وسيله ميليون ځلي تغيرکولاى شي . مثلاً که چېرې داوبودحرارت درجه لس درجې ټيټ شي غلظت يې له 20% څخه تر 30% پورې زياتېږي . دمايعاتودغلظت ماليکولي تيوري دروسي پوه پروفيسورپاچينسکي په واسطه په 1913 کال کې منځته راغى .نوموړي پوه وښوده چې دمايعاتوغلظت دمخصوصه حجم څخه متابعيت کوي : η=C/(V-W) دباچينسکي په فورمول کې V مخصوصه حجم چې دکثافت معکوس قيمت لري ، W دماليکولونو حدي حجم اوC دهغه ثابت څخه عبارت دى چې په مايعا توکې دماليکولونودمتقابل عمل قوې مشخصوي . دW قيمت چې دتجربې په وسيله لاسته راغلى دواندروالس په معادله کې دa سره اړيکې لري . مايع هوا : که چېرې دهواياهربل ګازله ماليکولونو،داخلي انرژي واخيستل شي،هواپه مايع بدلېږي .که له بهرنۍ تودوخي څخه پرته،مايع جوشېدوته اړباسواوفشارټيټ کړوهغه حرارت چې دجوشېدنې په کارکې مصرفېږي،له مايع څخه اخيستل کېږي اوپه نتيجه کې ددې لپاره چې نوموړى جريان قطع نه شي بايددمايع دلوښي څخه هواپه دوامداره توګه خارج شي .ددې لپاره چې يوګازپه مايع تبديل کړوکولاى شودګازدسړولوپواسطه،چې دهماغه مايع څخه لاسته راغلى،دهغه دجوشېدنې دحرارت درجه ډېره ټيټه کړو.دغه طريقه په متوالي شکل هم استعمالولای شو . دنونلسمې پيړۍ په پايله کې دنوموړې طريقې څخه په استفادې سره پرله پسې دايتلين، اکسيجن، نايتروجن،اوهايدروجن ګازونه چې په ترتيب سره-1030C ،-1830C ،-1960C ،او-2030C دجوشېدنې حرارت درجې لري، په مايع بدل شول . دسړولوياتبريدپرله پسې طريقې د حرارت دټيټودرجودلاسته راوړلوډېره آسانه طريقه ده،په 1877 کال کې ددې طريقې په واسطه مايع هوالاسته راغله . په 1884-1885 کلونوکې مايع هايدروجن اودهغه څخه پوره شل کاله وروسته دهالينډدليدن په ښارکې دهيليوم ګازدګارلينګ انس په واسطه په مايع تبديل شو. که چېرې مايع هايدروجن ولروکولاى شوهيليوم چې دجوشېدنې ترټولوټيټه درجه -2690C لري په مايع تبديل کړو. مګرپه فني دستګاګانوکې دحرارت دکمولولپاره ګازمجبوروي چې په چټکتيا سره پراخوالى پيداکړي اودداخلي انرژۍ په واسطه کارترسره کړي . مثلاً که چېرې هغه هواچې ترڅواتموسفيروپورې وزبېښل شي دپراختياورکوونکودستګاوکې دننه هواپه ډېرچټکتياسره سړېږي اوپه مايع بدلېږي،ځکه چې دپستون دځاى په ځاى کولويادتوربين دڅرخولولپاره خپله داخلي انرژۍ مصرفوي .همدارنګه که چېرې کاربن داى اکسايدګازپه چټکتيا سره ديوبالون څخه خارج کړو،په فوري ډول سړېږي اودکنګل په ټوټوبدلېږ ي . له مايع هواڅخه دتوغنديواوجټ موتورونوکې په پراخه ډول کاراخيستل کېږي. پايله لکه څرنګه چې ترموډيناميک دماليکولي فزيک دموضوعاتودتشريح کولولپاره يوډېرمهم جز شمېرل کېږي،په نننۍ تخنيک کې هم يومهم سرليک اودانسانانودژوند،ساينس اوتخنيک دپرمختيااوپراختيايومهم اړخ ګڼل کېږي،په ترموډيناميک کې سربېره پرايډيالي اوحقيقي ګازونوپرمايعاتواودسيالاتودمختلفوبرخوپه هکله مطالب ترڅېړنې لاندې نيول کېږي اوتر مختلفوسرليکونولاندې دسيالاتوځانګړتياوې مطالعه کېږي. دسيالاتودځانګړتياووپه هکله کوم مطالب چې په دې سيمينارکې راټول شوی دی،همدارنګه دهغوپوهانوقوانين چې دموضوعاتوپه توضيح کولوکې ورڅخه استفاده شوی دی، دانسان په تمدن کې مهم رول لوبوي . ديوساينس پوه اوپه نوې زريزه کې دهرمسلکي اوغيرمسلکي انسان لپاره ددې موضوعاتوزده کړه ډېره اړينه ده. دمايعاتودځانګړتياوپېژندنه نه يوازې ديوفزيکې اصل په توګه اهميت لري،بلکې ديوساينسي قانون يافکتورپه ډول ديوويشتمې پېړۍ دهرانسان په ورځني ژوندکې خپل ارزښت ثابتوي . په دې سيمينارکې دسيالاتودبېلابېلوځانګړتياودتشريح ترڅنګ چې ديادواونامتوپوهانو دقوانينوله مخې ترسره شوی،دسيالاتوترموډيناميکي خصوصيتونه هم ترژورې څېړنې لاندې نيول شوی دی چې ځانته ارزښت لري.

ماخذونه[سمول]

عصمت.مارينا.فزيک ماليکولي وترموديناميک.طبع نشرات انستيتوت پيداګوژی کابل . ۱۳۶۳ شمس.محمدانور وديګران.فزيک عمومی.چاپ پوهنتون کابل . ۱۳۶۵ هوتک.محمدريس.فزيک ماليکولي وترموديناميک. طبع نشرات انستيتوت پيداګوژی کابل . ۱۳۶۳ Bertha .M.P. HEATH. Row &Company.USA .1992 Parsons .J.B. The Study of the Physical World .Houghton .USA. 1996 Wayne. PHYSICS .Printed in Addison &Wesley.USA .1990   لړلیک سرلیکونه مخ سريزه 1 دواندروالس معادله : 2 بارومتريکي فورمول : 4 دحقيقي کَازونوايزوترم : 5 دانتقال دپېښوقوانين : 7 دماکسويل قانون : 7 دفيک قانون : 8 دنيوتن قانون : 8 دفوریې قانون : 9 بُحراني حالت : 11 دژول – تامسون پېښه : 12 اوبلن يامايعات : 15 دمايعاتوځانګړتياوې : 16 دمايعاتوآزاده سطحه : 18 دمايع سطحي کشش : 19 دمايع دآزادې سطحې انحنا: 22 انقباض : 24 جوش : 24 دحرارت بُحراني درجه : 27 دلمدېدودتماس زاويه : 29 شعريت (دلاپلاس قانون) : 30 دکلک جسم اودمايع په سرحدکې پېښې : 33 دسيال غلظت : 36 مايع هوا : 37 پايله 38 ماخذونه 39