درې اړخیز تړون
| عمومي مالومات | |
|---|---|
| پېښې نېټه | |
| ځای |
| پای | |
|---|---|
| ګډونوال |
درې اړخیزه تړون چي د برلین تړون په نوم هم پیژندل کیږي، د جرمني ، ایټالیا او جاپان ترمنځ یو تړون وو، چي د ۱۹۴۰ کال د سپتمبر په ۲۷ مه په برلین کي په ترتیب سره د یوآخیم وان ریبنټروپ ، ګالیازو سیانو او سابورو کوروسو له لوري د اډولف هټلر په شتون کي لاسلیک سو. دا یو دفاعي پوځي اتحاد وو، چي وروسته هنګري (په ۲۰ نومبر ۱۹۴۰)، رومانیا (په ۲۳ نومبر ۱۹۴۰)، سلواکیا (په ۲۴ نومبر ۱۹۴۰)، بلغاریه (په ۱ مارچ ۱۹۴۱) او یوګوسلاویا (په ۲۵ مارچ ۱۹۴۱) هم پکښي برخه وال سول. په یاد تړون کي د یوګوسلاویا ګډون دوې ورځي وروسته په بلګراد کې کودتا راپورته کړه، چي جرمني، ایټالیا او هنګري یې په ځواب کي پر دغه هیواد باندي برید وکړ. ددې برید په پایله کي د ایټالیا او جرمني ملاتړی دولت چي د کروشیا د خپلواک دولت په نوم پیژندل کیږي، د جون په ۱۵مه، ۱۹۴۱ کال کي رامنځ ته سو.
درې اړخیز تړون د کمونټرن ضد تړون او د فولادو تړون سره په یوه وخت کي د جرمني، جاپان، ایټالیا او د محوري ځواکونو د نورو هیوادونو ترمنځ لاسلیک سو. [۲]
د تړون پر بنسټ د محور ځواکونه په رسمي ډول له یو بل سره متحد او د متحده ایالاتو په وړاندي یې مورچه ونیول. د درې اړخیز تړون له مخي جاپان "په اروپا کي د نوي نظم په رامنځته کولو سره د جرمني او ایټالیا مشرتوب" په رسمیت وپیژندی، او په بدل کي یې جرمني او ایټالیا د جاپان حق په رسمیت وپیژند چي له مخي یې "په لویه ختیځه آسیا کي" یو نوی نظم رامنځته کېدی.
- ↑ NDL law ID: 0000030680.
- ↑ Cooke, Tim (2005). History of World War II. Vol. 1 – Origins and Outbreak. Marshall Cavendish. p. 154. ISBN 0761474838. ترلاسهکېدو نېټه 28 October 2020.
- هغه پاڼې چې ويکياومتوک توکي کاروي
- هغه پاڼې چې د P1448 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P585 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P276 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P582 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P710 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چې یوه ځانتيا کارويP18
- CS1: long volume value