درېیمه نړۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د "درېیمې نړۍ" (Third World) اصطلاح، د سړې جګړې پر مهال د هغو هېوادونو د ښوولو په موخه، چې نه له ناټو او نه هم د وارسا تړون له هېوادونو سره یې همکاري لرله ، رامنځته شوه. د امریکا متحده ایالاتو، کاناډا، جاپان، سویلي کوریا، لویدیځو اروپايي هېوادنو او د هغوی نورو همکارانو، د "لومړۍ نړۍ" استازولي کوله، په داسې حال کې چې شوروي اتحاد، چین، کیوبا، ویتنام او د هغوی همکارانو د "دویمې نړۍ" استازولي کوله. دغې ترمینولوژۍ، د سیاست او اقتصاد له مخې په پراخه کچه په درېو برخو، د ځمکې پر سر د هېوادونو وېشلو ته زمینه برابره کړه. د شوروي اتحاد د شیندل کېدو او د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته، د درېیمې نړۍ اصطلاح په کارولو کې کمښت راغی. پر ځای یې د مخ پر ودې هېوادونو، لږ پرمختللو هېوادونو او نړیوال سویل اصطلاحات وکارول شول. دغه مفهوم په خپله زوړ یا منسوخ شو، ځکه نور یې د نړۍ اوسنۍ اقتصادي او یا هم سیاسي وضعیت نه څرګند کاوه او بېوزله هېوادونو، د عاید لرلو مختلف پړاوونه تېر کړل.

په درېیمه نړۍ کې، په عام ډول افریقا، لاتین امریکا، اقیانوسیې او آسیا کې د استعماري مخینې لرونکي هېوادونه شاملېږي. همدارنګه دغه اصطلاح د ناپیلو هېوادونو د خوځښت سره په مترادف ډول هم کارېدلې. د راول پربیش (Raúl Prebisch)، والټر روډني (Walter Rodney)، تیتونیو دوس سانتوس (Theotônio dos Santos) او آندری ګوندر فرانک (Andre Gunder Frank) په څېر مفکرینو، د ناپېیلتوب په تیوري کې درېیمه نړۍ، د " چاپېر شوو" هېوادونو په توګه، چې د اقتصادي هستې جوړونکو هېوادونو له خوا تر ولکې لاندې نیول شوي، د نړۍ له اقتصادي سیستماتیک وېش سره اړونده بلل شوې. [۱]

د درېیمې نړۍ اړوند د معناوو او بدلېدونکو حالتونو د پېچلې تاریخچې له امله، د دغې اصطلاح لپاره واضح او د ټولو د منلو وړ تعریف نشته. په کمونیستي بلاک کې یو شمېر هېوادونه، لکه کیوبا ډېر مهال د "دریمې نړۍ د هېواد" په توګه یاد شوی. هغه هم له دې امله چې د درېیمې نړۍ هېوادونه، له اقتصادي پلوه بې وزله او غیر صنعتي وو، نو دا په یوه کلیشه (stereotype) اوښتې، چې ان مخ پر ودې هېوادونه هم د درېیمې نړۍ هېوادونو په توګه یاد شي، له دې سره نوي صنعتي هېوادونه، لکه:  برازیل، چین او هند، د BRIC د برخې په توګه د "دریمې نړۍ" په اصطلاح کې شاملېږي. بل پلو له تاریخي پلوه د اطریش، فنلنډ، ایرلنډ، سویډن او سویذرلنډ په ګډون یو شمېر هېوادونه ناپېیلي وو، خو ډېر بریالي او سوکاله هېوادونه وو. [۱]

ایتمولوژي[سمول]

فرانسوي دیموګرافر(نفوس ګڼونکي )، انتروپولوژیست (انسان پېژندونکي) او تاریخ پوه الفرد ساوی (Alfred Sauvy) د ۱۹۵۲ ز کال د اګست په ۱۴ مه، په فرانسوي مجله L'Observateur کې، په خپله یوه خپره شوې مقاله کې د درېیمې نړۍ اصطلاح (فرانسوي : tiers monde)، د هغو هېوادونو په اړه چې په نړیوال ډګر کې کم رول لوبوي، جوړه کړې. د هغه له خوا د دغې اصطلاح کارول، د درېیمې طبقې وګړو ته اړوند وه، د فرانسې هغو عامو وګړو ته چې د فرانسوي انقلاب مخکې او وروسته له اشرافو او روحانیونو سره مخالف وو، هغو اشرافو ته لومړۍ طبقه او روحانیونو ته دویمه طبقه لیکلي وو. ساوي لیکلي و:"دغه له پامه غورځول شوې، استثمار شوې او سپکه شوې درېیمه نړۍ غواړي، د درېیمې طبقې وګړو په څېر یو څه وي (څه ترې جوړ شي)". د سړې جګړې اړوند متن کې، هغه د پانګوالي او کمونیستي بلاکونو سره، د ناپېیلتوب سیاسي مفهوم هم رامنځته کړ. د دغې اصطلاح اسانه تفسیر د دې لامل شو، چې په چټکۍ سره یوازې د ناپېیلو هېوادونو لپاره وکارول شي.[۲][۳][۴]

اړوند مفهومونه[سمول]

درېیمه نړۍ د درېو نړیو پر وړاندې[سمول]

د "درېو نړیو نظریه" د مائو زیدونګ (Mao Zedong) له خوا وړاندې شوه، چې د لویدیځ د درېو نړیو یا درېیمې نړۍ له تیوري سره توپیر لري، د بېلګې په توګه: په لویدیځه تیوري کې چین او هند په ترتیب سره دویمې او درېیمې نړۍ ته اړوندېږي، په داسې حال کې چې، د مائو په تیوري کې چین او هند دواړه درېیمې نړۍ ته اړوند ګڼل کېږي، ځکه پر باور یې، هغه له استثمار شوو ملتونو جوړ بولي.

تاریخچه[سمول]

درېیمې نړۍ ته اړوند ډېری هېوادونه، پخوانۍ مستعمرې دي، چې د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته ډېری دغه هېوادونه، په ځانګړي توګه کوچني یې د لومړي ځل لپاره د ملت او بنسټونو جوړونې له ګواښونو سره مخامخ وو. د دغې مشترکې مخینې لرلوله امله، ډېری دغه ملتونه په ۲۰ مه پېړۍ کې په مخ پرودې اقتصادونو واوښتل او ځینې نورلا په خپل حال پاتې دي. دغه اصطلاح، اوس مهال په عام ډول هغو هېوادونو ته، چې د OECD هېوادونو په کچه یې پرمختګ نه دی کړی او د پرمختګ په حال کې دي، کارول کېږي.

په ۱۹۸۰ مه لسیزه کې اقتصاد پوه پیټر باور(Peter Bauer) د درېیمې نړۍ اصطلاح لپاره، سیال تعریف وړاندې کړ. هغه ادعا وکړه چې، یوه ځانګړي هېواد ته د درېیمې نړۍ د حالت یا له اصطلاح څخه ګټنه، د هېڅ اقتصادي او سیاسي معیار له مخې نه کېږي او دا تر ډېره په قصدي ډول خپل سری بهیر و. د هغو هېوادونو ترمنځ چې د درېیمې نړۍ اړوند بلل کېږي، ګڼ شمېر توپیرونه شته. له اندونیزیا تر افغانستان؛ له ابتدایي اقتصاد څخه تر پرمختللي اقتصاد او د سیاست له مخې له ناپېیلي څخه د شوري او لویدیځ تر پلویتوب پورې. د هغه د استدلال له مخې: په څه ډول د امریکا د متحده ایالاتو یو شمېر برخې، درېیمې نړۍ ته ورته دي.[۵]

باور د درېیمې نړۍ په هېوادونو کې یوازې ګډه ځانګړنه دا موندلې وه، چې د دغوهېوادونو دولتونه " د لویدیځ د مرستو غوښتنه کوي او ترلاسه کوي یې" چې نوموړی یې، په کلکه مخالف و. له همدې امله، د درېیمې نړۍ اصطلاح ان د سړې جګړې پر مهال، د ګمراه کوونکې اصطلاح په توګه، له دې امله چې په شاملېدونکو هېوادونو کې هېڅ ثابت او ټولیز هویت نشته، ګواښ شوی دی.

پراختیايي مرستې[سمول]

د سړې جګړې پرمهال، د درېیمې نړۍ ناپېیلي هېوادونه، د لومړۍ او دویمې نړۍ له لوري د باالقوه متحدینو په توګه ګڼل کېدل. له همدې امله، د امریکا متحده ایالاتو او شوروي اتحاد هڅه کوله چې، د اقتصادي او پوځي مرستو په وړاندیزکولو سره، له دغوهېوادونو سره اړیکه جوړه او په ستراتیژیکو موقعیتونو کې متحدین ولري. (د بېلګې په توګه: د امریکا متحده ایالات په ویتنام کې او شوروي اتحاد په کیوبا کې). د سړې جګړې په ختمېدو سره، د درېیمې نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو، د پانګوالۍ او یا هم کمونیستي اقتصادي نظام موډلونه ومنل او له هغه لوري نه یې ټاکلی ملاتړ ترلاسه کاوه. د سړې جګړې پر مهال او وروسته له هغې، د درېیمې نړۍ هېوادونو، د لویدیځو مرستو لومړیتوب لرونکي ترلاسه کوونکي وو، او د اقتصادي ودې تمرکز، د اصلي نظریاتو، لکه:: د نوي کولو د نظریې (modernization theory) اود پلوي توب د نظریې له مخې و.

د ۱۹۶۰ مې لسیزې په پای کې، د درېیمې نړۍ نظریه، د افریقايي، آسیايي او لاتینې امریکا هېوادونو په استازولۍ چې د لویدیځ له خوا د بېلابېلو ځانګړنو (کمه اقتصادي وده، د ژوندانه لپاره کمه هیله لرل، د بې وزلۍ لوړه کچه، ناروغي او...) له مخې، د شاته پاتې هېوادونو په توګه ګڼل کېدل، مطرح شوه. دغه هېوادونه، د دولتونو، نادولتي سازمانونو او بډایه کسانو د مرستو موخه وګرځېدل. [۶]

د درېیمې نړۍ د اصطلاح مفهوم  پای[سمول]

له ۱۹۹۰ ز کال راهیسې، د "درېیمې نړۍ" اصطلاح، د ګڼ شمېر ژبو قاموسونو ته لار موندلې او د هغو هېوادونو لپاره کارول شوې، چې له اقتصادي او ټولنیز پلوه یې وده نه ده کړې. "د سیاسي سمون" له مخې، د "درېیمې نړۍ" اصطلاح کېدای شي، نوره زړه یا منسوخه وګڼل شي، ځکه خپله مفهوم یې تر ډېره تاریخي بڼه لري او نه شي کولای، په سمه توګه د مخ پر ودې او یا لږ ودې کوونکو هېوادونو معنا څرګنده کړي.[۷][۸]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Tomlinson, B.R. (2003). "What was the Third World", Journal of Contemporary History, 38(2): 307–321.
  2. Literal translation from French
  3. Wolf-Phillips, Leslie (1987). "Why 'Third World'?: Origin, Definition and Usage", Third World Quarterly, 9(4): 1311-1327.
  4. Gregory, Derek et al. (Eds.) (2009). Dictionary of Human Geography (5th Ed.), Wiley-Blackwell.
  5. "Third World America", MacLeans, September 14, 2010
  6. Tomlinson, B.R. (2003). "What was the Third World", Journal of Contemporary History, 38(2): 307–321.
  7. Wolf-Phillips, Leslie (1979). "Why Third World?". Third World Quarterly. 1 (1): 105–115. doi:10.1080/01436597908419410. ISSN 0143-6597. JSTOR 3990587. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Wolf-Phillips, Leslie (1987). "Why 'Third World'?: Origin, Definition and Usage". Third World Quarterly. 9 (4): 1311–1327. doi:10.1080/01436598708420027. ISSN 0143-6597. JSTOR 3991655. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)