درسي پلان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د درسی پلان تعریف:

په یوه ساعت، اونۍ، میاشت او یو کال کې د یو مهالي چوکات په مینځ کې د مختلفو مضامینو ساعتوار مهال وېش څخه عبارت دی .

یا په بل عبارت درسی پلان د ښونکي او زده کونکو تر منځ یو منظم فعالیت او نقشه ده چې د هغې په ذریعه معلم اوزده کونکي خپل فعالیتونه اجرا کوي لکه: کلنی میاشتنی، اونیز او ساعتوارپلان .

د کلنی پلان تعریف: کلنی پلان د هغې طرحې څخه عبارت دی چې دیوه مضمون ټول یو کلن موضوعات د یوه کال په میاشتو ووېشل شی.

د میاشتنی پلان تعریف: میاشتنی پلان عبارت د هغې طرحې څخه دی چې دیوې میاشتې درسی موضوعات د کلنی درسی پلان څخه ترتیب شوی وي.

د اونیز پلان تعریف: عبارت د هغه پلان څخه دی چې خپل د یوې اونی پلان د میاشتنی پلان څخه ترتیبوی.

د ساعت وار پلان تعریف: عبارت د هغې طرحې او نقشې څخه دی چې ښوونکی خپل فعالیتونه او د زده کونکو فعالیتونه د درس د هدف په خاطر د ټاکلی وخت او درسي موادوپه نظر کې نیولو سره د کاغذ پر مخ لیکي.

درسی مواد: عبارت د هغو موادو څخه دی چې د ښوونکي او زده کونکولپاره د درس او زده کړې په چټکتیا کې مرسته کوي لکه: تخته، تباشیر، تخته پاک، قلم ، کاغذ، خط کش، کارت، فلش کارت، فلش چارت او داسی نور.

کارت : کـــارت عبارت له درسی موادو څخه دی چـــې د یوې موضوع برخه د حروف په شکل د یوې کلمې سره وښایی مثلا: په یوه کارت کې چې د( ب ) حرف صرف یوه موضوع ده.

چارت: د هغه درسی موادو څخه عبارت دی چې د درس ټول موضوعات د کلمویا حروفو په شکل په درست ډول بیان کړي مثلاْ : د حروفو چارت، د کلمو چارت، او داسی نور.

فلش کارت: د هغه درسي موادو څخه عبارت دی چې د یوې موضوع برخه د عکس په بڼه بیان کړی مثلاْ : د یوه شخص عکس د لمانځه د رکوع په حال کې .

فلش چارت: هغه موادو ته وایي چې د درس ټوله موضوع په پوره ډول د عکس په شکل بیان کړي.

              مثلاْ : په یوه وخت کې د لمانځه یوه انځوریزه بڼه.

د درسی موادو ځانګړتیاوې: درسی مواد باید د چاپیریال څخه وي، ارزانه وي، اغېزناک او په زړه پورې وي، د کلتور مطابق وي، روښانه او بې خطره وي.

د تعلیمی پلان تقویمي تعریف:

تقویمي پلان هغې طرحې او یا نقشې ته وایی چې معلم د جنترۍ په نظر کې نیولو سره د میاشتو، هفتو، ورځې او درسي ساعتونه تعینوي.

مواد: د تقویمي پلان مواد له جنترۍ، کتاب، تقسیم اوقات، قلم، کاغذ او خط کش څخه عبارت دي .

د تقویمی پلان فورمول:

تعلیمی ورځې له دوهم د حمل نه تر ۳۰ د عقرب پورې محاسبه کیږي.

تعليمي ورځې = دمياشتو ټولې ورځې - ( دجمعې ورځې + رسمي رخصتۍ ورځې )

درسی ورځې = تعلیمی ورځې ـ غیر درسی ورځې(د معلم رخصتۍ او دڅلور مياشتنۍ ازموينې ورځې )

دیو کال درسي هفتې مساوي دي د درسي ورځو تقسیم د هفتې په ورځو ) د درسي ورځو تقسيم په ۶ (.

همدا رنګه درسي ساعتونه په یوه کال کې = درسي هفتې X په هفته کې دیوه مضمون درسي ساعتونه.

په یوه ساعت کې د درس اندازه، مساوی ده د کتاب دصفحو تقسیم د یوه کال په درسي ساعتونو.

ورور مو مسعودالرحمن ګاګرزی.