دادالله امینزی
| دادالله امینزی | |
|---|---|
دادالله امینزی په ۲۰۲۵ کال کې
| |
| د شخص مالومات | |
| پيدايښت | کامه ولسوالۍ، ننګرهار، افغانستان |
| هېواد غړيتوب | افغان |
| عملي ژوند | |
| تعليم | ماسټري (M.Com E-Commerce)، Mizoram University |
| کار/مسلک | لیکوال، ښوونکی، اداري مدیر |
| وېبپاڼه | |
| وېبپاڼه | ویبپاڼه |
| سمول |
|
دادالله امینزی
[سمول]دادالله امینزی (زېږېدنه: ۱۹۹۶ ز؛ کامه، ننګرهار) یو افغان لیکوال، ښوونکی، او د سوداګرۍ مدیریت متخصص دی. نوموړی د افغانستان په خصوصي تعلیمي او ټولنیزو برخو کې له فعالو څېرو څخه ګڼل کېږي. هغه د لوړو زدهکړو ترڅنګ، د ښوونې، مدني فعالیت، او سوداګرۍ په برخو کې هم مهم رول لوبولی دی.
لومړنی ژوند او زدهکړې
[سمول]دادالله امینزی د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ د قلعه اخند کلي کې زېږېدلی دی. د پلار نوم یې استاد مرحوم وسیعالله سیار او د نیکه نوم یې ملک امینالله خان دی. هغه خپلې لومړنۍ زدهکړې په خلیلالله خلیلي لیسه (کابل) او ثانوي زدهکړې په شهید مولوي خدایدوست عالي لیسه (ننګرهار) کې بشپړې کړې.
هغه وروسته د روښان پوهنتون څخه د سوداګرۍ مدیریت لیسانس (BBA) د ممتاز درجې سره ترلاسه کړ. په ۲۰۲۳ ز کې، نوموړي د هند Mizoram University کې د ICCR سکالرشپ له لارې د E-Commerce په برخه کې د M.Com زدهکړې پیل کړې، چې په ۲۰۲۵ ز کې یې بریالي پای ته ورسولې.
مسلکي ژوند
[سمول]دادالله امینزی د ښوونې، دولتي خدماتو، او خصوصي سکتور په بېلابېلو برخو کې دندې ترسره کړې دي. نوموړی د امان خصوصي ښوونځي مدیر، د NICE انسټیټیوټ کمپیوټر ښوونکی، او د تهذیب ټراول او ټورز شرکت رئیس پاتې شوی دی.
په دولتي کچه، هغه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د وزیر سکرتر او د څېړنو او معلوماتو سرپرست رئیس په توګه دنده ترسره کړې.
نوموړی د رضاکارو ځوانانو د اصلاح ټولنې د ځوانانو د همغږۍ مسؤل پاتې شوی او همدارنګه د ملي ژبې د ژغورنې غورځنګ ولایتي مسؤل هم پاتې شوی دی.
مدني او ټولنیز فعالیتونه
[سمول]دادالله امینزی د Online Global Teach Team غړی دی، چې د افغان زدهکوونکو لپاره یې د وړیا ښوونې خدمتونه برابر کړي. هغه په ګڼو علمي، مدني او فرهنګي پروګرامونو کې فعاله ونډه اخیستې ده.
لیکوال او څېړونکی
[سمول]دادالله امینزی د مدیریت او سوداګرۍ په برخه کې لیکوالي کوي. د نوموړي د ماسټرۍ څېړنیزه موضوع "په افغانستان کې د انټرنټي سوداګرۍ نويو شرکتونو کې د دوامدارو سوداګریزو ماډلونو تحلیل" ده.
هغه د "د سوداګرۍ اغېزمن رازونه – له پیل تر بریا" تر سرلیک لاندې یو لارښود کتاب هم لیکلی، چې د افغان کاروبارونو لپاره یو ساده او مفید اثر ګڼل کېږي.
مهارتونه
[سمول]- مدیریت او مشرتابه
- ډیجیټل مارکېټینګ
- کاپيرایټینګ او لیکنه
- ګرافیک ډیزاین
- علمي څېړنه او د پروژو تنظیم
ژبې
[سمول]دادالله امینزی پر پښتو، دري، او انګلیسي ژبو تسلط لري.
سرچينې
[سمول]وېشنيزې
[سمول]- ↑ Dadullah Aminzai. "An Analysis of Sustainable Business Models Among Internet Business Start-Ups in Afghanistan". International Journal of Business Research, July 2025. DOI: [۱](https://doi.org/10.5281/zenodo.15769557)