منځپانگې ته ورتلل

داخله ډاکټري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

داخلي ډاکټري (په انګرېزي: Internal medicine) د روغتيايي درملنې یو تخصص دی چې د مخنيوي، رنځ پېژندنې، او لويانو د ناروغيو درملنې پکې شاملېږي. داخله ډاکټران د بستر شویو او آمبولانسي ناروغانو پاملرنه کوي، او همداراز په عمومي توګه د ټولو داخله ناروغيو درملنې ترسره کوي.

د رنځپېژندنې برخې

[سمول]

د امريکا روغتيايي سازمان له وينا په داخلي روغتيا کې لاندې برخې شاملې دي: [۱]

  • زړه‌پوهنه (Cardiology)، د زړه اړوند ناروغیو درملنه
  • دننپوهنه (Endocrinology)، د بدن دنننۍ هورموني برخه
  • معده او کولمې پوهنه (Gastroenterology)، د معدې او کولمو برخه
  • د وينې پېژندنه (Hematology)، د وينې اړوند درملنې
  • عفوني ناروغۍ (Infectious disease)، ویروس، هوا او لکه باکتريا ډوله نورې ناروغۍ
  • سرطان‌ پوهنه (Oncology)، د کيميايي درملنې له اړخه د سرطان درملنې
  • د پښتورګو پېژندنه (Nephrology)، د پښتورګو اړونده درملنې
  • اینه پوهنه (Hepatology)، د اينې اړوند ناروغیو درملنې
  • سږې پوهنه (Pulmonology)، د سږو او ساه اخيستنې اړونده درملنې
  • روماتولوجي (Rheumatology)، د روماټيزمي ستونزو درملنې
  • د ځوانانو روغتيا (Adolescent medicine)
  • د زړه الکټروپيزیولوجي (Cardiac electrophysiology)
  • د ځانګړې پاملرنې روغتيا (Critical care medicine)
  • جېريتريکس (Geriatrics)
  • دنننۍ زړه پوهنه (Interventional cardiology)
  • د روغتون روغتيايي برخه (Hospital medicine)
  • د خوب روغتيا (Sleep medicine)
  • د سپورټ روغتيا (Sports medicine)

داخله ډاکټران د الرجۍ په برخه کې هم تخصص اخيستلای شي.

سرچينې

[سمول]
  1. American Board of Internal Medicine