دآریائیانو اصلی ټاټوبی (آریانا ویجه-آریانا ورشه )

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ډاکټر لطیف یاد 

په کرښه کونکی: رازمحمد محمدی

دآریائیانو اصلی ټاټوبی (آریانا ویجه-آریانا ورشه )[سمول]

که څه هم دآریائیانو داصلي ټاټوبي ( آریانا ویجه ) په اړوند دتاریخ پوهانو ترمینځ واړه اختلافونه شته ، خو بیا هم زیاتره مورخین په دې اړوند سره ورته نظرونه لري.په دغو تاریخپوهانو کې چې دآریاناویجه په اړوند یې څیړنې کړي دي کولای شو د آلتهايم (Altheim)، لومل (Lommel)، میکس میولر (M.Mueller)، شویدر (Schaeder)، آرتور كريستين سین (A.Christensen)، نوبرگ (Nuberg)، ميلز (Mills)او جوباین ويل (Jubainville) نومونه واخلو.

ډیرتاریخ پوهان په دې اند دي چې چې آریاناویجه دپامیر او د امو سیند ( Oxus river ) په شمال کې پرتې وادي ګانې وي چې بدخشان ته څیرمه پرتې وې او دلته دآريائیانو بیلابیلې قبیلې چې پښتانه هم پکې وو اوسیدل . دوی دکوچیانو په څیرژوند درلود او خپل څاروي او رمې به یې چې پسونه ، وزې ، آسونه او غوا يي ووڅرول ، خو کله چې ددوی په شمېر کې زیاتوالی راغی نو دوی مهاجرتونو ته اړشول . ځبنې نور محققین آریانا ویجه داوسني خوارزم(Khwarezm) په سیمه کې ګڼي چې اوس دمنځنۍ ایشیا دازبکیستان او ترکمنستان په هیوادونو کې پرته مشهوره سیمه ده ، خو ځینې ډیر نور مورخین دلومړنی نظر پلویان دي .

په اوستا کې چې دزردشت کتاب دی اوپنځه برخې لري چې ګاتا، ویسپرد، یشتونه ، وندیداد او خرده اوستا نومیږي راغلي دي چې دآریا ئیانواصلي ټاټوبی آریاناویج =آریناویجه دی.

همداراز دوندیداد په لومړي فرګرد کې هم داریا ئیانو دشپاړسو هیوادونو یا ولایتونو ذکر او یادونه شوې ده چې یو پکې همدا اریاناویجه دی چې دښاغلو یا اصیلواو نجیبو خلکوټاټوبی او داستوګنې دځای معنالری. 

باید ووایو کله چې داریائیانو دبهارته قبیلې دخیبر دتاریخي لارې نه تیرشول او تراباسین ورپورې وتل او شمالي هندوستان ته ورننوتل نو دوی هلته دانوم له ځانه سره یووړ او پر خپلې نوي ځمکې او هیواد یې داریا ورشه یا آریانا ورته Arya varta نوم کیښود چې ددوی دددغه هیواد نوم په منو سمهیتا یا دمنوپه قوانینوکې هم ذکرشوی دي او ددوی دغه ځمکه دهیمالیا دغرونو او دعربو تر سمندرګي پورې ښودل شوې ده .باید زیاته کړو چې دمنو سمهیتا قوانین دعیسی مسیح علیه السلام تر زوکړې دمخه اته سوه کلونه وړاندې لیکل شوی دی. د بهارته قبیلې وروسته په هند کې دخپل هیواد ته دبهارت ورشه یادبهارت ورته نوم ورکړچې اوس هم دغه نوم ژوندی دي .

لنډه داچې آریانا ویجه دپامیر او امو سیند سره نږدې هغه سیمه وه چې اریائیان یا دارین نسل او دارین قبیلې پکې په ګده سره اوسیدلې او له همدې خایه یې خپل مها جرتونه هم پیل کړي دي .

------------------------------------------------------------------------------------------

منابع او سرچینې : [سمول]

1- Vedic India,p44

2- http://www.avesta.org/vendidad/vd1sbe.htm

3-ttp://www.aryavartachronicles.com/the_world_aryavarta.html

4- Cambridge History If India ,v,1 ,p,51