منځپانگې ته ورتلل

خیرالدین بارباروس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
خیرالدین بارباروس
اړوند
زېږونځای
زېږون نېټه
۱۴۷۸ — ۱۴۸۴[۱] پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې نېټه
۴ جولای ۱۵۴۶[۱] پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې ځای
ښخولو ځای
ژبې
دنده
  لړۍ...
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
Oruç Reis (en) ژباړل پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
دین
اړين مالومات
جګړه

خیر الدین بارباروس پاشا یا خیرالدین پاشا ( زوکړه : 1470 د میدلي په جزیره کي - مړینه: د جولای 5، 1546 په استانبول کي)، د سمندري ځواکونو مشر ( وزیر )، سمندري قوماندان او د الجزایر عثماني والي وو د نوموړي اصلي نوم خضر بن یعقوب وو، خو خلکو د خضر رییس په نوم هم ورته ویل، او مشهوره په خیرالدین وو. په اروپا کي بیا نوموړی د باربروسا په نوم پیژندل کېدی، چي معنی یې سره ږیره درلودونکی شخص دی. ( باربا : ږیره، روسا : سره)

خیر الدین بارباروس په عثماني واکمنۍ کي د سمندري جهاد یو نامتو سمبول گڼل کېدی. په یاد جهاد کي د هغه تر ټولو مهم مرستیالان دده دوه زامن بیوک حسن او کوچ حسن وه. [۴] خیرالدین په لمړي سر کي د خپل ورور عروج تر قوماندې لاندي په بې شمیره سمندري یرغلونو کې مرسته وکړه، او له هسپانیا څخه یې د لسګونو زره ځورېدلو مسلمانانو او یهودانو په ژغورلو کي رول ترسره کړ، چي له همدې کبله د خپل ورور له شهادت وروسته د هغه ځایناستۍ وګرځېدی. د منځنیو پیړیو په ترڅ کي وروسته له هغه چي یوشمېر مسلمانانو او یهودانو د هسپانيې په وړاندي د مرستي غوښتنه وکړه، خیرالدین او د هغه ورور عروج د الجزایر د پلازمینې په توګه یو دولت رامنځ ته، او ډیر ژر یې د عثماني امپراتورۍ سره د یو دولت په توګه وتړی ترڅو د هغوی له لوري هم مرسته ترلاسه کړي. خیرالدین د خپل ورور د شهادت نه وروسته د الجزائر د ښار د مشهورو خلکو په ټینګار ( ۱۵۱۸ م ) د الجزائر د والي په توګه په دنده وګمارل سو. د والي په توګه تر ټاکل کېدو وروسته نوموړي خپل ولایت (الجزایر) د عثماني واکمنۍ د یوې برخي په توګه اعلان او ځان یې د هغوی ملاتړی وباله. عثماني سلطان سلیمان قانوني دده د ملاتړ په پار خپل ټول سمندري ځواک دده تر سرپرستۍ لاندي کړ، او د اسپانیا او نورو تیریګرو په وړاندي یې ورسره لویه مرسته وکړه.

خیرالدین د عثمانيانو په دې مرسته باندي د مدیترانې سمندر په مکمله توګه ددوی تر نفوذ لاندي کړ او د روم او اسپانیا دولتونه یې له کړکېچ سره مخ کړه، همدارنګه یې د افریقا په شمال کي د مسلمانانو د نفوذ غوړېدلو په پار ستري هلي ځلي وکړې او تر خپل مرګه پوري یې لوی شمېر هغه مسلمانان چي د اسپانیا له دولت سره بندیان وه، د جګړو په پایله کي الجزایر او نورو سیمو ته راوستل. خیرالدین پاشا پخپل وخت کي د عثماني سمندري ځواک د عصري کولو په موخه هم لوی کارونه ترسره کړه او دغه ځواک یې د څو پېړیو لپاره د اروپا د مشهوره سمندري ځواکونو په کرښه کي ودراوه. د نوموړي قبر اوس مهال د استانبول له سمندري میوزیم سره شتون لري.

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ويل شوي په: Dictionary of African Biography. خپروونکی: Oxford University Press. اثر ژبه: انګليسي ژبه. خپرېدو نېټه: ۲۰۱۲.
  2. Arabic Ontology ID: https://al-sharq.com/article/03/01/2020/%D8%AA%D8%AD%D8%AF%D8%AB-%D8%A8%D9%80-6-%D9%84%D8%BA%D8%A7%D8%AA-%D9%88%D8%A3%D9%86%D9%82%D8%B0-%D9%85%D8%B3%D9%84%D9%85%D9%8A-%D8%A7%D9%84%D8%A3%D9%86%D8%AF%D9%84%D8%B3-%D9%85%D9%86-%D9%87%D9%88-%D8%A8%D8%B1%D8%A8%D8%B1%D9%88%D8%B3-%D8%A7%D9%84%D8%B0%D9%8A-%D8%A7%D8%B3%D8%AA%D8%B4%D9%87%D8%AF-%D8%A8%D9%87-%D8%A3%D8%B1%D8%AF%D9%88%D8%BA%D8%A7%D9%86.
  3. سرچينې تړی: https://al-sharq.com/article/03/01/2020/%D8%AA%D8%AD%D8%AF%D8%AB-%D8%A8%D9%80-6-%D9%84%D8%BA%D8%A7%D8%AA-%D9%88%D8%A3%D9%86%D9%82%D8%B0-%D9%85%D8%B3%D9%84%D9%85%D9%8A-%D8%A7%D9%84%D8%A3%D9%86%D8%AF%D9%84%D8%B3-%D9%85%D9%86-%D9%87%D9%88-%D8%A8%D8%B1%D8%A8%D8%B1%D9%88%D8%B3-%D8%A7%D9%84%D8%B0%D9%8A-%D8%A7%D8%B3%D8%AA%D8%B4%D9%87%D8%AF-%D8%A8%D9%87-%D8%A3%D8%B1%D8%AF%D9%88%D8%BA%D8%A7%D9%86.
  4. Lindsay Armstrong (2014). "Charles Quint fédère l'Italie". Charles Quint (1500-1558) (in Français). Flammarion. p. 574. ISBN 978-2-0813-4652-9.{{cite book}}: CS1 maint: unrecognized language (link)