خویشکی.یا خیشکی پښتو قبایل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دخیشکوقبیله خېشکي یاخویشکی په پښتنوکي یوه مشهوره قبیله ده،دوی دپښتنودسړبن په ټولنیزګروپ اوډلی پوری اړه لری اوپه همدی ټولنیزګروپ کې دځمند اولاده ده. تاریخ حیات افغانی کي داسی راغلي ځمند قبیله لومړی دکندهار ارغستان او پیښین کی اوسیدله اودترین قبېلی سره دجګړوله امله یو شمیریه دپروان (غوربند) درې ته اونوريې ملتان ته لاړل اویوشمیر یه هندوستان قصور ته لاړل چی اوس دلاهور ختیځ ته پروت دی اودغو خیشکو پښتنو افاغنه قصوریان یادقصور پټانان وایی دغوخیشکو تر 1807 م کال پوری پردغي سیمي باندی واکمنی او راج کاوه.چی جنرال شهنوار خان خیشکی چی دمغلوپه پوځ کې يوستر جنرال تیرشوی دي. خیشکی زړور جنګیالی میلمه پال او په علم اوپوهې مین خلک دی . دخیشکوداستوګنې سيمی. 1-دافغانستان دپروان ولایت غوربند سیمه کی. 2-په کندهار او پیښین کې اودکندهارپه ارغنداب او ارغستان ولسوالیو کې. 3-دپښتونخواپه پیښور په ګینټه ګهر چارسده په هزاره کې ، په خېشکی پایان او خېشکی بالا کې په بنوکی په دیره اسماعیل خان کی په کلۍ مروت اونورو سیموکې استوګنه لری. 4-په پنجاب کی :دلاهورپه قصورښار کې چی دپاکستان دبهرنیو چاروپخواني وزیر خورشید احمد خان قصوری هم دهمدی سیمې قصوری پښتون و؛ په ملتان کی په هیروال کی په تانده کی اوسیده. 5-په هندوستان کې په خورجه کې چي دهند داتراپرادیش کی موقعیت لري. دخیشکو ځینی قبېلی .. جانبت خېل ۔ملی خېل ۔علم خېل ۔حیات خېل ۔شاهی خېل ۔ بهادرخان خېل ۔رسول خېل ۔عزیززی او روم خیل ۔تیخان خیل ۔کاڼه خیل ۔بغوڼډک خیل۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ دخیشکو مشهور۔نومیالی عارفان او صوفیان ۔۔ جنرال محمودخان جنرال شاه نظرخان او شهنواز خان دمغولو په پوځ کې مشهور جنرالان تیرشوی او سلیم خان دقصورو مشروو۔ خېشکی قصوری چشتی چی عبدی تخلص یی کاوه او د70 شاوخوا کې کتابونه لیکلې دي چی مهم اثریی (اخبارالاولیا من السان الاصفیا) دی همدا راز نور صوفیان یی دادی : حاجی ګګن شوریانی خېشکی،شیخ یحي خېشکی ،مولانا احمد شیخ متو،شیخ دوراني ،مولاناعبدلواحد، او شیخ ډانګ مار اوسی نور............................. مشهور شاعر یی ارزاني خېشکی ۔اودکابل پوهنتون استاد صابرخېشکی اونور.

یادونه۔۔۔قبېلی یواځی دغوربند دخیشکوپوری ټړاو لری ۔
بغیر دعزیززی او روم خیلو نه که تاسو ته یادوی راته کومنت کړی۔ 

داپوست می ځکه وکه چی کومه بل ناشناس راپيدا نشي۔ کاپی