خوان بوتیستا البردي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
خوان بوتیستا البردي
(هسپانوي: Juan Bautista Alberdi د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خوان بوتیستا البردي

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۹ اگسټ ۱۸۱۰[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
مړینه 19 جون 1884 (74 کاله)[۱۰][۲][۳][۵][۶][۹][۱۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت ارجنټاین  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده ليکوال
ډیپلوماټ
سياستوال
خبريال
فیلسوف  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) هسپاني[۲][۱۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه سياست[۱۳]
حقوق[۱۳]
وټپوهنه[۱۳]
ديپلوماسي[۱۳]
خبريالي[۱۳]
ټنګټکور[۱۳]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر فریدریک باستیا[۱۴]
الېکسي دو توکوېل[۱۴]
بنیامین کانسټنټ[۱۵]
جان لاک[۱۴]
جرمي بینتام[۱۴]
ادم سمېت[۱۴]  د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

خوان بوتیستا البردي (د ۱۸۱۰ ز کال د اګسټ ۲۹ – د ۱۸۸۴ ز کال د جون ۱۹) یو ارجنټایني سیاسي نظر وړاندې کوونکی او ډیپلومات ؤ. که څه هم د خپل ژوند زیاتره برخه یې د یوروګوای په مونته ویډو کې او چیلي کې په جلاوطنۍ کې تېره کړه، خو هغه د ارجنټاین د ۱۸۵۳ز کال د اساسي قانون پر محتوياتو کې اغېزمنه څېره وه.    

البردي، په ورته وخت کې د اساسي قانون د خپلو لیبرال او فدرالي نظرونو پربنسټ هڅه وکړه چې متضادې ټولنیزې ګټې راپورته کړي او د ولسي سیاسي مرکزيت او د ولایتي اداري غیرمرکزیت تر منځ توازن رامنځ ته کړي: دې ته په پام سره دواړه حل لارو به د واحد ملت د اصلي جوړښت په پیاوړتیا او پراختیا کې مرسته وکړي.   [۱۶]

ژوند لیک [سمول]

لومړنی ژوند [سمول]

خوان بوتیستا البردي د ۱۸۱۰ ز کال د اګست په ۲۹ نېټه د ارجنټاین د توکومان د ولایت په مرکز سان میګویل دوتوکومان کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. پلار یې، سلواډور البردي د هسپانوی باسک (لنډې ښځینه لمنې) سوداګر ؤ. مور یې جوزفا آروئزي بالډراما، په يوه ارجنټایني کورنۍ کې چې اصل او نسب یې هسپانوي ؤ، زیږېدلې وه. نوموړې د خوان بوټیستا د زیږون له امله مړه شوه. سلواډور البردي د ارجنټاین د خپلواکۍ په جګړه کې د وطنپالو ملاتړ وکړ او د پورتنۍ پیرو د دوهمې لښکر کشۍ په اږدو کې چې په ۱۸۱۲ او ۱۸۱۳ ز کلونو کې په توکومان او شمالي سیمو کې وشوه، د جنرال مانویل بیلګرانو سره مرکې درلودې. پلار یې هم په ۱۸۲۲ز  کال کې په داسې حال کې مړ شو؛ چې هغه لاهم کوچنی ؤ، نو د هغه ورور او خور فیلیپ او ترانسیتا د هغه قانوني ولي شول.    [۱۷][۱۸]

نوموړي له خپل توکوماني ملګري مارکو آوېلانېدا سره په ​​بونوس آیرس کې د اخلاقي علومو زدکړنځای (اوسنی "Colegio Nacional de Buenos Aires") څخه تحصیلي بورسیه ترلاسه کړه. هغه د ویسنې فیدل لوپز او استبان اچوریا سره یوځای زده کړې وکړې. د زدکړنځای سخت نظم و نه شو زغملای او په لنډ وخت کې یې د ناروغۍ په پلمه خپلې زده کړې پرېښودې. د موسیقۍ سره یې لېوالتیا ومونده، خو د رسمي هنري زده کړې پرځای دا په خپله له ځانه سره زدکړې کړې. خپل لومړی کتاب یې El espíritu de la música (هسپانوي: د موسیقي اوراح) په ۱۸۳۲ ز کال کې ولیکه. د خپلې کورنۍ یو ملګري، خوان مالدیس څخه یې دنده تر لاسه کړه او خپلو نورو غیر رسمي زده کړو ته یې دوام ورکړ. خپلې رسمي زده کړې یې په ۱۸۳۱ ز کال کې بیا پیل کړې او د کورډوبا پوهنتون ته ولاړ. د کورني سوداګرۍ لپاره خپل ولایت ته راستون شو او د والي الیجاندرو هیریډیا په غوښتنه یې Memoria descriptiva sobre Tucumán (هسپانوي: د توکومان تشریحي راپور) ولیک. له نوموړي د والي غوښتنه دا چې په توکمان کې پاتې شي، خو هغه رد کړه او بونوس آیرس ته راستون شو.  [۱۹][۲۰]

هغه د نولسمې پېړۍ د زیاتره نورو ارجنټاینانو په شان، چې په عامه ډول خواره وو، یو فريمېسن ؤ.  [۲۱]

کورنۍ جګړه  [سمول]

کله چې په بونس آیرس کې و، البردي د خوان ماریا ګوتیرز او اسټبان اچوریا سره ملګری شو. دوی  "۳۷ نسل"، د لیبرال روښانفکرو هغه ډله چې د مارکوس ساستر ادبي تالار کې یې غونډه وکړه، رامنځته کړ. دوی د ارجنټاین د کورنۍ جګړو په دواړو ډلو نیوکه وکړه، فدراليستان یې ډېر سخت دریځه او وحدت پالونکي یې په حکومتولۍ کې بې وسه وبلل. د دوی فکر دا ؤ چې دواړه ډلې باید خپلې شخړې پای ته ورسوي او په ګډه کار وکړي. والي خوان مانویل دو روزاس مارکوس ساستر اړ کړ چې تالار وتړي. البردي بیا "لا مودا" (هسپانوي: موډ) په نامه د ښځو مجله جوړه کړه، چې د "فیګاریلو" په مستعار نوم یې لیکلنې کولې. مجلې د اصلي موضوع تر څنګ، سیاسي محتوا هم درلوده. البردي د ارجنټاین د حقوقي نظام په اړه هم اندیښمنه لره او Fragmento preliminar al estudio del derecho (هسپانوي: د حقوقو د څېړنې لومړنۍ برخه) یې ولیکه ترڅو ستونزې په ګوته کړي او حل لارې وړاندې کړي. د ۳۷ نسل غړو د یوې پټې ټولنې په توګه یې کار ته دوام ورکړ، چې د "مې ټولنې" یا "May Association"  (چې د مې انقلاب ته اشاره کوي) په نوم پېژندل کېده، خو حکومت هغه کشف کړه. زیاتره غړي یې نورو هېوادونو ته ګډه شول؛ البردي په ۱۸۳۸ز کال کې یوروګوای ته کډه وکړه.  [۲۲]

په مونټه ویډو کې یې د وکالت سند ترلاسه کړ: هغه له وړاندې په بونوس آیرس کې خپلې زده کړې پای ته رسولې وې، خو د روساس په حکومت کې یې د لوړې کولو څخه څخه انکار وکړ. البردي فکر کاوه چې په ارجنټاین کې اصلي ستونزه مشخصاً روساس نه ده، بلکه هغه ټولنه وه چې د ده ملاتړ يې کاوه. په پایله کې هغه فکر وکړ چې د ۳۷ نسل باید د داسې عمومي ملاتړ په لاملونو پوه شي او دا چې څنګه یې د ځان لپاره ترلاسه کړي. نوموړي د روساس ضد خپرندوینو لکه "El Grito Arjentino"  (هسپانوي: د ارجنټاین ژړا) او "Muera Rosas"  (هسپانوي: مرګ په روزس) کې کار وکړ. هغه د تیاتر ډرامو "La Revolución de Mayo" (هسپانوي: د مې انقلاب) او "El gigante Amapolas"  (هسپانوي: لویې بنګ دانې) هم ولیکلې،  د دې دوهمې نوم د Rosas  تخلص سره د کلمو لوبه وه، ځکه چې "Rosas"  په هسپانوي ژبه کې د "Rosa" یعنې د ګلاب ګل، د جمع بڼه ده. البردي د جوان لاویل د منشي په توګه هم دنده ترسره کړه، خو د سیاسي اختلافاتو له امله یې پرېښود، خوان لاویل د فرانسې له لوري د ریو دو لاپلاټا د محاصرې په جریان کې یې د روزس په وړاندې نظامي مبازره وکړه. مانویل اوریبې، د یوراګوای ولسمشر، د یوراګوای د کورنۍ جګړې په جریان کې له دندې ګوښه شو او د روزس سره متحد شو، په ۱۸۴۰ ز کال کې یې مونټه ویډو محاصره کړه، نو البردي ښار خوشی کړ او د جوان ماریا ګوتیرز سره یوځای اروپا ته ولاړ.   [۲۳][۲۴][۲۵]

البردي په پاریس کې د خوسې دو سان مارتین سره ولیدل. د خپلواکۍ جګړې لپاره د ارجنټایني جنرال هغه مهال شپږ شپېته کلن ؤ، البردي د هغه تواضع او د ژوند سیک او قوت وستایه. البردي په ۱۸۴۳ ز کال کې د امریکا براعظم ته راستون شو. هغه هڅه وکړه چې په ریو دو جنیرو کې د خپلې لنډ مهالې استوګنې په ترڅ کې د ارجنټاین له پخواني ولسمشر، برناردینو ریواداویا سره وویني، خو بې ګټې وه. هغه د چیلي په ​​والپارایسو کې مېشت شو. د خپل وکالت سند یې تمدید کړ او د وکیل او ژورنالیست په توګه یې بیا د "فیګاریلو" په مستعار نوم مجلې سره دنده ترسره کړه. د متحده ایالاتو اساسي قانون یې وڅېړه، د داسې نظرونو په لټه کې ؤ چې په ارجنټاین کې کار وکړي، او په ۱۸۴۴ ز کال کې یې Sobre la conveniencia de un Congreso General Americano   (هسپانوي: د امریکا د عمومي کانګرس د آسانتیا په اړه) ولیکه. هغه د El Comercio ورځپاڼه رامنځته کړه او د La República Argentina 37 años después de su Revolución de Mayo (هسپانوي: د مې له انقلاب څخه ۳۷ کاله وروسته د ارجنټاین جمهوریت) راپور یې په ۱۸۴۷ ز کال کې ولیکه، چې د ګوندونو ترمنځ یې د شخړو د ختمېدو غوښتنه وکړه. په پای کې روزس په ۱۸۵۲ ز کال کې د کاسیروس په جګړه کې د Justo José de Urquiza له لورې  له ماتې سره مخامخ شو.   [۲۶][۲۷]

سرچينې[سمول]

  1. پیوستون : 118644254  — د نشر نېټه: ۴ مې ۲۰۱۴ — منښتلیک: CC0
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb120552007 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w65t3qk3 — subject named as: Juan Bautista Alberdi — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/7032977 — subject named as: Juan Bautista Alberdi — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ subject named as: Juan Bautista Alberdi — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Alberdi,_Juan_Bautista — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Juan-Bautista-Alberdi — subject named as: Juan Bautista Alberdi — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  7. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/alberdi-juan-bautista — subject named as: Juan Bautista Alberdi — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  8. Gran Enciclopèdia Catalana ID: https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0001748.xml — subject named as: Juan Bautista Alberdi — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia Catalana
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ CTHS person ID: https://cths.fr/an/savant.php?id=105342 — subject named as: Juan Bautista Alberdi — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Annuaire prosopographique : la France savante
  10. Juan Bautista Alberdi — د نشر نېټه: ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۴
  11. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/7032977 — د نشر نېټه: ۲۳ سپټمبر ۲۰۲۱
  12. NKCR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jo2015889370 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  13. NKCR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jo2015889370 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  14. https://institutoacton.org/2019/03/19/una-inspiracion-contra-el-socialismo-juan-bautista-alberdi-y-la-libertad-en-america-latina-alejandro-chafuen/
  15. https://dialnet.unirioja.es/descarga/articulo/5402645.pdf
  16. Argüello, Santiago; Cavallo, Yanela (14 October 2020). "Liberalismo y Federalismo: De Constant a Alberdi". Revista de Historia Americana y Argentina 55 (2): 127–150. https://revistas.uncu.edu.ar/ojs/index.php/revihistoriargenyame/article/view/3992/2935. 
  17. Luqui-Lagleyze, p. 8.
  18. Lojo, p. 9.
  19. Lojo, pp. 9–10.
  20. Luqui-Lagleyze, pp. 8–9.
  21. The list includes Juan Bautista Alberdi, Manuel Alberti, Carlos María de Alvear, Miguel de Azcuénaga, Antonio González de Balcarce, Manuel Belgrano, Antonio Luis Beruti, Juan José Castelli, Domingo French, Gregorio Aráoz de Lamadrid, Francisco Narciso de Laprida, Juan Larrea, Juan Lavalle, Vicente López y Planes, Bartolomé Mitre, Mariano Moreno, Juan José Paso, Carlos Pellegrini, Gervasio Antonio de Posadas, Domingo Faustino Sarmiento, and Justo José de Urquiza; José de San Martín is known to have been a member of the Lautaro Lodge, but whether that lodge was truly masonic has been debated: Denslow, William R. (1957). 10,000 Famous Freemasons. 1–4. Richmond, VA: Macoy Publishing & Masonic Supply Co Inc. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Luqui-Lagleyze, pp. 9–11.
  23. Lojo, p. 10.
  24. Luqui-Lagleyze, p. 12.
  25. Luqui-Lagleyze, pp. 11–12.
  26. Lojo, p. 10.
  27. Luqui-Lagleyze, pp. 12–16.