خدايداد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ډگر جنرال خدايداد (۱۳۳۴ ه - ) د افغانستان د نېشه يي توکو سره دمبارزې پخوانی وزېر دی.

مخينه

ښاغلي خدايداد په کال ۱۳۳۴ هجري لمريز کې د دايکندي په ولايت کې نړۍ ته سترگې پرانيستې، لومړنۍ زده کړې یې دشهرستان په ښوونځي او ثانوي زده کړې یې د کابل په پوځي عالي ښوونځي کې سرته ورسولي. دی د حذب وحدت غړی او د مزاري له ماونينو څخه شمېرل کېږي.

جنرال خدایداد خپلې لوړې زده کړې دافغانستان په ملي اکاډمۍ، د هندوستان په پوځي اکاډمۍ او د مسکو دفرونزای په پوځي اکاډمۍ کې ترسره کړې دي.

جنرال خدایداد له ۱۳۵۶ هجري لمریز کال څخه تر ۱۳۷۱ هجري لمریز کال پورې د افغانستان دملي اردو په لیکو کې و چې په پوځي لوړو پستونو کې یې هم دنده ترسره کړې او د ۵۲ مډالونو او نښانونو په ترلاسه کولو بریالی شوی دی.

ښاغلی خدایداد په کال ۱۳۷۱ هجري لمریز کې دمجاهدینو په لومړني حکومت کې دملي امنیت دوزیر په توگه وټاکل شو. لږ وروسته یې له دغې دندې استعغا وکړه او د بریتانیا هېواد ته یې سفر وکړ او هلته یې دمهاجرینو په منځ کې په سیاسي فعالیتونو پیل وکړ.

جنرال خدایداد په ۱۳۸۴ هجري لمریز کې له نیشه یي توکو سره دمبارزې دوزارت دمعین او په کال ۱۳۸۶ هجري لمریزکې ددغه وزارت دسپرست په توگه وټاکل شو.

ښاغلی خدایداد په کال ۱۳۸۷ هجري لمریزکې دافغانستان داسلامي جمهوریت دجمهورریس لخوا ولسي جرگې ته له نیشه یي توکو سره دمبارزې دوزیر په توگه معرفي چې دخلکو داستازو لخوا دباور دراې له ترلاسه کولو وروسته تر دې مهاله پر دغه څوکۍ کار کوي.

ښاغلی خدایداد په پښتو، دري، انگلیسي او روسي ژبو پوهیږي.