منځپانگې ته ورتلل

خبرې اترې:کندهاریان

مخ منځپانگې په نورو ژبو کې نه ملاتړ کېږي.
سکالو ورگډول
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کلتوري ليد

[سمول]

د يوې ټولنې او سيمې په نمايندګۍ د څو محدودو سياسي څېرو چې د هېواد او سيمې په جوړولو کې هيڅ ونډه نه لري انځورونه نشرول يوازې د يوه شخص د نظر او شخصیت پالنې ښکارندويي کوي. موږ ته په کار ده چې د کندهاريانو په نمايندګۍ د څو سياسي بدنامو څېرو پرځای مثبتې برخې وړاندې کړو، لکه اتڼ، ښوونځي، ماشومان/ې، کلي او داسې نور... Eshaq Azizi (خبرې اترې) ۱۸:۰۱, ۱۴ مارچ ۲۰۲۵ (‌‌‌‌نړیوال ‌وخت)


@Eshaq Azizi: خبره د مثبتو او منفي نده، دا چي څوک بد دۍ او څوک ښه دۍ دا هم مهمه نده، دلته مهمه داده چي یو شخص څونه ارزښت درلود/لري، څه‌کاره وو؟ څونه مشهورتیا یې درلودل، د کندهار ډېر حضور په سیاسي برخه کي سته ځکه نو دا بکس سیاسینو او واکمنانو ته ډېر ځای ورکړۍ، خو د انځوربکس اوږدلولو امکان سته که یو نور څوک چي په بله شعبه کي مشهوره وي هم ورګډولای سې… او دا لیکنه د انسانانو اړوند ده، نه د اتڼ، ښونځۍ او کلي… موږ هغه هم لیکو خو دغه لیکنه د هغه ځای ندۍ.. Af420 (خبرې اترې) ۰۰:۱۸, ۱۵ مارچ ۲۰۲۵ (‌‌‌‌نړیوال ‌وخت)