منځپانگې ته ورتلل

خبرې اترې:په بدو کې د نجونو ورکړه

مخ منځپانگې په نورو ژبو کې نه ملاتړ کېږي.
سکالو ورگډول
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دا چې؛

[سمول]

دا چې په نورو ويکيپېډياګانو کې دا ليکنه يوازې پښتنو ته راجع شوې، پر کلتور د ناوړه ليد له امله د دې ليکنې د ړنګولو وړانديز کوم. Eshaq Azizi (خبرې اترې) ۱۵:۳۵, ۱۱ مارچ ۲۰۲۵ (‌‌‌‌نړیوال ‌وخت)

@Eshaq Azizi:

دا لیکنه تر ډېره د پښتونخوا او پاکستاني او هندوستاني پنجاب سیمو ته اشاره کوي او يو لیکنه چي دونه کره سرچينې او موضوع ولري د ړنګولو امکان نلري، او یوه ټولنه هلته اصلاح کېږي چي د وګړو د تنقید سره مخ سي...--Af420 (خبرې اترې) ۱۶:۳۴, ۱۱ مارچ ۲۰۲۵ (‌‌‌‌نړیوال ‌وخت)

د ړنگولو پرځای

[سمول]

@Eshaq Aziziد ړنگولو پرځای که په ليکنه کې د سورې ورکولو بديانو او زيانونو باندې رڼا واچول شي، دا به لاغوره وي، او خپل مسؤليت چې خپله ټولنه له دا ډول ناسمو دودونو راگرځول دي، هغه به مو ادا کړی وي. شاه زمان پټان (خبرې اترې) ۰۳:۵۲, ۱۲ مارچ ۲۰۲۵ (‌‌‌‌نړیوال ‌وخت)

درې خبري

[سمول]

۱ : لمړی خو باید د لیکني د خرابولو پر ځای مالومات ور زیات سي، ترڅو خلکو ته معلومه سي چي دا ستونزه په افغانستان کي د پښتنو نه بلکي د ډیرو قومونو ده.

۲ : زموږ په خرابولو باندي د هغوی پر ویکیپېډیا باندي کوم اغېز نه پرې وزي، بلکي هغوی نور معلومات هم ور اضافه کوي.

۳ : د حقایقو څخه تیښته تر هغه لوی تاوان دی چي موږ د ځان یو منفي ټکئ ونه منو او ځیني وتښتو. تنقید ټولنه اصلاح کوي.

لنډه دا چي زه یې شخصا د خرابولو سره موافق نه یم. Subhan Ahmad KDR (خبرې اترې) ۰۶:۰۱, ۱۳ مارچ ۲۰۲۵ (‌‌‌‌نړیوال ‌وخت)