خبرې اترې:پنبه

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ســـريــزه ددي لپاره چي په هيواد كي مو دننه اړتياوي د پنبي د محصولاتو له كبله پوره تامين شوي اوس نو ضروري بريښي چي د كرني توليدات پراختيا ته ژوره پاملرنه وكړو دا چي زموږ ګران ټاټوبي يو كرنيز هيواد دي او ګڼ شمير وګړي يي په کرنه او مالدارى بوخت دي او خپل دژوند ضروريات د همدي لاري څخه لاسته راوړي کرنه دملي اقتصاد په پياوړتيا كي يو خاص ارزښت او اهميت لري. پنبه چې دکرنيزو نباتاتو دجملي څخه يو صنعتي نبات دي د نړي په اكثرو هيوادونو كي كرل كيږي او په نړي كي ترينه د مختلفو ټوكرانو د اوبدلو او د داني څخه يي د غوړيو په ايستلو كي مهم رول لري او كنجاړي څخه يي د څارويو د غذا په توګه استفاده كيږي چي ۴۰% پوري پروتيني مواد لري پنبه دهيواد په مختلفو ولايتونو كي كرل کيږي. اوپه زړه پوري محصولات ترينه لاسته راځي. چي د ژوند د اړتيا په ډګر كي د اليافو څخه يي مختلفو شيانو په جوړولو كي استفاده

 كيږي .نو ما غوره و ګڼله چي د پنبي د توليد  او اقتصادي ارزښت تر عنوان لاندي د مربوطه ډيپارټمنټ څخه موضوع واخلم چي ددي موضوع په ترتيب كولو كي ما د اړوند علمي او مسلكي كتابونو څخه استفاده كړيده تر څو دپنبي دتوليد اواقتصادي ارزښت په اړوند لازم معلومات ترلاسه کړم اوخپل سمينار ددي موضوع په اړوند ترتيب تنظيم اوبالاخره ارايه کړم . اوپه اخيره کې د لارښود استاد ډاکټر غلام نبي (بلوچ)  او د سيمنار استاد پوهنيار محمد رحيم (رحيمي) څخه يوه نړي مننه كوم چي ما سره يي د سيمنار په ترتيب كولو كي نه ستړيكيدونكي مرستي كړيدي د الله(ج) نه  ورته اجرعظيم غواړم.                                                       

په درنښت بـــــــــــــــــــنارس