خبرې اترې:مندوزي ولسوالۍ
سکالو ورگډولاسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالۍ ✅
اوسنی ناسم او نیمګړی عنوان چې یوازې لیکل شوی: مندوزي ❌
سلامونه!
دا مقاله اوس مهال اېډېټ-بند (protected) ده او سرلیک یې ناسم دی. د دې ولسوالۍ رسمي نوم "اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالۍ" دی، خو اوسنی عنوان یوازې "مندوزي" لیکل شوی دی چې نیمګړی او غلط دی.
له محترمو اډمینانو هیله کوم چې:
۱. د مقالې عنوان دې بدل کړي او لاندې نوم ته دې انتقال کړي:
اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالۍ
۲. که ممکن وي، د مقالې اېډېټ کول دې بېرته عادي کاروونکو ته خلاص کړي.
له تاسو مننه. Said Amin Aryan (خبرې اترې) ۱۴:۴۸, ۲ ډېسمبر ۲۰۲۵ (نړۍوال وخت)
سرچينه يې وړاندې کړه
[سمول]@Said Amin Aryan که شونې وي، يوه رسمي يا معتبره سرچينه چې د يادې ولسوالۍ نوم پکې ذکر شوی وي، دلته ذکر کړئ، ترڅو ستاسو غوښتنه ومنل شي او مخ ولېږدول شي. په درنښت شاه زمان پټان (خبرې اترې) ۰۶:۳۷, ۴ ډېسمبر ۲۰۲۵ (نړۍوال وخت)
پاڼې د نوم بدلولو غوښتنه: مندوزي ولسوالي→ اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالۍ
[سمول]دلیل / دلیل:
اوسنی پاڼې عنوان “مندوزي ولسوالي” نیمګړی او ناسم دی. د ولسوالۍ رسمي او بشپړ نوم “اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالۍ” دی.
سرچینې / References:
1. د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت (MAIL)
«د خوست اسمعیل خېلو او مندوزیو کې لسګونه بزګران روزل کېږي» — لینک
2. MAIL رسمي راپور — «د خوست ولایت اسمعیل خېلو او مندوزیو کې یوشمېر بزګران وروزل شول» — لینک
لنډیز / Summary:
یوازې “مندوزي” کارول نیمګړی او مغشوش کوونکی دی. رسمي سرچینو مطابق د ولسوالۍ بشپړ نوم اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالۍ دی. د پاڼې نوم بدلول د دقت او رسميت لپاره اړین دي. Said Amin Aryan (خبرې اترې) ۰۹:۵۲, ۷ ډېسمبر ۲۰۲۵ (نړۍوال وخت)
- تاسې دلته ځينې نومونه ياد کړې دي، خو تړونی(لينک) مو نه دی ورکړی؛ خو د دې لپاره بايد د کورنيو چارو وزارت اړوند، احصايې او مالوماتو ملي ادارې له خوا يا بلې دولتي ادارې چې د ځايونو نومونو ټاکلو يا څرگندولو واک ولري، يوه منبع د لينک سره ذکر شي؛ ترڅو نوم هغې ته ولېږدول شي، وسمهاله په ټولو ژبو کې د مندوزي ولسوالۍ په نوم ياده ولسوالۍ ذکر شوې ده؛ نو ځکه دلته هم مندوزي ولسوالۍ ليکل شوې ده. شاه زمان پټان (خبرې اترې) ۱۱:۳۹, ۸ ډېسمبر ۲۰۲۵ (نړۍوال وخت)
- بله دا چې هلته تاسې د کوم سرليک يادونه کړې، متن داسې يو شخص ليکلی دی، چې حتی پښتو هم سم نه پوهېږې، د هغې له ليکنې داسې ښکاري، چې اسماعيل خېل او مندوزي دوه بېلابېلې ولسوالۍ دي او ځينې ځايونه يې حتی يوازې سمعیل خېل ليکلي دي؟!!! شاه زمان پټان (خبرې اترې) ۱۱:۴۳, ۸ ډېسمبر ۲۰۲۵ (نړۍوال وخت)
←پاڼې د نوم بدلولو غوښتنه: مندوزي ولسوالي→ اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالۍ
[سمول]سلام وروره ته یې په خپله په فېسبوک وپلټه چې اسماعیل خېل او مندوزي یوه ولسوالي ده ټول معتبرو رسنیو اسماعیل خېل او مندوزي لیکلې ده زه څه اړتیا لرم چې دروغ ووایم
درنښت Said Amin Aryan (خبرې اترې) ۰۵:۲۷, ۱۹ ډېسمبر ۲۰۲۵ (نړۍوال وخت)
د پاڼې نوم بدلول: «مندوزي ولسوالي» → «اسمعیلخېلو او مندوزیو ولسوالۍ»
[سمول]سلام،
زه وړاندیز کوم چې د ویکيپېډیا د پاڼې نوم له مندوزي ولسوالي څخه بدل شي او رسمي بشپړ نوم «اسمعیلخېلو او مندوزیو ولسوالۍ» وګرځول شي.
دلیلونه:
1. اوسنی نوم نیمګړی دی او یوازې د ولسوالۍ یوې برخې ته اشاره کوي.
2. رسمي وزارت راپورونه د ولسوالۍ بشپړ نوم اسمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ ښيي:
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت راپور: «د خوست اسمعیل خېلو او مندوزیو کې بزګران روزل کېږي». (MAIL link)
3. د نوم بدلول به د جغرافیايي، اداري او رسمي دقت لپاره اړین وي، ځکه چې اوسنی نوم مغشوش کوونکی دی.
---
وړاندیز شوی بدلون:
مندوزي ولسوالي → اسمعیلخېلو او مندوزیو ولسوالۍ
زه هیله لرم چې دا بدلون تصویب شي، ځکه چې د رسمي وزارت راپورونه یې بشپړ نوم تاییدوي.
که ثبوت غواړې، نو واټساپ راکړه چې په تذکره او نورو اړینو اسنادو کې یې درته وښیم.
مننه،
[سیدامین ارین] Said Amin Aryan (خبرې اترې) ۰۷:۰۱, ۱۹ ډېسمبر ۲۰۲۵ (نړۍوال وخت)