خبرې اترې:پارس خليج
سکالو ورگډولد عرب خلیج څخه نوم و فارس خليج ته اړول
[سمول]@Eshaq Azizi, @Subhan Ahmad KDR,@شاه زمان پټان
د لیکني نوم باید و د فارس خلیج ته واړول سي، ځکه فارس خلیج ډېر پخوانی او د سیمې اصلي نوم دی، موږ نباید هر څه ته خپل شخصي احساسات ورګډ کړو… دا یو نظر دۍ.
د نامه اړوند سرچينې;
https://pajhwok.com/ps/2023/11/21/the-persian-gulf-countries-create-a-common-visa-like-the-schengen-visa/ (د فارس خليج هېوادونه د شینګن ويزې په څېر ګډه ويزه رامنځته کوي)
https://www.mashaalradio.com/a/29785288.html (د ايران سمندري ځواکونو نن د فارس خليج په څنډه کې پراخ پوځي تمرينات پيل کړل.)
https://www.trt.net.tr/pashto/kwndy-hwdwnh/2023/04/28/yrn-ph-frs-khlyj-kh-d-tylw-ywh-tnkhr-khsty-nywly-dy-1980522 (ایران په فارس خلیج کې د تیلو یوه ټانکر کښتۍ نیولی دی.)
https://www.benawa.com/pashto/print.php?id=69258
(ایران په فارس خلیج کې د تیلو یوه ټانکر کښتۍ نیولی دی.)
او ډېر نور....
دا بل نوم وم وس کارېږي، خو دا د ۲۰۲۰م کال د متحده ایالاتو لخوا و ګوګل ته تر ګوتڅنډنې وروسته پیل سو...
موږ په کوم دلیل په درواغو کي د متحده اماراتو لوری نیسو ؟؟
او د ایران سره د افغانستان یو شمېر مخالفتونه پر خپل ځای خو دا بیا بله خبره ده... که وا یا دا هم د همدې موضوع برخه ده؟؟؟ --Af420 (خبرې اترې) ۱۸:۵۵, ۷ فبروري ۲۰۲۵ (نړیوال وخت)
خلیج فارس غوره دی
[سمول]که چیري د تاریخي حقایقو اړوند سي، فارس خلیج خو پرېږده، خپله ایران په 1335 کال کي جوړ سوی دی. او که موږ نړیوال حقوق په پام کي ونیسو، بیا خو دا نه فارس او نه عرب خلیج دی، بلکي د بصرې خلیج دی چي په عراق پوري بیخي اړه لري.
فارس خلیج صرف شهرت دی، حقایق نه دي. د تاریخ خبره خو یې بیخي د منلو نه ده.
زه فکر کوم د فارس خلیج نوم باید د سریزي په پیژند برخه کي باید ولیکل سي، ترڅو خلک یې په هر نامه چي خوښه وي، پیدا کړي.Subhan Ahmad KDR (خبرې اترې) ۰۲:۵۹, ۸ فبروري ۲۰۲۵ (نړیوال وخت)
@Subhan Ahmad KDR:
دا نو ته زاړه قبرونه را کیندې، په تاریخ کي د فارس خلیج نوم تر بل هر نامه ډېر سته، او بیا ټوله نړۍ په داغه نامه ورته وایي.... موږ خالي د ایران سره زد ښکارو په دې کار، خو دا نباید د یاده وباسو چی د سیمې نوم د ایران خلیج نه د فارس خلیج دۍ...
خو که بیا وم ټینګار وي نو په لیکنه کي به د عربي خلیج یادونه وم وکړو، خو ټینګار مو باید پر دې وي چي سیمه پاید په خپل اصلي نامه و پېژندل سي، کوم چي خلیج فارس دۍ.... #نظر --Af420 (خبرې اترې) ۱۱:۵۹, ۸ فبروري ۲۰۲۵ (نړیوال وخت)
ماته دا نوم بيخي نوی دی
[سمول]د دې سرليک په کتلو سره ما داسې فکر وکړ، چې بيخي کوم نوي ځای نوم اورم، ځکه زه له وخته څومره ځايونه چې مې لوستي او اورېدلي د پارس خليج (فارس خليج) نوم سره اشنا ووم، دا راته بيخي ناشنا نوم ښکاري، د نورو ژبو ويکيپېډيا ګانو کې هم په همدې (پارس خليج ) سره ليکل شوی دی.پرته له عربي ويکيپېډيا، له دې پرته که موږ د نومونو د کارولو کې د دوه نومونو راخيستلو او کارولو اختيار ولرو، نو لومړيتوب هغه نوم ته ورکوو چې له پښتو ليکدود سره ترټولو ډېر نږدې اړخ ولګوي چې دا ښېګڼه په (پارس خليج ) کې ليدل کيږي ځکه په (عربي خليج) کې ع توری موږ په پښتو کې نه لرو او يو پورتوری دی. شاه زمان پټان (خبرې اترې) ۰۸:۵۸, ۸ فبروري ۲۰۲۵ (نړیوال وخت)
@شاه زمان پټان:
ستا او زما نظر په دې کیسه کي یو دۍ.... --Af420 (خبرې اترې) ۱۲:۰۱, ۸ فبروري ۲۰۲۵ (نړیوال وخت)
د عربي خليج سياسي اړخ
[سمول]د نړۍ هېڅ هېواد پر ازادو اوبو د مالکيت لرلو ادعا نشي کولای بلکې يوازې د خپلې اوبيزې پولې د ساتنې په موخه د اوبو پر ځينو برخو ولکه لري. خو دلته ایران پر ازادو اوبو د مالکيت جنجال جوړ کړی دی. د نړۍ هېڅ هېواد آزادې اوبه د خپلې جغرافيې برخه نه دي ګڼلي خو ايران دا کار کړی دی، ايران تل د خپلې وچې ځمکنۍ جغرافيې سره د عربي خليج ټولې اوبه د ځان ګڼلي او د ايران جغرافيه يې معرفي کړې ده. د عربي خليج شاوخوا سيمو ته په کتو د عربي خليج نوم ورکول څه د نقد ځای نه لري. په درنښت ، اسحاق عزيزي Eshaq Azizi (خبرې اترې) ۱۲:۴۸, ۸ فبروري ۲۰۲۵ (نړیوال وخت)
منطقي اړخ
[سمول]خلیج کلمه خپله عربي ده او پارس د افغانستان له دری ژبي څخه اخیستل سوی دی چي وروسته عربو په فارس بدل کی. که بیخي ژور ولاړو خلیج او فارس به دواړه د ایرانیانو له لاسه ووزي.
څو عربي هیوادونه پر دغه اوبو پراته دي خو مقابل کي یې یوازي یو ایران دی، او خوا یې لا هم بده ده چي خلیج ولي زما په نوم نه دی؟ د اوبو په منځ کي یې همدا اوس د ابوموسی جزیره د ایران له لوري اشغال سوې ده، چي د هغې نوم هم عربي دی او ایرانیانو ډېر لیري نه بلکي د رضاشاه په زمانه کي لاندي کړه. اوس که ابو موسی نوم هم سبا واوړي موږ به وایو چي دا هم د ایران حق دی.
د شهرت پر بنسټ که کیږي نو بیا افغانان څه حق لري چي د ایران سره یې پر آرین توکم دعوه ده، خو سم به یې ورپریږدو او ایران به رسمي د افغانستان د ځمکي حق ترلاسه کي.
Subhan Ahmad KDR (خبرې اترې) ۰۶:۴۴, ۹ فبروري ۲۰۲۵ (نړیوال وخت)
) @Subhan Ahmad KDR: که ارين توکم خبره شي، ډېر دې نه ستړی کوم، د پښتو ادبياتو تاريخ (پوهاند عبدالحی حبيبي) لومړی ټوک، ۳۱-۳۳ مخونه وګوره، انشاءالله څرګنده حقيقي ځواب به يې ومومې.
منطقي اړخ
[سمول]Persian Gulf naming dispute FX200 (خبرې اترې) ۱۰:۳۳, ۱۰ فبروري ۲۰۲۵ (نړیوال وخت)
ځواب
[سمول]ته مخکي تر دې چي موضوع ته ځان دننه کړې، باید ځان په ویکیپېډیا کي معلوم کړې. کنې د چټ جي پي ټي په مرسته زه هم ستا په ژبه خبري درسره کولای سم.@FX200
مننه Subhan Ahmad KDR (خبرې اترې) ۰۵:۱۰, ۲۴ فبروري ۲۰۲۵ (نړیوال وخت)