خبرې اترې:سرطان

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سرطان څه ډول ناروغی ده ؟ ولی انسان سرطآن کیږي ، . طبی څیړنی وایی چې د ککړ چاپیرل او سرطانونو نیژدي اړیکه ده . په دې وروستیو کې په افغانستان کې د چاپیرل د ککړتیا د معلومولو لپاره د بهرنیو هیوادنو په مرسته له پرمختللی تکناوژی څخه ګټه اخستل پیل شول خو که اصلی مسله ده دا ده چې خلک څومره د پاک چا پیرل په اهمیت پوهیږی . د کابل ښار ته ولاړ شی نو ډیرو کوڅو ته چې ننوځې حتی له ښاره لری ځایونو کې نو د وړو کارخانو څخه پورته شوی لوګې دی سپږمې سوزوي . هر څوک په هر ځای کې یې چې زړه وی کارخانه جوړوي . د ښښو بټي یا داشونه خو هر ځای لیدل کیږي . زاړه موټرونه بی شماره په کابل او د افغانستان په بیلابیلو ښارونو کې ګرځی .

ډاکتر عثمان پوپل په دنمارک کې افغان متخصص ډاکتر دی چې د اروپایانو په تداوی بوخت دی نن غواړی چې د ازادی راډیو له لاری افغانانو ته هم معلومات ورکړی او دده په وینا خلکو ته خدمت وکړي . سرطان د بدن د حجراتو نه کنټرولیدونکې ودې یا تکثر ته ویل کیږي. د بدن ساختماني واحد د حجرې پنامه یادیږي. د انسان د بدن حجرات د اړتیا سره سم تکثر کوي او د اړتیا د نه موجودیت په صورت کې په منظم ډول له منځه ځي، چې دا دواړه (د حجراتو تکثر او له منځه تلل) په منظم ډول او د انسان د بدن د اعضاوو د اړتیا سره سم تر سره کیږي. کله چې په دې دواړو حالتونو کې (د حجراتو تکثر او له منځه تلل) د بیلابیلو عواملو پر اثر بې نظمي حاکمه شي او په نتیجه کې د بدن حجرات له کنترول پرته تکثر وکړي او یا په منظم ډول له منځه لاړې نشي، دې حالت ته د بدن د همغه اړونده غړي سرطان ویل کیږي. اوسمهال د سرطاني ناروغيو پيښې له غربي، شتمنو او صنعتي هيوادونه څخه د بيوزلو هيوادونو په لور د خپریدو په حال کې دي. په بيوزلو هيوادونو کې سرطاني ناروغۍ د ایچ آی وي، ملاریا او نري رنځ په پرتله د ډیری کسانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی. د سرطاني ناروغیو پیښې په نړیواله کچه د شلمی پیړۍ په وروستیو دیرشو کلونو کې دوه چنده شوې او داسی پتیل کیږي چې دا شمیره به تر 2020 کال پورې یوځل بیا دوه چنده شي او تر 2030 کال پورې به دری چنده شي. په څیړنو کې وړاندوینه شوې چې تر 2030 کال پورې به د سرطاني ناروغیو تشخیص شوې پیښې کابو 26.4 میلیونه ته ورسیږي چې له دې جملې څخه به 17 میلیونه کسان خپل خواږه ژوندونه له لاسه وکړي. دې ناروغۍ ته ولې سرطان (کنسر) وايي؟ کله چې د لومړي ځل لپاره هیپوکرات (بقراط) چې یو یونانی طبیب وو او د طب د پلار پنامه یادیږي د یوه خبیثه تومور یوې غوڅې شوې سطحې ته متوجه شو چې ځنګاښ ته ورته شکل ېې درلود، له هغې وروسته ېې په دې ناروغۍ د کنسر چې یوه لاتینه کلمه ده او په عربي ژبه کې ورته سرطان وايي نوم کیښود. سرطان بیلابیل ډولونه لري او د انسان په هر غړي لکه سږي، مرۍ، معدې، کولمو، سینې، پوستکي، هډوکو، اعصابو، پروستات، مثانې او داسې نورو کې کولای شي را منځته شي او پرمختګ وکړي. د سرطان ځینې نور ډولونه په لاندې ډول دي: • د مغزو سرطان، • د رحم د غاړې سرطان، • د پښتورګو سرطان، • د وینې سرطان، • د ینې سرطان، • د تخمدانونو سرطان، • د پوستګي سرطان، • د خصیو سرطان، • د رحم سرطان، • د تایروید د غدې سرطان. د سرطان عوامل: د انسان د بدن په غړیو کې د سرطان را منځته کیدل بیلابیل عوامل لري چې ځینې ېې په لاندې ډول ذکر کیږي: • کیمیاوي مواد، • د الکولو زیات استعمال، • محیطي زهري مواد لکه زهري مرخیړي او یو ډول نور زهري مواد چې د الفا توکسین پنامه یادیږي، • د لمر تر وړانګو لاندې د ډیر وخت لپاره پاتې کیدل، • ارثي ستونزې، • چاغتوب، • ډول ډول وړانکې، • وایروسونه. د دې ټولو عواملو سره سره تر اوسه پورې د ډیری سرطانونو کره علتونه نه دي پیژندل شوي. په نړۍ کې تر ټولو وژونکی سرطان د سږیو سرطان پیژندل شوی چې تر ډیره پورې ېې علت د تنباکو یا سګرټو استعمال په ګوته شوی دی. د سرطان نښې نښانې: د سرطان نښې نښانې د سرطان په ډول او موقعیت پورې اړه لري. د مثال په ډول، د سږیو د سرطان عمده نښې نښانې د ټوخي، سالنډۍ او د سینې د درد څخه عبارت دي. د کولمو په سرطان کې اسهال، قبضیت او په غایطه موادو کې د وینې موجودیت ډیر لیدل کیږي. د مرۍ په سرطان کې مریض د غذا د تیرولو په وخت کې مشکلات لري او په زیاتو حالتونو کې د درد سره یو ځای وي. د سرطان ځینې ډولونه هیڅ نښې نښانې له ځانه سره نلري او په ځینو ډولونو کې لکه د پانقراض سرطان تر هغه په ناروغ کې د سرطان نښې نښانې نه لیدل کیږي تر څو ېې ښه ډیر پرمختک نه وي کړی. لاندې نښې نښانې تقریبا د سرطان په ټولو ډولونو کې موجودې وي: • د ساړو په اثر ريږدېدنه، • د خستګۍ احساس، • تبه، • بې اشتهايي، • ناراحتي، • د شپې لخوا خولې کیدل، او • د وزن بایلل. تشخصیه معاینات: د سرطان د تشخیص لپاره لاندې معاینات ډیر معمول دي: • د سرطاني غړي د نمونې اخیستنه او معاینه، • د وینې معاینات، • د هډوکو د مغز د نمونې اخیستنه او معاینه، • د وینې د حجراتو معاینات، • سټي سکن، او • ام آر آی. د سرطان د ډول، موقعیت او اندازې تشخیص ډیر آسانه نه بریښي خو د دې سره سره د سرطان ډیری ډولونه د سرطاني غړي یا برخې د نمونې د اخستنې او معاینې پواسطه چې ورته په طبي اصطلاح کې بایوپسي ویل کیږي تشخصیږي. د سرطان د اساسي موقعیت او اندازې لپاره د سټي سکن معاینات ډیر اساسي رول لوبوي. د سرطان تداوي: د سرطان تداوي د سرطان په ډول او د هغه د پرمختګ یا انکشاف تر کچې پورې اړه لري. د سرطان د پرمختګ یا انکشاف کچه په دې معنی ده چې سرطان څومره وده کړې او آیا د بدن نورو اعضاوو ته هم خپور شوی او که نه. د دې فکتورونو په نظر کې نیولو سره د تداوۍ لاندې ډولونه ډیر معمول دي: • جراحي عملیات او د سرطاني برخې لرې کول، • سرطاني غړي یا برخې ته د شعاع ورکول، • د سرطان ضد داروګانو استعمالول. له دې سره سره، د سرطان بشپړه تداوي د سرطان په ډول او پر وخت تشخیص پورې اړه لري. کچیرې یو سرطان د هغه په ابتدايي مراحلو کې تشخیص شي کیدای شي ډیرې ښې پایلې ولرې او ناروغ ترې په بشپړه توګه شفا پیدا کړي. د سرطان مخنیوی: لکه څرنګه چې مخکې وویل شول، د ډیری سرطانونو اساسي علتونه تر اوسه پورې نه دي پیژندل شوي، خو د تنباکو پر استعمال کنترول، د الکولو په څښاک کې کمښت، د بدني فعالیتونو زیاتوالی، د صحي خوراکونو څخه استفاده کول، د کیمیاوی زهرجنو موادو او وړانګو څخه د ځان ساتل، د تور زیړي (چې په اوږده موده کې د ینې د سرطان سبب ګرځي) او انساني پاپیلوما ویروس (چې د رحم د غاړې د سرطان سبب ګرځي) په وړاندې واکسین، منظم معاینات، د لمر د وړانګو په مقابل کې د بدن د پوستګي ساتل، او د سرطاني ناروغۍ په وړاندې د عامه پوهاوي رغنده ګامونه تر ډیره بریده د دې وژونکې ناروغۍ پیښې کمولی شي. په کال کې یو ځلې یا دوه ځلې د بدن د عمومي معایناتو ترسره کول ډیر اړین بریښي چې په دې سره کولای شو سرطان په خپلو ابتدايي حالتونو کې کشف او په درملنه ېې لاس پورې کړو.

د سرطان ناروغۍ ته په کتلو سره، دغه ناروغي په بې وزلو او شتمنو دواړو هېوادونو کې ډېره شوې ده، چې په دغې ناروغۍ اخته کسانو لکه د اعدامېدونکو کسانو په سترګه کتل کېږي. وړاندې دا غلط نظر و، چې ګني سرطان یوازې د بې وزله کسانو ناروغي ده، خو دغه مفهوم اوس بیخي سرچپه شوی دی. بي بي سي له جاکسن اوریم سره خبرې کړې، چې "د سرطان ضد د اوګندا د انستیتوت" مشري کوي. په یوګندا کې د سرطان ضد ناروغی دغه یوازېنی مرکز دی، چې د کابو ۳۳ میلیون وګړو لپاره روغتیايي خدمتونه کوي. له ډېرو بوختیاوو سره – سره، اوریم ټینګار کوي، چې د سرطان هر ناروغ پخپله معاینه کړي، چې له دغې ډلې یو هم موسا سیتیمبا دی، چې د معدې وژونکی سرطان لري. اوریم د سیتیمبا درملنه په وړیا توګه وکړه. اوریم په موسکا سره خپل ناروغ ته وویل چې "ته له دغې ناروغۍ په غوره توګه رغېدلی یې." اوریم زیاته کړه "هغه څه چې ما ته ډېر څرګند شول، دا دي چې د سرطان په ناروغۍ ډېری اخته کسان عادي خلک دي، دا هغه مهال عجیبه راته ښکاره شوه، چې په طب پوهنتون کې مې همدا ډول نظریه واورېده، کتابونه مې ولوستل، خو بیا پوی شوم، چې د سرطان ناروغي پرمختللو هېوادونو او بډایه خلکو کې هم شته." دی دا هم وايي چې "د ډېرو بې وزلو کسانو درملنه مې وکړه، او د دغې ناروغۍ په اړه د خلکو غلط نظر راته څرګند شو."

"بې ګټې" د یوګندا دغه روغتیايي مرکز ته د ناروغو مراجعینو شمېر په کمېدا دی، دغه مرکز هر کال نژدې ۲۲ زره مریضان تداوي کوي، چې ۲۰ زره یې د خطرناکو ناروغیو له کبله مري. اوریم وايي، د اوګندا زیاتره اوسېدونکي د سرطان ناروغۍ په اصلي مفهوم خبر نه دي، دوی چې ناروغان شي، په لومړي سر کې ډاکټر ته مراجعه نه کوي، او په دې هم نه پوهېږي، چې ګني په سرطان اخته شوي دي. اوریم ټینګار لري، چې زیاتره "خلک د درملنې او علاج غوښتلو په ګټه نه پوهېږي، ایله په دې چې پوی شي، چې سرطان ناروغي لري، نو ارومرو یې سترګو ته د اعدام سزا ودرېږي." اوریم د امریکا په متحدو ایالتونو کې د پړسوب څانګه لوستې بیا اوګندا ته ستون شوی او هلته د سرطان ناروغۍ د مرکز مشري پرغاړه لري. دغه مرکز په ۲۰۰۴ کال کې د حکومت له لوري جوړ شو، چې د کلونو په تېرېدو سره په ګرد هېواد کې اوریم د سرطان ناروغۍ یو وتلی ډاکټر شو. اوریم د خپل کار له حجم څخه شکایت نه لري، بلکې نور څیزونه یې ځوروي، دی وايي د پرمختللو هېوادونو د خلکو دا وینا یې ځوروي، چې وايي سرطان ناروغي له بې وزله سره مله ده، نه له شتمنو کسانو سره: "خلک دا باور کوي، چې ملاریا یوه وژونکې ناروغي ده... خو سرطان هم یو ډېر خطرناک مرض دی.. په حقیقت کې سرطان په نړۍ کې د هر بل وګړي په څېر افریقايي وګړي هم نیسي." ملګرو ملتونو تېر کال په پرمختللیو هېوادونو کې د سرطان ناروغي د وختي کشفولو او درملنې لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې. د امریکا مخکني ولسمشر جورج ډبلیو بوش او د هغه ښځې لورا بوش افریقا د تیو او رحم د سرطان د کچې معلومولو په موخه یو سفر هم وکړ. په همدې مهال، اوریم وايي، د یوګندا حکومت د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره د یوه نوي ۲۰۰ بستریز روغتون د جوړولو تکل لري. ازبستاس'تاري تېږه' کارول د سرطان ناروغۍ لامل ګرځي

په ودانيو کې د 'ازبستاس' يانې تاري تيږې کارول هم د سرطان ناروغۍ لامل گرځي. هغه پلټنه چې بي بي سي او د خبريالانو نړيوالې ټولنې ترسره کړې ده، ښيي چې د سرطان ناروغۍ د خپرېدو له اندېښنو سره سره اوس هم په کال کې د ازبستاس يانې تاري تيږي دوه ميليونه ميټريک ټنه په ټولنه نړۍ کې تولدېږي، چې د ودانيو په جوړولو او ځينې نورو چارو کې کارول کېږي. د تاري تيږې په جوړښت کې مگنيزم، سليکان او اوسپنه هم گډ دي چې د اور په مقابل کې ډېر مقاومت لري او نه سوځي. ځينې ساينسپوهان وېره لري چې تر ٢٠٣٠ ميلادي کاله پورې به ميليونونه خلک ددغه توکي د گواښونو له کبله مړه شي. د څرگندو لاسوندونو له مخه له ميلاد له نه ٣٠٠ کاله مخکې د مشهور فيلسوف ارسطو يوۀ شاگرد په خپل يوه کتاب کې د تاري تېږې يا ازبستاس په اړه څرگندونې کړې وې. او په ١٨٢٠ ميلادي کال کې يوه ايټاليايي پوه د لومړي ځل لپاره د تاري تيږي په کارولو سره نه سوځېدونکې او اور ضد جامې جوړې کړې. تر دې را وروسته د شلمې پېړۍ په لومړيو کې يوه اتريشي انجينير دغه توکى له سيمټو سره يو ځاى کړ او نۀ سوځېدونکي سمټ يې جوړ کړل. ازبستاس په کانونو کې د معدني ټوټو او کاڼو په بڼه کې موندل کېږي چې له همدې مخه په پښتو کې تاري تېږه بلل کېږي. تاري تيږه سپين، اسماني او قهوه يي رنگونه لري، کارپوهان وايي چې له اسماني او قهوه يي رنگونو څخه يې اوس گټه نه اخيستل کېږي او سپين يې هم زيان لري. په مخ پر ودې هېوادونو کې په پراخه توگه د تاري تېږي له تارونو نه گټه اخستل کېږي، وسمهال د هند ا اوبو رسولو د جوړښتنو ٣٠ په سلو کې نلونه له هغو سمټو نه جوړ دي چې د تاري تېږې تارونه ور سره گډ دي او د کاناډا د اوبو رسولو په جوړښتونو کې دا کچه ١٩ په سلو کې ده. هغه پلټنه چې بي بي سي او د نړيوالو خبريالانو ټولنې په گډه تر سره کړې ده، ښيي چې د دغو سرطان زيږو توکيو د دودولو په موخه په نړۍ کې ميليونونه ډالر لگول کېږي. پلټنه په ډاگه کوي چې کوم مخ پر ودې هېوادونه د ژغورنې او کار کمزوري قوانين لري له دې کبله له ډير گواښ سره مخامخ دي. جيمز مور د پلټونکو نړيوالو خبريالانو د ټولنې غړى دى: ((ددغو توکيو څخه گټه اخيستل، د اروپا، شمالي امريکا او استراليا په څه باندې ۵۰ هېوادونو کې بند شوي دي، خو بيا هم تر اوسه په کال کې دوه ميليونه ميټريک ټنه تاري تېږي ايستل کېږي دا کچه له هغې کچې سره برابره ده چې يوه لسيزه مخکې ايستل کېده، په چين او هند غوندې هېوادونو کې له دغه توکي څخه گټه اخيستنه مخ په ډېرېدو ده.)) خو ايا دا توکى پر روغتيا ناوړه اغېز کوي؟ ازبستاس يا تاري تېږې د اره کشۍ او ړنگوونکو عملياتو په مرسته ايستل کېږي، نو که په اور ضد ودانيزو چارو کې کارول شوې وي. نو په چاپېريال کې د داسې وړو زرو په توگه خپرېدى شي چې د انسان په سترگو نه ښکاري دا زرې دومره وړې وي چې کچه يې صفر اعشاريه پنځو ميکرونو ته رسيږي. کارپوهان وايي چې دغه کوچنۍ زرې د سا اخستو پر مهال سږو ته لاره پيدا کوي او د تل لپاره په کې پاتې کېږي، چې د وخت په تېرېدو يې خوځښتونه د سرطان ناروغۍ لامل کېږي. ۵۶ کلن چينا پان چينا کانو چې د هند په احمد اباد کې د ازبستاس يانې تاري کاڼو په يوې کارخانې کې کار کوي د خپل کار د بهير او لاسته راوړنې په اړه داسې څرگندونې لري: ((موږ تارونه را اخلو له سيمټو سره يې يو ځاى کوو او ماشين ته يې غورځوو، وروسته دغه توکي قالبونو ته ځي چې تر هغې وروسته يې راوباسو، له ۳۰ کلونو راهيسې دا کار کوم، او په وروستيو لسو کلونو کې د ژغورنې هېڅ راز وسايل نه لرو موږ د اره کوونکو خاورې تنفس کوو او هېڅ ماسک هم نه لرو.)) ښاغلى چيناکانو د هغې روغتيايي ستونزې يادونه کوي چې ددغه کار له کبله پيدا شوى دى: ((په ١٩٨٥ کال کې راته تنفسې ستونزه پيدا شوه، له هاغه مهاله تر اوسه درمل خورم، خو گټه يې راته نه ده کړې، تر اوږده مهاله کار نه شم کولاى، او کله کله مې سا لنډه لنډه کېږي، درانه څيزونه هم نه شم پورته کولاى ، يوازې په ناسته کار کولاى شم او پرته له دې يې نه شم کولاى.)) د افغانستان په گاونډ ايران کې لس کاله مخکې د تاري تيږو په کارولو بنديز لگول شوي وو. دلته په افغانستان کې هم ځمکپېژندونکي د ازبست يانې تاري تيږو د پراخو کانونو خبره کوي. پوښتنه داده چې ولې په ودانيزو او صنعي چارو کې کار اخیستل کيږي،ځمکپېژندونکی انجنير ستانه مير زهير وايي ځکه چې د اور پر وړاندې ځواک لري. ښاغلي زهير وويل چې په ټوکر او بدلو کې هم د تاري تيږو تارونه کارول کيږي په ځانگړي ډول هغو ټوکرونو کې چې اوب شيندي يې د اور وژنې پر مهال اغوندي. اروپايان په بشپړ ډول ډاډه دي چې تاري تيږي زهري دي او زيان اړونکې اغيزې يې پوره پېژندل شوي دي، خو کاناډايان باور لري چې په احتياط او کنترول سره ترې گټه اخيستل کېدى شي . د ازبستاس ۶۵ په سلو کې توليد له روسيې، چين او کاناډا سره تړاو لري، او کاناډا په دې برخه کې خپل فعاليتونه نور هم پسې پراخه کول غواړي.

په 42 ورځو کې د سرطان ناروغۍ آسانه درملنه دغه علاج د سرطان د ټولو ډولونو او په ځانګړې توګه د ویني سرطان لپاره ګټور بلل شوی دی. اسټرالیا هیواد د طبیعي درملنې مشهور ډاکټر «روډولف بروس» د سرطان ناروغۍ لپاره د علاج ډیره اسانه لاره موندلی ، چې په شپږو اونیو کې د بدن ټولې سرطاني حجرې له منځه وړي. نوموړي ډاکټر د خپل ژوند زیاته برخه د سرطان د علاج په څیړنو تیره کړې، چې بالآخره یې د دغه مرض علاج موندلی دی. ډاکټر روډولف د دغه علاج د کشفولو په موده کې په 45 زرو تنو تجربې ترسره کړي کوم چې د سرطان په ناروغیو اخته وو. هغه سبزیجات چې نوموړی ډاکټر یې د سرطان په علاج کې استعمالوي ، «لبلبو، ګازرې، شنه دڼیا ، کچالو او سرې مولۍ» دي. دغه اسټریايي ډاکټر وايي چې په سرطان اخته ناروغ باید 42 ورځې د پورتنیو سبزیجاتو د مخلوط جوس په څښلو بسنه وکړي او له بل هر ډول خوراک او څښاک څخه پرهیز وکړي، خو یوازې د شین چای د څښلو توصیه کوي. د دغې نسخې له مخې باید پورتني سبزیجات په داسې ډول سره ګډ شي چې په جوس کې د هرې سبزي د اوبو اندازه د فیصدي له مخې وي. دغه علاج د سرطان د ټولو ډولونو او په ځانګړې توګه د ویني سرطان لپاره ګټور بلل شوی دی. ویل کیږي چې د دغه علاج په واسطه تر اوسه زرو 45 زره ناروغانو د سرطان له ناروغۍ څخه شفا موندلې ده.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، په ټول هېواد کې ۲۰ زره کسان د سرطان په ناروغي اخته دي چې له دې ډلې ۱۶۷ یې په کندهار کې دي.

په کندهار کې تر دې مهاله د ۱۶۷ ناروغانو له ډلې په ۳۷ ناروغانو کې د سرطان ناروغي تشخیص او تثبیت شوې ده.

دغه څرګندونې له سرطان ناروغۍ سره د مبارزې په موخه په جوړه شوې غونډه کې وشوې چې د سرطان ناروغۍ د نړیوالې ورځې په توګه هر کال د فبروري په ۴مه په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي.

په دې غونډه کې د کندهار د عامې روغاتیا رییس ډاکټر عبدالرشید الکوزي او د بېلابېلو ادارو؛ نړیوال روغتیايي سازمان، نړیوال سره صلیب، یونیسف، مرسي مالیزیا، د بې سرحده ډاکټرانو د ټولنې استازو ګډون کړی وو.

د کندهار د عامې روغتیا رییس په پیل کې د عامې روغتیا د وزیر پیغام وړاندې کړ او ویې ویل، د دغې ورځې نمانځنه د سرطان ناروغي پر وړاندې د خلکو د پوهاوي کچه لوړوي.

هغه زیاته کړه، د هېواد په کچه شاوخوا ۲۰زره کسان د سرطان په ناروغۍ اخته دي چې د مړینې کچه یې له ۱۵زره څخه زیاته ده.

ده وویل، د سرطان ناروغیو په لړ کې د هېواد په کچه د وینې، معدې، سینې، مرۍ او اطراحی سیستم- چې د مثانې، پښتورګو، پروستات او تخمدان سرطانونه په کې شامل دي- تر ټولو ډېر دي.

دی وايي، د سرطان د یادو شوو ناروغیو عمده لاملونه د نشه يي توکو کارول، غیر صحي خواړه، د فزیکي فعالیت کموالی او د الکولو استعمال دی.

ده وویل، په دې لړ کې په کندهار کې هم د سرطان ناروغیو ۱۶۷ پېښې شته چې په ۳۷ ناروغانو کې سرطان تشخیص شوی چې له دې ډلې ۱۱ یې د سینې په سرطان اخته دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ولایت کې د سرطان ناروغۍ د تشخیص او درملنې اسانتیا نشته.

د عامې روغتیا رییس وايي، په دې وروستیو کې اړوند وزارت په مرکز کابل کې د جمهوریت په روغتون کې د سرطان ناروغۍ د درملنې یو مجهز مرکز جوړ کړی چې د لا تقویې لپاره یې کار روان دی.

دغه راز ده یادونه وکړه چې د سرطان ناروغۍ د تشخیص یو بل مرکز د کابل په استقلال روغتون کې جوړ شوی چې د دغې ناروغۍ د تشخیص په برخه کې د معایناتو، اکسرې، الټراساونډ او مموګرافي اسانتیاوې لري.

الکوزي وویل، د عامې روغتیا وزارت په پلان کې لري چې د کابل تر څنګ په کندهار، مزار شریف او نورو ښارونو کې په ملي کچه د سټیپ په نوم یوه سروې وکړي چې کره شمېرې معلومې او د مخنیوي لپاره یې لازم ګامونه واخیستل شي، څو د دغې ناروغۍ له امله د مړینې کچه ټيټه شي.

د ده په خبره، د دغه راز پروګرامونو له لارې هڅه کوي د خلکو د عامه پوهاوي کچه لوړه شي او هر یو د سرطان ناروغۍ د کمېدو په برخه کې مبارزه وکړي.

په دې غونډه کې د ډاکټر همایون رحماني له خوا یو پريزنټېشن هم وړاندې شو چې په کې د نورو معلوماتو تر څنګ په کندهار کې په سرطان د اخته ناروغانو د ناروغۍ د ډولونو په اړه معلومات وړاندې شو.

رحماني وویل، په کندهار کې د مثانې، پښتورګو، پروسټاټ، سینې او د ښځو د تخمدان سرطان تر نورو ډېر دی.

د نړیوال روغتیايي سازمان د شمېرو له مخې، هر کال په نړۍ کې ۸،۲ میلیونه وګړي خپل ژوند د سرطان ناروغۍ له امله لاسه ورکوي، په دې اړه د شوو څېړنو له مخې اټکل کېږي چې تر راتلونکو دوو لسیزو به د سرطان نوې پېښې تر ۷۰ سلنې ډېرې شي.

په نړۍ کې تر ۱۰۰۰ ډوله ډېرې د سرطان ناروغۍ پېژندل شوي چې هر یو یې بېل تشخیص او درملنې ته اړتیا لري. افغان مېرمن د سرطان ناروغۍ درملنې ته یوه اله جوړه کړې افغان مېرمن شکر دخت جعفري د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره یې نوې اله(رادیوتراپي) اخترا کړه چې په دې سره د بریتانیا۲۰۱۶ کال د مخترعانو مېرمنو جایزه وګټله. بریتانیا کې د مخترعانو مېرمنو د وړتیاوو لوړولو لپاره د بریتانیا د نوښت بنسټ( Innovate UK's infocus awards ) یوه سیالۍ په لاره اچولې وه. په دغه سیالۍ کې افغان مېرمن شکردخت د بریتانیا۲۰۱۶ کال د مخترعانو مېرمنو جایزه وګټله. مېرمن شکردخت د دایکندي له ولایت څخه ده او د ۱۳۹۲ کال په وروستیو کې کله چې د بریتانیا ساري پوهنتون کې د ډوکټورا د دورې محصله وه، د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره نوې اله (رادیوتراپي) جوړه کړه. مېرمن شکردخت کله د ډکټورا د دورې له پای ته رسولو وروسته، خپله اختراع ثبت کړه او د صنعتي کولو لپاره یې د (TrueInvivo) شرکت یې تاسیس کړ څو وکړای شي د سرطان ناروغۍ د درمنلې لپاره د نړۍ ټول روغتونونه نوې تګلارې ته لاسرسی پیداکړي. د بریتانیا د ساري پوهنتون وېب پاڼه د شکردخت له قوله لیکلي: "کله چې افغانستان کې زما پلار د سرطان ناروغۍ له امله مړ شو، زما لپاره یوه انګیزه راپیدا شوه چې له هغې وروسته مې د رادیوګرافي په برخه کې تخصص واخیست." هغې همدارنګه ویلي:" کله چې ماشومه وم له له مهره ایي ښیښو نه مې غاړه کۍ جوړولې تر څو پیسې تر لاسه کړم، دغه نوښت راته الهام را وبښله چې له ارزانه مهرو څخه دزیمتر ترمولومینساس جوړ کم." اغلې دخت د همدې خپلې نوښت له امله وشوای کړی چې د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره نوې اله جوړه کړي او د د بریتانیا۲۰۱۶ کال د مخترعانو مېرمنو جایزه وګټي.