خبرې اترې:اروزګان ولایت

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له خبرې اترې:روزگان ولايت نه مخ گرځېدلی)

Edit request from , 29 April 2012[سمول]

 دا ليکنه نابشپړه ده، تاسې ددې ليکنې په بشپړولو کې د ويکيپېډيا سره مرسته کولای شئ.
ارزګان
د افغانستان نخشه ارزګان نښه شوې.
پلازمېنه
 • کوارډيناټ
ترينکوت
 • 32.6267° N 65.8734° E
د وگړو شمېر (2006)
 • گڼه گونه
{{{د وگړو شمېر}}}
 • {{{گڼه گونه}}}/km²
مساحت
22,696 km²
وخت UTC+4:30
اهمه ژبه/ژبې پښتو

روزګان چې د اروزګان يا اوروزګان په وييونو هم نومول شوی او ياد شوی دی، د افغانستان له څلور دېرشو ولايتونو څخه يو ولايت دی چې په منڅني افغانستان کې پروت دی.

د تاريخي څېړنو اړتيا[سمول]

په روزګان ولايت کي د تاريخي څيړنو او لرغونو پلټنو اړتيا د روزګان ولايت په مرکز او هره ولسوالۍ کي دتاريخي ودانيو داسي نښانې او بيلګي شته چي هره برخه يې د څيړنو او پلټنو لپاره د ځانګړو پوهنيزو پروژوپه توګه د څيړلو او پلټلو ارزښت لري . له بده مرغه تر اوسه روزګان ولايت ته د تاريخي څيړنو او لرغونوپلټنو له اړخه هيڅ پام نه دئ شوئ . د روزګان ولايت جغرافيايې موقعيت د شک پرته دا څرګندوي چي په تيرو زمانو کي يې د سياسي ، اقتصادي او نظامي پلوه ځانګړۍ دريځ درلودلۍ او ساتلۍ دئ . د دې وينا سپيناوۍ د هغو څيړنو له برکته په خورا څرګنده بڼه کيدلای شي چي د دې ولايت سره د څنګ ګاونډيو ولايتونو په بيلا بيلو سيمو کي تر سره شويدي . ديفتلي پاچاهانو او بيا زابل شاهانو يوستر مرکز اوسنۍ زابل ولايت و، چي د روزګان ولايت سهيل ختيځ ته پروت دئ . د دې ولايت نوم په زيات شمير تاريخي متونو او ليکنو ، په ځانګړي توګه د اسلامي پير ليکوالو په اثارو کي يادشوئ او نامتو شويدئ . په دې ولايت کي د زابليانو او رتبيلانو د مهال زياتي پيښي د تاريخ په پاڼو کي شته چي پر له پسې دوې پيړۍ د اعرابو د پر مختګ مانع ګرځیدلئ او د مهاجمينو په وړاندي يې پر له پسې اتلولۍ کړيدي . د قلات ښار او په قلات ښار کي تاريخي غونډئ چي په لومړۍ افغان انګليس جګړه کي د انګريزي لښکرو په وړاندي د وياړ سمبول ګرځېدلې وه ، هغه بيلګه ده چي د هېواد په تاريخ کي يې وياړمن نوم ګټلئ دئ . د دې تر څنګ د زابل ولايت په بيلا بيلو ولسواليو کي د لرغونو او تاريخي اثارو شتون د دې ولايت د ارزښتمن رول په اړه د ډاډ وړ بيلګي دي .د روزګان ولايت ختيځ ته د غزني ولايت پروت دۍ چي تاريخي او لرغوني اثار او سيمي يې د بيلا بيلو لرغونپوهانو او څيړنکو له لوري څيړل شوي او پيژندل شويدي . د امريکايې لرغونپوه لويس دوپرې په زيار د ناور دښت وڅيړل شو ، چي په افغانستان کي د لرغونو انسانانو د شتون تر ټولو پخوانۍ او څرګند ټاټوبۍ ګڼل کيږي . دلومړي ځل لپاره د فرانسوي لرغونپو هانوډله د مسيو فوشه تر مشرۍ لاندي په غزني ولايت کي د بودايې پير زيات شمير پژۍ او لرغوني توکي را وپيژندل . همدا ډول د اسلامي پيړيو اړوند ابدات او په ځانګړي توګه د غزنوي پاچاهانو د مهال ودانۍ او ابدات په زياته پيمانه د ايتالوي لرغونپوهانوپه زيار وڅيړل شوه ، چي نه يوازي د لرغوني او تاريخي غزني ارزښت يې را څرګند کړ ، بلکي د افغانستان د لرغوني تاريخ زيات شمير پټي او نا څرګندي برخي يې څرګندي کړېدي . باميان ولايت د روزګان او اوسني دايکندي شمال ختيځ لوري ته پروت دۍ . د زيات تفصيل پرته ويلای شو چي باميان نه يوازي دا چي د هېواد په لرغوني تاريخ کي ځانګړۍ دريځ لري ، بلکي د لرغونو زمانوبودائيانو لپاره يې د يوه سپيڅلي سيمي ارزښت درلود ، د دې وينا سپيناوۍ په هغو سترو او زياتو مجسمو کي ليدلای شو چي د باميان ولايت په مرکز او اړوندو ولسوالېو کي د لرغونپوهانو او څيړونکو په زيار پيژندل شوي او څيړل شويدي . په باميان کي د صلصال او شمامې دوې ستري پژۍ نه يوازي دا چي د افغانستان د لرغوني تاريخ او پخواني کلتوري شتمنيو ستره برخه ده بلکي د نړۍ د پخواني تاريخ د څرګند څپرکي په توګه د نړيوال کلتوري ميراث په توګه منل شوي او د څيړونکو او سېلا نيانو د پام وړ ګرځېدلي دي . د روزګان شمال لوېديخ لورته د غور ولايت پروت دۍ ، نوموړۍ ولايت د خپلو نورو لرغونو اثارو او تاريخي ودانيو تر څنګ د جام څلي په شتون زيات نامتو شويدئ . د جام تاريخي څلئ چي په افغانستان کي د اسلامي پير د زياتو نامتو ودانيو څخه ګڼل کيږي ، اوس مهال ديو نسکو ادارې له لوري د نړۍ د لرغونو کلتوري ميراثونو په لړ کي شميرل شوئ دئ . د دې تر څنګ د لرغوني شا مشهد ، فيروز کوه ، باغ ارام ، قلعه اهنګران او نوري تاريخي سيمي شته چي د لرغوني او تاريخي غور ځانګړۍ ارزښت يې څه ناڅه را برسيره کړئ دئ . په غور ولايت کي د فرانسوي لرغونپوهانو په څانګړي توګه د پروفيسور فيشر له لوري د تاريخي ودانيو پاتي شوني او اودلرغونو انسانانو د ميشت ټاټوبې په زياته پيمانه سروې شوي او څيړل شويدي ، چي د غور ولايت تاريخي ارزښت يې برملا کړئ دئ . هلمند د روزګان ولايت سهيل لويديځ ته پروت هغه تاريخي ولايت دئ چي د يو شمير تاريخ پوهانو او لرغونپوهانو له لوري يې نامتو لرغوني سيمي او تاريخي ټاټوبي څيړل شوئ او پلټل شوئ دئ ، چي د بيلګي په توګه په سنګين کي لرغوني هديرې ، موسې کلا او څاروان کلا کي د لرغونو ودانيو پاتي شوني په زياته پيمانه لېدل کيږي . د دې تر څنګ د فرانسوي او افغاني لرغونپوهانو او مورخينو له لوري د لښکري بازار په نوم د يوې تاريخي سيمي د څيړلو او پيژندلولپاره وړ هڅي تر سره شويدي . او همداسي د بست کلا او هغې ته څيرمه زياتي تاريخي ودانۍڅيړل شوي اومعرفي شوي دي . دبست کلا نه يوازي داچي په سيمه کي د فکلوري نکلونو او وياړونولپاره يوه ستره شتمني شميرل کيږي بلکي د افغانستان دپيژندلو يوه زرينه بيلګه هم ګرځېدلې ده . دکندهار ولايت چي د هېواد په لرغوني تاريخ کي د پنځه زره کلن تاريخ وياړ او لومړۍ باب جوړي د روزګان ولايت سهيل ته پروت دۍ . که د منديګک له لرغوني ټاټوبي تير شو ، چي زموږ د هېواد د پنځه زره کلن تاريخ سر ليک ګڼل کيږي ، په نوموړي ولايت کي زيات شمير نوري سيمي هم شته چي د هېواد په تاريخ کي د څرګندو وياړنو ښکارندويې کوي . د شمشير غار لرغوني سموڅي ، د دهموراسي غونډئ ( احتمالا ديميترويوس غونډئ ) چي د لرغونو پيرونو څرګندي بيلګي دي ، د دې تر څنګ د نارنج باغ تاريخي ماڼۍ ، د تاريخي کندهار زوړ ښار ، د حضرت محمد مصطفی ( ص ) مبارکه خرقه ، د ميروېس نيکه او د احمد شا بابا زيارتونه او نور ي بيلګي يادولای شو چي په بيلا بيلو مهالونو کي د لرغونپوهانو او تاريخ پوهانو له لوري تر څيړنو او پلټونو لاندي نيول شويدي . رښتني خبره دا ده چي د يادشويو نامتو لرغونو او تاريخي سيمو په منځ کي پروت د روزګان ولايت به خامخا د زياتو تاريخي او لرغونو اثارو خاوند وي . د دې رښتينوالي سپيناوئ يوازي د هغه ګاونډيو ولايتونو د لرغونو سيمو او تاريخي ابداتو د شتون له خيالي تړاو سره نه دۍ ملګرئ ، بلکي په بشپړ ډاډ ويلای شو چي د روزګان ولايت په هر ولسوالي کي د تاريخي ودانيو په لسګونوداسي پاتي شوني شته چي سيمي ته په رسېدلو سره د هر ليدونکي پام ځان ته اړوي . خو له بده مرغه تر اوسه نه د بهرنيو او نه هم د کورنيو اوس مهاله ( معاصر ) څيړونکو له لوري ورته پام شويدئ . د اوس مهاله پوهانو له شميره يوازي مرحوم علامه حبيبي په خپلو تاريخي سفرونو کي د روزګان د لرغونو ډبرليکونو څيړنه کړې اوهم د روزګان په اړه د يو شمير تاريخي پيښو ياد کړئ دئ ، چي خپل ځانګړئ ارزښت يې تر اوسه ساتلئ دئ . په داسي حال کي چي په پخوانيو تاريخي متونو او ليکونو کي د روزګان اوسني ولايت پوري تړلي بيلا بيلو سيمي د نامتو مورخينو ، ګرځندويانو ( سياحين ) او جغرا فيا پوهانو له لوري په يوه يا بل ډول ياد شوئ او په اړه يې پوره او يا څه ناڅه مالومات ثبت او ليکلي دي .د بيلګي په توګه ، طبقات ناصري ( ليکوال : جوز جاني ) تاريخ سيستان ( ليکوال : نا څرګند ) حدود العالم ... ( ليکوال : ناڅرګند ) پټه خزانه ( ليکوال : محمد هوتک ) ګرشاسپ ( ليکوال : حکيم طوسي ) منتخبات قانون ( ليکوال : مسعودي ) او همدا ډول په راوروسته پيړيو کي د تاج التواريخ ( ليکوال : عبدالرحمن خان ) سراج التواريخ ( ليکوال : فيضمحمد کاتب او بيا علامه حبيبي يادولای شو . د دې ليکني موخه دا ده چي په روزګان ولايت کي د تاريخي څيړنو او لرغونو پلټنو چارو، پيل ته پام واړول شي . که دا ډول څيړنو او پلټنو ته سر له اوسه پام وشي هغه د افغانانو متل دئ چي وايې ( ماهئ چي هروخت له اوبو ونيسې تازه دۍ ) دا به نيک پيل وي . اوس غواړم په لنډه توګه هغو زيانونوته د لوستونکو پام واړوم چي د پاملرني د نشته والي له امله شوني دي ، او هم هغه ګټوري پايلي يادي کړم چي د اړيني پاملرني له امله به يې ولرو . لومړۍ - د نه پاملرني له امله دزيان اوښتلو شونتيا

  1. د روزګان ولايت په بيلا بيلو ولسواليو کي په زياته پيمانه لرغوني سيمي او د تاريخي ودانيو پاتي شوني شته ، چي که ورته په بيړه پام ونه شي ، زموږ دا تاريخي وياړونه او کلتوري شتمنۍ به له لاسه وتلي وي ، هغه وخت به يې زيان يوازي د روزګان تاريخ ته نه بلکي د افغانستان لرغوني تاريخ ته رسېدلئ وي . ٢ - که په روزګان ولايت کي د لرغونو سيمو او تاريخي ځايونو د ساتني رسمي او پر له پسې څارنه او پالنه ونه شي ، د دې احتمال ډير زيات دۍ چي د قاچاق وړونکو او غير مسلکي سپړنکوله لور به ورته نه جبيره کېدونکي زيانونه ورسيږي . دوهم - د پاملرني په صورت کي ګټوري پايلي  :
  2. په روزګان ولايت کي د ميشتو اولسونولپاره د پوهنيزو چارو د پراختيا يوه اغيزمنه لار د هغو لرغونو او تاريخي سيمو په اړه په زړه پوري مالومات وړاندي کول دي چي د هغوئ تر سترګو لاندي را څرګنديږي . ٢ - په روزګان ولايت کي د ليږد او ناليږد موزيمونو د جوړېدوپر بنسټ زده کونکو او عام اولس ته د ليدلو او کتلو پوهنيزه کړکۍ پرانستل کيږي ، او ورسره سم د کار زمينه پيدا کيږي . ٣ - د لرغونو او تاريخي اثارو او ابداتو پيژندل او ځلول به په دې ولايت کي د سېلا نيانو د تلو راتلو زمينه برا بره ، او په سيمه کي به دلاسي صنايعو، مالداري او زراعتي پيداوار و د راکړي ورکړي ګټوره لار پرانستل شي . او په دې ډول نور ښيګڼي شته چي په راتلونکو ليکنو کي به يې يو په يو را يادوم اوپه هېواد کي د کلتوري څانګو لوړ پوړيو چارواکو ، د اطلا عاتو او کلتور وزارت او نورو اړوندو ادارو د پام اړولوپه نيت به د ليکنو دا لړۍ پر له پسې ساتم . ==د روزګان په اړه==

ليکوال : پوهنوال رسول باوري

روزګان که ( اوروزګان يا ارزګان او يا بل ډول )

د سيمود نومونو ايښودل او د زمانې په لمن کي د هغو نومونو بدلېدل د زياتي حېرانتيا خبره نه ده . دا سي چي په سيمه کي د ميشتو وګړو کړه وړه د بدلون په حال کي دي ، همداسي د سيمو نومونه هم بدليږي . د سيمو د نومونو اوښتل او بدليدل په هغه هوډ پوري اړه لري چي ميشت اولسونه او اړوندي ادارې يې د هغه نوم د ساتلو او يا بدلولولپاره لري . د وړو کليو ، ولسواليو ، ولايتونو او حتی هېوادونو نومونه د بيلا بيلو سببونو په وجه اوړي را اوړي . د سيمو او ځايونو د نومونوبدلون او اوښتون يوه داسي پر له پسې لړۍ ده چي سپړل او څيړل يې اسانه کار نه دئ . د دې همدې بدلونونو د څيړلو او پوهولو لپاره د نورو علمي څانګو تر څنګ د تاريخي جغرافيا په نوم يو خپلواک دسپلين شته چي د خپلو ځانګړو اصولو په کارولو سره مينه والو او اړوندو څيړونکو ته د هغو ئ دستونزو او پوښتونو حل وړاندي کوي . تاريخي جغرافيا پوهان د نورو بنسټيزو دندو تر څنګ د تاريخي سيمو د نومونو او د هغو ټاټوبو د په نښه کولو دنده هم لري ، چي د زمانې په بهير کي په بيلا بيلو نومونو پيژندل شويدي . د سيمو د نومونو د اوښتون او بدلون هغه سببونه هم برملا کوي چي د نوم په بدلون کي اغيزمن و پيژندل شي . د تاريخي جغرافيا پوهانو په اند ، د سيمو نومونه د بيلا بيلو عواملو پر بنسټ بدلون مومي . چي د هغو په لړ کي تر ټولو زيات سياسي ، طبيعي،کلتوري او ژبني سببونه اغيزمن ښودل شويدي . ١ : سياسي سببونه ؛ د سيمو د نومونو د اوښتون او بدلون په اړه د سياسي عامل اغيزه تر ډيره بريده روښانه بريښي ، چي ښايې زيات لوستونکي يې دتوضيح پرته ومني . په سيمه کي سياسي پيښي ، د اړوندي سيمي سره دنامتو شخصيتونو تړاو، د سيمي سياسي - نظامي ارزښت او نور هغه اغيزمن سببونه دي چي د سيمو د نومونو په بدلون کي غوښنه ونډه لري . د بيلګي په توګه ، د بدخشان ولايت يوه ښيرازه ولسوالي د بهارک په نوم ياديږي . چي تاريخي جغرافيا پوهانو په بېلا بيلو نومونو ثبت او ليکلې ده ، بهارک د کوشاني پاچاهانو د څلورم ساتراپ ( ولايت ) يوه ستراتيژيکه سيمه وه او هغه وخت د لانشي ( Laanshi ) په نوم ثبت او ليکل شوېده . کله چي پر لانشي د عربي لښکرو واکمني پيل شوه نو د دې سيمي نوم يې بهارستان ( Bahaaristan ) کښيښودئ ، او دا نوم تر هغه مهاله وساتل شو چي چنګيزيانو تر زياتو جګړو وروسته نوموړې سيمه تر خپلي ولکې لاندي راوستل ، او د چنګيزي واکمنئ سره يې يوځا نوم د بهارستان څخه په بهارک ( Bahaarak ) واړول شو ، چي تر اوسه هم په همدې نوم ياديږي . ( عبدا لرحمن سديد يوه بله بيلګه د امو سند پر څنډو پرته ينګي کلا ( ينګي قلعه ) ده ، چي پخوا نئ نوم نومي ( Numi ) وو ، وروسته د احنف کلا په نوم ياده شوه او اوس يې اداري او منلئ نوم ينګي ده ، او په روزګان ولايت کي هم دا ډول بيلګي زياتي دي . د روزګان ولايت مرکز ترينکوټ ښار لويديځ ته نږدې د داکتر مانده په نوم يو مانده او اړوندکلۍ شته چي د هغي سيمي د يوه نامتو شخصيت د نوم سره تړاو لري (* داکتر شهسوارخان په سيمه کي نامتو داکتر ؤ چي په غالب ګمان د ١٣٤٠ مي لسيزي په دوهمه نيمايې کي وفات شو ) د روزګان ولايت اړوند د چهار چينو ولسوالي هم يوه بله څرګنده بيلګه ده ، د لومړي ځل لپاره دا ولسوالي د پرانستلو سره سم د شهيد حساس په نوم ونومول شوه ( مرحوم عبدالحليم حساس د دهراوت ولسوالۍ د ملا احمد لېسې فارغ او د هغې لېسې ښونکۍ ؤ چي په ١٣٥٧ لمريز کال يې د ژوند ډيوه مړه شوه ) ، د سياسي اوښتون وروسته بيا د چهار چينو په نوم ياده شوه ، او اوس مهال د خبري اژانسونو له خوا کله د شهيد حساس او کله د چهار چينو په نوم ياديږي . ٢ : طبيعي سببونه  : طبيعي پيښي هم د سيمو د نومونو په بدلون کي پوره ونډه لري . هغسي چي د نوم په ايښوولو کي طبيعي سببونه اغيزمن دي ، هم هغسي يې د سيمو د نومونو په بدلون کي اغيزه څرګنده ده . د يوې بيلګي په توګه د هلمند ولايت را يادوو ، هغه سيند چي د اونئ غره څخه را پيليږي د دايکندي او روزګان ولايتو نو څخه تيريږي او بيا د کندهار يو شمير سيمي خړوبوي ، تر هغه ورسته د هلمند ولايت ته رسيږي . هلمند نه يوازي دا چي د هېواد ديوه نامتو سيند په توګه پيژندل شوئ بلکي ديوه تاريخي سيند په توګه په اوستايې متونو کي د هيتومنت او يا هومينت په نوم هم ياد شوېدئ . د هلمند ولايت د نوم ايښوولو ستره انګيزه او هڅونکئ عامل ، همدا د هلمند سيند او د هغه سيند د اوبو څخه په زياته پيمانه ګټه اخيستنه وه . د افغانستان په بيلا بيلو سيمو کي د داسي نومونو څرک ليدلای شو چي د طبيعي عارضې او پيښي سره تړاو لري ، د بيلګي په توګه د مار غونډۍ په نوم د هېواد په زياتو ولايتونو کي سيمي نومول شويدي . په هغو سيمو کي چي د مار په څير د يوې ډبريني غونډۍ څيره تر سترګو شويده، اولسي وګړو همدا د مار غونډئ نوم ورته کارولئ دئ . په لغمان ، پروان ، بغلان او يوزيات شمير نورو ولا يتونو کي د دا ډول نومونو بيلګي ليدلای شو . د تور غره او سپين غره نومونه هم دهغوئ د طبيعي جوړښت څخه اغيزمن شويدي . د خاص روزګان د ښار شمال لويديځ لورته د ګرماو ( ګرم اب ) د سيمي نوم د هغه تودې چيني د شتون سره تړاو لري ، چي په هغه سيمه کي د عام او خاص د ګټي وړ ده . په ترين کوټ کي د ښارد شمال ختيځ لوري څخه را غزېدلې مانده هم د هغو تودو اوبو په وجه د ګرماو مانده په نوم ياديږي ، چي د ترين کوټ ښار څخه څه ناڅه ديرش کيلومتره بر سر د تودو اوبو دچينې تر څنګ راتيريږي . د دهراوت په زرتاله نومي دښت کي د راشکي غونډئ هم د دې ډول نوم ايښودلو بيلګه ده . ( راشکه غونډئ د زرتالې دښت په منځنۍ برخه کي پرته ده چي د غنمو او يا نورو غلودانو د راشې سره ورته څيره لري ، په دهراوت کي د ميشت اولس تر منځ دا سي فکلوريکي کيسې شته چي وايې دا غونډئ او هغې غونډئ ته څيرمه د کورت کاڼو ( قوروت ) سيمه چي قروتو ته ورته دزياتو وړو ډبرو اوکاڼوڅخه ډکه ده ټوله د هغه کارون ( قارون ) مال او ثروت ؤ چي د الله ( ج ) د قهر سره مخ شو ، ټوله طلا او زيورات يې د قروتو په څير ډبرين کاڼي شول او د غنمو راشه يې په شګلنه غونډۍ واوښتل ،چي عام اولس يې د تصغير کاف سره يوځای ( راشکه ) بولي ) او په دې ډول نوري بيلګي . ٣ : کلتوري او ژبني سببونه ؛ په يوه ټاکلې سيمه کي د ميشتو وګړو اندونه او خيالات د سيمو د نومونو په ايښو ولو او بدلولو کي هغه اغيزمن ټکي دي چي د سياسي او نظامي زور پرته ، پخپله د اولس په خوښه منل کيږي . په جوزجان ولايت کي يوه لرغونې غونډئ شته چي د طلا تپې په نوم پيژندل شوېده . د دې سيمي نوم د پخوا راهيسي دهغو فکلوريکو کيسو پر بنسټ ولاړ ؤ ، چي د اولس په منځ کي اورېدل کېدې ، د سيمو وګړو به ويل چي پخوانيو خلکوپه دې تپه کي طلا پټه کړېده چي اوس د لويو ښامارانو په وسيله ساتل کيږي . دا فکلوريکي کيسې هغه مهال رښتيني شوې چي د لرغونپوهانو په وسيله په ١٣٥٦ _ ١٣٥٧ لمريز کال هغه غونډئ وسپړل شوه او په نتيجه کي يې د اوو ( ٧ ) قبرونو څخه تر يويشتو زرو زيات طلايې اثار را بر سيره کړل . له نيکه مرغه دا اثار اوس دافغانستان ملي موزيم لپاره ستره لرغونې شتمني ګڼل کيږي . امو سيند ته څيرمه په تاجکستان کي د اجينه تپې په نوم يوه لرغونې تپه شته چي د سيمي وګړي يې د پيرانيانو ښار ګڼي ، او د روزګان ولايت په مرګز تيرنکوټ کي هم دا ډول سيمي شته چي د کلتوري او عقيدتي اغيزو لاندي يې نومونه ايښودل شويدي ، چي کافر کلا د هغو ډيرو بيلګو څخه يوه ده . کافرکلادلرغونو زمانو هغه يادګار دئ چي د ترينکوټ ښار ختيځ لورته څلويښت کيلومتره ليري د مرابات ( مهر اباد ) ښيرازي سيمي څنګ ته واقع ده . د دې لرغوني ودانۍپاتي شونې او نښانې لا اوس هم تر سترګو کيږي . کافر کلا يوه پخوانۍ ډبرينه ودانۍ ده چي پلنو او ډبلو ديوالونو يې د سيمي ميشت وګړي په دې باوري کړيدي چي دا لويه ډبرينه کلا د پخوانيو کافرانو په لاس جوړه شوېده ، ځکه يې د کافر کلا نوم ورکړېدئ . د ژبني سببونواغيزه د نورو اړونکو او بدلوونکو فکتورونو څخه زياته بريښي . ژبه د ټولني سره يوځای وده کوي او بدلون مومي ، اود ژبي د بدلون او اوښتون سره يوځای د سيمو د نومونو بدلون هم را منځ ته کيږي . په دې برخه د څو تاريخي بيلګو يادونه کوو : په اوستايې متونو کي د پخواني کابل وادي سهيل لوري ته پرته ښيرازه سيمه د ګندهارا او پلازمينه يې د هيلو په نوم ياده شوېده . ، يوناني جغرافيا پوهانو داسيمه د ګنداراتي او چينايې زيارت کوونکو نوموړې سيمه د کين تولو په نوم ياده کړېده ،او پلازمينه يې هيلو را پيژني . د جلا الدين اکبر دواکمنئ پر مهال په يوه لږ بدلون سره د هيلو نوم په هډه اوهډې ته څيرمه ، د نوي جوړ شوي ښار نوم جلا ل اباد کښيښودل شو . اود ټولي سيمي نوم لا پخوا د ګندهارا څخه په ننګرهار بدل شوۍ ؤ . همدا ډول د کوبها څخه کابل او د درنګيانا څخه زرنج جوړ شوېدئ . په روزګان ولايت کي يې تر ټوله څرګنده بيلګه د اوستايې مهال هيراويتي ده چي په لږبدلون سره يې د همدې ولايت په دهراوت ولسوالئ کي نوم خوندي دئ . د روزګان نوم هم د همدې ورستي لا ميل تر اغيزي لاندي اړول شويدئ . په زياتو تاريخي متونو او ليکنو کي د ا نوم ( روزګان ) ليکل شوېدئ ، د بيلګي په توګه عربي نامتو جغرافيا پوه او مورخ بلاذري د اسلامي ځواکونو د فتوحاتو په لړ کي د بغنين ، زمين داور او ( روزګان ) نومونه ياد کړيدي ، په حدودالعالم من المشرق اللمغرب کي هم ( روزګان ) ليکل شوې دئ . د طبقات ناصري ليکوال قاضي منهاج سراج جوزجاني هم د پيښو په تړاو د يو شمير سيمو د نومونو تر څنګ د ( روزګان ) نوم ليکلئ دئ ، نوموړئ د سيمو د ويش او اقطاعو د څرګندولو په برخه کي ليکي (( د سلطان غياث الدين د ژوند پر مهال وجير ، ګرمسير ، درمشان ، روزګان او غزنئ د علا والدين محمد بن علی په اقطاع کي ؤ )) . دا د هغو تاريخي متونو يو څو بيلګي دي چي د روزګان د نوم ليکلو په اړه يادشول . دياد شوو تاريخي متونو په ډاډ، دا په ډاګه کيږي چي د دې جغرافيايې موقعيت د ښودلولپاره همدا يو رسم الخط ( روزګان ) کارول شوېدئ . د دې ټکي يادول هم اړين ګڼم چي د ورستيو پيړيو يو شمير ليکوالو او مورخينو په خپلو اثارو کي د ( روزګان ) د ليکلو پر ځای (( اؤرزګان )) يا (( ارزګان ))ليکلئ دئ ، د بيلګي په توګه د تاج التواريخ ليکوال اعليحضرت عبدالرحمن خان (( اؤرزګان ))ليکلۍ (تاج التواريخ  : ٢٣٢ مخ )، او د سراج التواريخ مولف فيض محمد کاتب دا نوم د ( ارزګان ) په څير ليکلئ دئ . د بيلګي په توګه هغه مهال چي فيض محمد کاتب د هزاره جاتو د بغاوت پاې ته رسولو په تړاو د سيمي نومونه يادوي داسي ليکي  : ( د کندهار حکمران د ګيزاب ګدامدار غلام حسېن خان ته د دولتي خزانې څخه شپږ زره کابلئ روپئ د غوړو ، غنمو ، وربيشو او پسونو د پيرودلو لپاره ولېږل . ... وروسته بيا ځپونکي ځواکونه د فولادي لاري څخه زاولي او له هغه ځايه ( ارزګان ) ته ورسيدل .. . ) ( سراج التواريخ  : ٧١٦ مخ ) . داعليحضرت امان الله خان د واکمنۍ پر مهال دجوړي شوي لويې جرګې د بشپړ راپور په چاپ شوې خپرونه کي د لويې جرګې د ټولو ګډونوالو نومونه ليکل شويدي ، او په دې لړ کي د روزګان د استازو نومونه هم شته ، چي د روزګان او شا او خوا سيمو څخه نوموړي لويې جرګې ته داستازو ، مخورينو او قومي مشرانو په نوم راغلي وه . د دې استازو د نومونو تر څنګ د د سيمي نوم هم ليکل شوېدئ ، په دې خپاره شوي اثر کي هم د روزګان نوم په ( ارزګان ) ليکل شوی دئ . د بيلګي په توګه وکيل عبدالغفور خان کاکړ ، دلاور خان ، محمد شريف خان مهاجر ، حاجي محمد عمر خان ، بلاد خان ، حاجي خدايداد خان ، عبدالرحيم خان ، غلام محمد خان ، داد محمد خان خروټئ ، شهزاده خان ، عبدالغني خان اڅکزئ د ( ارزګا ن ) څخه . د ياديدو ده چي يادشوي ښاغلي يوازي د روزګان د اداري واحد استازي وه . ( دا نومونه د راپور په بيلا بيلو پاڼو کي د ٤٣٥ پاڼي څخه تر ٤٤٣ پاڼي پوري ثبت دي  : رويدادهای لويه جرګه ١٣٠٣ در پغمان ) د روزګان د نوم ليکلو تيروتني ته په پام سره علامه عبدالحئ حبيبي هم په خپل ( جغرافيايې تاريخي افغانستان ) نومي اثر کي په مکرره توګه ليکلي چي دانوم په تاريخي متونو کي روزګان راغلي خو ميرزائېان يې دارزګان يا اورزګان په ډول ليکي ( جغرافيايې تاريخي افغانستان : ١٣٦ مخ ) . د روزګان د ليکلو دود په زياته پيمانه د هغو ليکوالو له لوري په اوښتي ډول ليکل کيږي چي د دري ژبي ليکدود سره تړاو لري . د دري ژبووګړو تر منځ په وياندي ( شفاهي ) ادب کي عادي او معمول ده چي يو شمير نومونو او يا کلموته د الف توري زياتوي اود خپلي مفاهمې لړۍ جاري ساتي او د انديښنې پرته د خپل پام وړ کلمه يا نوم د ويلو وړ ګرځوي ، د بيلګي په توګه يوشمير هغه نومونه او کلمې چي د ( س ) په توري پيليږي ، د هغوسره د الف په زياتولو نوم ته بله څيره او نوئ املايې او ليکنيز ډول ورکوي ، چي په پښتوژبه کي د ( ستر ) کلمه په ( استر ) او د ( سپين ) کلمه په ( اسپين ) يې څرګندي بيلګي دي . د روزګان د نوم بدلون په ( اروزګان ) هم همداسي يو اوښتون دئ ، چي دري ژبو ليکوالو هغه شان چي اوريدلي يې دي او يا يې ويلي دي ، د نوم اصل او منشا ته يې د پام کولو پرته ، په (( ارزګا ن )) يا (( اوروزګان )) ليکلئ او معمول کړيدئ . د يادېدو وړده چي د روزګان ولايت نوم د اعلی حکمرانئ له مهاله پاته دي . د اعلی حکمرانئ لومړنئ مرکز اوسنئ خاص روزګان ؤ . په افغانستان کي د ١٣٤٢ لمريز کال اداري ويش له مخي د روزګان اعلی حکمرانئ ته د ولايت نوم ورکړل شو او پر هغه حکمرانئ يې ديو شمير نويو اداري واحدونو د زياتولو او د يوشمير نورو دليري کولو تر څنګ يې تيرين کوټ هم د روزګان ولايت د مرکز په توګه ياد کړ . تر هغي پريکړي يو کال وروسته د ولايت چاري په ترينکوټ کي پيل شوې ، او په دې ډول اداري چارواکو د ولايت نوم روزګان او د پخواني اعلی حکمرانئ مرکز يې د خاص روزګان په نوم ومنۍ ، چي تر اوسه هم په ادارې چارو کي مراعات او کارول کيږي ، په داسي حال کي چي د روزګان د نوم سره د خاص کلمه مښلول او يوخای کول بله موخه نه لري . د خاص کلمه يوازي د ولايت د نوم او د هغه ادارې واحد تر منځ د بيلتون او تفکيک په نيت معمول وګرځول شوه .

د دې لپاره چي د روزګان تاريخي نوم وساتل شي ، د ولايت او هېواد په کچه اړوندي ادارې او ليکوالان ، بايد په پر له پسې توګه د تاريخي متونو په څير د روزګان نوم په خپل رښتيني بڼه ( روزګان ) وليکي ، ويې لولي او وه يې وايې . او هم د دې نوم تاريخي بڼي ساتلو ته هوډمن پاته شي .

موږ ټول د روزګان اوسیدونکې موافق یو! 59.153.127.127 ۱۹:۲۳, ۱۷ فبروري ۲۰۲۱ (ہ ن و)

ولسوالۍ[سمول]

د روزګان نوم هم د همدې ورستي لا ميل تر اغيزي لاندي اړول شويدئ . په زياتو تاريخي متونو او ليکنو کي د ا نوم ( روزګان ) ليکل شوېدئ ، د بيلګي په توګه عربي نامتو جغرافيا پوه او مورخ بلاذري د اسلامي ځواکونو د فتوحاتو په لړ کي د بغنين ، زمين داور او ( روزګان ) نومونه ياد کړيدي ، په حدودالعالم من المشرق اللمغرب کي هم ( روزګان ) ليکل شوې دئ . د طبقات ناصري ليکوال قاضي منهاج سراج جوزجاني هم د پيښو په تړاو د يو شمير سيمو د نومونو تر څنګ د ( روزګان ) نوم ليکلئ دئ ، نوموړئ د سيمو د ويش او اقطاعو د څرګندولو په برخه کي ليکي (( د سلطان غياث الدين د ژوند پر مهال وجير ، ګرمسير ، درمشان ، روزګان او غزنئ د علا والدين محمد بن علی په اقطاع کي ؤ )) . دا د هغو تاريخي متونو يو څو بيلګي دي چي د روزګان د نوم ليکلو په اړه يادشول . دياد شوو تاريخي متونو په ډاډ، دا په ډاګه کيږي چي د دې جغرافيايې موقعيت د ښودلولپاره همدا يو رسم الخط ( روزګان ) کارول شوېدئ .

د دې ټکي يادول هم اړين ګڼم چي د ورستيو پيړيو يو شمير ليکوالو او مورخينو په خپلو اثارو کي د ( روزګان ) د ليکلو پر ځای (( اؤرزګان )) يا (( ارزګان ))ليکلئ دئ ، د بيلګي په توګه د تاج التواريخ ليکوال اعليحضرت عبدالرحمن خان (( اؤرزګان ))ليکلۍ (تاج التواريخ  : ٢٣٢ مخ )، او د سراج التواريخ مولف فيض محمد کاتب دا نوم د ( ارزګان ) په څير ليکلئ دئ . د بيلګي په توګه هغه مهال چي فيض محمد کاتب د هزاره جاتو د بغاوت پاې ته رسولو په تړاو د سيمي نومونه يادوي داسي ليکي  : ( د کندهار حکمران د ګيزاب ګدامدار غلام حسېن خان ته د دولتي خزانې څخه شپږ زره کابلئ روپئ د غوړو ، غنمو ، وربيشو او پسونو د پيرودلو لپاره ولېږل . ... وروسته بيا ځپونکي ځواکونه د فولادي لاري څخه زاولي او له هغه ځايه ( ارزګان ) ته ورسيدل .. . ) ( سراج التواريخ  : ٧١٦ مخ ) . داعليحضرت امان الله خان د واکمنۍ پر مهال دجوړي شوي لويې جرګې د بشپړ راپور په چاپ شوې خپرونه کي د لويې جرګې د ټولو ګډونوالو نومونه ليکل شويدي ، او په دې لړ کي د روزګان د استازو نومونه هم شته ، چي د روزګان او شا او خوا سيمو څخه نوموړي لويې جرګې ته داستازو ، مخورينو او قومي مشرانو په نوم راغلي وه . د دې استازو د نومونو تر څنګ د د سيمي نوم هم ليکل شوېدئ ، په دې خپاره شوي اثر کي هم د روزګان نوم په ( ارزګان ) ليکل شوی دئ . د بيلګي په توګه وکيل عبدالغفور خان کاکړ ، دلاور خان ، محمد شريف خان مهاجر ، حاجي محمد عمر خان ، بلاد خان ، حاجي خدايداد خان ، عبدالرحيم خان ، غلام محمد خان ، داد محمد خان خروټئ ، شهزاده خان ، عبدالغني خان اڅکزئ د ( ارزګا ن ) څخه . د ياديدو ده چي يادشوي ښاغلي يوازي د روزګان د اداري واحد استازي وه . ( دا نومونه د راپور په بيلا بيلو پاڼو کي د ٤٣٥ پاڼي څخه تر ٤٤٣ پاڼي پوري ثبت دي  : رويدادهای لويه جرګه ١٣٠٣ در پغمان ) د روزګان د نوم ليکلو تيروتني ته په پام سره علامه عبدالحئ حبيبي هم په خپل ( جغرافيايې تاريخي افغانستان) نومي اثر کي په مکرره توګه ليکلي چي دانوم په تاريخي متونو کي روزګان راغلي خو ميرزائېان يې دارزګان يا اورزګان په ډول ليکي ( جغرافيايې تاريخي افغانستان : ١٣٦ مخ ) .

د روزګان د ليکلو دود په زياته پيمانه د هغو ليکوالو له لوري په اوښتي ډول ليکل کيږي چي د دري ژبي ليکدود سره تړاو لري . د دري ژبووګړو تر منځ په وياندي ( شفاهي ) ادب کي عادي او معمول ده چي يو شمير نومونو او يا کلموته د الف توري زياتوي اود خپلي مفاهمې لړۍ جاري ساتي او د انديښنې پرته د خپل پام وړ کلمه يا نوم د ويلو وړ ګرځوي ، د بيلګي په توګه يوشمير هغه نومونه او کلمې چي د ( س ) په توري پيليږي ، د هغوسره د الف په زياتولو نوم ته بله څيره او نوئ املايې او ليکنيز ډول ورکوي ، چي په پښتوژبه کي د ( ستر ) کلمه په ( استر ) او د ( سپين ) کلمه په ( اسپين ) يې څرګندي بيلګي دي . د روزګان د نوم بدلون په ( اروزګان ) هم همداسي يو اوښتون دئ ، چي دري ژبو ليکوالو هغه شان چي اوريدلي يې دي او يا يې ويلي دي ، د نوم اصل او منشا ته يې د پام کولو پرته ، په (( ارزګا ن )) يا (( اوروزګان )) ليکلئ او معمول کړيدئ .

د يادېدو وړده چي د روزګان ولايت نوم د اعلی حکمرانئ له مهاله پاته دي . د اعلی حکمرانئ لومړنئ مرکز اوسنئ خاص روزګان ؤ . په افغانستان کي د ١٣٤٢ لمريز کال اداري ويش له مخي د روزګان اعلی حکمرانئ ته د ولايت نوم ورکړل شو او پر هغه حکمرانئ يې ديو شمير نويو اداري واحدونو د زياتولو او د يوشمير نورو دليري کولو تر څنګ يې تيرين کوټ هم د روزګان ولايت د مرکز په توګه ياد کړ . تر هغي پريکړي يو کال وروسته د ولايت چاري په ترينکوټ کي پيل شوې ، او په دې ډول اداري چارواکو د ولايت نوم روزګان او د پخواني اعلی حکمرانئ مرکز يې د خاص روزګان په نوم ومنۍ ، چي تر اوسه هم په ادارې چارو کي مراعات او کارول کيږي ، په داسي حال کي چي د روزګان د نوم سره د خاص کلمه مښلول او يوخای کول بله موخه نه لري . د خاص کلمه يوازي د ولايت د نوم او د هغه ادارې واحد تر منځ د بيلتون او تفکيک په نيت معمول وګرځول شوه .

د دې لپاره چي د روزګان تاريخي نوم وساتل شي ، د ولايت او هېواد په کچه اړوندي ادارې او ليکوالان ، بايد په پر له پسې توګه د تاريخي متونو په څير د روزګان نوم په خپل رښتيني بڼه ( روزګان ) وليکي ، ويې لولي او وه يې وايې . او هم د دې نوم تاريخي بڼي ساتلو ته هوډمن پاته شي .

لرغوني تاريخي پېر[سمول]

ليکوال :پوهنوال رسول باوري په روزګان ولايت کي د دوو تاريخي ډبرليکونو څرک مورخين د بيلا بيلو اخځونو په مرسته د پخوانيو پيښو رښتني حالات را بر ملا کوي ، ډبر ليکونه يو له هغو ارزښتمنو منابعو څخه شميرل کيږي چي تاريخ پوهان او څيړونکي يې د بشپړ ډاډ تر بريده د پيښو او حالاتو د څرګندولو لپاره کاروي . د ډبر ليکونو ارزښت او د هغو د پيژندلو په اړه د بيلا بيلو ميتودونو توضح او بيان به په يوه بله ځانګړې ليکنه کي را وڅيړم ، په دې ليکنه کي يوازي موخه د هغو دوو ډبر ليکونو يادونه ده چي د روزګان ولايت په خاص روزګان کي پيژندل شوي ، د څيړونکو تر قلمونو رسېدلي او په تاريخي څيړنيزو اثارو کي کارول شويدي . په خاص روزګان کي د شالۍ ناوه هغه سيمه ده چي د روزګان دوه ډبر ليکونه پکښي ساتل شوي او د خاص روزګان د مرکز څخه لس ميله ليري پرته ده . د لومړي ځل لپاره د هېواد نامتو مورخ علامه حبيبي د روزګان د دوو ډبر ليکونو په اړه هر اړخيز مالومات په خپل يوه نامتو اثر ( هفت کتيبه قديم ) کي خپاره او د څيړونکو تر پامه ورسول . علامه حبيبي نه يوازي دا چي دا دوه ډبر ليکونه يې د څيړونکو د پام وړ وګرځول ، بلکي هغه يې ولوستل او پر پوهنيز بنسټ يې د هغو په معرفي کولو کي هر اړخيزي هڅي کړيدي . هغو ارونو او پرنسيپونو ته په پام چي د ډبر ليکونو د لوستلو او پيژندلو لپاره کارول کيږي ، علامه حبيبي و توانېدۍ چي د روزګان د ډبر ليکونو ليکدود ، د ليک ژبه او پر ډبره حک شوۍ متن ولولي . د څيړنو پايلي وښودل چي د دې ډبرليکونو ليکدود مات ( شکسته ) يوناني او ژبه يې د هفتليانو د مهال هغه ګړدود دۍ ، چي په پنځمه او شپږمه مېلادي پيړۍ پوري اړه لري . فرانسوي لرغونپوه پيوار هم د علامه حبيبي په څير دا ډبرليکونه د زابلي پاچا مهراکولا اړوند ګڼلۍ دۍ چي د واکمنۍ پير يې د ٥٠٠ زيږد کالو په شا او خواکي ښودل شويدۍ . دواړه ډبر ليکونو کي ليکل شوي حروف د بغلان د سره کوتل د ليکني سره ورته او يوډول دي ، د حروفو تر منځ واټن د ( ٥ ) په ډول ليکل شوۍ او د ( Z ) توري پر سر درې ټکي هم ورکړل شويدي ، خو هغه مات ليکدود چي په روزګاني ډبرليکونو کي ليدل کيږي ، د بغلان په ډبر ليک کي نه تر ستر ګو کيږي . په دې مانا چي د بغلان ډبر ليک توري يوله بله په روښانه ليک او څرګندو کرښو بيليږي ، په داسي حال کي چي د روزګان ډبر ليکونو کي توري يوله بله سره مښتي ليکل شويدي . د روزګان په يوه ډبر ليک کي لولو چي : بګه – شاه – ځوۍ – مهر - ماه – زميګ يا په دې ډول : بګه – شاه – زاول - مهر - ماه – زميګ د روزګان د ډبرليک څخه د کاپي شوي ليک يو انځور که دا ټولي کليمې په يوه جمله کي راغونډي کړونو داسي متن به تر لاسه کړو : ( بګه شاه ځوۍ مهر ماه زمکه ) او يا ( بګه شاه زابل مهر ، ماه او زمکه ) په اوسنۍ پښتو کي تر ټولو نږدې تعبير دادۍ چي : ( د ځمکي او سپوږمۍ لوئ شهزاده ) او يا ( د ځمکي او سپوږمۍ لوۍ زابلشاه ) د دې سره - سره چي په مات يوناني ليکدود ليکل شوۍ دئ ، خو د لوستلو لپاره يې په بشپړه توګه هغه معيارونه کارول شويدي چي د نورو پخوانيو ليکدودونو لپاره کارول کيږي . د بغلان په ډبرليک کي هر تورۍ په بيل ډول ليکل شويدئ ، چي د لوستلو او په متن د پوهېدلو اسانتيا يې منځ ته راوستې ده ، د نوموړي ډبرليک لاندي انځور دا څرګندوي چي هغه دوې مميزئ چي د سره کوتل په ډبرليک کي ليدل کيږي د روزګان په ډبر ليکونو کي هم شته چي وړاندي ورته ګوته ونيول شوه . د بغلان د سره کوتل د ډبرليک يو ه برخه د دې ټکي يادول په کار دي چي د سره کوتل د ډبرليک د لوستلو پر مهال د لرغونو ژبو دويش پر ډولونو زيات پام نه دۍ ساتل شوۍ ، د هغو ورستيو څيړنو پر بنسټ چي د رباطک ډبرليک په اړه تر سره شويدي ، دا په ډاګه کوي چي د بغلان ډبرليک او د رباطک ډبرليک دواړه په يوناني ليکدود ليکل شوي ، خو ژبه يې منځنۍ پښتو او دري ده . د همدې اصل پر بنسټ د روزګان ډبرليک ليکدود هم يوناني او ژبه يې منځنۍ پښتو ده . اوس دا پوښتنه منځ ته راځی چي د دې ډبرليکونو په متن کي ياد شوۍ ( زابلشاه ) او يا( شاځوۍ ) څوک دۍ ؟ په پراخه کچه يفتليان اوپه سيمه ايزه کچه زابل شاهان د افغانستان په تاريخ کي يو خورا مهم او د زيات پام وړ مهال دۍ . يفتليانو د کوشاني پاچاهانو ورستيو واکمنانو ته ماته ورکړه او خپله واکمني يې د کوشاني امپراتورۍ پر يو شمير سيمو د څه ناڅه څلورو سو کالو لپاره وساتل . انګليسي مورخ سر اولف کارو په دې باور دۍ چي يفتليان د منځنۍ اسيا څخه د سهيل په لور را خوځيدلي او په درې سوه شپيته زيږد کال يې د کوشانيانو واکمني پاې ته ورسول او د ساسانيانو سره تر درنې جګړې وروسته د خپلو سيمو دفاع ته اړ سول ، دې قبيلو زيات شمير بودايې ودانۍ ړنګي او د لمر نمانځني عبادت ځايونه يې ودان پريښودل ، هغه وخت چي يې د واکمنۍ پراخه امپراتوري په وړو وړو سيمه ايزو واکمنيو واوښتل بيا يې د عربي مهاجمينو په وړاندي لږ تر لږه دوې پيړي پر له پسي د دفاع سنګرونه تاوده وساتل . په دې پيړيو کي تر ټولو نامتو عرب قوماندان چي د زابلي او رتبيلي پاچاهانو سره يې په بيلا بيلو وختونو او حالاتو کي ، يادمځکي د لاندي کولو او ياهم د باج او خراج د تر لاسه کولو په نيت جګړې کړيدي ، عبيدا لله بن ابي بکر ( ٦٧١ زيږد کال ) عباد بن زياد ( ٦٨١ زيږد کال) اصفح بن عبدالله ( ٧٤٧ زيږدکال ) محمد بن قاسم يادولای شو . علا مه حبيبي د يفتلي پاچاهانو او يو شمير پښتني قبيلو د نومونو تر منځ د ورته والي په اړه د هر اړخيزي څيړني وروسته داپايله تر لاسه کړيده چي ، د هيپتل کلمه د پښتنو قبيلو د ابدال د نوم سره چي د پښتنو يو لويۍ ټبر دۍ ، ورته والۍ لري ،دا ورته والې د ژبني ارونو د ادلون بدلون سره برابردۍ . يوه بله داسي بيلګه د پښتو غلجۍ د عربي خلجۍ اود درې غلزۍ دۍ ، چي په ژبنيو څيړنو کي يې د يفتليانو سره اړيکي جوتي دي . په دې ډول د شک پرته ويلای شو چي د رزګان ولسوالۍ په شالۍ ناوه کي د يفتلي پاچا مهراکولا د دوو ډبر ليکونو کشف او د هغو لوستل د دې ټکي ښه او څرګند ثبوت دۍ چي روزګان د افغانستان په تاريخ کي د خورا مهمو واکمنانو لپاره د زيات ارزښت وړ سيمه وه .

دا هم وګورۍ[سمول]

سرچینې[سمول]

ar:ولاية أروزكان ast:Orusgán az:Uruzgan be:Правінцыя Урузган be-x-old:Урузган (правінцыя) bg:Орузган bn:ওরুজ্‌গন প্রদেশ ca:Província d'Oruzgan cs:Orúzgán da:Oruzgan (provins) de:Uruzgan diq:Urozgan el:Ορουζγκάν (περιοχή) en:Urozgan Province eo:Provinco Uruzgan es:Provincia de Urūzgān et:Uruzgāni provints eu:Oruzgan probintzia fa:ولایت اروزگان fi:Uruzganin maakunta fr:Orozgân hi:ओरूज़्गान प्रान्त it:Oruzgan ja:ウルーズガーン州 ko:우루즈간 주 nl:Uruzgan no:Uruzgan (provins) pl:Oruzgan pnb:صوبہ اروزگان pt:Oruzgan ru:Урузган sco:Orūzgān Province sr:Провинција Орузган su:Propinsi Uruzgan sv:Oruzgan (provins) tg:Вилояти Урӯзгон tr:Uruzgan Vilayeti ur:اروزگان vi:Oruzgan (tỉnh) war:Orūzgān (lalawigan) zh:乌鲁兹甘省