خبرې اترې:رنځورپاله

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

انځور غالۍ څه ته وايي؟ ولې مو نندارتون په انځورغالۍ بدل کړی؟

--Khangul 15:42, 15 می 2010 (UTC)

ګالري ته په پښتو کې انځور غالۍ وایی او نندارتون تیاتر ته وایی نو پدی لیکنه کې ګالرۍ لیکل شوي وو نو ځکه ما gallary انځورغالۍ ته وژباړه په درناوی کلیم

کليم ګله سلامونه!

انځور غالۍ خو هغه غالۍ ته وايي چې پرې هنري انځور کښل شوی وي. مثلاً په افغانستان کې ځينې تاريخي څېرې چې په غاليو ووبدل شي نو بيا هغو ته انځور غالۍ يا انځوريزې غالۍ وايي دا ځکه چې په هغو باندې انځورونه په ډېر مهارت سره اوبدل شوې وي.

تياتر نړېواله کلمه ده او په پښتو کې نندارتون ګالېري ته کارېدلی.

--Khangul 18:02, 15 می 2010 (UTC)

ستاسو خبره هم سمه ده خو یو ویی کیدای شی په هر ځای کی بیلابیله کارونه ولری خو نن ورځ په کمپیوتري پښتو پروګرامونو کی انځورغالی د ګالری د پاره کارول کیږی  

کليم ګرانه ستا خبره سمه ده چې يو لغت موږ په بېلابېلو جملو کې کارولای شو، خو که په يوازې ځان راشي نو بيا ترې ګڼ شمېر مانا ګانې افاده کېدلای شي. نو دا چې هغه سرليک دی او چې ګڼ شمېر ماناګانې ترې افاده نه شي نو په همدې خاطر هغه لغت چې دقيقه مانا ولري بايد وکارېږي. تاسو په خپل ځواب کې ما ته داسې ليکلي ستاسو خبره هم سمه ده خو یو ویی کیدای شی په هر ځای کی بیلابیله کارونه ولری خو نن ورځ په کمپیوتري پښتو پروګرامونو کی انځورغالی د ګالری د پاره کارول کیږی

ستاسو په ليکنه کې د کارونه لغت سم نه دی. کارونه د کار جمع دی او د استعمال لپاره کارول مصدر دی. چې کاروم. کارېږي. کاروو او ګڼ شمېر نور حالتونه رامېنځ ته کېږي. که نن ورځ په کمپيوټري پروګرامونو کې دا توری کارېدلی وي نو دا سم نه دی او بايد پرې بحث وشي.

--Khangul 19:01, 15 می 2010 (UTC)

د نندارتون او انځورغالي پر ځای انځورتون څنګه دی؟[سمول]

زه دلته د Gallery لغت لپاره په پښتو ژبه د انځورتون د لغت وړانديز کوم که هر څوک د دې لغت د کارولو سره سلا وي نو لطفا دغه {{ملاتړ}}‎ کوډ او هغه څوک چې د دې لغت د کارولو په خلاف دي نو {{بډ}}‎ کوډ وکاروۍ. او په پای کې د رايو پر بنسټ به د دغه نوي نوم پر کارولو غور وکړو.

د انځورتون د نوم د کارولو نه وړاندې د انځور غالی او د نندارتون د لغتونو وړانديز هم شوی.

<----که چېرته تاسې خپله رايه دلته ثبتول غواړۍ نو تر همدې کرښې لاندې پورتني کوډونه وکاروۍ---->

وړانديز شوي لغتونه د کارولو وړانديز د نه کارولو وړانديز
انځور غالی  بډ
نندارتون  بډ
انځورتون  ملاتړ

--Khangul 19:28, 15 می 2010 (UTC)