خبرې اترې:د ښځې پیدایښت

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ښځې پيدايښت ښځه په پيدايښت، روحي او جسمي اړخ كې، له هماغې ګوهره پيدا شوې، چې نارينه ترې پنځول شوى ، جوهر او منځپانګه يې يو شان ده. د ښځې او نارينه په حقيقت او منځپانګه كې څه توپير نشته. قرآن كريم، په ډاګه له دې حقيقته پرده لرې كوي:

((يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالاً كَثِيرًا وَنِسَاء وَاتَّقُواْ اللّهَ الَّذِي تَسَاءلُونَ بِهِ وَالأَرْحَامَ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا؛  خلكو! د خپل پالونكي (له مخالفته) ووېرېږئ،هغه چې تاسې ټول يې له يوه تنه پېدا كړئ او (همداراز( له هغه یې جوړه ورته پيدا کړه او له دې دواړو يې (د ځمكې پر مخ( ډېر نارينه او ښځې خپاره كړل او له هغه خدايه ووېرېږئ،چې (تاسې ټول يې پر لويښت قايل ياست( په نامه يې يو له بله څيزونه غواړئ (او همداراز( له خپلوانو سره د اړيكو له پرېکونې ډډه وكړئ؛ ځكه خداى مو څارونكى دى.))
((هُوَ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَجَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا لِيَسْكُنَ إِلَيْهَا فَلَمَّا تَغَشَّاهَا حَمَلَتْ حَمْلاً خَفِيفًا فَمَرَّتْ بِهِ فَلَمَّا أَثْقَلَت دَّعَوَا اللّهَ رَبَّهُمَا لَئِنْ آتَيْتَنَا صَالِحاً لَّنَكُونَنَّ مِنَ الشَّاكِرِينَ؛  همدغه (الله( دى،چې تاسې يې له يوه تنه پيدا كړئ او له هماغه يې دده جوړه پیدا کړه، چې ورسره بسیا (آرام( شي؛ نو [آدم] چې له هغې [حوا] سره کوروالى وكړ؛ نو سپكه دوځانې (او اميندواره( شوه،چې ورسره ګرځېده او چې بار يې دروند شو؛ نو دواړو له "الله" خپل پالونكي وغوښتل :((كه صالح (روغ رمټ( اولاد دې راكړ؛ نو بيخي به دې منندوى يو.((

((وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاړپېچ أَلْسِنَتِكُمْ وَأَلْوَانِكُمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّلْعَالِمِينَ ؛ او له نښو یې داده،چې همدا ستاسې له (جنسه) یې مېرمنې درپيدا كړې دي، چې ورسره ارام ومومئ او ستاسې ترمنځ يې مينه او خواخوږى پيدا كړ. هو! په دې (نعمت) كې انديالو ته نښې دي.)) نو ځكه ښځه په پيدايښت كې له هماغه جوهره پنځول شوې،چې نارينه ترې پيدا شوى دى. د ښځې او نر منځپانګيز يورنګتوب، يوه قرآني انده ده، چې د قرآن له آيتونو په ډاګه څرګندېږي؛خو په دې هكله يو بل نظر هم شته، چې د ښځې پيدايښت د نر د پيدايښت له اضافي برخې انګېري. دا نظر په ځينو احاديثو استناد شوې؛ خو دا نظريه له امام صادق (رح) نه په يوه روايت كې رد ګڼل شوې ده: ((زراره وايي: امام صادق (رح) د ((حوا)) د پيدايښت په باب وپوښتل شو، چې ځينې وايي: متعال خداى، حوا د آدم له كوزې او كيڼې پښتۍ پنځولې. امام وويل: خداى له دې خبرو پاك دى. څوک چې دغسې وايي، انګېري، خداى وس نه درلود، چې آدم ته يې جوړه بې له خپلې پښتۍ وپنځوي. دا ډول وګړي نيوكګرو ته مخه پرانځي... دوى څه كوي؟ خداى دې زموږ او د دوى ترمنځ ورمندون وكړي. بيا يې وويل: چې ستر خداى آدم له خاورو پيدا كړ او پرښتو ته يې حكم وكړ، چې سجده ورته وكړي، چې يو ژور خوب پرې راغى، بيا يې يو نوى مخلوق ورته پنځاوه... دا نوى مخلوق په حركت راغى او آدم ددې د حركت له امله په خود راغى او راويښ شو، چې ورته يې وكتل، و يې ليدل، چې د ځان په څېر يې يو ښكلى مخلوق دى؛ خو داچې دا ښځه ده... په دې وخت كې آدم وويل: خدايه! دا ښكلى مخلوق څوك دى، چې په هكله يې مينه احساسوم؟ خداى وويل: دا مې مينزه حوا ده.... ارواښاد مجلسي وايي: ((په عامو تاريخپوهانو او مفسرانو كې مشهوره ده، چې حوا د آدم له كيڼې پښتۍ پنځول شوې او دا مانا له ځينو احاديثو اخستل شوې؛ خو دا روايت او نور رواياتونه، دا موضوع ردوي... بيا مجلسي له ارواښاد ابوالفتوح رازي يو تفسيري ويينه را اخلي: رازي، د خداى ددې وينا (؛ يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا: ژباړه )). په تفسير كې ويلي: ((له دې جوړې مراد، ((حوا)) ده او داچې ((حواء)) له آدمه پنځول شوې وي، دوه نظريې دي: 1_ داچې حوا د آدم له كيڼې پښتۍ پنځول شوې وي... 2_ داچې له ((خلق منها: د آدم له جنسه يې جوړه پيدا كړه(( مراد؛ یعنې د آدم له جنسه. دا آيت د بل ايت په څېر دى، چې وايي: (( وَاللّهُ جَعَلَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا : خداى له خپلو جنسونو جوړې درته پيدا كړې)). او ددې آيت په څېر دى: ((لَقَدْ جَاءكُمْ رَسُولٌ مِّنْ أَنفُسِكُمْ: له همدا تاسې يو استازى درغى )). مجلسي زياتوي: له يوه نفسه (نفس واحدة) د پيدايښت مطلب، له يوه پلاره پيدايښت دى... او سره له دې، چې مور هم ددې پيدايښت ((لازمي شرط دى؛ نو څه ټكر او منافات ورسره نلري...)). په ((مِن)) كلمه كې يو بل احتمال هم شته او هغه داچې ((مِن)) تعليلي وي؛ یعنې: ((جوړې يې درته پيدا كړې... )). دويمه نظريه د امام صادق (رح) له كلام سره اړخ لګوي، چې ښځه د نارينه په څېر جلا او خپلواك پيدايښت لري.

لیکوال: اجرالدین اقبال پته:www.andyal.com