خبرې اترې:د ښځې تکامل

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لیکوال: اجرالدین اقبال پته:www.andyal.com د ښځې تكامل او بشپړتيا ښځه په قرآني اندنه كې، له نارينه سره يورنګ او تكامل منوونكې ده، او د ښاندې- شناخت او كړنو په رڼا كې معراج ته وردرومي او انساني نوغي ته تر شونې اوچتوالي وررسي، چې قرآني آيتونه يې په اړه څرګندنه لري. هغه مهال، چې قرآن کریم د انساني لوړو ارزښتونو په باب خبرې كوي؛ نو ښځې له نارينه و سره اوږه په اوږه او يو رنګ اوڅاروي: ((إِنَّ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِمَاتِ وَالْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَالْقَانِتِينَ وَالْقَانِتَاتِ وَالصَّادِقِينَ وَالصَّادِقَاتِ وَالصَّابِرِينَ وَالصَّابِرَاتِ وَالْخَاشِعِينَ وَالْخَاشِعَاتِ وَالْمُتَصَدِّقِينَ وَالْمُتَصَدِّقَاتِ وَالصَّائِمِينَ وَالصَّائِمَاتِ وَالْحَافِظِينَ فُرُوجَهُمْ وَالْحَافِظَاتِ وَالذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا: په حقيقت کې مسلمانان او مسلمانانې، مؤمنان او مؤمنانې، غاړه ایښوونکي او غاړه ایښوونکې، رښتیني او رښتینې، زغمناک او زغمناکې، عاجزي کوونکي او عاجزې کوونکې، خیرات ورکوونکي او خېرات ورکوونکې، روژه تیان او روژه تیانې، پاکلمني او پاکلمنې، د الله ډېر یادوونکي او يادوونکې، خدای دوی (ټولو) ته بښنه او ستر اجر چمتو کړی دی.)). په دې آيت كې نارينه او ښځو ته اسلام، ايمان، تواضع، صدق، صبر... يو برابر راغلي او جوت شوي، چې هر يو دې مقاماتو ته ور رسېداى شي او په تكامل، هسكوالي او عروج كې يو رنګ دي او د قرب او معنويت لوړو مقاماتو ته ور رسېداى شي. ((فَاسْتَجَابَ لَهُمْ رَبُّهُمْ أَنِّي لاَ أُضِيعُ عَمَلَ عَامِلٍ مِّنكُم مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى بَعْضُكُم مِّن بَعْضٍ فَالَّذِينَ هَاجَرُواْ وَأُخْرِجُواْ مِن دِيَارِهِمْ وَأُوذُواْ فِي سَبِيلِي وَقَاتَلُواْ وَقُتِلُواْ لأُكَفِّرَنَّ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَلأُدْخِلَنَّهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ ثَوَابًا مِّن عِندِ اللّهِ وَاللّهُ عِندَهُ حُسْنُ الثَّوَابِ : نو پالونکي يې غوښتنې ومنلې (او ويې ويل) زه له تاسې د هېچا عمل نه لاهو كوم ، نارينه وي كه ښځينه، ټول له يوه جنس ياست،هغوى چې زما په لار كې هجرت كړى او له خپلو كورونو شړل شوي او زما په لار كې ځورول شوي او جګړه يې كړې او وژل شوي دي؛ نو هرومرو يې ګناهونه بښم او هغو جنتي باغونو ته يې ورننباسم،چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي، دا د خداى له لوري ثواب دى او له خداى سره غوره ثوابونه دي .)) ((وَمَن يَعْمَلْ مِنَ الصَّالِحَاتَ مِن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُوْلَـئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ وَلاَ يُظْلَمُونَ نَقِيرًا : او څوك چې له ښو (كړنو څه) وكړي، که هغه نارينه وي كه ښځينه؛خو چې ايمان ولري؛ نو دغسې خلك جنت ته ورننوځي او ډېر لږ ظلم به هم ورسره ونشي )). په دې آيت كې، د ښځې او نارينه د كړنو يورنګوالى څرګندېږي، چې بايد زياركښ انسان د خپل زيار هومره بدله واخلي او كه په دې باب د ښځې او نارينه ترمنځ څه توپير وي؛ نو تېرى دى او خداى تېرى نه كوي.

((مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ: ژباړه)).

په دې آيت كې د ښځې او نارينه د دنيوي كړو وړو د لاسته راوړنو او اغېزو يو رنګتوب او څار شوى؛ یعنې صالح كړه وړه كه ښځه وكړي که نارينه، په الهي سنتو او قوانينو كې يو رنګ پايله لري او هم په آخرت كې يو رنګ بدله تر لاسه كوي. دې ټكي ته مو پام لازم دى، چې د قرآن په نورو آيتونو كې، چې د انسان د تكامل په اړه خبره شوې ده؛ نو ښځه او نارينه دواړه پكې رانغاړېږي، كه څه په مذكر لفظ راغلي وي؛ ځکه په دې ډول تعبيرونو كې لكه: ((يا ايها الذين امنوا(( انساني نوغي ته خطاب دى؛ یعنې ((يا ايها الانسان)) او دا ګرد سره ښځې او نارينه رانغاړي.