خبرې اترې:حضرت علي کرم الله وجهه
سکالو ورگډول
بسم الله الرحمن الرحیم
د لوراند او لورین څښتن په نامه
د کتاب ځانګړنې:
د کتاب نوم: حضرت امام علي علیه السلام
لیکوال : مهدي رحیمي او عبدالله طاهرخواني
خپرونکی :مرکز چاپ و نشر بنیاد بعثت
د چاپ کال او وار: لومړی/۱۳۹۵
چاپ شمېر: ۱۰۰۰ ټوکه
لړلیک
سریزه 7 د حضرت امیرالمؤمنین علي علیه السلام زوکړه 9 ماشومتوب؛ 10 د پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم په لمن کې 10 حضرت علي کرم الله وجهه د هجرت پر ړومبۍ شپه 13 حضرت علي کرم الله وجهه د رسول الله امین 15 حضرت علي کرم الله وجهه او د خدای په لار کې مبارزه 16 د حضرت علي کرم الله وجهه پوهه 22 حضرت علي علیه السلام او د رسول الله ځایناستي 24 حضرت علي کرم الله وجهه د درې ګونو خلفاوو پر مهال 28 الف)د لومړي خلیفه پرمهال 30 ب)د دویم خلیفه پر مهال 31 ج)د درېیم خلیفه پر مهال 32 د حضرت علي علیه السلام اخلاق او چلن 34 د حضرت علي علیه السلام حکومت 63 د حضرت علي علیه السلام شهادت 71 د حضرت علي علیه السلام روستۍ ویناوې 75 پایلیکونه 77
سریزه د یوه غوره انسان خبره کېږي.... هغه انسان،چې نه په شاعرانه تعبیر؛بلکې په واقع کې، قلم یې توصیف کولای نشي... هغه په هېښتیا راوټوکېد او په یوه بل معیار یې ژوند وکړ او یو بل شان پاتې شو او په یوه غوره حالت ولاړ...... هغه انسان، چې د غره په شان برم ، د اوبو په څېر پاکي او روڼتیا، د تالندې په څېر ځلا،د لمر په څېر رڼا، د سیندونو په څېر پراخه سینه، د بېدیا سادګي او الهي روحانیت درلود،هېښنده وزیږېد، هېښنده ژوند یې وکړ او هېښنده بلې نړۍ ته ولاړ . هغه ځانګړې ځانګړنې درلودې.یوازېنی کس و،چې په کعبه کې وزیږېد.د ابوطالب یوازېنی زوی و،چې د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه و آله او حضرت خدیجې له نېغ په نېغه روزنې برخمن و.تر بعثت روسته ړومبی نارینه و،چې پر رسول الله یې ایمان راووړ او لمونځ یې ورپسې وکړ. همداراز ړومبی تن و،چې د رسول الله ښکاره بلنه یې ومنله او ملاتړ یې ترې وکړ او په دې لار کې یې زحمتونه وګالل . یوازېنی تن و،چې سر یې په تلي کې کېښود او د رسول الله په بستره کې سملاست.د رسول الله په غزوو کې تل د رسول الله لومړی سردار و او په جګړو کې روستۍ خبره، د حضرت علي علیه السلام خبره وه. د رسول الله تر وفات روسته په ځینو دسیسو له خپل حقه بې برخې کړای شو او ۲۵ کاله په کور کېناست او د اسلام د نوي نیالګي د ساتنې لپاره له حقه تېر شو او دا چار یې په پراخه سینه وزغمه.څلور نیم کاله یې خلافت وکړ او په دې وخت کې یې د عدالت پر بنسټ د حکومت بېلګه جوړه کړه او په پای کې د رمضان مبارکې میاشت،په مبارکو شپو کې؛یعنې په نوولسمه شپه، خوارجو شهید کړ . نو اوس یې یو لړ هېښتیاوو ته لنډه اشاره کوو. د حضرت امیرالمؤمنین علي علیه السلام زوکړه راوي وايي : له عباس بن عبدالمطلب او یوې ډلې سره د خدای د کور تر څنګ ناست وو. فاطمه د اسد لور-چې درودونه دې پرې وي-د خدای کور ته ورمخکې شوه او چې ورنږدې شوه، ودرېده؛نو و یې ویل : خدایه! پر تا او پېغمبرانو او کتابونه یې ایمان لرم . د خپل نیکه حضرت ابراهیم علیه السلام وینا رښتینه ګڼم؛ هماغه ابراهیم، چې ستا په حکم یې د کعبې خونه جوړه کړه.... تا ته پر هغه او په دې ماشوم، چې په ګېډه مې دی، قسم درکوم، چې دا لنګوال راباندې آسان کړې. همدا مهال مې په بشپړه هېښتیا ولیدل،چې د کعبې دېوال وچوېد او دا بختوره مېرمن ورننووته او ورپسې دېوال سره ونښلېد. په بیړه ورپاڅېدو،چې د کعبې دېوال پرانځو؛خو خلاص نشو...... او پوه شوو، چې په دې چار کې یو الهي حکمت نغښتی دی. څلور ورځې روسته،دا بختوره مېرمن له کعبې راووته او یو ماشوم یې په غېږ کې و او په خورا ویاړ یې وویل : له غیبو راته حکم شوی دی،چې ددې ماشوم نوم علي کېږدم.(۱) دا پېښه د جمعې پر ورځ،د عام الفیل تر پېښې روسته د رجب میاشت پر دېرشمه (له هجرت نه ۲۳ کاله مخکې) تر سره شوه. (۲) ماشومتوب؛
د پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم په لمن کې
رسول الله صلی علیه و آله وسلم په ۲۵ کلنۍ کې له حضرت خدیجې بي بي سره واده وکړ. پینځه کاله روسته ترې، د حضرت ابوطالب –د پېغمبر اکرم تره- څلورم زوی وزيږېد .ابوطالب یې تر پلار عبدالمطلب روسته د بني هاشمو مشر ګڼل کېده او پرتم،برم او ستریا یې په مکه کې ساری نه درلود؛خو شتمن نه و او داچې د ټبر مشر او عیالدار و؛نو د ژوند لګښتونه یې خورا ډېر ول او حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم، چې کلونه کلونه د ابوطالب په کور اوسېدلای و،په دې خبره ډېر ښه پوهېده. یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم خپل بل تره عباس ولید. عباس خورا شتمن و؛نو رسول الله ورته وویل : ګرانه تره! ورور دې ابوطالب بال بچه دار دی او په دې ورځو کې یي ګوزاره ډېره سخته او لاس یې تنګ دی؛نو راځه چې ورشو او هر یو ترې یو زوی راولو او پالندوي یې وکړو. عباس ومنله او هغه ترې جعفر او حضرت رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم ترې علي علیه السلام خپل کور ته راوست. حضرت علي کرم الله وجهه د رسول الله په لمن کې را لوی شو او له هغه یې د انسانیت او ازادګۍ خورا زده کړې،زده کړې. حضرت علي الله علیه السلام د خپل ماشومتوب په باب داسې وایي : (( چې ماشوم وم؛نو رسول الله به پر خپل زنګانه کېنولم،سینې ته به یې رانږدې کولم،خواړه به یې په خپله مبارکه خوله کې جول او بیا به یې ماته راکول او د خپل وجود په زړه پورې عطر به یې ما ته را رسول.... هغه مې په خبرو کې دروغ او په کړنو کې تېروتنه و نه مونده)) خدای له خپل استازي سره د ځوانۍ په پېر کې یوه پرښته یو ځای کړه، چې شپه ورځ ورته د نېکو چارو په ترسره کېدو کې لارښوونه وکړي .ما هم له رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم لاروي کوله؛لکه څنګه چې ماشوم د خپلې مور لاروي کوي . رسول الله به هر ورځ حکم راکاوه،چې له کړنو یې لاروي وکړم.هغه به هر کال د حرا غار ته تله او بې له ما به هېچا نه لیده...... هغه مهال،چې لا اسلام یوه کور ته هم لار نه وه موندلې او یوازې رسول الله او مېرمن یې مسلمان ول؛نو درېیمی یې زه وم..... د وحې او رسالت رڼا به مې په خپلو سترګو لیده او د پېغمبرۍ عطر به مې یي بویول.(۳) رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم د بعثت په درېیو ړومبیوکلونو کې اجازه نه درلوده،چې په ښکاره ډول اسلام تبلیغ کړي .په دې موده کې یوازې یو څو تنو پرې ایمان راووړ،چې په نارینه وو کې یې ړومبی تن حضرت علي کرم الله وجهه و.(۴) درې کاله روسته خدای خپل استازي ته دا آیت راواستاوه : ((ای پېغمبره! خپل خپلوان دې ووېروه))(۵) رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم، حضرت علي علیه السلام ته حکم وکړ،چې یوه مېلمستیا چمتو کړه او څلوېښت تنه خپلوان راوبله.په مېلمنو کې د حضرت حمزه،عباس او ابولهب په څېر وګړي هم ول. دومره خواړه چمتو شوي ول،چې ان یو تن یې هم په مړه ګېډه نه مړاوه؛خو د خدای په اراده پرې ټول ماړه شول؛خو خواړه لږ نه شول . رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم چې غوښتل،اسلام ته یې راوبلي، ابولهب وویل : ((محمد درباندې کوډې وکړې)) دې خبرې ټول خپاره کړل او غونډه پای ته ورسېده. رسول الله اړ شو،چې بله ورځ بیا هم مېلمستیا ورکړي.تر خوړو روسته حضرت رسول الله وویل: (( ای د عبدالمطلب زامنو! په عربو کې داسې ځوان نه وینم،چې تر هغه غوره یې درته راوړي وي،کوم چې ما درته راوړي دي، ما درته ددې او بلې نړۍ نېکمرغي راوړې ده،ایکي یو خدای حکم راکړی،چې پر لور یې ور و مو بلم او څوک چې مې په دې لار کې مرستندوی شو؛ هغه به مې رور،وصي او ځایناستی وي .)) رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم دا غوښتنه او وړاندیز درې وار تکرار کړ او هر درې واړه ځل، یوازې علي کرم الله وجهه پاڅېده او له رسول الله یې خپل ملاتړ اعلاناوه. بیا رسول الله په غونډه کې ناستو ته وویل : (( دا -علي- زما رور،وصي او ځایناستی دی،خبرې ته غوږ ږدئ او لاروي ترې کوئ)) (۶) حضرت علي کرم الله وجهه د هجرت پر ړومبۍ شپه هغه مهال،چې رسول الله،دین ټولو ته وروړاندې کړ؛نو د قریشو مشرانو آنحضرت د خپلو ګټو پر خلاف او خطرناک وګاڼه؛نو په دارالندوه نومي ځای کې سره راټول شول او د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم د وژلو لپاره سره یې سلامشوره وکړه او د ټولو سلا په دې راغله، چې له هر ټبره دې یو تن راشي او د شپې شپې دې د رسول الله پر کور یرغل وکړي او آنحضرت دې ووژني . خدای پاک خپل استازی له دې دسیسې خبر کړ او حکم یې ورکړ، چې پر دغه شپه دې په خپله بستره که نه ویدېږي او د شپې شپې دې هجرت وکړي.(۷) شپه او تورتم شو،د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم د وژلو ترهګر، د آنحضرت کور کلابند کړ،رسول الله، حال داچې د یس سورت آیتونه یې له ځان سره ویل،له خپل کوره راووت او د الهي رحمت تر سیوري لاندې په چپه لار د ثور غار پر لور روان شو او له مکې ووت. چرګ بانګ مهال ترهګرو له بربنډو تورو سره د رسول الله پر کور یرغل وکړ، د هغوی د غږونو له امله،حضرت علي کرم الله وجهه له خوبه راویښ شو او په بستره کې نېغ کېناست. ترهګرو په هېښتیا وپوښتل : ((محمد چېرته ولاړ؟)) حضرت علي کرم الله وجهه ځواب ورکړ : ((مګر زه یې ساتندوی یم)) کفار نهیلي شوي ول، حضرت علي کرم الله وجهه یې په زور مسجد الحرام ته بوتلو او تر څه مودې روسته یې پرېښود.(۹) حضرت علي کرم الله وجهه د رسول الله امین رسول الله د قریشو امین و او ټول امانتونه له آنحضرت صلی الله علیه و آله وسلم سره ول؛خو هغه مهال،چې مدینې ته هجرت کولو ته اړ شو؛ نو په خپل ټبر او خپلوانو کې یې تر علي علیه السلام بل امین و نه موند؛ نو هغه یې خپل ځایناستی کړ،چې د خلکو امانتونه یې خلکو ته وروسپاري،پورونه یې ورکړي او بیا مسلمانې لوڼې، ښځینه او مېرمنې مدینې ورسوي . حضرت علي کرم الله وجهه ددې ټولو چارو تر سرته رسولو روسته له فاطمې(خپلې مور)،فاطمه الزهرا (د رسول الله لور) او فاطمې (د خپل تره زبیر لور) او له نورو سره د مدینې پر روان شو.په لار کې یې اتو تنو کفارو لار وتړله. حضرت علي کرم الله وجهه تر سختې مبارزې روسته هغوی خپاره کړل او چې مدینې ته ورسېدل؛نو رسول الله، حضرت علي کرم الله وجهه خپل کور ته بوتلو.(۱۰) حضرت علي کرم الله وجهه او د خدای په لار کې مبارزه اسلام د سولې او ژوند دین دی. له وژنو سره همغږی نه دی او د هغو وګړیو لپاره یې سخته سزا ټاکلې،چې په لوی لاس کوم انسان ووژني؛ خو په عین حال کې اسلام د خپلې پراخ بنسټۍ او جامعیت له امله، یو نړیوال دین دی او ټول خلک باید پرې ایمان راوړي؛نو اړتیا ده،چې نور ورته راوبلل شي او تبلیغ ورته وشي. نو څرګنده ده،چې له هماغه پیله،هغوی چې خپلې وګړیزې ګټې یې په خطر کې لیدې؛نو د اسلام د منلو او د خپراوي خورا سخت مخالفین او ناباندي ول؛نو د اسلام سپېڅلي دین، د جهاد حکم وضع او تشریع کړی دی،چې هغه کسان پرې له منځه یوسي،چې له اسلام سره مخالفت کوي او د لارې خنډ یې وي . عقل خو په هغو ځایونو کې له ځانه دفاع اړینه ګڼي،چې پردي پر مسلمانانو یرغل وکړي؛نو ځکه له ځانه دفاع او د دښمن له یرغله مخنیوی، د اسلامي جهاد له څانګو ځنې دي،چې له عقل،انصاف او فطرت سره هم سمون خوري. د رسول الله صلی الله علیه و آله و سلم ډېری؛بلکې ټولو جګړو دفاعي بڼه درلوده. حضرت علي کرم الله وجهه په ډېریو دې جګړو کې شتون درلود او بې له خدایه، له بل هېچا نه وېرېده. هغه د جګړې پر مهال مېړنی و او یوازېنی بېرغچي و. د زمري په څېر غړمبېد؛د طوفان په څېر لګېد او د دښمن لښکر به یې د بوړبوکیو په څېر چورلاوه او تس نساوه. د حضرت علي کرم الله وجهه زره شاتنۍ برخه نه درلوده؛ځکه آنحضرت هېڅ کله د جګړې له ډګره نه تښتېده او دښمن ته یې شا کوله نه. د تورې هر ګوزار یې د مرګ ګوزار و او په هماغه لومړي ګوزار به یې دښمن له منځه وړه او بل ګوزار ته به اړتیا نه پیدا کېده. په بدر غزوه کې د اسلام له درېیو سردارانو ځنې، یو یې حضرت علي کرم الله وجهه و،چې تر ټولو مخکې یې د جګړې ډګر ته ور و دانګل او د کفارو ډېری مشران او قومندانان یې ووژل . د احد په جګړه کې د مېړنتوب له امله،لومړی مسلمانان بریالي شول؛ خو غنیمت راټولولو ته د ځینو مسلمانانو لېوالتیا ددې لامل شوه، چې شاتنۍ برخه پرېږدي او مات دښمن د ټپي مار په څېر له شا یرغل وکړ او دا مهال ډېری وګړي او د هغوی له جملې ځنې حضرت ابوبکر،حضرت عمر او حضرت عثمان وتښتېدل؛خو حضرت علي کرم الله وجهه او څو نور تنه،مېړني وجنګېدل او د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم ترڅنګ پاتې او دفاع یې ترې وکړه او د رسول الله مبارک ژوند یې وژغوره. په احد جګړه کې حضرت علي کرم الله وجهه اویا ټپونه پر خپل بدن اخستي ول . د مدینې د شاوخوا یهود هم،چې له شا یې ګوزار کاوه او له دښمن سره یې همکاري کوله او دښمن ته یې جاسوسي کوله،دوی هم د حضرت علي کرم الله وجهه د تورې له ګوزار او غچه په امان کې نه ول او په پایله کې ځینې مړه او ځینې کډن شول . د هجرت پر څلورم کال، اسلام ضد او دښمن وګړي او ګوندونه ټول سره راټول شول،چې یو ځای په مدینه یرغل وکړي او له مدینې نه د اسلام د نیالګي جرړه رانړوي. حضرت رسول اکرم صلی الله علیه و آله سلم د حضرت سلمان فارسي (رض) په وړاندیز د مدینې شاوخوا ته یوه ستره کنده وکنله. دوه لښکرې سره مخامخ شوې. عمرو بن عبدود د دښمن لښکر جنګیالي رمباړې وهلې او مبارزې ته یې مبارز غوښته. چا ورسره د ورنږدېدو مړانه نه درلوده؛ دا مهال یوازې حضرت علي کرم الله وجهه ورمخکې شو. عمرو، حضرت علي کرم الله وجهه ته وویل : ((ځوانه ! ستون شه، خوښ نه یم،چې و دې وژنم.)) حضرت علي کرم الله وجهه ورته وویل : (( له ځان سره دې ژمنه کړې ده، چې که کوم سړی،د هر ټبر، چې وي، که دوه غوښتنې درځنې ولري؛نو یوه یې ورسره ومنې)) عمرو وویل : (( هو همداسې ده! غوښتنه کوه .)) حضرت علي کرم الله وجهه ورته وویل : ((لومړۍ غوښتنه مې داده،چې اسلام راوړه او پر استازي یې ایمان راوړه....)) عمرو ورته وویل : (( هغوی ته اړتیا نه لرم)) حضرت علي کرم الله وجهه ورته وویل : ((نو جګړې ته چمتو شه!)) عمرو وویل : ((ستون شه ! پلار دې زما ملګری و؛نه غواړم،و دې وژنم)) حضرت علي کرم الله وجهه ورته وویل : ((که له حقه سرغړونه وکړې؛ نو پر خدای چې خوښ یم،چې و دې وژنم)) عمرو له خپل اس نه راکوز شو او له بربنډې تورې سره د حضرت علي کرم الله وجهه پر لور ورغی او پر سر یې پرې مرګونی ګوزار وکړ. حضرت علي علیه السلام، خپل ډال ورمخې ته کړ او له ځانه یې دفاع وکړه. تر خورا اخ و ډب روسته، په پای کې حضرت علي کرم الله وجهه، عمرو بن عبدود له منځه یووړ او نورو دښمنانو هم چې خپل جنګیالی مړ ولید؛ نو دوه یې خپلې او دوه یې پردۍ کړې او وتښتېدل. امیرالمؤمنین علي علیه السلام بریالی راستون شو . حضرت رسول اکرم ورته وویل : ((آفرین دې وي او پر تا دې وي ای علي ! که ستا نننۍ جګړه د اسلام له ټولو ښو کړنو سره پرتله شي؛نو ستا نننی چار به ترې غوره وي؛ځکه ددې جګړې له امله؛کافرانو ته کوم ځای پاتې نشو او هغوی بې عزته او مسلمانان عزتمن شول))(۱۲) پر اووم هجري کال، تر حدیبیه تړون روسته،رسول الله د خیبر پر لور، چې د یهودانو مرکز و،ورغی. په دې جګړه کې حضرت علي کرم الله وجهه د سترګو د درد له امله په بستره کې ویده و. رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم،حضرت ابوبکر راوغوښت او بېرغ یې ورکړ،حضرت ابوبکر د مهاجرینو له یوه لښکر سره جګړې ته ولاړ؛خو بریالی نشو او بېرته راستون شو. بله ورځ په همدې اوډون حضرت عمر پر دښمن یرغل وکړ او مات راستون شو او مسلمانان یې له جګړې وېرول او مسلمانانو هم هغه له جګړې کولو وېراوه. رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم : دوی د بېرغ وړ نه وو،علي ته غږ کړئ! ورته وویل شول : ((سترګې یې خوږېږي او په بستر کې دی)) رسول الله وویل : ((ورته غږ کړئ! هغه داسې سړی دی،چې خدای او استازی یې پری ګران دی او هغه هم پر خدای او استازي یې ګران دی، هغه مېړنی دی،له جګړې نه راتښتي او دښمن ته نه شا کوي .)) حضرت علي یې راوست.رسول الله ورته وویل : علي ! څه دې کړوي؟ حضرت علي کرم الله وجهه ورته وویل : د سترګو او سر خوږ مې کړوي. رسول الله ورته دعاوکړه او خپلې مبارکې توکاڼې یې ورته په سترګو او سر وموږلې.کړخت او درد یې له منځه ولاړ. حضرت علي کرم الله وجهه سپین بېرغ راواخست او هغه یې هسک او ورپاوه .رسول الله ورته وویل : جبراييل او بریا دې مل دي .خدای د هغوی په زړونو کې وېره اچولې او پوه شه،چې هغوی په خپلو کتابونو کې لوستي،چې د هغه کس نوم ایلیا (علي) دی،چې دوی به ماتوي،چې ورورسېدې؛نو ورته ووایه، چې نوم مې علي دی؛نو د خدای په اراده،دښمن به خوار شي .)) حضرت علي کرم الله وجهه د جګړې ډګر ته ورغی،لومړی د یهودو له جنګیالي مرحب سره مخ او ورسره په خبرو اترو شو او په پای کې یې په توره وواژه.یهودان خپلو کلاګانو ته وتښتېدل او ورونه یې په ځانونو پسې وتړل. حضرت علي کرم الله وجهه په یوازې ځان ورونه پرانستل، حال داچې یوازې د تړلو لپاره یې شلو تنو ته اړتیا وه، حضرت علي کرم الله وجهه ور له ځایه راونړاوه او د یهود د کلا مخې ته پر کندې یې کېښود او د مسلمانانو لپاره پول شو او کلا ته ورننووتل او یهودان یې دړي وړي او تس نس کړل .(۱۳) د حضرت علي کرم الله وجهه پوهه ستر عالم؛ حضرت ابن عباس (رض) له رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم نه رانقلوي: ((علي مې د امت تر ټولو پوه او په قضاوت کې تر ټولو غوره دی)) او همداراز رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د حضرت علي کرم الله وجهه په باب وايي : ((زه د علم ښار او علي یې ور دی او څوک چې علم غواړي،له علي دې یې زده کړي .)) د رسول الله ستر صحابي حضرت ابن مسعود (رض) وايي : ((رسول الله، حضرت علي راوغوښت او ګوښي ورسره کېناست.علي چې راستون شو؛نو و مې پوښت،چې څه مو وویل؟)) حضرت علي کرم الله وجهه وویل:رسول الله راته د علم زر ورونه پرانستل،چې له هر وره یې زر نور ورورنه پرانستل کېږي. هغه مهال،چې امیرالمؤمنین حضرت علي کرم الله وجهه خلافت ته ورسېد،په ممبر یې وویل : ای خلکو ! و مې پوښتئ!مخکې له دې چې له لاسه مې ورکړئ! و مې پوښتئ! ځکه د تېرو او راتلونکیو پوهه له ما سره ده. پر خدای قسم که د قضاوت چارې راوسپارل شي؛نو په یهودو کې به د هغوی د خپل کتاب له مخې او د انجیل په لارویانو کې د هغوی د کتاب له مخې او د زبور په لارویانو کې به د هغوی د خپل کتاب له مخې قضاوت او ورمندون وکړم. پر خدای قسم،چې زه د قرآن په تاویل کې تر ټولو پوه یم. بیا آنحضرت یو ځل بیا وویل : و مې پوښتئ!مخکې له دې چې له لاسه مې ورکړئ! که د قرآن بېل بېل آیت راځنې وپوښتئ،ځواب به یې درکړم،د نزول په باب یې او داچې د څه او چا په باب رانازل شوی دی. حضرت علي علیه السلام او د رسول الله ځایناستي د حضرت علي علیه السلام د خورا پراخ بنسټه فضایلو له امله،چې درلودل یې، رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم د خدای تعالی له لوري حکم تر لاسه کړ،چې د حضرت علي کرم الله وجهه ځایناستي خلکو ته اعلان کړي . رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم هم دا چار او اعلان په بېلابېلو ځایون کې ترسره کړ. هغه مهال،چې رومیانو د اسلامي هېواد شمالي سرحدات ګواښل؛ نو حضرت رسول اکرم یې د مقابلې لپاره د ((تبوک)) پر لور روان شو او د منافقانو د دسیسو د مخنیوي او شنډېدو په پار یې حضرت عليٍ علیه السلام په مدینه کې پرېښود. منافقانو،چې په مدینه کې د حضرت علي کرم الله وجهه شتون، د خپلو شومو نقشو د پلي کولو په لار کې ستر خنډ ګاڼه؛نو په حضرت علي علیه السلام پسې یې خوله راوسپړله او ډنډورې یې پیل کړې.دا مهال حضرت رسول الله مبارک د خلکو په شتون کې، حضرت علي کرم الله وجهه ته وویل: (( ای علي ! مقام او منزلت دې ما ته داسې دی؛لکه د هارون،چې موسی ته و؛خو په دومره توپیر،چې تر ما روسته بل پېغمبر نه راځي.)) د خدای استازي صلي الله علیه و آله وسلم په څو څو ځایونو کې د حضرت علي کرم الله وجهه د ځایناستۍ مسله اوڅار او مطرح کړې ده، چې یو یې د ((غدیر ورځ)) وه. او کیسه یې داسې وه،چې د اسلام ستر پېغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه و آله وسلم د هجرت پر لسم کال مکې د حج لپاره ولاړ،چې روستی حج تر سره کړي او د حج اعمال او کړنې خلکو ته ورزده کړي. لیکلي یې دي،چې په دې حج له رسول اکرم سره یوسل او شل زره تنو ګډون درلود او په راستنېدو کې هم همدومره وګړي ورسره ول. د ذیحجې پر اتلسمه ورځ د جحفه بیدیا ته راورسېدل. غرمه وه. خلک د خدای د استازي په امر په (( خم غدیر)) کې راټول شول. اذان وشو او خلکو په رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم پسې لمونځ وکړ. تر لمانځه روسته د اوښانو له کجاوو یو اوچت ځای جوړ کړای شو.رسول پرې ودرېد او د خدای تر ستاینې روسته یې وویل : ((موږ او تاسې ټول مسوول یو،په دې باب څه ویاست؟)) - ګواهي ورکوو،چې موږ ته دې تبلیغ وکړ او په دې لار کې دې خورا زحمتونه وګالل،خدای دې ستر اجرونه درکړي. رسو الله صلی الله علیه و آله وسلم وویل : آیا د خدای په ایکي یو والي او داچې د هغه استازی یې بنده دی،ګواهي نه ورکوئ،آیا په جنت، دوزخ،مرګ،قیامت او تر مړینې روسته پر ژوند ګواهي نه ورکوئ؟ -ګواهي ورکوو. پېغمبر اکرم سر اسمان ته پورته او و یې ویل : خدایه شاهد اوسه! بیا یې خلکو ته مخ کړ او ویې ویل : ای خلکو! موږ او تاسې به یو ځل بیا د کوثر ډنډ تر غاړې یو له بل سره وینو؛نو پام مو اوسه،چې له هغو دوو ګرانبیه څیزونو سره څرنګه چلن کوئ،چې زه یې په تاسې کي پرېږدم. خلکو په یوه غږ وپوښتل: ای د خدای استازیه! هغه دوه ګرانبیه ګوهرونه څه دي؟ رسول الله وویل : د خدای کتاب او اهلبیت مې.خدای مې خبر کړی یم،چې دا دوه یو له بله نه بېلېږي،تر څو د کوثر ډنډ ترڅنګ یو له بل سره یوځای شي او له ما سره وویني.مه ترې مخکې کېږئ،ګنې هلاک به شئ او شاته تري هم مه پاتېږئ،ګنې هلاک به شئ. (مه ترې مخکې کېږئ او مه ترې شاته کېږئ؛بلکې اوږه ورسره وړئ) په دې وخت کي یې د حضرت امیرالمؤمنین علیه السلام لاس راونیو او دومره یې اوچت کړ،چې ټول یې وویني او وپېژني او په هماغه حال یې خلکو ته وویل : ای خلکو ! څوک پر مؤمنانو تر هغوی پرې وړ دی؟ او پر هغوی ولایت او پالندوینه لري؟ ټولو خلکو ځواب ورکړ: خدای او استازی یې. رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم وویل : خدای پر ما ولایت لري او زه پر مؤمنانو. زه پر ما تر ایمان راوړونکیو،وړ یم؛نو د هر چا چې زه ولي او پالندوی یم،علي یې هم ولي او پالندوی دی . خدایه ! د دوستانو یې دوست او د ښمنانو یې دښمن وسه،مرسته وکړه د هغه چاچې مرسته یې کوي او سزا ورکړه، هغه چا ته چې ورسره دښمني کوي. ای خلکو! دا خبره دې سوب وګړي،ناسوبو ته ورسوي...... مراسم پای ته ورسېدل او خلک لا خپاره شوي نه ول،چې خدای دا آیت راولېږه: ((الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا)) (۱۵) حضرت علي کرم الله وجهه د درې ګونو خلفاوو پر مهال د خدای ګران او محبوب استازي،چې خپلې مینه ناکې سترګې له دې فاني نړۍ نه پټې کړې او د ژوند ځلنده لمر یې د نړۍ له څنډو پټ شو؛ نو یو لړ وګړي په ((سقیفه بني ساعده)) کې راټول شول او سره له دې،چې حضرت رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم،په څو څو ځل د خدای په حکم، حضرت علي کرم الله وجهه خپل ځایناستی ټاکلی و؛خو پر هغه ورځ هغوی اسلامي خلافت،حضرت ابوبکر بن قحافه ته ورکړ او هغه یې تر رسول الله روسته خلیفه وټاکه او تر هغه روسته حضرت عمر او تر هغه روسته هم حضرت عثمان خلفا شول او څه نا څه ۲۵ کاله یې واکمني او خلافت وکړ او څرکنده ده،چې په دې دومره موده کې د نړۍ پر مخ تر ټولو غوره او پوه انسان،کورناستی و او سینه یې پراخه کړې وه.
حضرت ابوبکر (رض) پر یوولسم هجري کال خلیفه شو او پر دریالسم هجري کال په ۶۳ کلنۍ کې ومړ. هغه دوه کاله،درې میاشتې او لس ورځې خلافت وکړ.(۱۶)
تر هغه روسته حضرت عمربن خطاب خلیفه شو او هغه پر ۲۳ هجري کال د ذیحجې میاشت په روستیو ورځو کې د ابولولو فیروز لخوا ووژل شو . د خلافت موده یې لس کاله،۶میاشتې او ۴ ورځې وې.(۱۷) حضرت عمر تر ځان روسته د ځایناستي او خلیفه ټاکنې لپاره یو شورا وټاکله. شورا شپږ تنه غړي درلودل. حضرت علي او حضرت عثمان ددې شپږ تنو ځنې ول او د حضرت عمر له پلان سره سم،تر هغه روسته حضرت عثمان خلیفه شو.هغه د دولس کالو لپاره له پوره بې عدالتۍ سره خلافت وکړ؛ نو ځکه د ۳۵ هجري کال په ذیحجې میاشت کې ورپسې مسلمانان راپاڅېدل او د مسلمانانو د پاڅون په پایله کې تر ۱۲ کالو خلافت او واکمنۍ روسته ووژل شو.(۱۸)
د حضرت رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم تر وفات روسته، حضرت علي علیه السلام پر هغو وګړیو نیوکه وکړه،چې د هغه پر حق یې خېټه اچولې وه؛البته تر هغه چې شوني ول او د اسلام سترو ګټو او مصلحتونو اجازه ورکوله؛نو په همدې چوکاټ کې ټولپوهاوی هم کاوه او خلک یې پوه کول او د خلافت غاصبان یې رسوا کول .د اسلام ستره مېرمن او د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم د ځیګر ټوټه هم په دې چار کې د حضرت علي علیه السلام ملاتړې وه او عملا یې د حضرت ابوبکر حکومت او واکمني ناقانونه واکمني ګڼله. د حضرت رسول اکرم ستر اصحاب کرام؛لکه حضرت سلمان،حضرت ابوذر،حضرت مقداد او حضرت عماریاسر هم په خپلوراويښوونکیو ویناوو کې د حضرت ابوبکر پر واکمنېدو نیوکې کولې او هغه یې ناقانونه واکمني ګڼله او خلکو ته به یې ویل،چې د رسول الله رسمي او پر حقه ځایناستی حضرت علی علیه السلام دی او دوی ترې خلافت غصب کړی دی؛خو حضرت علي د اسلام د مصالحو او داچې د اسلام نیالګی لا تنکی دی او بسیا او کافي وده یې نه ده کړې؛نو تورې او جګړې ته یې د خپل حق د لاس ته راوړو لپاره لاس نه ور ووړ؛ځکه کورنۍ جګړه د اسلام په تاوان وه او د حضرت رسول الله ټول زحمتونه یې پر سیند لاهو کول . حضرت امیرالمؤمنین علي علیه السلام د اسلام د حیثیت او آبرو ساتنې لپاره خلفاوو ته هر ډول لارښوونه کوله؛لکه څنګه چې د اسلام دویم خلیفه، حضرت عمر په څو څو ځل وویل : (( که علي نه وای؛نو عمر به هلاک شوی وای))(۱۹) په بېلابېلو دیني او ټولنیزو چارو کې خلفاوو ته د حضرت علي لارښوونو هغوی دومره حیران کړي ول،چې تل به یې د حضرت علي ستریا په ژبه وه. اوس به یو څو دې ځایونو ته اشاره وکړو : الف)د لومړي خلیفه پرمهال یوه ډله یهودي علما حضرت ابوبکر ته ورغلل او له هغه یې پوښتنه وکړه: موږ په تورات کې لوستي دي،چې ستاسې د پېغمبر ځایناستی پر ځمکه تر ټوله پوه انسان دی؛نو که ته ددې امت د پېغمبر ځایناستی یې؛نو راته ووایه،چې خدای پر ځمکه دی که په آسمان کې؟ حضرت ابوبکر ورته وویل : هغه په آسمان کې پر عرش دی. یهودو وویل : نو ځمکه له هغه تشه ده؛نو جوته شوه،چې هغه په ځینو ځایونو کې شته او په ځینو ځایونو کې نشته. له حضرت ابوبکر سره،چې د یهودو ددې خبرې ځواب نه و؛نو ورته یې وویل،چې دا د کافرانو خبرې دي. له دې ځایه ووځئ،ګنې حکم ورکوم،چې و مو وژني . هغوی ستانه شول،حال داچې پر اسلام یې ملنډې وهلې.په لار کې له حضرت علي علیه السلام سره مخ شول .آنحضرت له هغوی ځنې یو راوغوښت او ورته یې وویل : ((پوهېږم،چې څه مو وپوښتل او څه ځواب مو واورېد،آیا پوهېږئ،چې په دې باب د اسلام نظر څه دی؟ اسلام وايي، چې خدای په خپله د مکان او ځای رامنځ ته کوونکی دی؛نو مکان او ځای نه لري او تر هغه غوره دی،چې مکان او ځای یې راونغاړي،هغه په هر ځای کې شته،بې له دې،چې ګاونډی او تماس ولري او هغه پر څه علمي راچاپېر دی .....)) یهود علما،چې د حضرت علي الهي هېښنده پوهې حیران کړي ول، مسلمانان شول او بیا یې وویل: ((ته د خپل امت د پېغمبر د ځایناستۍ وړ یې؛نه بل څوک)) (۲۰) ب)د دویم خلیفه پر مهال د قدامه په نامه یو سړي،شراب وڅښل،حضرت عمر غوښتل،چې شرعي حد پرې پلی کړي .د شراب څښلو شرعي حد،اتیا کوړې دی.قدامه یو چل وکړ او و یې ویل : ((پر ما د شرعي حد جاري کول لازم نه دي؛ځکه خدای وايي : هغوی چې ایمان راوړی او نېکې کړنې کوي؛نو د هغو څیزونو په خوړولو کې پرې باک او پړه نشته،چې خوري یې،تر هغه مهاله پورې،چې پرهېزکاري او نېکې کړنې ولري)) (۲۱) حضرت عمر،چې دومره په قرآني علومو نه پوهېده؛نو د هغه سړي په خبرو یې باور وکړ او شرعي حد یې پرې پلی نه کړ . دا خبره حضرت علي علیه السلام ته ورورسېده؛نو بې ځنډه حضرت عمر ته ورغی او و یې پوښت:ولې دې پرې شرعي حد پلی نه کړ؟ حضرت عمر هماغه آیت،حضر علي ته ولوست .حضرت علي یې په ځواب کې وویل : ((قدامه په دې آیت کې نه راځي؛ځکه هغوی چې پر خدای ایمان راوړی او نېکې کړنې تر سره کوي،د خدای حرام،حلال نه ګڼي، قدامه راوغواړه او ورته ووایه،چې توبه دې وکړي؛نو که توبه یې وکړه؛ نو شرعي حد پرې پلی کړه او که توبه یې و نه کړه؛نو و یې وژنه؛ ځکه په اسلام کې د شرابخورۍ له حرامېدو نه په انکار سره له اسلامه وتلی دی.)) دا خبره قدامه ته ورسېده،حضرت عمر ته ورغی،توبه یې وکړه او له خپلې ګناه یې لاس واخست؛خو حضرت عمر نه پوهېده،چې شرعي حد یې څومره دی؛نو حضرت علي علیه السلام یې وپوښت او آنحضرت ورته وویل،چې اتیا کوړی دی. (۲۲) ج)د درېیم خلیفه پر مهال یو ښکاري یوه مرغۍ ښکار کړه،هغه وریته کړه او حضرت عثمان او د هغوی ملګرو ته چې په حج کې په احرام کې ول، ډالۍ یووړه.حضرت عثمان چمتو شو،چې و یې خوري؛خو ملګرو یې له خوړو ډډه وکړه، حضرت عثمان ترې د نه خوړو د لامل پوښتنه وکړه؛نو ورته وویل شول، چې په احرام کې د ښکار د غوښې خوړل حرام دي . حضرت عثمان وویل : موږ خو ښکار کړې نه ده،بل ښکار کړې او ښکاري په احرام کې نه؛نو خوړل یې راته حلال دي. یو ملګري یې ورته وویل : د احرام په حال کې د ښکار د غوښې له خوړو حضرت علي علیه السلام منع کړي یو،که موږ ښکار کړي وي،که بل . حضرت عثمان خپه شو او یو کس یې په حضرت علي پسې ولېږه. حضرت علي علي علیه السلام راغی. حضرت عثمان ورته وویل : ته زموږ پر چارو خورا نیوکې کوې. حضرت علي علي علیه السلام ناستو ته مخه کړه او ورته یې وویل: ستاسې د چا یاد دي،چې رسول الله په احرام کې و. پینځه ښکار شوي اوښ مرغان یې ورته راوړل؛نو آنحضرت صلی الله علیه و آله وسلم ورته وویل : زه په احرام کې یم؛نو هغه ته یې یوسئ،چې په احرام کې نه دي . دولس تنه اصحاب کرام راپاڅېدل او د حضرت علي علي علیه السلام د خبرې پخلی یې وکړ. حضرت عثمان په خپګان د ښکار د غوښې له خوړو لاس پر سر شو او خپلې کېږدۍ ته ورننووت . (۲۳)
د حضرت علي علیه السلام اخلاق او چلن
هغه مهال،چې حضرت علي علي علیه السلام، خلافت ته ورسېد، پر ممبر یې خلکو ته د خدای تر ستاینې روسته وویل : پر خدای قسم! تر هغه چې په مدینه کې د کجورې یوه ونه ولرم؛نو له بیت الماله به څه وانخلم؛ نو سم فکر وکړئ، چې زه په خپله د مسلمانانو له بیت الماله ځان د برخې خاوند نه ګڼم؛نو آیا کولای شم،چې تاسې ته یې بې حسابه درکړم.
د حضرت علي علي علیه السلام ورور؛عقیل پاڅېد او و یې ویل: آیا ما به له هغه تورپوستي سره،چې په مدینه کې مېشت دی،یو شانت شمېرې؟
امام ورته وویل : کېنه! بې له تا دلته بل څوک نه و،چې خبره یې کړې وای؟ ته پر هغه تورپوستي هېڅ غوراوی نه لرې؛خو داچې ایمان او تقوا دې ډېره وي .(۲۶)
د حضرت علي علي علیه السلام یو لړ دوستانو ورته وړاندیز وکړ، چې ای امیرالمؤمنینه ! آیا غوره به نه وه،چې د مخورو او قومندانانو برخه دې له بیت الماله ډېره کړې وای،چې د حکومت پښې لاپسې نورې هم ټینګې شوې وای؟ او چې د حکومت پښې دې ټینګې شوې وای؛نو هغه مهال به دې له ټولو سره په عدالت چلن کاوه. حضرت علي علي علیه السلام وویل : ای های بدې برخې ! تاسې غواړئ، چې په بې عدالتۍ او پر خلکو د ظلم له لارې د خپل حکومت پښې ټینګې کړم . نه ! پر خدای، چې هېڅکله به داسې کوم چار و نه کړم. پر خدای قسم که له مسلمانانو سره مال،زما وای؛نو بیا به مې هم په برابرۍ ورسره چلن کاوه،دا خو لا څه کړې،چې مال په خپله د هغوی دی.(۲۷)
د حضرت علي علي علیه السلام تر شهادت روسته،یوه ورځ د حضرت عمار لور،سوده د معاویه بن ابي سفیان مجلس ته ورغله . معاویه سوده ددې لپاره سخته ورټله،چې په صفین جګړه کې یې د حضرت علي په پلوۍ خورا فعالیتونه او هڅې کولې او بیا یې وپوښتله، چې د څه لپاره دلته راغلې یې؟ مېړنۍ سودې ورته په ځواب کې وویل : ای معاویه! خدای به درنه زموږ د پر حقه حقونو د نه راکولو له امله پوښتنه وکړي؛ته تل راپسې خپل کسان رالېږې،چې د رسېدلي پټي په څېر مو ورېبي او د سپېلني د دانو په څېر مو ولتاړي او مرګ راوڅښي. اوس دې بُسر د یرطا زوی پر موږ واکمن کړی،هغه مو سړي وژني او شتمني مو لوټي،که له مرکزي حکومته مو لاروي نه کوله؛نو اوس به د خپلې د شتمنۍ خاوندان وای؛که هغه دې له دندې ګوښې کړ؛ښه تر ښه،ګنې ورپسې راپاڅوو. معاویه بن ابي سفیان ورته وویل : ما دې له ټبره ډاروې،په خورا ناړه حالت به دې هماغه بُسر ته واستوم،چې هر څه یې چې غوښتل،درسره و یې کړي . سوده د څو مودې لپاره چوپ شوه،ته وا پخواني څه وریاد شول او بیا یې په لوړ غږ وویل : د خدای درود دې د هغه پر اروا وي،چې په قبر کې سملاست او له مړینې سره يې عدالت هم له خاورو سره خاورې شو، هغه د حق او رښتیا همژمنی و او زموږ حق یې له هېڅ څه سره نه بدلاوه.حق او ایمان یې په وجود کې اغږل شوي ول. معاویه بن ابي سفیان وپوښتل: هغه څوک دی؟ سوده ځواب ورکړ: هغه حضرت علي بن ابیطالب دی .ښه مې په یاد دي، چې یوه ورځ ورغلم او د زکات د راټولولو له چارواکي مې ورته ګیله وکړه، چې ورغلم؛نو لمانځه ته چمتو شوی و؛خو چې زه یې ولیدم؛نو لمونځ یې پیل نه کړ او په ورین تندي یې راته وویل : کومه اړتیا لرې؟ ورته مې وویل : هو ! او خپل شکایت مې ورواوراوه. آنحضرت په اودس کې و،ډېر یې وژړل او د خدای درشل ته یې وویل: خدایه! ته په خپله شاهد اوسه،چې ما هغه چارواکي ته حکم نه دی ورکړی،چې پر بندګانو دې تېری وکړي . بې ځنډه یې پر یوه څرمنه او د خدای تر نامې او د قرآن شریف د یو آیت تر لیکو روسته،د زکات راټولولو چارواکي ته وکښل : لیک مې چې درورسېد،کډه دې را بار کړه،چې پر ځای دې یو بل کس وټاکم او هر څه درنه واخلي . بیا یې لیک ما ته راکړ. پر خدای قسم،چې لیک یې نه ټاپه کړ او نه یې سرتړلی.لیک مې چارواکي ته ورکړ،له دندې ګوښې شو او موږ ترې خلاص شوو. ددې کیسې تر اورېدو روسته معاویه بن ابي سفیان خېجله شو او او د ناچارۍ له مخې یې حکم ورکړ،چې هغسې دې وشي،چې سوده یې غواړي . (۲۸)
ابوالاسود دويلي د حضرت علي علیه السلام له هوښیارو، شاعرو، په خبره پوه او حاضر جوابه دوستانو ځنې و او د صفین په جګړه کې یې د حضرت علي علي علیه السلام په پلوۍ توره وهله . نوموړی یې له هغو کسانو ځنې ګڼلی دی، چې په لومړي ځل یې د حضرت علي علي علیه السلام په حکم د عربي ژبې لپاره ګرامر جوړ کړ او د قرآن لپاره زور او زېر او پېښ کېښود. څه موده په بصره کې د حضرت علي علي علیه السلام والي و. حضرت علي ورته په یوه محکمه کې وکالت ورکړ او مخکې له دې، چې محکمه پاتې ته ورسوي،له دندې یې ګوښي کړ . ابوالاسود وویل : ای ابالحسنه! کوم خیانت او جنایت خو موې نه و کړی،ولې مو له دندې ګوښي کړم. حضرت علي علي علیه السلام وویل : و مې لیدل،چې په محکمه کې غږ د مقابل لوري تر غږه لوړ دی. حضرت علي علي علیه السلام خوښ نه و،چې ان په محکمه کې د غږ لوړوالی د حقیقت له څرګندېدو مخنیوی وکړي .(۲۹)
حضرت ابورافع (رض) د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم له سترو اصحابو کرامو ځنې او د بیت المال امین یې و.په ۸۵ کلنۍ کې یې د حضرت علي علي علیه السلام په پلوۍ په صفین جګړه کې ګډون وکړ. په کوفه کې هم د بیت المال خزانه وال و او د احکامو او چارو یو کتاب یې هم راټول کړی و.زوی یې علي تر خپل پلار روسته د بیت المال خزانه وال شو . علي بن ابورافع وايي : یو له هغو څیزونو ځنې،چې د کوفې په بیت المال کې ساتل کېده،یوه ګرانبیه غاړه کۍ وه،چې باید پلورل شوې وای؛ خو تراوسه پرې بیه ایښوول شوې نه وه او له دې خبرې ټول خبر ول، یوه ورځ تر غټ اختر یوه ورځ مخکې د امیرالمؤمنین یوې لور پیغام راکړ، چې : د درېیو ورځو لپاره هغه غاړه کۍ امانت راکړئ،چې اختر پرې ځان سینګار کړم او تضمین شوې عاریه په نامه اخلم او بېرته یې درکوم. موږ هم غاړه کۍ د امانت په توګه ورکړه. د اختر پر ورځ،حضرت امیرالمؤمنین علي علیه السلام هغه غاړه کۍ د خپلې لور پر غاړه ولیده،و یې پوښتله: له کومه دې کړې ده؟ و یې ویل:له خزانه وال نه مې عاریه امانت راخستی دی.... پر هماغه ورځ حضرت امیرالمؤمنین علي علي علیه السلام راوغوښتم او راته یې وویل : بې د مسلمانانو له اجازې، د هغوی په بیت المال کې لاسوهنه کوې او دا چار دې خیانت دی . ورته مې وویل : له خیانته خدای ته پناه وړم. و یې ویل : نو څنګه دې له بیت الماله غاړه کۍ را ایستې ده؟ ورته مې وویل : ستاسې لور ته مې د امانت په توګه پور ورکړی دی او ضمانت یې زه کوم او بیت المال ته کوم تاوان نه رسي.نه مې شول کولای، چې غوښتنه یې و نه منم. حضرت امیرالمؤمنین علي علي علیه السلام وویل : همدا نن به ترې غاړه کۍ بېرته واخلې او بیت المال ته به یې یوسې او که زما دا غاړه کۍ د امانت په بڼه نه وه اخستې؛نو په بني هاشمو کې به لومړۍ مېرمن وه، چې شرعي حد به مې پرې پلی کړی و. دا رټنه د حضرت امیرالمؤمنین علي علي علیه السلام د لور غوږ ته ورسېده.خپل پلار ته ورغله او ورته یې وویل :پردۍ خو نه وم او چا ته مې تاوان هم نه دی وررسولای،آیا د مسلمانانو د خلیفه لور حق نه لري،چې د اختر په ورځو کې د سینګار لپاره عاریه امانت ولري؟ حضرت علي ورته وویل : لور جانې !د یوې خوشحالۍ لپاره، ان که چا ته تاوان هم و نه لري،له حقه تېرېدای نشو.مګر مهاجرو مېرمنو ددې په شان غاړه کۍ درلودې،چې په نه درلودو یې له سیالۍ روسته پاتې شوې وای. هماغه ګړۍ ،غاړه کۍ بیت المال ته بېرته واستول شوه.(۳۰)
سعید د قیس زوی وویل : یوه ورځ مې د جګړې په ډګر کې ولیدل، چې یو سړي یوازې دوه سپکې جامې اغوستې دي او زره او خولۍ هم نه لري.اس یې د هغه پر لور تاخ کړ، و مې لیدل،چې حضرت علي علي علیه السلام دی. ورته مې وویل : په داسې ځای کې له داسې جامو سره؟ و یې ویل : هو ای سعیده! هر بنده یو ساتونکی لري او تر هغه یې پرې ساتي، چې خدای وغواړي او هغه مهال،چې قضا راښکته شوه؛نو خولۍ او زره دې هم ساتلای نشي . په یوه قدسي حدیث کې راغلي دي،چې حیران یم هغه ته چې پر تقدیر ګروهن دی او بیا هم خپګان کوي . (۳۱) د حضرت علي علي علیه السلام پر مريي؛قنبر آنحضرت خورا ګران و او چې حضرت علي به بهر واته؛نو هغه به هم له تورې سره ورسره بهر واته،یوه ورځ آنحضرت ولید او ورته یې وویل :چېرته راځې؟ ورته یې وویل :درځم،چې ساتندوی مو شم،شپه تورتم او کوڅه تشه ده او څوک څه خبر،چې څه ورپېښېږي . آنحضرت ورته وویل : له آسمانیانو مې ساتې که له ځمکیانو؟ قنبر مې وویل : پر آسمانیانو خو مې زور نه رسي؛خو له ځمکیانو دې ساتم. حضرت علي علیه السلام وویل : د آسمانیانو قضا، چې نه وي؛نو ځمکیان مې هېڅ هم نشي کولای.ځه او کور ته ستون شه ! قنبر ورسره ومنله او کور ته ستون شو. (۳۲)
یوه ورځ د جګړې په ډګر کې د حضرت علي علیه السلام سیال ورته وویل : ای علي! ډېره ښه توره لرې،کاش کې هغه دې ماته راکړې وای. حضرت علي علیه السلام خپله توره هغه ته ورګوزاره کړه او ورته یې وویل: ستا دې شي . کافر دښمن حیران شو او و یې ویل :آیا په داسې وخت کې دې توره خپل دښمن ته ورکوې؟ امام ورته وویل :تا را نه وغوښته او د سایل بې برخې کول،ځواني نه ده. دښمن د حضرت علي علیه السلام په پښو پرېووت او ورته یې وویل : هغه څه چې له تا یې داسې غیرتي مېړنی جوړ کړی،ستا دین دی، دین دې منم او پښې دې ښکلوم . (۳۳) د صفین تر جګړې او د حضرت علي علیه السلام تر شهادت روسته، چې معاویه ابن ابي سفیان پر اسلامي هېوادونو واکمن شو؛نو څو کاله روسته ترې عدی د خاتم طايي زوی د معاویه ابن ابي سفیان کتو ته ورغی. عدی د حضرت علي له خورا غیرتي او پتمنو یارانو ځنې و او د نوموړي ټبر هم د حضرت علي سرتېري ول او د نوموړي درې زامن ((طفه))، ((طریف)) او ((طارف)) په صفین جګړه کې د حضرت علي علیه السلام په پلوۍ شهیدان شوي ول . معاویه غوښتل،چې د زامنو د شهادت پر ټپ ورته مالګه ودوړوي او خپه یې کړي او پوه یې کړي،چې د حضرت علي پلوۍ درته هېڅ ګټه نه درلوده؛نو ورته یې وویل : زامن دې څه شول ؟ عدی ورته وویل : په صفین جګړه شهیدان او له حضرت علي ځار شول. معاویه ورته وویل : علي ستا په باب له انصافه کار وانخست. -ولې؟ -ځکه ستا زامن یې مخکې کړل،مړه یې کړل او خپل زامن یې د جبهې شاته کړل. -ما له امام سره انصاف و نه کړ. -ولې؟ -ځکه هغه مړ شو او زه ژوندی پاتې شوم،باید د هغو پر ژوندن مې ځان ترې ځار کړی وای . معاویه،چې په خپله نقشه کې ناکام شوی و،عدی ته یې وویل،چې د حضرت علي علیه السلام په باب راسره خبرې وکړه. عدی ورته وویل :معاف مې کړه او په دې باب بښنه غواړم. معاویه ټینګار وکړ او عدی ناچاره شو،چې خوله راوسپړي او و یې ویل : پر خدای قسم ! علي خورا لرلیدی او پیاوړی و.په عدالت یې خبرې کولې او پرېکنده فیصلې یې کولې.د علم او حکمت چینې ترې راخوټېدې.د دنیا له پړک او پړوکه کرکجن او شپه یې ښه ملګرې وه.ډېرې اوښکې یې تویولې او ډېر فکر یې کاوه.چې یوازې به شو؛نو له خپل نفس سره به یې حساب و کتاب کاوه.جامې یې لنډې او ژوند یې بېوزله و.زموږ په څېر و.که څو مو ترې غوښتل؛نو بې ځنډه یې راکول او که لیدو ته به یې ورغلو؛ نو راځنې به لرې کېده نه؛ خو سره له دې دومره دبدبه یې چې درلوده؛نو نېغ په نېغه مو نشي ورکتلای.چې موسکی به شو؛نو غاښونه به یې د ملغلرو په څېر ځلېدل.د دیانت اوتقوا درناوی یې کاوه او پر بېوزلیو خورا لورین و.نه یې پیاوړي له ظلمه وېرېریدل،چې ظلم به راباندې وکړي او نه یې بېوزله له عدالته نهیلي ول . پر خدای قسم یوه شپه مې خپله د عبادت په محراب کې وليد،چې ژړل یې او د مارخوړلي په څېر لوغړېده او غمجمن یې ژړل. ته وا همدا اوس یې هم غږ اورم،چې دنیا ته یې ویل : ای دنیا ! پر ما نیوکه کوې او ما ته دې مخه کړې ده؟ ولاړه شه او بله تېرباسه.درې طلاقه مې کړې.....لاره اوږده او د لارې توښه لږه ده. د عدی خبره،چې دلته راورسېده؛نو بېواکه معاویه په ژړا شو او په خپل لستوڼي یې خپلې اوښکې پاکې کړې او و یې ویل : خدای دې ابالحسن وبښي،همداسې و؛لکه دا څنګه چې دې وویل .اوس ته ووایه، چې په بېلتون کې یې څنګه یې؟ -د هغه مور په څېر،چې په غېږ کې یې ورته له ماشومه سر غوڅ کړی وي. -هېر به دې شي که نه؟ -آیا روزګار مې پرېږدي،چې هېر یې کړم؟(۳۴)
سوید وايي : یوه ورځ روژه ماتی مهال د حضرت علي کور ته ورغلم. آنحضرت ناست و او مخې ته یې د شیدو یوه کاسه وه او په لاس کې یې ډوډۍ وه،چې د جوارو له اوړه وه .هغه په سخته دا ډوډۍ په کاسه کې ماتوله .فضه د حضرت فاطمه الزهرا خادمه ولاړه وه،ورته مې ورته وویل: ولې دې دومره سخته ډوډۍ ورته ایښې ده. فضه وویل : په خپل امیرالمؤمنین راته داسې ويلي ول،ولې پړه پر ما اچوې؟ آنحضرت وخندل،را و یې کتل او راته یې وویل : څه ویاست؟ کیسه مې ورته وکړه،آنحضرت وویل : مور و پلار مې دې له هغه ځار شي،چې هېڅکله یې د چاڼ شویو اوړو ډوډۍ و نه خوړه او درې ورځې سر په سر یې د غنمو ډوډۍ و نه خوړه. د حضرت علي علیه السلام مراد حضرت رسول الله و. (۳۵)
علي د ابورافع زوی –د حضرت علي خزانه وال-وایي: د اختر یوه ورځ وه،چې حضرت علي علیه السلام ته ورغلم . و مې لیدل،چې د اوبو کټوری او یوه کوزه یې په لاس کې ده.حضرت علي یوه کڅوړه راوغوښته. کڅوړه یې چې راوړه؛نو و مې لیدل،چې سر یې تړل شوی او نښان پرې لګېدلی دی . کڅوړه چې پرانستل شوه؛نو وچه ډوډۍ پکې وه.حضرت علي علیه السلام ترې یو څه ډوډۍ راواخسته او په اوبو کې لمده کړه او ماته یې هم ست وکړ .زما طاقت ونشو او و مې ویل : ای امیرالمؤمنینه! آیا په عراق کې هم په ځان دومره سخته او تنګه تېروئ،حال داچې دلته خو د نعمتونو پرېماني ده. حضرت علي علیه السلام وویل : کوم اجبار راباندې نشته؛خو هغه مهال خوښ یم، چې خواړه مې ساده وي او له دې دوو زامنو مې ډارېږم،چې چېرته دا کڅوړه پراننځي او خواړه مې له کوم غوره څيز سره بدل نه کړي .(۳۶)
یوه ورځ یو کس د حضرت امام حسن مجتبی علیه السلام لیدو ته کوفې ته ورغی .ښار ته د ماښام اذان وخت سره سم ورسېد.جومات ته ننووت او لمونځ یې وکړ.تر لمانځه روسته یې یو بوډا ولید،چې ناست دی او په سوکړک روژه ماتی کوي. بوډا ورته غږ کړ او د ډوډۍ د یوې توکړې ست یې ورته وکړ. سړي ډوډۍ واخسته؛خو خوند یې نه ورکاوه. بیا د امام حسن کور ته ولاړ. د خوړو پر مهال ښه خواړه د دسترخوان پر سر ول. هغه څه وریاد شول،چې په جومات کې یې لیدلي ول او و یې ویل: یو سړی مې ولید، چې په سوکړک یې روژه ماتی کاوه او که اجازه راکوئ، چې له دې پخو خوړو ورته یو څه یوسم. امام حسن ترې د بوډا نښې نښانې وپوښتلې او چې و یې پېژنده؛نو سترګې یې له اوښکو ډکې شوې او و یې ویل : هغه مې پلار او د مسلمانانو خلیفه او امیرالمؤمنین دی .داچې د خلکو په خدمت کې وي او چارو ته یې رسېدګي وکړای شي؛نو ناوخته کور ته راځي او چېرته چې یې وخت راورسي، هماغلته کېني او روژه ماتی کوي او په کور کې هم بې له خپلو خوړو بل هېڅ هم نه خوري.(۳۷)
یوه ورځ حضرت علي علیه السلام له قنبر سره بازار ته ولاړ او دوه کرباسي کمیسونه یې وپېرل؛یو په درې درهمه او بل په دوو درهمو. د درې درهمو کمیس یې قنبر ته ورکړ او دوه درهمی کمیس یې په خپله واغوست. قنبر ورته وویل : ای امیرالمؤمنینه! تاسې چې پر ممبر کېنئ؛نو دا کمیس درته غوره دی . امام علي علیه السلام ورته وویل : ته ځوان یې او زه شرمېږم،چې پر ځان پر تا غوره کړم؛ځکه له رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم مې اورېدلي،چې د خپلو خدمتکارانو په باب یې ویلي دي: ((نباید د هغوی خوراک څښاک تر تاسې ټيټ وي)) (۳۸)
حضرت امام صادق علیه السلام وايي :یوه ورځ حضرت علي پر تا له څو تنو یارانو سره ((رحبه)) ته تللي ول .یو مینوال یې یوه کاسه پالوده ورته راوړه. حضرت علي علیه السلام ورته وویل :ستاسې دې نوش جان شي؛خو ما ته رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم رایاد شو،چې کله یې هم پالوده خوړلې نه وه؛نو زه یې هم نه خورم. ((حبه عرني)) وویل :یوه کاسه پالوده یې حضرت علي علیه السلام ته راوړه. حضرت علي علیه السلام، چې د پالودې رنګ په زړه پورې ولید، خپله ګوته یې وروټومبله او و یې څکله او و یې ویل : حلال خواړه، حلال وي او حرام نه دي؛خو خوښ نه یم،نفس مې پر هغو څیزونو روږد کړم،چې روږد پرې نه دی؛نو اوس یې زما له مخې پورته کړئ.(۳۹)
حضرت ابن عباس روایتوي،چې : چې کله امیرالمؤمنین علي علیه السلام له مدینې نه بصرې ته راغی؛نو په ربذه کې مو واړوله. ځینې حاجیان راورسېدل او ترې راتاو شول،چې له آنحضرت نه څه واوري . آنحضرت په خپله کېږدۍ کې یوازې و،ورغلم،چې خبر یې کړم،چې خلک درته په تمه دي .و مې لیدل،چې حضرت علي علیه السلام خپلې شلېدلې پڼې ګنډي،ورته مې وویل : اوس مهال موږ د خلکو د چار سمونې ته ډېر اړتیا لرو،نسبت دې کار ته چې تاسې یې کوئ؛خو آنحضرت تر هغه زما ځواب را نه کړ،تر څو یې خپل کار پای ته نه وي رسولای او هغه پڼه یې له خپلې جوړې سره کېښووله او و یې پوښتلم:دا پڼې څومره ارزښت لري؟ ورته مې وویل : هېڅ ارزښت نه لري . راته یې وویل :هېڅ خو نه . ورته مې وویل :کېدای شي د درهم یوه برخه. و یې ویل : پر خدای قسم،که داسې نه وای،چې په دې خلافت وکړای شم،چې یو حق پلی او باطل له منځه یوسم؛نو دا مقام راته تردې بې ارزښته پڼې هم بې ارزښته و. په مدینه کې هم، چې کله خلکو ورسره بیعت وکړ؛نو هغه وینا،چې خلکو ته یې بایدکړی وای،د بیت المال د وره د پرانستو حکم یې وکړ او هر څه چې پکې ول، پر خلکو یې وویشل او چې هر څه خلاص شول؛نو هلته یې پر تشه ځمکه دوه رکعته لمونځ وکړ او بیا د کرنې د چارو لپاره له ښاره بهر خپلو پټو ته ولاړ .(۴۰) د کوفې پر لار دوه مسافر سره مخ شول. یو یې مسلمان او بل یې له کتابیانو ځنې و (یهود یا مسیحي) و.یو د بل مقصد په باب یې یو بل وپوښت.معلوم شول،چې مسلمان کوفې ته ځي او کتابوال هملته نږدې سیمې ته تله .دواړو سره هوکړه وکړه،چې یو ځای به سفر کوي او د لارې ملګري به وي . دوه لارې ته ورسېدل،کتابوال حیران شو،چې مسلمان ملګری هغه خوا ته کوږ نشو،چې کوفې ته ځي او له هغه سره یو ځای شو. و یې پوښتل: تا خو ویلي ول،چې زه خو کوفې ته ځم؟ و یې ویل : هو! -نو ولې دې خوا راروان یې،د کوفې لار خو هغه بلخوا ده. -پوهېږم، غواړم یو څه د لارې ملګری دې شم.زموږ پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم ویلي دي،چې هر کله چې دوه کسان سره په لار کې یو له بل خبرې اترې وکړي؛نو یو پر بل یو لړ حقوق پیدا کوي؛نو اوس تا پر ما یو لړ حقوق پیدا کړي دي؛نو ځکه غواړم، یو څه نور هم درسره د سفر ملګری شم او البته بیا به خپلې لار ته ورستون شم . -هرومرو د اسلام د دین د پرمختګ لامل د پېغمبرانو همدا کریمه اخلاق ول . د کتابوال سړي ستاینې او حیرانتیاوې،چې کله ډېرې شوې؛نو جوته شوه،چې د لارې ملګری یې د مسلمانانو د وخت خلیفه حضرت امیرالمؤمنین علي بن ابيطالب دی.بې ځنډه هغه سړی مسلمان شو او د حضرت علي کرم الله وجهه د پتمنو او غیرتي یارانو له جملې ځنې شو. (۴۱)
د جمل جګړې تر پای ته رسېدو روسته،حضرت علي علیه السلام بصرې ته ولاړ او یوه ورځ د خپل یوه ملګري؛علا بن زیاد پوښتنې ته ورغی. دې سړي ښایسته او پراخه کور درلود . حضرت علي چې ددې سړي کور داسې له پړک او پړوک سره او مجلل وموند ورته یې وویل :په دې دومره پراخه کور په دنیا کې څه کوې؟ته خو په آخرت کې خورا ستر کور ته اړمن یې؛خو که وغواړې؛نو د دنیا له دې پراخه او ستر کوره دې په آخرت کې پراخه او ستر کور لاس ته راوړو ته ګټنه کولای شې؛خو په دې شرط،چې په دې کور کې د مېلمه پالنه وکړې،صله رحم وکړې،په دې کور کې د مسلمانانو حقوق څرګند او ښکاره کړې..... علا وویل : ای امیرالمؤمنینه! له رورو مې عاصم درته شکایت کوم. امام وویل :څه شکایت لرې. و یې ویل :رورو مې له دنیا ګوښي شوی دی،زړې جامې اغوندي او هر څه ته یې شا کړې ده. امام وویل :عاصم راته راوغواړئ.چې راغی؛نو امام ورته وویل : ای د ځان دښمنه!عقل یې درځنې غلا کړی دی،ولې دې په خپله مېرمن او بچو رحم نه دی کړی؟آیا ته خیال کوې،چې خدای به درځنې خپه شي،چې ته له هغو نعمتونو ګټنه وکړې،چې خدای درته حلال کړي دي،ته د خدای په نزد تردې کوچنی یې. عاصم ورته وویل : ای ابالحسنه! ته خو په خپله هم زما په څېر یې. تا خو هم ځان په تنګسه کې کړی او پر ځان سخته تېروې. ته خو هم نرمې جامې نه اغوندې او خوندور خواړه نه خورې؛نو زه هماغه کار کوم،چې ته یې کوې او ..... حضرت علي علیه السلام ورته وویل :پر غلطه یې.زه له تا سره توپیر لرم. زه یوه دنده لرم،چې ته یې نه لرې.د واکمن او چارواکي دنده یوه بېله دنده ده.خدای پر عادلو واکمنانو واجب کړې،چې خپل د ژوند د ولس او خلکو له خورا ضعیفه وګړي سره برابر کړي او ژوند یې باید د ولس له خورا ضعیف وګړي سره سمون وخوري،چې د بېوزلي او نشتمني سختي پرې اغېز و نه کړي؛نو زه یوه دنده او ته بله دنده لرې(۴۳)
د حضرت علي علیه السلام د خلافت پر مهال،یوه ورځ یې رور په کوفه کور ته ورمېلمه شو.حضرت علي خپل زوی امام حسن ته اشاره وکړه، چې تره ته دې یو جوړ جامې ورډالۍ کړه.امام حسن له خپل ماله یو کمیس او یو څادر خپل تره ته ورډالۍ کړ. شپه شوه او هوا خورا ګرمه وه. علي علیه السلام او عقیل د دارالاماره پر چت سره ناست ول او خبرې اترې یې کولې. د ماښام د خوړو پر مهال،عقیل خورا رنګین دسترخوان ته په تمه و؛خو د هغه د تمې پر خلاف خورا ساده او بېوزله دسترخوان خپور شو.عقیل په حیرانتیا وپوښتل: -ټول خواړه همدومره دي ؟ امام ورته وویل : مګر دا د خدای نعمت نه دی؟زه خو د همدې نعمتونو په پار د خدای شکر کوم. و یې ویل:نو زه به ژر خپله اړتیا درته ووایم او ولاړ به شم. خورا پوروړی یم،حکم ورکړه،چې پورونه مې ورکړل شي او څومره،چې دې له لاسه کېږي،له خپل رورو سره دې مرسته وکړه،چې ژر باید خپل کور ته ولاړ شم . امام وپوښتل :څومره پوروړی یې؟ و یې ویل: سل زره درهمه. حضرت علي علیه السلام ورته وویل : دومره نغذې نه لرم،چې پورونه دې پرې خلاص کړم؛ خو لږ صبر وکړه،چې د معاشاتو د توضیع وخت،چې راورسېد؛نو زه به خپله برخه تاته درکړم او که د کور خرڅ او لګښت مې نه وای؛نو خپله ټوله تنخواه به مې درکړې وای . عقیل نیوکه وکړه او و یې ویل :د هېواد خزانه ستا په لاس کې ده، هر څومره، چې وغواړې،ترې یې راخستای شې.ولې زه باید ستا تر تنخواه اخستو پورې صبر وکړم،مګر ستا تنخواه څومره ده، که ټوله یې هم راکړې؛نو زما د کوم درد درمل به شي. -د دولت خزانه په ما او تا پورې څه اړه لري؟ موږ هم د نورو مسلمانانو په یو،زه له خپل ماله کولای شم،چې له خپل رورو سره مرسته وکړم؛خو د مسلمانانو له بیت الماله یې نشم درکولای. د عقیل ټینګار،چې له بریده واوخوت؛نو حضرت علي علیه السلام ورته وویل: که ډېر ټینګار کوې او خبره مې نه منې؛نو یو وړاندیز درکوم،که عمل دې پرې وکړ؛نو خپل پورونه به دې هم خلاص کړې او یو څه به تاته هم پاتې شي. و یې ویل: څه وکړم؟ امام ورته وویل :په بازار کې د سوداګرو د توکیو خورا ډېر صندوقونه دي، چې کله په بازار کې څوک نه ول؛نو ورشه او صندوقونه مات کړه او څومره توکي دې، چې خوښه وي،را وا یې خله. و یې پوښتل :صندوقونه د چا دي ؟ -د سوداګرو دي،خپل توکي هلته ږدي. عقیل وویل : ما ته وړاندیز کوې،چې د خلکو د توکیو صندوقونه مات کړم او د هغو خلکو له صندوقونو نه غلا وکړم،چې د ګټې په تمه یې د خدای په توکل ناست دي؟ حضرت علي علیه السلام ورته وویل :نو ته څنګه ما ته وړاندیز راکوې،چې د مسلمانانو د بیت المال صندوق درته پرانځم،مګر دا مال د چا دی؟ دا هم د هغو خلکو مال دی،چې په کور ارام ویده دي.اوس درته یو بل وړاندیز کوم،که خوښه دې وي؛نو عمل پرې وکړه. عقیل:وړاندیز دې څه دی؟ حضرت علي علیه السلام :که چمتو یې؛نو توره دې راواخله او زه به هم خپله توره راواخلم او دلته نږدې د حیره په نامه یو پخوانی ښار دی، چې شتمن خلک پکې ژوند کوي،د شپې به پرې یرغل وکړو او ډېره شتمني به ترې راغلا کړو. عقیل یو ځل بیا نیوکه وکړه:زه خو څه دلته غلا ته نه یم راغلی!زه وایم،چې اجازه ورکړه،چې د هېواد له خزانې زما پورورنه ورکړل شي . حضرت علي علیه السلام :که د یوه تن شتمني غلا کړو،دا به تر هغه خورا غوره وي،چې د سلګونوزرو مسلمانانو مال غلا کړو.څنګه ده،چې د تورې په زور د یوه تن شتمني اخستل غلا ده؛خو د ټولو خلکو د مال غلا کول، غلا نه ده.غلا خورا ډولونه لري او تر ټولو بد ډول یې هغه دی،د کوم چې ته وړاندیز کوې.(۴۳)
یوه ورځ حضرت علي بن ابیطالب علیه السلام له خپل کوره راووت او یوه درنده بوجۍ یې هم پر اوږو وه او د هغو پټو او بڼونو پر لور روان و، چې په خپل زحمت او مټو یې ښېرازه کړي ول .یو سړي آنحضرت ولید او و یې پوښت : ای علي ! څه درسره دي؟ امام ورته وویل : د کجورې ونې انشا الله! هغه سړی پوه شو،چې په بوجۍ کې د کجورو زڼي دي.امام زڼي په بیدیا کې وکرل او خړوب یې کړل او ډېر ژر هتله د کجورو یو ښېرازه بڼ رامنځ ته شو او هر یو زڼی یوه ونه شوه.(۴۴)
حضرت علي علیه السلام او سرتېري پر اس سپاره د نهروان پر لور روان ول،چې له خوارجو سره مبارزه وکړي؛نو ناڅاپه یې له اصحابو ځنې یو راغی او یو سړی هم ورسره و او و یې ویل : ای باداره! دا سړی ستورپېژاندی دی او یو څه تاسې ته ویل غواړي. ستورپېژاندي ورته وویل : ای ابالحسنه! په دې ګړۍ کې حرکت مه کوئ، لږ صبر وکړئ، چې د ورځې یو څو ګړۍ تېرې شي،بیا حرکت وکړئ. امام وپوښتل: ولې؟ ورته یې وویل : د ستورو له حالاتو څرګندېږي، چې که چا په دې وخت کې حرکت وکړ؛نو له دښمنه به ماتې وخوري او هغه او یاران به یې خورا تاوانونه وکړي او که څو ساعته روسته حرکت وکړئ؛ نو پر دښمن به بریالي شئ او خپل مقصد ته به ورسئ. امام ورته وویل : زما دا کچره بلاربه ده،آیا ویلای شې،چې په خېټه کې یې نر دی که ښځه؟ که حساب و کتاب وکړم؛ویلای یې شم. -دروغ وایې؛ځکه خدای وايي،چې بې له خدایه هېڅوک له پټو خبر نه دی او یوازې خدای دی،چې پوهېږي،چې په رحم یا زیلانځ کې څه دي. حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم داسې کومه ادعا و نه کړه، چې ته یې وایې. آیا ته ادعا کوې، د نړۍ له ټولو پېښو خبر یې او پوهېږې، چې په کړۍ کې خیر او په کومه ګړۍ کې شر دی؛نو که څوک ستا په دې بشپړ علم ډاډمن شي؛نو خدای ته یې اړتیا نشته. بیا حضرت علي علیه السلام خلکو ته وویل : پام چې په داسې څیزونو او چارو پسې ولاړ نشئ،دا کار کوډې دي او کوډې له جادو سره په یوه قطار کې دي او جادوګر له کافر سره په یوه قطار کې او د کافر ځای په اور کې دی . بیا یې آسمان ته مخ کړ او پر خدای د توکل په باب یې څو دعاګانې او خبرې وکړې او بیا یې ستورپېژاندي ته مخه کړه او و یې ویل : زه په ځانګړي توګه ستاسې د وړاندوینې پر خلاف همدا اوس حرکت کوم. امام بې ځنډه حرکت وکړ او د دښمن پر لور روان شو او د نورو جهادونو په پرتله،په دې جهاد کې یې خورا بریاوې او لاس ته راوړنې درلودې.(۴۵)
یو سړی له خپل زوی سره له امام علي کرم الله وجهه کره مېلمانه ولاړل.آنحضرت په خورا درناوي د مجلس په پاسني ځای کې کېنول او خپله ورته مخامخ کېناست.د خوړو وخت شو.تر خوړو روسته قنبر، لوټه، چېلمچي او لاسپاک راووړ. آنحضرت ترې هغه واخستل او د مېلمه مخې ته ورغی او لاس وینځلو ته یې مېلمه ته اوبه واچولې. مېلمه وویل : مګر داسې امکان لري،چې تاسې راته اوبه واچوئ او زه پرې لاسونه ووینځم.تاسې لاسونه ونیسئ،چې زه درته اوبه واچوم. امام وویل:ورور دې له تا بېل کوم څیز نه دی.غواړي خدمت دې وکړي،چې له خدایه ثواب واخلي؛نو ولې یې د ثواب د ګټلو پر لار خنډېږې؟ هغه سړي بیا هم و نه منله،چې امام قسم ورکړ او مېلمه په خورا شرمندګۍ ورسره ومنله . امام ورته وویل :هیله کوم،لاسونه مو سم او پاک ووینځئ؛لکه څنګه به چې د قنبر په اوبو لاسونه وینځل او ست مه کوئ. د مېلمه تر لاس وینځلو روسته، امام خپل زوی محمد حنفیه ته وویل:ته هم دې هلک ته اوبه واچوه،چې لاس ووینځي؛ځکه زه پلار یم او پلار ته مې یې اوبه واچولې،که پلار یې دلته نه و او یوازې زوی یې و؛نو ما به یې په خپله زوی ته د لاس وینځلو اوبه اچولې وې؛خو خدای خوښ دی، چې په هغه ځای کې چې پلار او زوی دواړه وي،د پلار زوی ترمنځ په درناوي او احترام کې توپیر وي. محمد حنفیه د خپل پلار خبره ومنله. حضرت امام حسن عسکري علیه السلام تر دې روایت روسته وویل: حقیقی شیعه باید داسې وي . (۴۶)
یو سړی له حضرت علي علیه السلام کره مېلمه ولاړ او څو ورځې ورکره پاتې شو.یوه ورځ یې آنحضرت ته وویل : زه او پلانی پر یوه موضوع سره وران یو او اختلاف لرو او د حکمیت لپاره تاته راځو،چې ترمنځ مو قضاوت او ورمندون وکړئ. زه د هغه راتګ ته په تمه،چې راغی؛ نو دعوا به مې اوڅار او مطرح کړم. امام ورته وویل : نو ته اوس د دعوا له طرفینو ځنې یو یې. -هو ای امیرالمؤمنینه! حضرت علي علیه السلام ورته وویل : ډېره بښنه غواړم او تر نن روسته نشم کولای،چې د مېلمه په نامه دې پالنه وکړم؛ځکه رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم ویلي دي:چې کله له قاضي سره د دعوا کومه قضیه وي؛ نوقاضي حق نه لري، چې له طرفینو یو له ځان سره مېلمه کړي؛ خو داچې دواړه له ځان سره مېلمانه کړي . (۴۷)
((حبه)) او ((نوف)) د امیرالمؤمنین علي علیه السلام دوه یاران ول،چې یوه شپه په کوفه کې د دارالاماره په انګړ کې ویده ول. په نیمه شپه کې یې ولیدل،چې حضرت علي علیه السلام ورو ورو له کوره د دراالاماره انګړ ته راځي؛خو عیر عادي حالت لري او وېره پرې واکمنه ده.نه یې شو کولای،چې خپل تعادل وساتي.په دېوال یې په لاس تکیه ووهله او ټيټ شو او د دېوال په مرسته یې ګامونه اخستل او له ځان سره یې د آل عمران سورت روستي آیتونه زمزمه کول : ((او د اسمانونو او ځمكې واكمني يوازې د خداى ده او هغه پر هر څه ځواکمن دى . په رښتيا چې د اسمانو او ځمكې په پېدايښت او په يو بل پسې د شپې او ورځې په تلو راتلو كې عقلمنو ته (څرګندې) نښې دي . هغوى چې په ناسته، ولاړه او پر څنگ وهلي خداى يادوي او د اسمانو او ځمكې په پېدايښت كې فكر كوي ( او وايي ) پالونكيه! دا دې عبث او(او بې موخې) نه دي پيدا كړي،ته (له دې) پاك يې (چې عبث كار وكړې )؛نو موږ د اور له عذابه و ساته! پالونكيه! تا چې څوك (د كړنو له امله يې) په اور كې وغورځاوه؛ نو په يقين رسوا دې كړ او ظالمانو ته هېڅ مرستندوى نشته . پالونكيه ! په واقع کې موږ واورېدل،چې يو بلونكي (خلك) ايمان ته را بلل،چې (( پرخپل پالونكي ايمان راوړئ .)) ؛نو ايمان مو راوړ،پالونكيه ! ګناهونه مو وبښه او بدي رانه لرې كړه او موږ له نېكانو سره (او په بهير كې يې) مړه كړه . پالونكيه ! تا چې د خپلو استازيو له لارې له موږ سره د څه وعدې كړي؛نو ترسره يې كړه او د قيامت پر ورځ مو مه رسو اكوه (؛ځكه) ته له (خپلې) وعدې نه اوړې .)) امام ددې آیتونو د تلاوت تر پای ته رسېدو روسته په څو څو ځل دا آیتونه تکرارول او داسې یو حالت یې درلود،چې له ځانه بې خوده شوی و. د حضرت علي علیه السلام دې دوو اصحابو دا هېښنده او عجیبه ننداره لیدله، حبه ورته ټېغ ټېغ کتل او نوف ونشو کولای،چې د خپلو اوښکو مخه ونیسي او په ژړا شو . آنحضرت هغوی ته ورغی او و یې پوښتل:ویښ یاست که ویده؟ ورته یې وویل : ویښ یو ای امیرالمؤمنینه! ته چې د خدای له ډاره داسې حالت لرې؛نو افسوس خو زموږ پر حال دی . امام خپلې سترګې لاندې کړې او په ژړا شو او بیا یې وویل : ای حبه! یوه ورځ به ټول د خدای مخې ته ودرول شو او زموږ یوه کړنه هم له هغه پټه نه ده،هغه ما او تا ته زموږ د ورمېږ له رګه نږدې دی او هېڅ څیز نه شي کولای، چې زموږ او خدای ترمنځ پرده شي . بیا یې نوف ته وویل : ویده یې؟ -نه ای امیرالمؤمنیه! ویښ یم او ژاړم. -ای نوفه! که نن د خدای له وېرې ډېر وژاړې؛نو سبا به دې سترګې رڼې وي. ای نوفه! هر هغه اوښکه، چې د خدای له وېرې راتویې شي،د اور سمندرونه مړه کوي . ای نوفه! د هېچا مقام او منزلت هم تر هغه اوچت نه دی،چې د خدای له وېرې ژاړي. ای نوفه! هر څوک چې له خدای سره مینه ولري او له هر څه سره، چې مینه لري، د خدای په پار ورسره مینه ولري او هېڅ څه ته هم د خدای پر دوستۍ غوراوی نه ورکوي او دښمني یې د خدای لپاره وي؛نو له دې دښمنۍ به بې له نېکۍ بل څه نه ور رسي. او هر کله چې دې درجې ته ورورسېدئ؛نو د ایمان حقایق مو په کمال لاس ته راوړي دي . بیا یې هغو دوو ته څه نور نصیحتونه هم وکړل .روستۍ جمله یې دا وه : له خدایه وډارېږئ او تاسې هم خبر کړئ. بیا له هغوی ولاړ او پر خپل حال بوخت شو او دعا، زارۍ او مناجات یې پیل کړل او و یې ویل : خدایه! ای کاش پوهېدای،چې کله له تا غفلت کوم،ته له ما مخ اړوې او که بیا راته توجه کوې؟ای کاش پوهېدای،چې په شکر او عبادت کې له دې دومره لنډونونو او اوږدو خوبونو سره سره مې له تا سره حالت څنګه دی ؟..... هغو دوو وویل : پر خدای قسم،چې ټوله شپه یې دغه حال و، تر څو چې سهار شو .(۴۸)
یو مسیحي سړی به په کوڅه کې درېده او سوال به یې کاوه. خلکو به د زړه سوي له رویه یو څه صدقه کول او هغه ته به یې ورکول.هغه په همدې طریقه خپل سخت او تنګ ژوند مخې ته بوتله . یوه ورځ حضرت علي علیه السلام له هغه ځایه تېر شو او دا بوډا یې ولید .روغ بړ یې ورسره وکړ او خلکو ورته وویل،چې تر هغه وخته چې ځوان و او سترګې یې روغې وې،د خلکو لپاره یې کار کاوه؛نو اوس یې هم ځواني او هم سترګې له لاسه ورکړې دي.نه کومه ذخیره لري او نه کوم زوی،چې پام پرې وکړي . امام وویل : تر هغه چې یې ځواني او سترګې درلودې؛نو کار مو ترې واخست او اوس مو یوازې پرېښی دی؟ددې سړي سوابق او مخینه ښيي، چې تر خپلې وسې یې کار کړی دی او د خلکو خدمت یې کړی دی؛نو د حکومت او ولس دنده ده، چې تر هغه چې ژوندی وي،تکفل او پالنه یې وکړي،ولاړ شئ او له بیت الماله ورته مستمري راوړئ .(۴۹)
حضرت علي او حضرت فاطمه الزهرا علیها السلام،چې کله واده وکړ او ګډ ژوند یې پیل کړ؛نو د کور د کارونو د ویش حق یې حضرت رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم ته ورکړ او ورته یې وویل : ای رسول الله ! خوښ یو،چې د کور د کارونو ویش مو تاسې وکړئ! رسول الله له کوره بهر کارونه د حضرت علي علیه السلام پر اوږو کړل او د کور دننه چارې یې حضرت فاطمه الزهرا ته وروسپارلې او هغوی دواړو داچې د خپلو وګړیز ژوند په چارو کې یې رسول الله هم راګډ کړی و،خورا خوشحاله ول او رسول الله هم په خورا مهربانۍ او ورین تندي د هغوی له دې وړاندیزه استقبال وکړ،په تېره حضرت زهرا خورا خوشحاله په دې وه،چې رسول الله له کوره د بهر چارو له تر سره کولو معاف کړې وه او ویل یې : خورا خوشحاله شوم،چې رسول الله له سړیو سره له مخامخېدو او راکړې ورکړې معاف کړم. او تر هغه روسته به سود،اوبه، سون توکي او .... امیرالمؤمنین علي علیه السلام له بهره کور ته راوړل او د غنمو جرنده کول،خواړه پخول او د کور پاکوالی به حضرت زهراتر سره کاوه . په عین حال کې چې کله به حضرت علي علیه السلام اوزګار نه و او وخت به یې نه درلود؛نو له حضرت فاطمه الزهرا سره به یې د کور په چارو کې مرسته کوله.یوه ورځ یې رسول الله کور ته ورغی او و یې لیدل،چې دواړه سره یوځای کار کوي؛نو حضرت رسول الله ورته وویل: په تاسې کې کوم یو مو ستړی دی،چې زه یې پر ځای کار وکړم؟ حضرت علي علیه السلام ورته وویل : ای رسول الله! فاطمه ډېره ستړې ده. رسول الله حضرت فاطمه الزهرا ته دمه ورکړه او د هغې پر ځای یې کار وکړ او چې کله به حضرت علي علیه السلام په کور نه و او یا له ښاره بهر و او یا به یې کوم کار درلود؛نو حضرت فاطمه الزهرا به د بهر چارې هم سمبالولې (۵۰) د حضرت علي علیه السلام حکومت پر ۳۶ هجري قمري کال،چې خلک د حضرت عثمان له ظلمونو او بې عدالتیو پوزې ته راغلي ول،راپاڅېدل او د حضرت عثمان پر کور یې یرغل وکړ او هغه یې وواژه او داچې خلکو بې له حضرت علي علیه السلام نه بل څوک خلافت ته وړ نه لیدل؛نو ډلې ډلې د آنحضرت کور ته ورغلل او بیعت یې ورسره وکړ او د خلکو په ډېری آراوو سره خلیفه وټاکل شو او دا ټکی له دې پلوه ارزښتمن دی،چې اهلسنت ورونه وايي،چې خلیفه باید خلک وټاکي،حال داچې ډېری خلکو د حضرت ابوبکر،حضرت عمر او حضرت عثمان په ټاکنه کې هېڅ ونډه نه درلوده او دا کسان په زور پر اسلامي امت ورتحمیل شول . د بیعت پر دویمه ورځ، حضرت امیرالمؤمنین امام علي بن ابیطالب علیه السلام ممبر ته وخوت او د خدای تر ستاینې روسته او پر خانم انبیا حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه و آله وسلم تر درود روسته یې په نصیحت کې خلکو ته وویل : ای خلکو! د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم تر وفات روسته ځینې راټول شول او ابوبکر یې خلیفه وټاکه او ابوبکر هم عمر خپل ځایناستی کړ او عمر هم تر ځان روسته خلیفه ټاکنه شورا ته پرېښود او د شورا پایله دا شوه، چې عثمان خلیفه شو او عثمان داسې کانې وکړې، چې ستاسې نیوکې او غوسه یې راوپاروله او په پای کې په خپل کور کې کلابند او ووژل شو.بیا مو ما ته مخه کړه او په خپله خوښه او لېوالتیا مو راسره بیعت وکړ.زه له ستاسې ځنې او ستاسې په څېر یم،څه چې ستاسې لپاره دي،زما لپاره هم دي،څه چې ستاسې پر غاړه دي،زما پر غاړه هم دي. خدای دا ور ستاسې او د اهل قبله ترمنځ پرانستی دی او فتنې د شپې د تورتمونو په څېر رامخه کړې ده.د خلافت بار هغه پر خپلو اوږو وړای شي، چې هم وسمن او هم د پراخې سینې خاوند وي او هم بصیر او پوه وي.زما کړنلار داده،چې تاسې د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم کړنلارې ته ورستانه کړم، د څه ژمنه چې کوم،ترسره کوم یې؛خو په دې شرط چې تاسې هم استقامت او پایداري ولرئ او البته له خدایه مرسته وغواړئ او پوه شئ،چې زه مې پېغمبر ته تر مړینې روسته هم هماغسې یم؛لکه په ژوندون یې چې وم. تاسې انضباط او لاروي کلک کړئ،پر هر هغه څه عمل وکړئ،چې درته وایم یې او که داسې څه مو ولیدل،چې درته عجیب او غریب ول؛نو په ردولو کې بېړه مه کوئ او زه به تر هغه په یوه کار کې اقدامات نه کوم؛ تر څو چې پکې مسوولیت و نه ننګېرم او خدای ته پکې کوم عذر و نه لرم. لیدونکی خدای موږ ټول ویني او پر ټولو چارو راچاپېره دی . زه له خلافت سره کومه علاقه نه لرم......خو داچې تاسې ټول راته یوه خوله شوئ او زه مو خپل خلیفه وټاکلم؛نو زه له خپل مسوولیته له اوږه خالي کوونکیو ځنې نه یم . بیا یې د ممبر ښي او کیڼ لوریو ته وکتل او خلک یې له نظره تېر کړل او خپلې وینا ته یې داسې دوام ورکړ : ای خلکو! زه همدا اوس اعلان کوم، هغوی چې له بیت الماله خپل جیبونه ډک کړي او جایدادونه یې پرې پېرلي دي، نهرونه یې پرې جاري کړي او پر ښایسته پرې ناست دي، ښکلې وینځې یې پرې اخستي دي او په خوندونو کې پرې ډوب دي؛نو سبا یې مخې ته درېږم او هغه څه به ترې بېرته واخلم،چې له نامشروع لارې لاس ته راوړي دي او یوازې د حق هومره یې هر چا ته ورکړم؛نو بیا دې نه وايي،چې علي تېرایستلو.زه نن په ښکاره وایم،چې ټول مزایا او امتیازات له منځه وړم او لغوه کوم....هر چا چې د خدای له رسول سره د لیدو کاتو توفیق درلود او اسلام ته یې خدمتونه کړي دي؛نو اجر یې له خدای سره دی.....تاسې د خدای بندګان یاست او شتمني د خدای شتمني ده او باید په مساوي توګه پر ټولو وویشل شي....سبا ټول حاضر شئ،چې بیت المال ویشم. بله ورځ خلک راغلل او آنحضرت بیت المال وویشه.هر تن ته درې دیناره ورسېدل.یو سړي وویل : ای علي! ته ما ته هم ۳ دیناره راکوې او مريي ته مې هم ۳ دیناره ورکوې؟ امام وویل :همداسې ده،چې و دې لیدل. یو لړ وګړي،چې له ډېرې مودې را پدېخوا پر ځانګړیو امتیازاتو روږدي ول او ډېره شتمني یې راټوله کړې وه؛لکه حضرت طلحه،حضرت زبیر او حضرت عبدالله بن عمر او عبدالله بن زبیر او سعید بن عاص او مروان حکم؛نو د هغې ورځې حکم یې نه مانه او په خپله برخه یې قناعت نه کاوه او د اعتراض په بڼه له جوماته ووتل . ناراضي وګړیو ولید بن عقبه خپل استازی وټاکه او حضرت علي ته یې ورولېږل،چې په دوو شرطونو بیعت کوو؛ګنې نو شام ته ځو او له معاویه بن ابي سفیان سر ه یوځای کېږو. لومړی شرط داچې امام علي علیه السلام به ورسره تېر په هېر کوي او له تېرو سره به یې کار نه لري او د هغوی له نامشروع شتمنیو سره به څه کار نه لري. دویم شرط داچې حضرت علي علیه السلام به هغوی ته د حضرت عثمان قاتلین ورکوي،چې هغوی یې قصاص کړي. امام علي علیه السلام ورته رد ځواب ورکړ او هغوی هم خپلې ناخوښۍ پیل او خلک یې راپارول.او بیا یې ام المؤمنین عایشه هم له ځان سره کړه او ستر لښکر یې جوړ کړ،بصرې ته ولاړل او له حضرت علي سره جګړې ته یې چمتووالی پیل کړ . حضرت علي علیه السلام له خپلو زامنو سره د هغوی مقابلې ته ورغی او دښمن یې مات کړ. په دې جګړه کې حضرت زبیر او حضرت طلحه ووژل شول او حضرت عایشه اسیره شوه. حضرت علي علیه السلام د عایشې بي بي له ګناه تېر شو او هغه یې په درناوي مدینې ته راواستوله؛ خو حضرت عایشې له پخوا له حضرت علي علیه السلام سره کنیه درلوده او د همدې کینې له امله یې د عمر تر پایه د حضرت علي پر خلاف خلک راپاڅول او خلک یې بې لارې کول. دا جګړه په تاریخ کې په جمل جګړه مشهوره ده او د حضرت علي علیه السلام دښمنانو ته ناکثین؛ یعنې ژمن ماتي وویل شول. بل کال حضرت علي له معاویه سره جګړې ته ووت.معاویه ۱۶ کاله ول، چې پر شام یې واکمني کوله. هغه حضرت عمر په دې مقام هلته کېنولی و او حضرت عثمان هم هغه هلته پر همدې مقام پرېښود. معاویه بن ابي سفیان له هماغه پیله د حکومت په فکر کې و او دې چار ته یې نقشې هم کښلې وې.د حضرت عثمان قصاص یې پلمه کړ او په همدې پلمه د آنحضرت پر وړاندې یې بغاوت پیل کړ،حال داچې په خپله حضرت عثمان په څو څو ځل د خپلې کلابندۍ پر مهال له معاویه مرسته غوښتې وه؛خو مرستې ته يې ورنغی او هغه یې په ښورښیانو کې یوازې پرېښود او مرګ ته یې په تمه شو.حضرت علي علیه السلام ،معاویه د شام له حکومته عزل او ګوښي کړ او معاویه د مسلمانانو د خلیفه له حکمه سرغړونه وکړه او هغه او سرتېرو یې د خلکو په کړولو پسې راواخسته، د معاویه سرتېرو به پر عراق حملې کولې او د حضرت علي علیه السلام پلویان او یاران به یې وژل،پټو ته به یې اورونه اچول او د خلکو شتمنۍ به یې لوټلې. دوه لښکرې جګړې ته چمتو شوې او په صفین نومي ځای کې د فرات سیند تر غاړې سره مخ شوې.د حضرت علي علیه السلام لښکرمشر حضرت مالک اشتر او د معاویه لښکر مشر ابوالاعور و. هغه ناځواني وکړه او د فرات شریعه یې ونیوه.شریعه یو ټیټ ځای و،چې خلکو به ترې اوبه وړلې. د حضرت علي علیه السلام لښکر د اوبو له پلوه په تنګسه کې شو. معاویه او لښکر یې خوشحاله ول او ویل یې چې د علي او یارانو کار یې پای ته رسېدلی دی .یوازې عمروعاص د معاویه ستر مشاور او سلاکار ددې کار مخالف و او دا چار یې په مصلحت نه ګاڼه .امام علي علیه السلام یو لیک وکښه او د خپل یوپتمن ملګري؛صعصه په لاس یې معاویه ته واستاوه، چې پکې راغلي ول :موږ دلته راغلي یو؛خو لېواله نه یم، چې جګړه وشي او د مسلمانانو ترمنځ ورور وژنه وشي. هیلمن یم وکولای شم،چې په مذاکره ستونزه هواره کړو.....خو تا او یارانو دې زما او زما د یارانو د اوبو مخه نیولې ده؛نو سرتېرو ته دې ووایه،چې له دې کاره دې لاس پر سر شي،چې مذاکره پیل شي؛خو که ته یوازې په جګړه خوشحالېږې؛نو بیا زه هم له جګړې وېره نه لرم...... معاویه ورته منفي ځواب ورکړ او حضرت علي علیه السلام خپلو سرتېرو ته یې یوه جذباتي خطبه وویله: دوی ظلم پیل کړی او د جګړې لار یې پرانستې ده،دوی لکه وږي،چې د خوړو غوښتونکي دي،د جګړې غوښتونکي دي او د اوبو مخه یې نیولې ده، اوس دوه لارې لرئ او درېیمه یې نشته. یا بې برخېتوب او ذلت ته غاړه کېږدو او تږي پاتې شئ او یا مو تورې د هغوی په چټلو وینو خړوبې کړئ،تر څو ځانونه پر اوبو خړوب کړئ.ژوندي پاتېدل دادي،چې غالب او بریالي شئ،ان که د مړینې په بیه مو پای ته ورسي او مرګ دادی،چې مغلوب او خوار شئ،که څه ژوندي پاتې شئ...... د اسلام لښکرو پر دښمن برید وکړ او د دښمن لښکر یې دړي وړي کړ او شریعه یې ونیوله او هوډ یې وکړ،چې له دښمن سره ورته اقدام وکړي او د معاویه لښکر له اوبو بې برخې کړي؛خو امام علي علیه السلام د هغوی له دې هوډ سره مخالفت وکړ او ویې ویل :زه په داسې چارو،چې د جاهلانو چارې دي،لاس نه پورې کوم. جګړه پیل شوه او دواړو لوریو خورا تلفات ورکړل؛ خو بری د اسلام د لښکرو په نصیب و او نږدې ول،چې حضرت مالک اشتر د هغوی کار پای ته ورسوي؛نو په دې وخت کې عمروعاص یو چل وکړ او خپل لښکر ته یې وویل،چې قرآنونه پر نېزو کړئ او وویاست،چې ولې دې د مسلمانانو دوه ډلې سره جګړه وکړي او راځئ، چې د خدای کتاب مو ترمنځ حکم او قاضي کړو. ځینې احمق او ساده او ظاهربینه وګړي وغولېدل او حضرت علي علیه السلام ته ورغلل، چې باید ژر تر ژره جګړې ته د پای ټکي کېږدو. حضرت علي علیه السلام ورته وویل،چې دا دښمن چل دی او غولوي مو؛ خو ساده او ظاهر بینه وګړیو ورته وویل،چې تردې روسته له هغوی سره جګړه، له قرآن سره زموږ جګړه ده او که سملاسي د جګړې د درېدو حکم و نه کړې؛نو همدلته دې په توره ټوټه ټوټه کوو. حضرت علي علیه السلام د ناچارۍ له مخې مالک اشتر ته د راستنېدو حکم ورکړ. د حکمیت ژمنه کېښوول شوه او داسې هوکړه وشوه، چې له دواړه لوریو استازي وټاکل شي،چې مذاکره وکړي. معاویه خپل مشاور عمرو عاص استازی کړ او امام علي علیه السلام غوښتل،چې مالک اشتر یا ابن عباس خپل استازی وټاکي؛خو ورته وویل شول، چې استازی باید بېطرفه وي.مالک اشتر د علي همفکره او ابن عباس یې خپل دی . په پای کې خوارجو په خپل ځېلونو او اېنډو خپل هوډ پر کرسۍ کېناوه او ابوموسی اشعري یې استازی وټاکه. ابوموسی یو ساده او احمق سړی و او له پیله یې له حضرت علي علیه السلام سره دښمني درلوده؛ خو په زړه کې یې پټه ساتلې وه. په مذاکراتو کې عمروعاص یو بل چل وکړ او ابوموسی ته یې وویل :راځه چې هم علي او هم معاویه له واکمنۍ ګوښي کړو،چې دا کیسه همدلته پای ته ورسوو. ابوموسی حضرت علي علیه السلام، له حکومته ګوښي کړ او عمروعاص معاویه له حکومته ګوښي نه کړ؛خو کله چې خوارج پوه شول، چې غلطي یې کړې ده؛نو حضرت علي علیه السلام ته یې وویل،چې موږ په خپله تېروتنه اعتراف او منښته وکړه او توبه مو وکړه او ته هم باید په خپله تېروتنه اعتراف وکړې او توبه وکړې. امام علي علیه السلام ورته وویل،چې ګناه ستاسو وه او زه پکې پړ نه یم او ونډه پکې نه لرم. هغوی هم حضرت علي کرم الله وجهه تکفیر کړ او له نورو جلا شول او تر هغه چې خوارجو یوازې د خپلې عقیدې اظهار کړی و؛ نو حضرت علي ورسره هېڅ کار هم نه درلوده او له بیت الماله یې د هغوی حقوق پرې نه کړل او هغوی ته یې د عقیدې د بیان او عمل اجازه ورکړې وه؛خو هغه مهال یې چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر په نامه رسما ښورښ پیل کړ؛نو د هغوی د ځپلو حکم یې وکړ او په خپله د لښکر د مشر په توګه په نهروان نومي ځای کې له هغوی سره د جګړې لپاره مخامخ شو او په دې جګړه کې یوازې له هغوی ځنې ۹ تنه یې په تېښته بریالي شول او نور ووژل شولږ
په تاریخ کې د معاویه بن ابي سفیان پلویان په قاسطینو؛ یعنې ظالمانو او خوارج په مارقینو؛ یعنې له دینه د وتلیو په نامه مشهور شول.
امام علي بل کال هوډ درلود،چې له یوه لښکر سره د معاویه بن ابي سفیان جګړې ته ورشي؛خو د یو خوارج له خوا شهید شو.(۵۲) د حضرت علي علیه السلام شهادت پر څلوېښتم هجري کال،یوه ډله خوارج په مکه کې سره راټول شول او یوه دسیسه یې جوړه کړه،چې په یوه ټاکلي وخت کې، حضرت علي سره ، معاویه او عمروعاص په کوفه،شام او مصر کې ووژني .د رمضان د میاشتې نولسمه شپه د حضرت علي سره د وژنې شپه وټاکل شوه او عبدالرحمن بن ملجم د همدې موخې په پار کوفې ته ولاړ؛خو هېڅ څوک یې هم له خپل چټل او شوم نیته خبر نه کړل. تردې چې یوه ورځ د یوه خوارج په کور کې له یوې مکارې او چلۍ ښځې سره،چې نامه یې قطامه وه،آشنا شو او ابن ملجم پرې زړه بایلود او په دې هڅه کې شو،چې واده ورسره وکړي او چې پر قطامه یې مرکه وکړه؛نو قطامه ورته وویل، چې مهریه یې درې زره درهم،یو مریی،یوه وینځه او همداراز د علي بن ابیطالب وژل دي. د قطامه ورور او پلار په نهروان جګړه کې د حضرت علي سره د لښکر له لوري وژل شوي او دواړه له خوارجو ځنې ول؛نو ځکه قطامه له حضرت علي سره په زړه کې کینه درلوده او تل د غچ اخستنې په هڅه کې وه او ددې چار لپاره د مناسب فرصت په لټه کې وه. ابن ملجم خپل راز او خواله قطامه ته بربنډ کړ او ورته یې وویل،چې د همدې موخې لپاره کوفې ته راغلی دی؛نو له قطامه سره د واده لېوالیتا یې د حضرت علي د وژلو هوډ لاپسې نور هم پیاوړی کړ. د رمضان میاشتې نولسمه راورسېده. ابن ملجم له خپلو دوو ملګرو سره د رمضان میاشتې پر نوولسمه شپه د ددې ناولې نقشې پلي کولو ته د کوفې په جومات کې پاتې شول. (۵۳) حضرت علي به هره شپه د جماعت لمونځ ورکاوه. له دې شپې څه نا څه څلوردېرش کاله مخکې،حضرت علي علیه السلام له رسول الله اورېدلي ول،چې په رمضان میاشت کې به وژل کېږې او په خپله آنحضرت په دې باب وايي : ((.... او چې کله حضرت رسول الله د رمضان میاشتې په باب خپله مشهوره خطبه وویله؛نو ورپاڅېدم او و مې پوښت: ای رسول الله ! په دې شپه کې خورا ارزښتمن چار او کړنه کومه یوه ده؟)) راته یې وویل : له ګناهونو ځان ساتنه . بیا رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم په ډک زړه وژړل او په دې میاشت کې يې زما له شهادته خبر ورکړ. (۵۴) د حضرت امام علي علیه السلام له کړنو او چلنه هم څرګنده وه،چې په دې میاشت کې به شهیدېږي او پر هماغه کال یې ویلي هم ول : ((سږ کال به په حج کې په تاسې کې نه یم)) او همداراز،چې کله یې آنحضرت ته وویل : ((ولې په روژه ماتي کې لږ خواړه خورئ)) حضرت علي سره ورته وویل : ((غواړم په تش نس مې له پالونکي سره ووینم))(۵۵) آنحضرت د رمضان پر نولسمه بيخی ویده نشو او پرله پسې یې ویل: (( پر خدای قسم ! نه دروغ وایم او نه راته دروغ ویل شوي دي،نن شپه هماغه له ماسره وعده کړای شوې شپه ده)) (۵۶) په پای کې د هغې شپې پر سبايي،چې حضرت علي د سهار لمانځه لپاره جومات ته ولاړ؛نو ابن ملجم پرې په زهر لړلې تورې د مرګ ګوزار وکړ. او دو ورځې روسته د رمضان پر ۲۱ شپه پر ۴۰ هجري کال په ۶۳ کلنۍ کې يې د عمر لمر د تل لپاره ډوب شو . (۵۷) هغه بختور یې په نجف کې خاورو ته وسپاره،چې نن د شیعیانو د زړه کعبه ده . لکه څنګه چې امام علي علیه السلام ټول د خدای په یاد تېر کړ،د ددې ناورین پر مهال هم د خدای په یاد کې و. د ابن ملجم د زهرلړلې تورې ګوزار،چې پرې وشو؛نو پر هغه مهال یې هم وویل : ((دکعبې پر څښتن قسم،چې بختور او نېکمرغه شوم)) بیا یې امام علي علیه السلام په خپلو پاکو وینو کې لړلی خپل کور ته بوتلو او دوه ورځې د شهادت په بستره کې پروت و او په دې شېبو کې بیا هم د خلکو د نېکمرغۍ په فکر کې و. سره له دې، چې تر حضرت امام علي علیه السلام روسته، د حضرت امام حسن او تر هغه روسته د حضرت امام حسین او تر هغه روسته تر دولسم امام؛ حضرت امام مهدي پورې د امامت مسله حضرت رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم څو څو ځل اوڅار ا مطرح کړې وه؛خو پر خلکود غاړه خلاصونې لپاره یې بیا هم تکرار کړه . (۵۹) خلکو عبدالرحمن ابن ملجم ونیوه او لاس تړلی یې جومات ته بوتلو. خلک دومره ورته غوسه ول،چې غوښتل یې په خپلو غاښونو یې ټوټه ټوه کړي؛ خو حضرت امام علي علیه السلام وویل : عبدالرحمن ماته راوړئ! عبدالرحمن ابن ملجم یې چې ورته راووړ، ورته یې وویل : آیا له تاسره مې خورا نېکۍ نه وې کړې؟ عبدالرحمن بن ملجم : ولې نه ! تر اخبرو اترو روسته،حضرت علي سره د خپلې بسترې شاوخوا خپلوانو ته وکتل او ورته یې وویل : د عبدالمطلب ځوځاته ! هڅې نه په خلکو پسې ووځئ او زما وژنه پلمه کړئ او خلک زما په وژنه کې شریک او تور پرې ولګوئ او وینه تویې کړئ. خپل زوی حضرت امام حسن علیه السلام ته یې وویل : زویه ! که ژوندی پاتې شوم، په خپله پوهېږم،چې له عبدالرحمن بن ملجم سره څه وکړم او که مړ شوم؛نو یوازې یو ګوزار پرې وکړئ؛ځکه پر ما یې هم یو ګوزار کړی دی ...... د حضرت علي علیه السلام روستۍ ویناوې د ژوند په روستیو شېبو کې یې خپلو زامنو، خپلوانو او ټولو مسلمانانو ته داسې وصیت وکړ : .....د تقوا سپارښتنه درته کوم او داچې هر چار مو منظم کړئ.تل د مسلمانانو د چارو د سمون او اصلاح په فکر کې وسئ؛ځکه رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم ویلي دي : (( په مسلمانانو کې اصلاح تر مستحبي روژو او لمونځونو غوره دي)) او هغه څه چې دین له منځ وړي، فساد،تفرقه او اختلاف دی . خپلوان او دوستان مو له یاده مه باسئ، صله رحم وکړئ، چې صله رحم له انسان سره د خدای حساب اسانوي . پلامړي او یتمیان مه هېروئ،هسې نه بې پالندویه او وږي پاتې شي. د ګاونډیو د حقوقو خیال وساتئ. رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم د ګاونډیان په باب دومره سپارښتنه کړې،چې ګومان مو وکړ،چې میراث او پاتوړی راځنې وړي. لمونځ ته ځانګړې پاملرنه وکړئ،چې د دین ستنه ده. حج مه هېروئ،هسې نه حج کول هېر شي او که حج هېر شي؛نو مهلت به در نه کړای شي او د نورو د خوړو مړۍ به شئ. د خدای په لار کې په شتمنۍ،ځان او بیان جهاد او سرښندنه وکړئ او زکات ورکړئ،چې زکات د الهي غوسې سړونکی دی او بېوزلي او نشتمن په خپل ژوند کې شریک کړئ.هغه کار تر سره کړئ،چې دخدای خوښي پکې وي او په دې باب د خلکو خبرو ته غوږ مه ږدئ. پر نېکیو امر او له بدیو منع مه هېروئ؛ ځکه که له دې الهي دندې سرغړونه وکړئ؛نو د ټولنې چټل وګړي به درباندې واکمن شي او بیا چې هر څومره ښېراوې ورته وکړئ؛نو خدای به مو دعا نه قبلوي او له خدایه وډار شئ، چې د خدای سزا خورا سخته ده..... (۶۰)
د خدای، پاکانو او نېکانو درود دې پر هغه ستر او پاک وي،چې هېښنده وزيږېد،هېښنده ژوند یې وکړ او ولاړ .
پایلیکونه ۱-علامه محمد باقر مجلسي،بحارالانوار،۳۵ ټوک،۸ مخ. ۲-شیخ مفید، ارشاد،۳ مخ . ۳-نهج البلاغه،د فیض الاسلام ژباړه،د ۲۳۴ خطبې روستۍ برخه،۸۰۲ مخ. ۴-د ابن هشام سیره،لومړی ټوک،۲۴۵ مخ او همداراز الغدیر،درېیم ټوک،۲۲۰-۲۴۰ مخونو په دې باب د اهلسنتو له خورا ډېرو کتابونو سندونه او روایتونه رانقل کړي دي . ۵-قرآن کریم،د شعرا سورت،۲۱۴ آیت . ۶-طبري تاریخ،درېیم ټوک،۱۱۷۱-۱۱۷۴ مخونه او همداراز مجمع البیان، اووم ټوک،۲۰۶ مخ . ۷-د ابن هشام سیره،لومړی ټوک،۴۸۰-۴۸۳ مخونه . ۸-قرآن کریم،بقره سورت،۲۰۷ مخ . ۹-طبري تاریخ،درېیم ټوک،۱۲۳۲-۱۲۳۴ مخونه. ۱۰-شیخ مفید،ارشاد،۲۲-۲۳ مخونه. ۱۱- شیخ مفید،ارشاد،۴۳-۴۵مخونه. ۱۲-علامه مجلسي،بحارالانوار،۲۰ ټوک،۲۰۵ مخ. ۱۳- شیخ مفید،ارشاد،۵۷-۵۸ مخونه. ۱۴- شیخ مفید،ارشاد،۱۵-۱۶مخونه. ۱۵-قرآن کریم،مایده سورت، درېیم آیت،چې له الغدیر،لومړي ټوک،۹-۱۱ مخ نه اخستل شوی دی . ۱۶- مسعودي،مروج الذهب،دویم ټوک،۲۹۸ مخ . ۱۷- مسعودي،مروج الذهب،دویم ټوک،۳۰۴ مخ . ۱۸- مسعودي،مروج الذهب،دویم ټوک،۳۳۱ مخ . ۱۹-علامه مجلسي،بحارالانوار،۴۰ ټوک،۱۴۹ مخ. ۲۰-طبرسي،احتجاج،نوی چاپ،لومړي ټوک،۳۱۲ مخ. ۲۱-قرآن کریم،مایده سورت،۹۳ آیت . ۲۲-شیخ مفید،ارشاد،۹۷ مخ. ۲۳-قضاوتهای حضرت امیرالمؤمنین علي،د دکتر شیخ ژباړه،۲۲ مخ. ۲۶-شیخ حر عاملي،وسایل الشیعه،۱۱ ټوک،۷۹ مخ. ۲۷- شیخ حر عاملي،وسایل الشیعه،۱۱ ټوک،۸۰ مخ. ۲۸-شیخ عباس قمي،سفینه البحار،لومړی ټوک،۶۷۱-۶۷۲ مخونه. ۲۹-اسلام در قلب اجتماع،۱۷۵ مخ. ۳۰-علامه مجلسي،بحارالانوار،اووم ټوک،۵۹۷ مخ . ۳۱-علامه مجلسي،عیون الحیوة،۵۸۱ مخ . ۳۲-شیخ کلیني،اصول کافي،درېیم ټوک،۹۶ مخ. ۳۳-شیخ عباس قمي،سفینة البحار،لومړی ټوک،۴۱۳ مخ. ۳۴-شیخ عباس قمي،الکنی والالقاب،دویم ټوک،۱۰۵ مخ. ۳۵-شیخ عباس قمي،سفینة البحار،لومړی ټوک،۵۷۰ مخ. ۳۶-د ابن ابي الحدید معتزلي شافعي د مقدمې د شرح فارسي ژباړه،جیبي چاپ،تهران. ۳۷-مهدي آذر یزدي،قصه های خوب برای بچه های خوب،اتم ټوک،۸۸ مخ. ۳۸-اسلام در قلب اجتماع،۶۸ مخ. ۳۹-شیخ عباس قمي، سفینة البحار،لومړی ټوک،۵۷۰ مخ. ۴۰- شیخ عباس قمي، سفینة البحار،لومړی ټوک،۵۷۰ مخ. ۴۱-شیخ کلیني،اصول کافي،دویم ټوک،۶۷۰ مخ. ۴۲-ابن ابي الحدید،شرح نهج البلاغه،۳ ټوک،۱۹مخ او همداراز نهج البلاغه، ۲۰۷ خطبه. ۴۳-علامه مجلسي،بحارالانوار،۹ټوک،پخوانی چاپ،۶۱۳ مخ. ۴۴- علامه مجلسي،بحارالانوار،۹ټوک،پخوانی چاپ،۵۹۹مخ. ۴۵-شیخ حر عاملي،وسایل الشیعه،۲ ټوک،۱۸۱ مخ. ۴۶-علامه مجلسي،بحارالانوار،۹ ټوک،پخوانی چاپ،۵۹۸ مخ. ۴۷-شیخ حر عاملي،وسایل الشیعه،۳ ټوک،۳۹۵ مخ. ۴۸-علامه مجلسي،بحارالانوار،۹ټوک،پخوانی چاپ،۵۸۹ مخ. ۴۹- شیخ حر عاملي،وسایل الشیعه،۲ ټوک،۴۲۵مخ. ۵۰- علامه مجلسي،بحارالانوار،۹ټوک،پخوانی چاپ،۲۴-۲۵ مخونه. ۵۱-ابن ابي الحدید،شرح نهج البلاغه،۲ ټوک،۲۷۱-۲۷۳ مخ. ۵۲-استاد شهید مطهري،داستان راستان،۲ ټوک،۱۶۶-۱۹۲ مخونه. ۵۳-شیخ مفید،ارشاد،۹ ټوک. ۵۴-شیخ صدوق،عیون اخبار الرضا،لومړی ټوک،۲۹۷ مخ. ۵۵-شیخ مفید،ارشاد،۱۵۱ مخ. ۵۶- شیخ مفید،ارشاد،۸ مخ. ۵۷- شیخ مفید،ارشاد،۵ مخ او همداراز، بحارالانواز،۴۲-۲۸۱ مخونه. ۵۸-شیخ کلیني،اصول کافي،لومړی ټوک،۲۹۸ مخ. ۵۹-نهج البلاغه،د دمشق چاپ،۲ ټوک،۴۷ مخ.
حضرت علي کرم الله وجهه په اړه شننه پيل کړئ
خبرو اترو مخونه هغه ځايونه دي چې خلک پکې د ويکيپېډيا منځپانگې ښه کولو لپاره شننه کوي.تاسو کولی شئ دا مخ د نورو سره د حضرت علي کرم الله وجهه د ښه کولو په اړه د شننې لپاره وکاروئ.