خبرې اترې:جلالکوټ

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

وروڼو سلامونه ټول دې ښاد او ودان يي چې د لوی افغان ملي کلتور ته خدت کوي او دغه لوی چوپړ ده چې په هر ځای کې خلکو ته خپل په ژبه علم پوهه وړاندې کوۍ خدای به ېې اجر ضرور درکوي، ګرانو ورڼو دلته پدغه پاڼه کې ځينې داسې کسان دي چې هېڅ کوم تحقيقي ، هنري او نور پوهنيز اثار نلري خو خپل نومونه ېې يا د ليکوالانو، يا محقيقينو، يا ډاکټرانو او يا ښاغليو شاعرانو په ليکو کې ليکلي او خپل ځان او پلار او کلی موږ ته راپېژني چې زه فکر کوم پکار نده چې دلته هرڅوک خپل ځان موږ ته راوپېژني بايد چې دومره اثار وليکي تحقيقونه وکړي لکه د الفت صاحب، زيار صاحب، هوتک صاحب، شپون صاحب او داسې نور ليکوالان او محقيقين . خپه کېږۍ مه دلته د څو کسانو نومونه بې ځايه ليکل شوي صرف او صرف ېې غوښتي چې ځان په دغه وېبپاڼه پورې ونښلوي ، خدای دې وکړي چې يو تکړه ژباړن، سندرغاړی، فلم جوړوونکی، فلم سموونکی ، انځورګر يا بل څه خو وي چې دی خپل د ځان پېژندنې سره سره خپل هنرونه هم څرګند کړي . هيله ده چې خپه نشۍ زه خپله يو عادي شاګرد يم ، او له دغه ځای نه مې د هېواد او نورو علمونو په هکله ډېر څه زده کړي نو هيله ده چې ټول د پوهې نه کار واخلي او بې ځايه شهرت تلبي پرېږدي . بيا هم دوستانو ته چې دلته ډېر زيار باسي شاباسی وايم او مننه ترې کوم تل ودان اوسۍ ستاسو يو مخلص غمی احمدزی

نوم[سمول]

زما په خيال د دې ليکنې نوم د جلالکوټ پر ځای جلال آباد پکار دی ځکه چې دا جلال اباد نوم ډېر پېژندلی کيږي-- عثمان 23:11, 30 اکتوبر 2015 (UTC)