خبرې اترې:اکسايد

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سریزه الحمدلله رب العلمين والصلوة والسلا م على اشرف الانبياء والمرسلين محمدَ وعلى اله واصحابه اجمعين . لکه څرنګه چې د لوړو زده کړو وزارت د لايحې په اساس هر محصل د لیسانس د دورې د حقوقو او امتيازاتو د ترلاسه کولو لپاره او همدارنګه د ديپلوم د ترلاسه کولو په خاطرد څلور کلنۍ تحصيلي دورې په پای کې د يو سيمينار ترتيب او آرايه کول ورته اړین ګڼل کیږي، کوم چې د اړونده څانګې لخوا ورته دلارښود استاد تر لارښوونې لاندې سپارل کېږي ، تر څوچې دهغې موضوع په هکله علمي معلومات دمعتبرو سرچینو څخه راټول کړي .د همدې موخې د ترلاسه کولو په خاطر ماته هم د ننګرهار پوهنتون دښووني او روزني پوهنځي د کیمیاڅانګې لخوا د (اکسايدنه او د هغوي خواص )تر سر ليک لاندې علمي موضوع دسيمينار لپاره دمحترم استاد پوهنيار عطاءالله (ميرزاخيل) ترمستقېمي لارښوونې لاندي راسپارل شويده، نو ما دلارښود استاد د لارښوونې سره سم ددې سيمينار موضوع ګانې يا مطا لب د معتبرو داخلي او خارجي منابعو څخه راټول کړيدي او دلارښود استاد دکتنې او اصلاح څخه وروسته مې چاپ ته سپارلي.څرنګه چې دا لومړى ځل دی چې زه دغسې رساله ليکم، که کومه تیروتنه زما په دې علمي رساله کې شتون ولري،نو ګران لوستوونکي کولاى شي چې د رسالې د اصلاح او بشپړتیا په خاطر خپل اصلاحي وړاندیزد کیمیا څانګې ته واستوي.په پاى کې زه دکیمیا څانګې ټولو استادانو او خصوصاً دخپل لارښود استاد پوهنيارعطاءالله (ميرزاخيل) څخه ډېره مننه کوم چې ددې رسالې په ترتيب او ليکلو کې يې له ما سره هر اړ خيزي مرستې کړې دي ډيرمنندوی يم اود لوی څښتن تعالی دربارته لاسونه لپه کوم اودادعاپه ژبه راڅرخوم چی خدايه ته يې دژوند غوټی مه مړاوي کوي ،راتلونکی ژونديې خوشحاله لری ښاداوبريالی دې وی. درنښــــت فضل الصمد (حيدری ) دننګرهار پوهنتون ښــوونــــې اوروزنـې پوهنــځی د کیمیاڅانګې د څلورم ټولګي محصل