منځپانگې ته ورتلل

خارا خوتو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

خارا خوتو يا خارا خوټو (چينايي ژبه: 哈拉浩特‎، مغولي ژبه: Хар хот‎(Khar Khot); 'تور ښار')[۱] چې هېيشويچېنگ يا هېيشوي ښار هم بلل کيږي، د چين په لوېديځ منځنۍ منگوليا کې يو پرېښودل شوی ښار دی چې په ۱۰۳۲ ز کال کې جوړ شوی دی، دې ښار د تانگوتيانو د لوېديځې ژيا کورنۍ د واکمنۍ پرمهال وده وکړه او اتزينا ښار په توگه پېژندل کېده، کوم چې د مارکوپولو په سفرونو کې هم ياد شوی دی او ايجين بينر د دې ښار په نوم نومول شوی دی.

خارا خوتو
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
اداري سیمه
هېواد
 چين پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
تاريخي اثار
د تاريخي‌ اثارو ډلبندي
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۴۱°۴۵′۵۴″شمال ۱۰۱°۰۸′۴۲″ختیځ / 41.765°شمال 101.145°ختيځ / 41.765; 101.145 پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
Map

پېښليک

[سمول]

د خارا خوتو ښار بنسټ په ۱۰۳۲ ز کال کې ايښودل شوی دی چې په يوولسمه پېړۍ کې د لوېديځې ژيا د سوداگرۍ يو پرمختللی مرکز گڼل کېده.د دې ښار ۳۰ فوټه (۹٫۱ م) لوړ او ۱۲ فوټه (۳٫۷ م) پلن دېوالونو پاتې شونې کڼدوالې اوس هم شته.[۵] بهرني دېوالونه يې له ختيځ تر لوېديځ ۴۲۱ م (۱٬۳۸۱ فوټه) او له شماله سوېل ته ۳۷۴ م (۱٬۲۲۷ فوټه) اوږدوالی لري.[۶]

دا دېوال لرونکې کلا (ښار) د لومړي ځل لپاره په ۱۲۲۶ ز کال کې د چنگېز خان له خوا ونيول شوه[۷]، خو د پراخې خپرې شوې انگېرنې برعکس دې ښار د مغولو د واکمنۍ پرمهال هم خپلې ودې ته دوام ورکړ. (د عادت سره سم چنگېز ټول نيول شوي ښارونه ړنگول، خو دلته داسې ونشول). د قوبلای خان په وخت کې دا ښار د لوېديځې ژيا کورنۍ د وخت په پرتله درې چنده نور هم پراخ شو. د توغون تېمور په مشرۍ د شمالي يوان کورنۍ د مرکزي دښتې د بيانيولو لپاره خپل چمتووالی په خرا خوتو کې پيل کړ. دې ښار د کراکروم شانگدو او هامي سره نښلوونکې څلورلاري کې موقعيت درلود.

د مارکوپولو سفرونو کې مارکوپولو د اتزينا يا ايډزينا په نوم يو ښار يادونه کوي[۷]

کله چې تاسو کمپيچو ښار پرېږدئ؛ نو تاسو به د دولس ورځو مزل وروسته اتزينا ښار ته ورسېږئ، کوم چې د شگلنې دښتې په څنډه کې شمال ته پروت دی، دا د ټانگوټ ولايت پورې اړه لري. خلک يې بوت پرست دي چې ډېر اوښان او غواگانې لري او دا هېواد ډېر ښه بازان روزي دواړه ډوله ساکر او لانر.

د دې ښار اوسېدونکي د خپلو کښتونو په کرلو او څارويو روزلو سره ژوند تېروي، ځکه دوی هيڅ ډول سوداگري نه لري، له دې ښار نه د وتلو پرمهال تاسو بايد د څلوېښتو ورځو خواړه له ځانه سره ولرئ، ځکه چې کله تاسو اتزينا پرېږدئ، تاسو يوې سارا ته ننوځئ چې شمال ته د څلوېښتو ورځو سفر اوږدوي او په هغه کې تاسو د استوگنې يا د خوړو پيدا کېدو ځای نشئ موندلای.

— مارکوپولو، د مارکوپولو سفرونه د هېنري يولې ژباړه ۱۹۲۰

په خارا خوتو کې د مغولو ماته د مينگ کورنۍ په کالنيو کې داسې تشريح شوې : د هونگ په پنځم کال (۱۳۷۲) جنرال فينگ شينگ او د هغې پوځونه ادزينا ته ورسېدل، ښار ساتونکی بويان تېمور تسليم شو او چينايي سرتيري بوجيان، يوژيان او يوپانيا غرونو ته ورسېدل، د هغې وزير وتښتېده او ۲۷ تنه نور د لس زرو يا زياتو اسونو او غواگانو سره ونيول شول[۸]، له ماتې وروسته يا شايد د اوبو د کمښت له کبله ښار پرېښودل شو او په کنډوالو بدل شو.[۷] د پراخې دښتې دننه د دې ښار خورا لرې موقعيت دا ښار د لوټمارانو څخه ساتلی وو.

د خار خوتو ښار د کڼدوالو انځورونه

[سمول]

سرچينې

[سمول]
  1. Steinhardt, Nancy Shatzman (1997). Liao Architecture. Hawaii, USA: University of Hawai'i Press. p. 432. ISBN 978-0-8248-1843-2. بياځلي په 2009-07-04.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ ۲٫۴ سرچينې تړی: http://dtdj.cchicc.org.cn/#/stateprotect.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ ۳٫۴ بياځلي سمون: ۴ مارچ ۲۰۲۵.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ۴٫۳ ۴٫۴ ويل شوي په: '. اثر ژبه: چينايي ژبه. خپرېدو نېټه: ۲۵ جون ۲۰۰۱.
  5. Webster, Donovan (February 2002). "Alashan Plateau—China's Unknown Gobi". National Geographic Magazine. خوندي شوی له the original on January 25, 2008. بياځلي په 2009-07-04.
  6. Steinhardt, Nancy Shatzman (1999). Chinese Imperial City Planning. University of Hawai'i Press. p. 136. ISBN 978-0-8248-2196-8. بياځلي په 2009-07-28.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ "IDP News Issue No. 2" (PDF). IDP Newsletter (2): 2–3. January 1995. ISSN 1354-5914. خوندي شوی له the original (PDF) on 2007-06-30. بياځلي په 2009-07-03.
  8. Ming-Shih, Shanghai, 1935, quoted in Kira Fyodorovna Samosyuk, "The Discovery of Khara-khoto" in Lost Empire of the Silk Road ed. Mikhail Piotrovsky, Milano: Electra, 1999, p.45