حکیم الله محسود

حکیم الله محسود، چې اصلي نوم یې جمعه خان و، د ۱۹۷۹ کال په شاوخوا کې د پاکستان په جنوبي وزیرستان کې زېږېدلی و. هغه د پښتنو په محسودو قبیلې پورې تړاو درلود او د طالبان پاکستان تحریک بنسټګر بیت الله محسود د نومیالیو قوماندانانو له ډلې څخه و. کله چې بیت الله محسود د ۲۰۰۹ کال په اګست کې د ډرون برید په واسطه ووژل سو، حکیم الله د تحریک طالبان پاکستان (TTP) نوی پوځي مشر وټاکل شو.
د مشرتابه دوره:
[سمول]د حکیم الله محسود د مشرتابه په وخت کې د تحریک طالبان پاکستان فعالیتونه ډېر پیاوړي شول. هغه د مختلفو بریدونو له کبله زیات مشهوره شو،
په ځانګړي توګه:
په امریکا او ناټو ځواکونو بریدونه: د هغه په وخت کې طالبانو د افغانستان په سرحدي سیمو کې د ناټو او امریکایي ځواکونو پر اکمالاتي کتارونو ګڼ بریدونه ترسره کړل.
په پاکستان کې استشهادي بریدونه: د حکیم الله محسود مشرتابه په دوران کې په پاکستان کې ګڼ شمېر استشهادي بریدونه وشول، چې هدف یې حکومتي تاسیسات، پوځیان، او اجیرې امنیتي ادارې وې.
همدارنګه حکیم الله محسود او ملا سنګین فاتح هغه څوک وو. چا چې په امریکایانو باندې د موټر بم بریدونه پلانول.
او دوي ددې ستر عملیاتو له مؤسسینو هم ګڼل کیږي.
نړیوال شهرت:
[سمول]حکیم الله محسود هغه وخت نړیوال شهرت ترلاسه کړ، کله چې د CIA په یوه ځانګړي عملیات (ډرون برید) کې د نوموړي د وژني په اړه اوازې خپرې کړې، خو بیا وروسته څرګنده شوه چې هغه ژوندی دی.
وژنه
[سمول]په ۲۰۱۳ کال کې، حکیم الله محسود د شمالي وزیرستان په سیمه کې د ډرون برید په واسطه ووژل سو.
د نوموړي وژنه د تحریک طالبان پاکستان لپاره یوه لویه ضایعه وه، ځکه حکیم الله محسود د پاکستاني طالبانو د تاریخ یوه مهمه برخه ګڼل کېده.