حيات الله گهيځ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

حيات الله گهيځ له نن نه ۲۸ كاله دمخه د ننگرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ په روعانو كې د ارواښاد عبدالهادي په كاله كې وزېږېد.

زده كړې

لوموړنۍ زده كړې يې د پېښور په حضرت بابا ښوونځي كې چې سربندته نېږدې دى كړي او وروسته بيا هېواد ته راستون شو او په ۱۳۷۹ لمريز كال يې د دولسم ټولگي برى ليك د خپلې سيمې له حصارك مزينې لېسې نه كانكور له لارې د كرنې پوهنځي ته بريالى شو او پر ۱۳۸۳ لمريز يې پاى ته ورسولو. گهيځ د لېسې او پوهنتون ترڅنگ يو شمېر ديني كتابونه هم لوستي.

نوموړى لكه دنورو هغو له پوهنتون نه تر فراغت وروسته له خپل مسلك لرې پاتې شوى او خبريالۍ ته يې ملا تړلې چې څه موده يې پژواك خبري اژانـس او مينې مجلې سره كار كړى او دمگړۍ ته د ننگرهار ټولنيز مركز _ ميډيوټيك لخوا د خپرېدونكې مجلې (نننى افغانستان) مرستيالي په غاړه لري. دى لا په دولسم ټولگي كې وو چې د شعر له ښاپېرۍ سره يې يارانه واچوله او د عمر له پخوالي سره يې دغه يارانه لا پسې پخه شوه، او اوس، خو هغه د چا خبره د ځوانو شاعرانو په سر لارو كې حسابېږي. گهيځ تر دا مهال بلا شاعري كړې چې يو ټولگه يې سمدستي د چاپ لارې څاري.

باندنۍ تړنې