حنان حبيبزی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
حنان حبيبزی

حنان حبيبزی (د ١٩٧٧ زېږديز کال د فبرورۍ ١٢، د بغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ د کيله گي د شينوارو کلی) د افغانستان يو پښتو ژبی لیکوال، شاعر او ژورناليست دی.

مخينه

حنان حببزی د ۱۹۷۷ ز کال د فبرورۍ پر ۱۲ نېټه د بغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ د کيله گي د شينوارو په کلي کې رېږېدلی دی. منځنۍ زده كړې يې په پېښور كې د سيد جمال الدين افغان په ليسه كې تر سره کړې او پر ١٩٩٦ ز كال د بغلان پوهنتون، چې په هغه وخت كې د ناصر خسروي بلخي په نامه يادېده، د ساينس له پوهنځي څخه فارغ شوی دی.

ښاغلی حبيبزی د خپلو ورځنيو ژورناليستيکو چوپړونو تر څنگ په هېواد کې دننه او بهر بېلابېلو ويبپاڼو، ورځپاڼو، مهالنيو خپرونو سره قلمي همکاري لري، چې تر اوسه يې په لسگونو بېلابېلې څېړنيزې او مالوماتي ليکنې خپرې شوې دي. حبيبزی څو کاله د افغانستان په شمال کې د بي بي سي راډيو خبريال وو.

چاپ شوي نښيرونه يې

۱- د هندوكش ازانگې (شعري ټولگه).

۲- د شمالي ولايتونو تاريخي اثارو ته کتنه.


نا چاپ نښيرونه يې

۱- د لنډو كېسو ناچاپه ټولگه.

۲- اې لورې (ژباړه).

۳- د بېلابېلو مقالو ټولگه.


باندنۍ تړنې