حميدالحق حقاني
مولانا حميدالحق حقاني يا حامدالحق حقاني (انګليسي ژبه: Hamid Ul Haq Haqqani)، (اوردو ژبه: حامد الحق حقانی) (زېږون نېټه:۱۹۶۸ می ۲۶ مه- مړينه:۲۰۲۵ فېبرورۍ ۲۸ مه) يو اسلامي عالم او پاکستانی سياستوال وو، چې د ۲۰۰۲ ز کال د نومبر له ۱۶ مې تر ۲۰۰۷ ز کال پورې د پاکستان د ولسي جرگې د غړي په توگه دنده ترسره کړې ده.[۱][۲]
هغه په ۲۰۱۸ ز کال کې د خپل پلار سيمع الحق له وژنې وروسته د جمعيت علماء اسلام س گوند مشري پر غاړه واخيسته او دا دنده يې د ۲۰۲۵ ز کال د فېبرورۍ تر ۲۸ مې، تر هغې چې دی په يوځانمرگي بريد کې ووژل شو؛ ترسره کړه.[۳][۴]
| زېږونځای | |
|---|---|
| ښاروندتوب | |
| زېږون نېټه | |
| مړينې نېټه | |
| مړينې ځای | |
| زدکړنځی | |
| ژبې | |
| ګوند | |
| دنده |
| عمومي مالومات | |
|---|---|
| وروڼه او خويندې |
ژوندليک
[سمول]حقاني د ۱۹۶۸ ز کال د می په ۲۶ مه د خيبرپښتونخوا ايالت، نوښار ولسوالۍ په اکوړه خټک ښارگي کې زېږېدلی دی.[۵]حميدالحق حقاني د سميع الحق حقاني د مشرې مېرمنې دوهم زوی دی، خپلې لومړنۍ ديني زده کړې يې د خپل نيکه عبدالحق اکوړي په مشرۍ حقانيه لېسه کې چې د دارالعلوم حقانيه دننه موقعيت لري ترسره کړې او د قران او حديثو عالم شو.[۶][۷] وروسته يې د نوښار ډېگري کالج نه په اسلامياتو کې لېسانس سند او په ۱۹۸۰ لسيزې کې د پنجاب پوهنتون څخه په الهياتو کې ماسټرۍ سند ترلاسه کړ.[۸] [۹]
مړينه
[سمول]د ۲۰۲۵ ز کال د فېبرورۍ په ۲۸ مه نېټه د جمعې په ورځ د خيبر پښتونخوا نوښار ولسوالۍ په اکوړه خټک کې د دارالعلوم حقانيه مخې ته پر حميدالحق حقاني ځانمرگی بريد وشو، چې له کبله يې نوموړي او ۵ نورو خپل ژوند له لاسه ورکړ.[۱۰][۱۱]چې دغه بريد د افغانستان اسلامي امارت له خوا په کلکو ټکو وغندل شو.[۱۲]
سرچينې
[سمول]- ↑ "12th National Assembly from 2002 to 2007, List of Members and Addresses" (PDF). na.gov.pk. National Assembly of Pakistan. بياځلي په 4 June 2021.
- ↑ "Members of the National Assembly of Pakistan 1972 to 2002". www.na.gov.pk. National Assembly of Pakistan. بياځلي په 4 June 2021.
- ↑ "Nazim-e-Aala of Haqqani seminary passes away". The News International. 6 February 2019. بياځلي په 6 May 2020.
- ↑ "اسلامي امارت پر شهید مولانا حامدالحق حقاني برید په کلکه غندلی". افغانستان اېنټرنېشنل. ۲۰۲۵ مارچ ۱.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ "The life of Maulana Hamidul Haq Haqqani". The Express Tribune (in انګليسي). 2025-02-28. بياځلي په 2025-02-28.
- ↑ "اسلامي امارت پر شهید مولانا حامدالحق حقاني برید په کلکه غندلی". افغانستان اېنټرنېشنل. ۲۰۲۵ مارچ ۱.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ Paracha, Mushtaq (2025-03-01). "Maulana Hamid had consistently opposed suicide bombings". The News International (in انګليسي). بياځلي په 2025-02-28.
- ↑ "اسلامي امارت پر شهید مولانا حامدالحق حقاني برید په کلکه غندلی". افغانستان اېنټرنېشنل. ۲۰۲۵ مارچ ۱.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ "Profile: Maulana Hamidul Haq Haqqani — the vice chancellor of Jamia Darul Uloom Haqqania". Dawn (in انګليسي). 2025-02-28. بياځلي په 2025-02-28.
- ↑ "اسلامي امارت پر شهید مولانا حامدالحق حقاني برید په کلکه غندلی". افغانستان ملي راديو تلوېزيون. ۲۰۲۵ فېبرورۍ ۲۸ مه.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ "د اکوړې خټک حقانیې جومات کې 'ځانمرګي' برید کې د مولانا حامد الحق په ګډون ۶ کسان وژل شوي". بي بي سي پښتو. ۲۰۲۵ فېبرورۍ ۲۸ مه.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ "د ترهګرۍ ملاتړی او قرباني؛ د حقانیه مدرسې وژل شوی مشر حامد الحق څوک و؟". افغانستان اېنټرنېشنل. ۲۰۲۵ مارچ ۱.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link)
- د سياس۱ تېروتنې: نېټې
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- څوژبيزې ملاتړ کينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- هغه پاڼې چې د P19 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P27 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P569 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P570 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P20 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P69 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P1412 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P102 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P106 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P3373 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چې یوه ځانتيا کارويP18