حمدالله محب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
حمدالله محب
حمدالله محب

د افغانستان ملي امنیت سلاکار
ولسمشر محمد اشرف غني
Fleche-defaut-droite-gris-32.png اکلیل احمد حکیمي
  Fleche-defaut-gauche-gris-32.png
د شخص معلومات
پيدايښت 1983 (۳۶–۳۷ کلن)
ننګرهار ولایت, افغانستان
ژوند ملګری Lael Adams (واده ۲۰۱۱)
اولاد 2
عملي ژوند
تعلیم برونل پوهنتون لندن
دنده ډیپلوماټ  د دنده (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړي

Found termstart1,

حمدالله محب[سمول]

ډاکټر حمدالله محب په ۱۹۸۳کال کې زېږېدلی، افغان ديپلومات او سیاستوال دی، اوس مهال د افغانستان ملي امنیت د سلاکار په توګه دنده ترسره کوي. محب د ۲۰۱۵م کال د سپټمبر میاشتې څخه د ۲۰۱۸ کال تر اګسټ میاشتې پورې په امریکا کې د افغانستان سفیر وو

ژوند لیک[سمول]

حمدالله محب د جلال اباد ښار شمال ته په یوه وړوکي کلي کې زېږېدلی، د مور او پلار ۱۱م اولاد په توګه تر ټولو کشر اولاد دی. کله چې ښاغلي محب نړۍ ته سترګې پرانیستې، پلار یې د افغانستان د هغه وخت د سترې محکمې کارکوونکي وو.

افغانستان باندې د شورويانو په یرغل سره د ډاکټر محب کورنۍ، هېواد پریښود او کډوال شول، خو کله چې د شورویانو یرغل پای ته ورسید. محب او کورنۍ یې بېرته افغانستان ته راستانه شول، مګر تنظیمي او کورنیو جګړو دې ته اړ کړل چې بېرته پاکستان ته کډوال شي.

زده‌کړې او اولنۍ دندې[سمول]

کله چې محب ۱۶ کلن وو کورنۍ یې لندن ته واستولو، محب د لندن په کمیونیټي کالیج کې شامل شو، له کالج څخه تر فراغت وروسته، په برنل پوهنتون کې یې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړ او کمپیوټر انجینرۍ کې یې ‌ډيپلوم ترلاسه کړ. د زده‌کړو په پای ته رسولو سره یې د بریتانیا تابیعت هم ترلاسه کړ.به انګلستان کې له ۷ کلونو ژوند او زده‌کړو وروسته محب افغانستان ته راغی او د افغانستان په امریکايي پوهنتون کې یې د معلوماتي ټکنالوژۍ د ډایرکټر په توکه دنده پیل کړه .

محب د افغانستان د  ۲۰۰۹ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د محمد اشرف غني په انتخاباتي کمپاین کې کار کاوه؛ هغه څوک چې په ولسمشریزو ټاکنو کې یې څلورم ځای خپل کړ او د ټاکنو ګټونکی بیا ځلي برحال ولسمشر حامد کرزی شو. د ولسمشریزو ټاکنو له پای ته رسیدو سره محب د لا زیاتو زده‌کړو په موخه بېرته انګلستان ته ولاړ او په ۲۰۱۴ کال کې یې له برنل پوهنتون څخه خپله دوکتورا ترلاسه کړه.

دندې[سمول]

کله چې محمد اشرف غني د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزې ټاکنې وګتلې، محب د ولسمشر د دفتر د مرستیالۍ دنده پر غاړه واخیسته، یو کال وروسته په ۳۲ کلنۍ کې په امریکا کې د افغانستان د سفیر په توګه وګمارل شو او د ۲۰۱۵ کال په سپتمبر کې یې رسما خپل باورلیک د امریکا د وخت ولسمشر بارک اوباما ته وسپاره. ښاغلی محب په امریکا کې د سفارت پر مهال، همهاله د مکسیکو، دومینیکن جهموریت، ارجنټاین او کولمبیا لپاره د افغانستان نااستوګن سفیر هم پاتې شوی دی. محب د سفارت پر مهال د اقتصادي پراختیا، د اداري فساد پر وړاندې د هڅو او د نړیوال تروریزم پر وړاندې د مبارزې په ګډون د علاقې وړ په ګډو برخو کې د افغانستان او امریکا د شراکت د پیاوړتیا د اړتیا په اړه ټینګار کاوه. د ۲۰۱۸ کال د اګسټ په ۲۵مه نېټه، داکټر محب د ولسمشر غني په حکومت کې د محمد حنیف اتمر پر ځای د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار وټاکل شو.

شخصي ژوند[سمول]

محب په ۲۰۱۱ کال کې د افغانستان په اړه له یوې امریکايۍ متخصصې لایل آدامز سره چې په ۱۹۸۷ کال کې زېږېدلې، واده وکړ. اوس یوه لور او یو زوی لري.

محب په پښتو، دري او انګلیسي ژبو بشپړ تسلط لري او په هندي - اردو ژبه هم پوهیږي.

لیکنې[سمول]

دا هم وګورئ[سمول]

سرچینې[سمول]

بهرنۍ تړنې[سمول]

سیاسي دفترونه
واک اخيستنه له
Eklil Ahmad Hakimi
څخه
Afghan ambassador to the United States
2015-present
واک سپارنه و
incumbent
تـــه