حسین بن طلال
زېږونځای | |
---|---|
ښاروندتوب | |
زېږون نېټه | |
مړينې نېټه | |
مړينې لامل | |
مړينې ځای | |
مړينې لامل | |
ښخولو ځای | |
زدکړنځی | |
ژبې | |
دنده |
عمومي مالومات | |
---|---|
وروڼه او خويندې | |
دین |
جګړه |
---|
برخه د |
---|
حسين بن طلال ( زوکړه: د ۱۹۳۵ کال د نومبر ۱۴ – مړینه: د ۱۹۹۹ کال د فبروري ۷) د ۱۹۵۲ کال د اګست له ۱۱مي څخه تر ۱۹۹۹ کال پوري د اردن پاچا وو.
حسین په عمان کي د طلال بن عبدالله او مېرمني زین الشرف په کهاله کي وزېږېدی، او د خپل پلار تر ټولو مشر زوی وو. نوموړي خپلي لومړنۍ زده کړي په عمان کي سرته ورسولې، او ورپسې د لوړو زدکړو په پار بهر ته ولاړی. په ۱۹۵۱ کال کي د طلال له پاچا کېدو وروسته حسین د هغه د ځایناستي په توګه وټاکل سو، خو د اردن پارلمان یو کال وروسته طلال د خپلي ناروغۍ له امله استعفا ته اړ کړ، او د حسین د بلوغ تر وخته پوري د یاد هیواد چاري د واکمنۍ شورا ته وسپارل سوې، څو چي د ۱۹۵۳ کال د می په دوهمه نیټه حسین د ۱۷ کلونو په عمر پر تخت کښیناست. حسین څلور ځله واده کړی وو، او یوولس ماشومان یې درلودل.
د حسین په مشرۍ اردن له اسراییلو سره درې جګړې ترسره کړې، چي په دې کي د ۱۹۶۷ کال شپږ ورځنۍ جګړه د اردن د لویدیځې غاړې په له لاسه ورکولو سره پای ته ورسېده. تر یادي ناکامۍ درې کاله وروسته حسین په ۱۹۷۰ کال کي فلسطیني جنګیالي له اردن څخه وشړل، او یاده پېښه چي د اردن هیواد په تاریخ کي د تور سپتمبر په نوم یادیږي، یو له ناوړو سیاسي او فوځي پیښو څخه وه. حسین په ۱۹۹۴ کال کي د عربو دوهم ولسمشر سو چي له اسراییلو سره یې د سولې تړون لاسلیک کړ، او په دې توګه یې د فلسطین له نظامي ملاتړ څخه بشپړ لاس واخیست.
په معاصره عربي نړۍ کي حسین چي د لسګونو وژنکو هڅو او د نسکورولو له دسیسو څخه ژوندی پاته سو، د سیمي یو له تر ټولو اوږدمهاله واکمنانو څخه بلل کیږي. نوموړی په ۱۹۹۹ کال کي د سرطان له امله د ۶۳ کلونو په عمر مړ او د واک ګدۍ یې مشر زوی عبدالله ته پاته سوه.
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ويل شوي په: Great Soviet Encyclopedia (1969–1978). Section, verse, paragraph, or clause: Хусейн ибн Талал. بياځلي سمون: ۲۸ سېپتمبر ۲۰۱۵. خپروونکی: The Great Russian Encyclopedia. اثر ژبه: روسي ژبه. خپرېدو نېټه: ۱۹۶۹.
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. بياځلي سمون: ۲۶ اپريل ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ ويل شوي په: Encyclopædia Britannica Online. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: biography/Hussein. Subject named as: Hussein. بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
- ↑ ويل شوي په: SNAC. SNAC ARK ID: w69j0rvf. Subject named as: Hussein of Jordan. بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
- ↑ ويل شوي په: IdRef. IdRef پېژند: 026929015. بياځلي سمون: ۱۱ می ۲۰۲۰. خپروونکی: Agence bibliographique de l'enseignement supérieur. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.fpa.es/es/premios-princesa-de-asturias/premiados/1995-sm-husein-i-de-jordania.html?texto=acta&especifica=0.
- ↑ سرچينې تړی: https://elpais.com/diario/1995/09/16/internacional/811202406_850215.html.
- ↑ ويل شوي په: The orders of the White Rose of Finland and the Order of the Lion of Finland. Page(s): 498. خپروونکی: Edita. اثر ژبه: فينلينډي ژبه. خپرېدو نېټه: ۲۰۱۷. ليکوال: Antti Matikkala.
- ↑ ويل شوي په: Plarr's Lives of the Fellows. Plarr ID: E008691b. بياځلي سمون: ۸ جنوري ۲۰۲۴. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
- ↑ "دولتي رسمي جريده" (PDF) (in اسپانيايي ژبه). State Agency for the Official State Gazette. ۲۵ مارچ ۱۹۸۵. p. 7788.
{{cite web}}
: CS1 maint: unrecognized language (link) د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Archive URL: https://web.archive.org/web/20171201040249/http://www.leighrayment.com/knights/knightshon.htm.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.quirinale.it/onorificenze/insigniti/15412.
- ↑ "دولتي رسمي جريده" (PDF) (in اسپانيايي ژبه). State Agency for the Official State Gazette. ۷ اپريل ۱۹۷۷. p. 7774.
{{cite web}}
: CS1 maint: unrecognized language (link) د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ BOE ID: BOE-A-1977-8869.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.officialgazette.gov.ph/the-order-of-sikatuna/.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.parlament.gv.at/PAKT/VHG/XXIV/AB/AB_10542/imfname_251156.pdf.
- ↑ سرچينې تړی: http://www.istiadat.gov.my/v8/images/stories/1965.pdf.
- ↑ سرچينې تړی: http://www.ordens.presidencia.pt/?idc=154.
- ↑ "دولتي رسمي جريده" (PDF) (in اسپانيايي ژبه). State Agency for the Official State Gazette. ۵ جون ۱۹۵۵. p. 3412.
{{cite web}}
: CS1 maint: unrecognized language (link) د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link)
- هغه پاڼي چي د جېسن کنفیګرېشن غزونکې اله کاروي
- هغه پاڼي چې د P1559 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د ويکيډېټا مالومات کاروي
- هغه پاڼي چې د P19 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P27 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P569 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P570 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1196 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P20 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P509 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P119 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P69 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1412 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P106 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P3373 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P140 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P607 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P361 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P166 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- CS1 maint: unrecognized language
- د سياس۱ تېروتنې: نېټې