حسیدي یهودیت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


حسیدېزم چې ځینې مهال ورته چاسیدېزم (Chassidism) ویل کېږي او د حسیدي یهودیت په نوم پېژندل کېږي (په عبري ژبه: חסידות، لاتین ډول: Ḥăsīdut، [χasiˈdut]؛ په اصل کې «تقوا») هغه مذهبي یهودي ډله ده چې د اتلسمې پېړۍ پر مهال د معاصر اوکراین په لویدیځه برخه کې د یوې معنوي احیاکوونکي خوځښت په توګه رامنځته او په چټکۍ سره یې ټولې ختیځې اروپا ته پراختیا ومونده. نن ورځ د اسرائیلو او متحده ایالاتو ګڼ شمېر یهودان دغې ډلې ته اړوند دي.

اسرائیل بن الیزر، یا «بعل شم توف» د هغو د بنسټ اېښودونکي پلار په توګه په پام کې نیول کېږي چې بیا یې شاګردانو دغه لیدلوري ته پراختیا ورکړه او نشر یې کړه. د نن ورځې حسیدېزم د هارډي («اولترا – اورتودوکس») یهودیت څانګه ده چې د مذهبي او ټولنیزې محافظه کارۍ او ټولنیزې انزوا له امله یې شهرت موندلی. غړي یې په ارتودوکس یهودي اعمالو – د خوځښت په ځانګړو ځانګړونو باندې په ټینګار – او همدارنګه د ختیځې اروپا د یهودیانو په سنتونو پابند دي. ډېری وروستي موارد یې له دې ډلې د کالیو اغوستلو سبک او له ییدیش ژبې د هغو ګټنه نن ورځ حسیدېزم ته ځانګړي ګڼل کېږي.

حسیدي تفکر په کلکه سره له لوریايي کابالا څخه ګټنه کوي چې تر یوه بریده د هغو د عمومیت له امله دی. د دغه تفکر لارښوونې په نړۍ کې د خدای د شتون، په هر حال کې له هغه سره د یوځای والي او یووالي، د دیني اعمالو په عبادي اړخ او د جسمانیت په معنوي اړخ او همدارنګه په دنیوي اعمالو ټینګار لري. حسیدېزم او د حسیدېزم پیروان د «دربار» او لړیو په نامه پېژندل کېدونکو خپلواکو ډلو کې تنظیم شوي چې هر یوه ډله یې بیا د خپل موروثي رهبر یا ربه (Rebbe یا خاخام) له خوا رهبري کېږي. ربه ته درناوی او تسلیمي له کلیدي اصولو څخه ده، ځکه هغه د یو روحاني مقام په توګه ګڼل کېږي او پیرو یې باید له هغه سره اړیکه ولري څو خدای ته نږدې شي. د هغو لړۍ ځانګړي اساسي قواعد لري، خو له یو بل څخه جلا عمل کوي او ځانګړي آداب او رسوم لري. هغو ته اړوندتیا تر ډېره د څو نسلونو لپاره په کورنیو کې ساتل کېږي او حسیدي والی په هماغه اندازه چې سوسیالوژیکي فکتور دی – چې په یوه ځانګړې ټولنه کې رامنځته کېدو او د ربه ګانو یوې لړۍ ته ژمنتیا ته اړتیا لري – هماغه ډول په بشپړه توګه یو مذهبي عامل دی. همدارنګه ګڼ شمېر «دربارونه» یې ځانته په زرګونو غړې کورنۍ لري او په سلګونو کوچنۍ ډلې لري. په ۲۰۱۶ زکال په ټوله نړۍ کې له ۱۳۰۰۰۰ حسیدي کورنیو زیاتو شتون درلود چې د نړۍ د یهودیانو ۵ سلنه شمېر جوړوي. [۱][۲]

تاریخچه[سمول]

مخینه/بګرونډ[سمول]

د ۱۷ مې پېړۍ په وروستیو کې د هغو یهودیانو ترمنځ چې د پولنډ – لیتوانیا د مشترک المنافع هېوادونو په سویلي څنډه په ځانګړې توګه په معاصر لویدیځ اوکراین کې مېشت و ګڼ شمېر ټولنیز لیدلوري رامنځته شول. دغه چاره د حسیدېزم د رامنځته کېدو او غوړېدو لامل وګرځېده.

د دغو لیدلورو تر ټولو لومړی او پام وړ یې د کابالا د عرفاني افسانو رواج کېدل و. د څو پېړیو په ترڅ کې هغه باطني چارې چې په پټه به د یو شمېر کسانو له خوا ترسره کېدلې په پراخه کچه د ارزانو چاپي رسالوپه مرسته کورونو ته لار ومونده. کابالیستي طغیان د ساباتای زوی تر مشرۍ لاندې چې ځان یې مسیحا (رهبر) باله په ۱۶۶۵ زکال کې د سابتي بدعت کوونکي خوځښت په راڅرګندېدو پام وړ اغېز وکړ. د کابالا تبلیغ یهودي ټولګې حسیدي لیدلورو ته چمتو کړې، چې خپله په اصل کې د دغه لیدلوري رایجه نسخه وه – په واقعیت کې حسیدېزم هغه مهال ظهور وکړ چې بنسټ ګرو یې پرېکړه وکړه په پټو کړیو کې د پاتې کېدو پر ځای چې ټولو پخوانیو کابالایستانو همدغه لار نیولې وه؛ خپلې چارې په ښکاره توګه ترسره کړي. د افسانو او سبتي ګري د آئین د خپرېدو ترمنځ همغږي توب د خاخامي مخکښانو له لاسه وه نه وت او همدغه چاره له نوي خوځښت سره د شدید مخالفت لامل وګرځېده.

بل له عواملو څخه یې د سنتي واکمنو جوړښتونو زوال و. د یهودانو خپل واکي په بشپړه توګه تضمین شوې وه. وروستیو څېړونو په ۱۷۴۶ زکال کې د څلورو سیمو د شورا د سقوط او هغه اوږد بهیر اړوند چې د هغوی قضایي خپلواکي به له منځه لاړشي او د رهبرانو په توګه به حسیدي ربه ګانو ته لار برابره شي؛ د سایمون ډوبنو ادعا رد کړه (د یوې نوې فرقې د رامنځته کېدو اړوند اوږد مهاله لیدلوری چې رافائل مالر یې ملاتړ کاوه او دا چې خملنیتسکی پاڅون به د بې وزلۍ او ناهیلیتوب لامل وګرځي؛ هم رد شو). له دې سره مخکښانو او اشرافو د ټولګو د ربه ګانو (خاخامانو) او مشرانو په نوماند کېدو کې ډېر اغېز درلود، آن تر دې کچې چې ټولګو به هغوی د ځمکو د مالکینو نوکران بلل. په شخړو کې د قانوني منځګړي په توګه د هغوی ونډه – په ځانګړې توګه هغه چې د اجارې، شرابو د تقطیر او نورو املاکي انحصاراتو ته اړوند و – په کلکه سره راکمه شوه. د دغو جوړښتونو د اعتبار را کمېدل او د قضاوت د واک لرلو لپاره بلې سرچینې ته اړتیا تشه رامنځته کړه چې حسیدي کاریزماتیک هغه ډکه کړه. هغوی له هغو پخوانیو ټولیزو بنسټونو مخکې ولاړل چې د یوې سیمې ټول یهودان یې تابع و او په هر ښار کې یې په پریمانه کچه نور پیروان هم لرل. د هغوی ملاتړ له دغو ډلو بهر د مخ پرودې سنتي مخکښانو له خوا کېده او د تازه کارو او یا هم د ټیټې کچې بېلابېلو مذهبي مامورینو په ګډون یې د رهبرۍ نوی ډول رامنځته کړ.

تاریخ پوهانو د حسیدېزم په رامنځته کېدو کې یو شمېر نورې اغېزې هم تشخیص کړې دي. د حسیدېزم رامنځته کېدل په ټوله نړۍ کې د یو شمېر مذهبي خوځښتونو له رامنځته کېدو سره مل و چې په کې په نیوانګلنډ کې لومړنۍ لویه بیداري، الماني دین پالنه، په سعودي عربستان کې وهابیت او پخواني روسي معتقدین چې له تاسیس شوې کلیسا سره یې مخالفت کاوه شاملېدل. دوی ټولو موجود قواعد رد کړل او هغه یې له حده زیات د مراتبو د سلسلې لرونکی وبلل. هغوی هغه څه وړاندې کړل چې له پخوانیو هغو یې ډېر معنوي، صریح او ساده ګڼل. ګرشون ډیوېډ هاندریت د حسیدي مفاهیمو او د هغو د ټولیزې مخینې ترمنځ پام وړ ورته والي ته اشاره کوي چې د پوهې او فردي انتخاب په زیاتېدونکې ډول اهمیت کې ریښه لري. [۳]

اسرائیل بن الیزر[سمول]

اسرائیل بن الیزر (نږدې ۱۶۹۸- ۱۷۶۰ زکال) چې په بعل شم توف («د خدای د نوم عالم»، مخفف یې: «بشت») پېژندل کېږي د حسیدېزم د بنسټ ګر په توګه پېژندل کېږي. هغه چې ویل کېږي د مولداوي په شمالي پوله د پروت په سویل کې وزېږېد، د بعل شم «د نومونو د استاد» په توګه شهرت وموند. دی له هغو عامه شفا ورکوونکو څخه و چې له عرفان، تعویذ، جادو او نورو چارو څخه به یې په خپل کار کې کار اخیست. د بن الیزر اړوند ډېر کم اطلاعات شتون لري. په داسې حال کې چې نوموړی کوم عالم نه و خو په دومره کچه زده کړې یې کړې وه چې د مطالعې د ټولنې په سالون کې یې ځان مشهور کړی او وه یې کولای شول د خاخام له اشرافو سره واده وکړي. د هغه ښځه د یو خاخام طلاق شوې خور وه. هماغه ډول چې معاصر تاریخ پوهان څرګندوي نوموړی د خپل ژوند په وروستیو کې بډایه او مشهور و.

سرچينې[سمول]

  1. David Assaf, The Regal Way: The Life and Times of Rabbi Israel of Ruzhin, Stanford University Press (2002). pp. 101–104.
  2. Moshe Rosman, Founder of Hasidism: A Quest for the Historical Ba'al Shem Tov. University of California Press (1996). pp. 37–38.
  3. Glenn Dynner, Men of Silk: The Hasidic Conquest of Polish Jewish Society, Oxford University Press (2006). pp. 3–23.